د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غزل

Stoman Niazi
08.05.2010

مـينه دې راکړه ورسـره دې پـنډ غمونه راکړل
دشــبـګـيـرو او اســويـلـو دمـاښـامـونـه راکـړل
تـنده مې ماته شـوه خـمار يـې کـړم دتـل لپاره
تا چې دشونډو په پيالو کښې شرابونه راکړل
څــنـګـه هـيرکــړمـه جـانـانه پـرونـۍ مـازديـګر
چې درقيب مخکښې دياره سره ګلونه راکړل
طـبيـب جانانه داسـتا څـنګـه شـکـريه آدا کړم
تاچـې زما زخـمـې زړګـې ته مـلـهمـونه راکـړل
چـې مـړاوې مـړاوې دنيازي ته وه کتل جانانه
نمجنو سترګو دي ددې شعر الهامونه راکړل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more