د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عبدالله صابر ئې وړاندي کوي


ع کريم حليمي
13.04.2010

السلام عليکم
درنولوستونکو په دي برخه کښ يولړديني اواصلاحي شعرونه وړاندي کوم دا
شعرونه تقريباديرش څلويښت کاله مخکښ ويل شوي خوخوند ،تاثير اودشعر
صدق يی له پخوااوس ډيرمحسوسيږي ،دشعرويونکئ ملامحمد شيرين نوميږي
چي دلغمان ولايت دی اوپه ١٩٨٢ کال پيښورکښ وفات شوئ اوهمدلته خاوروته سپارل شوئ
نوموړي لاندي شعرکښ داسلام اوسنئ حالت انځورکړئ اومسلمانانوته داسي خبرورکوي چي

دين شوغريب مسلمانانو ،،، قدرشوکم دعالمانو
ځکه يی په حال څوک نه خبريږي ،،، نه يی په مجلس څوک خوشاليږي
دين شوغريب مسلمانانو ،،، ملک شوخالي له طالبانو
علم ته نه کړي څوک رغبت ،،، نه څوک لري ورته حاجت
نه مسئله دچاپه کارده ،،، نه يی پوښتنې ته اوزګارده
له حده زيات شولوغفلت ،،، زړوکښ پيداشوقسارت
تاثيرشوکم دواعظانو ،،، دين شوغريب مسلمانانو
محبت دخدای رسول شوکم ،،، داسلام نه کوي څوک غم
بي ديني ورځ په ورځ زياتيږي ،،، ځکه يی په حال څوک نه خبريږي
دين شوغريب مسلمانانو ،،، وطن شوډک له بينمازانو
حج اوزکات له خلکوهيرشو ،،، سوداورشوت په دنياډيرشو
دونياپرست شوه عالم واړه ،،، شرم اوحياله خلکولاړه
اکثرکارونه يی شوخراب ،،، عمل څوک نه کړي په کتاب
بغض حسد ګندي پيداشوه ،،، ډکه له ظلمه دادونياشوه
رحم څوک نه کړي په خوارانو ،،، دين شوغريب مسلمانانو
دخپلوورکه خپلولي شوه ،،، قطعه بالکل صله رحمي شوه
ديتيمانومال خوړل کيږي ،،، ځکه يی په حال څوک نه خبريږي
دين شوغريب مسلمانانو ،،، زيات خلک شوله ناپوهانو
نه پيژني فرض اوسنت ،،، نه داسلام کوي خد مت
غاښ يی وتلئ ږيره سپينه ،،، هيڅ خبرنه وی له خپله دينه
نه پيژني حلال حرام ،،، نه ورته يادوي نوراحکام
نه پيژني دخپل مذهب ،،، نه يی ښه اخلاق وی نه ادب
مثال لري دچارپايانو ،،، دين شوغريب مسلمانانو
بلکه له دينه لابتروي ،،، ګرچي صورت يی دبشروي
انسان په علم سړئ کيږي ،،، ځکه په حال څوک نه خبريږي
دين شوغريب مسلمانانو ،،، لحاظ څوک نه کړي دسيدانو
استاذ څوک نه ګڼي حقدا ر ،،، په دي ښيښي زيروشنه مدار
په موراوپلارکوي منت ،،، په داسي ځوی دوي لعنت
چه نه مني د دوی احسان ،،، نه يۍ عقيده وي په قران
څه به کړي څوک داسي اولاد ،،، چي موراوپلارنه شي پري ښاد
توبه له داسي فرزندانو ،،، دين شو غريب مسلمانانو
بيګانه ښه وي چي صالح وي ،،، که درنه وي لري خوچي مصلح وي
بي غيرته ځوی نه پکاريږي ،،، ځکه يی په حال څوک نه خبريږي
دين شوغريب مسلمانانو ،،، بخل خوښيږي دغنيانو
جودسخانشته په چاکښ ،،، ورکه تقواشوه په دونياکښ
بغض حسد شولوبسيار ،،، عالم شوواړه رياکار
دين کارونه شوډيرکم ،،، په شرعه هيڅوک نه دي سم
ظاهرلباس به يی وي دشيخ ،،، که پردی مال شي په ده پيښ
بيالري خوی دشرمخانو ،،، دين شوغريب مسلمانانو
صدق اواخلاص نشته په چاکښ ،،، هرسړئ ګوري په خداع کښ
ژبه يی بي دروغونه چليږي ،،، ځکه يی په حال څوک نه خبريږي
دين شوغريب مسلمانانو ،،، لباس تغيرشودزنانو
له هيچانه کوي حجاب ،،، که وي زوجه دلوی جناب
بيباکه ګرځي هرطرف ،،، برباده وي خپل شرف
سترګې دهرچاپري لګيږي ،،، ابليس پري څومره خوشحاليږي
مؤمنه ته ورته مه ګوره ،،، دخدای رسول روی ته و ګوره
چي حساب نه شي له زانيانو ،،، دين شوغريب مسلمانانو
زنادسترګودی نظر ،،، که په حديث دوی باور
څوک چي عالم وي پري پوهيږي ،،، ځکه يی په حال څوک نه خبريږي
دين شوغريب مسلمانانو ،،، ای دمجلس ورونوځوانانو
دخدای دپاره واورئ پند ،،، په دونيامه اوسئ دلبند
سختي په يادکړئ دقيامت ،،، چي شي قاضي رب العزت
تمام عالم به شي راغونډ ،،، ولاړيوځای کښ وي بربنډ
شروع به شي حساب کتاب ،،، نه ترجمان وي نه حجاب
خدای به وي قهرپه مجرمانو ،،، دين شوغريب مسلمانانو
هرڅوک به ګوري خپل عمل ،،، که څوک ملاوي اوکه غل
ظلم اوستم په چانه کيږي ،،، ځکه يی په حال نه خبريږي
دين شوغريب مسلمانانو ،،، مه کوئ خوی دليونيانو
دخپله عقله واخلئ کا ر ،،، نن رب درکړئ دی اختيار
نن دنوبت دی ځان اصلاح کړه ،،، لاره دخدای سره پيداکړه
چي صبانه شي خجالت ، ،، بيافائده نکړي ندامت
له ټولوبدوشه تائب ،،، دی خپل مولاته شه راغب
چي شي حساب له بنده ګان ،،، دين شوغريب مسلمانانو
ملاشيرينه هميش ژاړه ،،، عفوه بخشش له رب نه غواړه
رحم يی ډيردی نه کميږي ،،، ځکه يی په حال څوک نه خبريږي

خوپه ترنم سره

والسلام
_______________


زرین ګل
13.04.2010

ع کريم حليمي
ستوري سلامونه مې قبول کړی

ګران کریم حلیمي ستوري صیب ستاسو شعر دير ښایسته دی ځما ډېر خوش شو خو به ترنم کې مانا باندی سيي پوهنشوم ـــ ترنم ــــ او تننی سره منځ کی فرق شته اوکه نه ! ترنم اومیوزېک سره پر ک لری او که همغه موسیکی ته هم په اربی کی ترنم وایی،
والسلام ــ دپوښتنی بخشش غواړم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more