د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آیا د ښځو تعلیم حرام دی؟

طالب ISI
13.05.2010

بسم الله
محترمو وروڼو د افغانستان څه د پاسه ۵۰٪ ښځي تشکیلوی، که یوه ښځه تعلیم یافته شی، نو د هغی پنځه نسلونه به هوسا ژوند لری، او اوږد عمر به ولری (ملل متحد).
هوسا په دی مطلب چې بچیان به يي ژر نه مریضان کیږی، د نظافت به زیات خیال ساتی، ښه خواړه به ورکوی، په وقت به واکیسنونه ورکوی، په خپلو بچو به تعلیم کوی، چي پدی توګه به په راتلونکې کی په خپلو پښو ولاړ شخص وی، مجبور به نه وی چې غلا وکړی، ..... د کامل شخصیت خاوند به وی، او همدارنګه به له اسلام څخه خبر وی، د پردو غلام به نه تر جوړیږی......

او بل طرف ته اسلام هم دا وايي چي ښځه او نر باید تعلیم وکړی، او د یوه مسلمان لپاره هم دینی هم عصری علوم ضرور دی، او تر اوسه داسی عالم نه دی پیدا شوی چي ویلی وی، چی د ښځی تعلیم حرام دی!
نه مو د الاظهر د جیدو علماو آریدلی نه له بل چا.

بل په قران کی راغلی چي ( قرن في بيوتكن و لا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى)
ریښتیا هم ښځو ته نه ده پکار چې بی له کوم ضرورت څخه فیشن وکړی، او بهر ووځی ترڅو د خلکو توجه ځان ته جلب کړی، او کله چي په حجاب او بی له فیشن څخه ښځه ښونځی، ته لاړه شی،او یا کوم بل ضرورت ولری، بیا ورته اجازه شته.

الحافظ المقدسي لیکی عايشه بنت ابو بکرد 399شاگردانو ته تدريس ورکولو چی 67ښځی و232 نارینه وو،حفصه بن عمربه 20شاگردانو ته درس ورکولو چی دری کسان پکی نارینه وو.

خو پوښتنه داده چې ولی طالبان د نجونو ښونځیو ته اجازه نه وکوی؟ په خصوصی توګه په پښتون میشتو سیمو کی، آیا د ښځو تعلیم ددوی په اند حرام دی؟

که نه دی، ولی يي د خپل حاکمیت په وقت کی او اوس چي کوم ځای کی دوی نفوذ لری، ښځی تعلیم ته نه پریږدی.

ما ورته پوښتنه د ټول افغان د بحث فارم په اسلامی بخش کی مطرح کړی، وه محترم حلیمی صاحب هلته بشپړه لیکنه پری کړی، چی ښځی د تعلیم او کار اجازه لری، خو کوښښ باید وشی چي شرعی حجاب مراعات شی.

نو که اسلام اجازه ورکوی، آیا دا بیا د طالبانو او د پاکستان په خصمانه دسیسو دلالت نه کوی چي غواړی په لوی لاس پښتون نسل بی سواده کړی.
تر څو د پښتنو میندو زامن د حق او نا حق توپير ونه شی کړلای،او ۲۱ پیړئ د دجال هر امر ته لبیک ووایی کوم چي په اسلامی رنګ رنګول شوئ وی.


ډاکټر څپاند
13.05.2010

شهير صيب سلامونه،

ستا ليکنې يوه ټوکه را پياد کړه،

دختری جوانې نزد ملا رفته وچنين سوال کرد:
اګر پسری جوانی مرا ببوسد چه ميشود؟
ملا جواب داد "لاهودو٠٠٠٠" اين ګناه کبيره و جزای ان برزخ!
دختر ګفت اګر بوسنده ملا باشد؟
ملا درپاسخ ګفت :
ای شوخک هوای جنت بسرت زده!!!!


باتور
13.05.2010

شهير خانه شهرتمنه

پښتانه ځوانان خو دې ټول په علم او پوهه پټ کړل پاته شوې پښتنې نجونې .

