د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کله چې دیورند کرښه وټاکل شوه، افغانستان ولې د بحر سره سرحد ونه غوښت؟

طالب ISI
26.03.2010

سلام ټولو ته،

هیله کوم به دې هکله هغه څو ک ځواب راکړی، چې د افغانسان په هکله یې ژوره مطالعه کړی وی.
امیر عبدرالرحمن لپاره ولې دا مهمه نه وه، چې د بحر سره افغانسان سرحد ولری، ځکه د بحر سره سرحد پدی معنی دی، چې مونږ له له نوری نړئ سره تړلی وو،تجارتی اړیکی......حتی مخکی له امیر څخه مونږ کښتلئ جوړولای شوی؟، بحری اړیکی مو درلودی؟

یوه بله پوښتنه دا چې کله پښتنو به هند کې په سونو کله پاچاهې وکړی، د افغانستان لپاره یې خالصه ګټه څه وه؟
دریمه پوښتنه:
دا ښکاره خبره ده چې په تیرو پیړیو کې عربو د اسلام په رڼا کې خپل ژوندی ته مثبت تفیر ورکړ، او یو وقت خو بغداد د ساینس مرکز شو، خو د کوم وقت نه چې افغانان مسلمانان شول، آیا پښتانه تر نن ورځ پوری د اسلام چراغ په لاس مخ په نیک بختئ روان دی، که مخ په بد بختئ؟

په تیرو ۱۲ پیړیو کې مونږ څه تفیر کړئ؟
آیا د اسلام څخه مخې کې مو آرام ژوند درلود که اوس؟

یو ټکې غواړ واضح کړم هغه دا چې د اسلام په ښه والې کې هیڅ شک او شبهه نه شته، خو زمونږ ټمبلی، بې غوری، نا پوهې ددی باعث کیږی، چې نه مو دنیا،دنیا شی، نه دین، دین.

په ټولو عربې ممالکو کې آرامی ده، له ډیرو کالو راهیسی، پس هغه عوامل څه دی، چې مسلمانان وروسته پاتې دی حتی یو عربی هیواد له اسرایلو سره سیالی نه شی کولای، حتی په هند کې په عمومی صورت، هندوان له مسلمانانو مخکې دی.

هیله ده، هر ورو د دلایلو په رڼا کې قوی استلالونه وړاندی کړی.


pattang
26.03.2010

هلکه کردی خو به نه يې چې ټوله بدبختي په څنګزن ډول  داسلام غاړې ته 
ور اچوې اوپه تاريخ هيڅ خبر هم نه يې! ٠
په کرديستان کې اوس دالمان داکتوبر دمياشتې د بيرو جشن هم نيول کيږي او ټول
ښځې او نر نېشه د المانيانو سره روکي څوکي بدلې بولي !
داچې عواقب يې څه شی شي خدا خبر دی ،خو داسې مالوميږي لکه خر چې داس
په اخرو کې شخوند وهي !
په افغانستان کې دغو المانيانوهم داسې ترتيبات نيولي وو خو د نر زامنو طالبانو
پسې را واخيستل ٠
بريالي او موفق دې وي طالبان٠


larghonay laraway
12.04.2010

السلام عليکم!
شهير ليکلي:

[quote:029dbffca1]امیر عبدرالرحمن لپاره ولې دا مهمه نه وه، چې د بحر سره افغانسان سرحد ولری، ځکه د بحر سره سرحد پدی معنی دی، چې مونږ له له نوری نړئ سره تړلی وو،تجارتی اړیکی......حتی مخکی له امیر څخه مونږ کښتلئ جوړولای شوی؟، بحری اړیکی مو درلودی؟ [/quote:029dbffca1]
لومړی خو دا چې دا د امير عبدالرحمن خان کوم شخصي پلان او پروژه نه وه چې د ډيورنډ کرښه جوړه کړي. دا د انګريز کار ؤ چې دا توره کرښه يې راښکله. عبدالرحمن خان او دوست محمدخان د انګريز لاسپوڅي وو نو هغوی د افغانستان د ګټې لپاره فکر نه شو کولی چې بايد له بحر سره سرحد ولرو. عبدالرحمن خان د انګريز معاشخور ؤ.

