د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دکونړ دسین خفګان

tandar
16.05.2010

خپل کور کی می ځای نشته روان یم بل وطن ته
خفګان راته دی زړه په سر موجونه جوړ کړه

په تلو می خلک خوشحاله اټنونه کوی
ځکه ې دکونړ نه تر المانه نن جشنونه جوړ کړه

له ځلمو می، ویالی او کانالونه چیرته ونه لیدل
یواځی پیغلو زماپه غاړو ګدرونه جوړ کړه

له سپیرو دشتو می وطن کی سره تپونه خیژی
زما له لاسه ې په پنجاب کی شنه باغونه جوړ کړه

دلعل مالټی ې زما په وینو سری دی
نورو میو ته ې جهان کی مارکیټونه جوړ کړه

توره تیاره کی می وطن خلک دڼوکې ته ناست
زما بریښنا ته خلکو لوړ لوړ مکانونه جوړ کړه

دی تپوس سړی می نشته چاته وژاړم زه
تور پنجابی راته په لار کی لوی بندونه جوړ کړه

چارواکو، دا دژوند قطری ستنی کړی خدای لپاره
د دوی سفر د باوری په زړه کی پرهاورنه جوړ کړه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more