ياره تاسي د کوم موږک په سوري کې پراته ياست چې داسې سورې نارې وهئ؟

له امريکې را ګړېږئ او که له هالنډ او جرمنه؟

کوم ښوونځي، کومه ښوونه، کومه روزنه؟

مخکې له دې چې طالبان يا غير طالبان يو ښوونځی وسوځوي د امرېکې بمونه په هغه کلې لا د مخه څو ځلې اورېدلي وي .

هم دې د هغو طالبانو کور وران شي چې ستا او زما لوڼو، خويندو ته د تعليم اجازه نه ورکوي او هم دې د هغو انګرېزي او امريکايي خردجالانو کور وران شي چې زما او ستا د لوڼو خويندو د پلار او نيکه په کورونو بمونه اوروي او له همدې کبله يې له تعليمه زړه ور توروي .

ستا په کور چې نن خدای دې نه کړي د امريکايانو يو سم غوټ بم ولګېږي او ته په کې ختم شې . . بيا به سبا سهار ستا لور، خور او خوښينه په خوښۍ سره مکتب ته ځي .

حماقت او رذالت هم حد لري .

په درنښت


طالب ISI
14.05.2010

باتور خانه سلامونه،

زما هدف دادی چې هغه اصلی علت معلوم شی، چی نظر په هغه دلایلو طالب د نجونو ښونځئ نه پریږدی، بل دا چې داسی خوهم نه ده، چې هر ورځ په هر کلی بمونه اوریږی، اصلی ،پاکو مجاهدینو د جهاد په وقت کې به یی د سهاره، په نالو، جومات،زړه کلاو، کې ماشومان ته د ښونځی درسونه ورکول، او وروسته به په جهاد مصروفه وو.
د طالبانو وقت کې خو بمباری هم نه وه ، اونه امریکایان وو.
حتم باید داسی دلایل دوی لری، چې ښځوته د تعلیم اجازه نه ورکوی، او د هلکانو له ښونځیو سره یی هم چندان جوړه نه ده.
او بل سمه ده، زه اوس په وطن کی نه یم، خو جهاد وقت کی، زما اکثره د فامیل غړی شهیدان شول، زه له خپل وطن سره مینه لرم، او هغه پلانونه چې د وطن د بربادئ لپاره جوړیږی، په هغه ځوریږم، او تر ټولو مهمه داده،چې ما د روسانو بمباری هم په یاد ده، د کابل داخلی جنګونه می هم په یاد دی، د هجرت سخت شرایط می هم تیر کړی، او اوس د اروپایانو ژوند هم ګورم، زمونږ افغانانو لویه کمزوری، له دین او دنیا څخه نا خبری ده.او بس.

زمونږ او تاسو د کلیوالو ، د اکثرو نه سم لمونځ زده دی، نه سم تلاوت، د اسلام نور احکام خو پریږده، له دنیوی علومو خو بلکل پس پاتی یو، که چیری پاکستان ته هجرت نه وی شوئ، د اسلام څخه به همداسی بی خبره پاتی وو، ځکه زما او ستا ملا خو د خلاصی او کنز ملا وو، له تفسیر او حدیثو خو خبر هم نه وو، نو هغه به نور قوم ته څه ورښودلی وای.یواځی،خیر او خیرات، او حلو، او مړی سرسایه ته جوړ وو.

هندو او ایرانئ زما او ستا څخه څه ښه والئ لری؟ آیا تر مونږ ډیر ګلالی دی، ښه صورت لری؟
نه ، بلکی هلته خلک علم ته مخه کړی، نن، ایران سره له ټولو مشکلاتو زما اوتا د ستنی څخه نیولی، د جاموپوډر، صابون....هر څه اړتیا پوره کوی، او لګیا دی، اوس اتومی بټئ هم جوړوی، او پداسی شکل مخکی ځی، چی امریکا ته د حملی بانه هم نه ورکوی.