شهير ليکي:
[quote:029dbffca1]یوه بله پوښتنه دا چې کله پښتنو به هند کې په سونو کله پاچاهې وکړی، د افغانستان لپاره یې خالصه ګټه څه وه؟ [/quote:029dbffca1]
په اصل کې هغه پښتانه چې په هندوستان کې يې حکومت کړی دی هغه لودي پښتانه وو چې په اصل کې د همغه هندوستان وو او له افغانستان څخه نه وو تللي چې هلته پاچاهي وکړي.
هلته چې کوم تمدن دی هغه هم د همغو لودي پښتنو ؤ.
له افغانستانه چې ورغلي دي هغوی په همغه وخت کې يوازې اقتصادي ګټه کړې او بس؟

شهير ليکي:
[quote:029dbffca1]دا ښکاره خبره ده چې په تیرو پیړیو کې عربو د اسلام په رڼا کې خپل ژوندی ته مثبت تفیر ورکړ، او یو وقت خو بغداد د ساینس مرکز شو، خو د کوم وقت نه چې افغانان مسلمانان شول، آیا پښتانه تر نن ورځ پوری د اسلام چراغ په لاس مخ په نیک بختئ روان دی، که مخ په بد بختئ؟ [/quote:029dbffca1]

دا خو به ډېره بې ځايه پوښتنه وي چې يو څوک حتی فکر وکړي چې اسلام ګنې د چا د بدبختۍ لامل کېږي!
له کومه وخته چې پښتانه مسلمانان شوي نو همدا اسلام پخپله يوه نېکمرغي ده. خو دا چې ولې يې دنياوي پرمختګ نه دی کړی؟
نو دا پوښتنه په اسلام پورې هيڅ تړاو نه لري. اسلام د پرمختګ مخه نه نيسي بلکې خلکو ته پرمختګ ورښيي. څوک چې اسلام د پرمختګ لپاره خنډ ګڼي نو دا به د همغه شخص نيمګړتيا وي.
د افغانستان د وروسته پاتې کيدو لاملونه نور دي چې تاريخي لاملونه لري او اوس پرې دلته خبرې له موضوع وتل دي!

شهير ليکي:
[quote:029dbffca1]په تیرو ۱۲ پیړیو کې مونږ څه تفیر کړئ؟
آیا د اسلام څخه مخې کې مو آرام ژوند درلود که اوس؟ [/quote:029dbffca1]
ګرانه ته لومړی دا ثبوت کړه چې تر اسلام مخکې مو څه لرل چې اوس يې نه لرو نو بيا په خپله روښانېږي چې دا يو داسې موقعيت دی چې هر وخت د فوټبال ميدان ګرځيدلی دی او هيڅ وخت يې هم په زړه پورې څه نه دي لرلي.

شهير ليکي:
[quote:029dbffca1]یو ټکې غواړ واضح کړم هغه دا چې د اسلام په ښه والې کې هیڅ شک او شبهه نه شته، خو زمونږ ټمبلی، بې غوری، نا پوهې ددی باعث کیږی، چې نه مو دنیا،دنیا شی، نه دین، دین. [/quote:029dbffca1]
دا خو به خامخا منې چې اسلام په خپل ذات کې کوم عيب نه لري. خو ستا مقايسه غلطه ده چې اسلام د پرمختګ پر وړاندې خنډ معرفي کوې!