نو ځکه باید تعلیم ته ښه توجه وشی، که هغه د هلکانو وی، او یا د نجونو.
له اروپایانو علم لری کړه، نور هیڅ هم نه دی، نو زه به اوس له تا پوښتنه وکړم،چې ته په کوم سوری که ننوتئ یی، چي د ددغه مظلوم ملت هیڅ غم درسره نه شته؟

زما کلی اوس د امریکایانو او طالبانو د جګړو له کبله بلکل تش شوئ، په کنډواله بدل دی.
د الله فضل دی، تول پښتانه یو ډول نه دی، ننګرهارئ له کنړی سره فرق لری، خوستئ له پکتیاوال سره فرق لری، نن ورځ ته د زرمت خلک له خوستوالو سره مقایسه کړه!
خوست وال نن پوهنتونه لری، د هلکانو او نجونو ښونځی لری، ...
خوبدبختانه د پښتنو ډیر نور ځایوه شته چي هلته طالبان د تعلیم مانع ګرځی.


ډاکټر څپاند
14.05.2010

ديو برباد پاکستان په هيله

اوبياداسې ليکنه:

زمونږ او تاسو د کلیوالو ، د اکثرو نه سم لمونځ زده دی، نه سم تلاوت، د اسلام نور احکام خو پریږده، له دنیوی علومو خو بلکل پس پاتی یو،
[color=red:98f58a5e1f]که چیری پاکستان ته هجرت نه وی شوئ، د اسلام څخه به همداسی بی خبره پاتی وو،[/color:98f58a5e1f]
ځکه زما او ستا ملا خو د خلاصی او کنز ملا وو، له تفسیر او حدیثو خو خبر هم نه وو، نو هغه به نور قوم ته څه ورښودلی وای.یواځی،خیر او خیرات، او حلو، او مړی سرسایه ته جوړ وو.

ياره شهير صيب پدې ليکنه دې خوابدی کړم :(

١-اسلا زموږ نيکونو په چټلستان او هند کې خپور کړی،مګرداسې نده؟

٢-ستا سو دا ليکنه ،ستا لمړۍ ليکون نفې کوي،"paradox"
دا ځکه چه له يوې خوا دعوا لرئ چه طالبا دتعليم مخالف دي،اوبياليکې چه
"که چیری پاکستان ته هجرت نه وی شوئ، د اسلام څخه به همداسی بی خبره پاتی وو''

هيله ده داجمله مو توضيح يا اصلاح کړې٠


طالب ISI
14.05.2010

هغه د پاکستان د اولس همکاری وه، د پاکستان حکومت کوم رول پکی نه لاره، مثلا ددعوت اوجهاد پوهنتون چې د مهاجرو په خاطر جوړ شوئ وو، ډیر ژر د پاکستان د حکومت له خوا بند شو.
او د کرښي بلی خواته هم ټول پښتانه وو، او د پاکستان د بربادئ څخه زما هدف اولس نه دی، حکومت، پوځ، دی.

ځکه دوی خپلو لاسپوڅو ته په صوات کی هم د پښتنو ښونځیو د الوځولو امرونه کوی.
هیله ده خوابدئ نه شی،


نظرمحمد
19.05.2010

ډېره په زړه پورې پښتنې او ځوابونه

په درنښت



20.05.2010

شهير صيب نام خدی نيک ، پوه او صابر سړی يې ، په تاسې د الله رحمت او پر قلم مو برکت شه او سلامونه مې هم ومنه !
تاسو ليکلي چې :
[quote:fe43d066b8]د الله فضل دی، تول پښتانه یو ډول نه دی، ننګرهارئ له کنړی سره فرق لری، خوستئ له پکتیاوال سره فرق لری...[/quote:fe43d066b8]
له دوستانو څخه د ډيرې بخښنې په غوښتلو سره يې په دې ټوکه ولې نه رالنډوې :
چې که په سعودي ډول وي او که په نزولي پکتياوال د کندهار يانو، اوکندهاريان د کونړيانو او کونړيان د ننګراريانو او ننګراريان د کابليانو سره فرق لري :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


نظرمحمد
21.05.2010

ګرانودوستانو !
زه یوه هیله لرم که څوک ماته له کمپیوترله لارې څخه نورې مقالې (لینک) دښځو د تعلیم او تدریس په ارتباط راوستوي .
ډيره مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more