شهير ليکلي:
[quote:029dbffca1]په ټولو عربې ممالکو کې آرامی ده، له ډیرو کالو راهیسی، پس هغه عوامل څه دی، چې مسلمانان وروسته پاتې دی حتی یو عربی هیواد له اسرایلو سره سیالی نه شی کولای، حتی په هند کې په عمومی صورت، هندوان له مسلمانانو مخکې دی. [/quote:029dbffca1]
که ته رښتيا هم مسلمان يې او غواړې چې ځان پوه کړې نو د اسلام ژوره مطالعه وکړه. اسلام يوازې دې دنيا ته ترجيح نه ورکوي. بلکې اسلام دا دنيا د اخرت لپاره کرونده بولي، چې اصلي کښت به يو مسلمان په اخرت کې اخلي. دا که نن کفري نړۍ لوڅ لغړتوب ته پرمختګ وايي نو مسلمانان يې بايد تر اغېز لاندې رانه شي!
هو! داسې هم نه ده چې د دنيا د پرمختګونو لپاره باید مسلمان کار ونه کړي، خو اسلام بايد د پرمختګ خنډ ونه ګرځوي. اسلام د هيڅ تخنيک او پرمختګ مخالفت نه دی کړی. دا چې عربي نړۍ وروسته پاتې ده خو عياشۍ ته يې مخه کړې او له اسلامي احکامو يو څه لرې شوي دی کنه اوس به يې له ټولو ډېر تخنيکي پرمختګ کړی وای.
عربان خو د چينچڼو د سرونو پسې ګرځي چې ويې خوري، شهوت يې زيات شي او د غربيانو له نجونو سره لوبې وکړي.


..Ahmadzai
12.04.2010

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

لرغون لاروى صاحب

ډير ښه او په وزن برابر ځوابونه دې وركړي.

[quote:46c473a89c] عبدالرحمن خان او دوست محمدخان د انګريز لاسپوڅي وو نو هغوی د افغانستان د ګټې لپاره فکر نه شو کولی چې بايد له بحر سره سرحد ولرو. عبدالرحمن خان د انګريز معاشخور ؤ.

[/quote:46c473a89c]

دا يو ستر حقيقت دى چې بايد ښه ژور او په غور سره نور هم وڅيړل او حقايق په مستند ډول وړاندې سي.

[quote:46c473a89c]په اصل کې هغه پښتانه چې په هندوستان کې يې حکومت کړی دی هغه لودي پښتانه وو چې په اصل کې د همغه هندوستان وو او له افغانستان څخه نه وو تللي چې هلته پاچاهي وکړي. [/quote:46c473a89c]

دلته دومره ورزياتولى سم چې لودي پښتنو رښتيا هم په هندوستان ډير وخت راج چلولى خو نوي کاله غلجى پښتنو هم په ټول هندوستان پاچاهي كړې چې پيل يې جلال الدين غلجې او اوج ته د علاء الدين غلجې وخت كې او بيا د غلجيوسلطنت د نزول دوره راغلې, كمزورې شوي چې د لوديانو عروج ته يې موقعة برابره كړه.
خو لكه څرنګه چې تا ورته إشاره كړې دغه پاچاهۍ هندوستان ,پاكستان پورې محدودې وې او په أفغانستان يې دومره خاص أثر نه دى پريوتى.

بيا هم لاروى صاحب مننه
په درنښت


larghonay laraway
17.04.2010

سلامونه!
ځه زرين ګل خو نوی دی نو دا نور ګلان ولې له موضوع وتلې دي؟
هيله ده موضوع ته راشئ.
زرين ګله قربان دې شم. په دې پاڼه کې يوازې پښتو ليک لوست نه بلکې ملي احساس هم زده کېږي خو په موضوع دې هم نظر ضروري دی.
مننه


شفيق الله ابد
07.06.2010

ګرانو پښتنو !
او س مسله دا نه دي چي ديورند کرښه په څه اساس منځ ته راغلي مسله اوس دا ده چي څنګه وکړي شي پښتانه سره يو شي او د فرنګيانو دا استعماري نښه له منځه لاړ شي او د دواړو خواه قومونه سره يو شي او د پنجابي استعمار څخه را خلاص شي .



11.06.2010

[quote:47fefe1c8b]کله چې دیورند کرښه وټاکل شوه، افغانستان ولې د بحر سره سرحد ونه غوښت؟[/quote:47fefe1c8b]
دا پوښتنه د تاريخ له مخې داسې سمه راځي :
له بحر سره د افغانستان تړلي سرحد امير عبدالرحمان ته څه زيان درلود چې د ډيورن د کرښې په منلو سره يې د افغانستان له نيمې خاورې سربېره يې خپل هغه سمندري سرحد هم له لاسه ورکړ؟
قدرمنه ستاسې پوښتنه دې ته ورته ښکاري چې له نن څخه سل ٢٠٠ کاله وروسته څوک ووايي چې :
کله چې انګليس او امريکا خپل لاسپوڅی کرزی د کابل په تخت کښيناوه، کرزي ولې له انګريز څخه د پښتونستان د بايللې خاورې غوښتنه ونه کړه؟

يا داسې :
کله چې کرزي د پاکستان له حکومت سره دوستي کوله، دلروپبښتنو ورونو له پاره ترې کرزي ولې اقلا دومره دوستانه غوښتنه نه کوله چې په پښتونخوا کې دې
پښتو ته سيمه ييز رسميت ورکړي ؟

ددې پوښتنو په ځوابونو کې چې تاسې يې اوس ورکولی شئ د امير عبذالرحمان په اړه هم د خپلې پوښتنې له پاره ځواب موندلی شئ !
يا دا : څوک چې مريی او غلام وي آيا هغه حق لري چي له بادار څخه غوښتنه او پوښتنه وکړي ؟؟؟؟؟؟


Helmand.M
26.09.2010

د ډیورنډ کرښه ولې، څنګه او چا؟ / پوهنیار نبي حبیبي
Sunday, 09.26.2010, 03:17am (GMT)


پوهنیار نبي حبیبي
پوهنیار نبي حبیبي د منیتوبا پوهنتون

ولې امیر عبدالرحمن خان د ډیورند کرښه امضاء او چا ورته دا مشوره ورکړۍ وه

د دې کرښې د رامینځ ته کیدو ډیر سیاسي لاملونه دي خو پوښتنه پیداکیږي چې امیر عبدالرحمن خان ولې دومره غټه اشتباه او ولې تیروت؟. زه د اکادمیسن عطایی صاحب چی د افغانستان تاریخ ته یو لنډه کتنه (کتاب) کی چی ډیر په زیرکی سره لیکل شوۍ او د ډیورند د کرښۍ په سیاسي بعدونو او د دۍ منحوسې کرښې د رامینځ ته کیدو په باره کی مفصلې خبرۍ کړي د زړه د کومی ستایم مګر بعضې وخت د یوې ډیری غټې دسیسي د کامیابۍ لاسته راوړلو ډیر واړه اسباب وی. همدا راز امیر عبدالحمن خان او د د ډیورند د کرښی د امضاء په خصوص هم داسی خبری چی کیدای شی چی زمونږ ورته ډیر پام نه وي. نوسوال دا دی امیر ولی او چا دې ته اړ کړ چی په دې منحوسی کرښی چی انګرزانو ترتیب کړې وه چی د د ده د نظره یوه مؤقته او یو څه وخت لپاره وه قبوله او امضاء کړی؟ او ایا دا امضاء شخصاً امیر کړی وه ولې او څنګه؟

بریتانیایانو چی ځانونو ته یی د د نیا خدایان ویل د منطقی د خلکوسیکولوجی ډیره ښه لوستلی وه نو په دې وختو کی یی دوه فرقی په جدی توګه اکمالولی چی د دوی اکمالاتو څخه لا تر اوسه محرومه ندی. په ۱۷ پیړی کې یی یوه ډله د بهایت په نوم په فارس کی جوړه کړه او کله برتانویان پوه شول په پارس کی یی د پلرونو پروژه کامیابه وله نو په هند کی یی د هندیانو د سیکولوجی مطابق قادینیت ته وده ورکړه. قادیانیان تراوسه دوی مکمل ترزیق او تقویه کیږی ځکه چی دوی په دین کی د انګریز په ضد د جهاد څخه منکر او خپل پیشوایان لري. نو دا ډله په هند کی د مرزا غلام احمد قادیانی تاسیس او دوهمه فرقه چی په پارس کی د بهاءالله په نامه شخص ډیر له وخته شروع کړیوه د ناپوهو او بی علمه مسلمانانو په مینځ کی د پیسو په زور خپل تبلیغات لرل او تر یوحده کامیاب ول. دواړو د پیغمبری دعوی وکړی د مسلمانانو په مینځ کی د اسلام د نوم څخه په استفاده او د ملا او مولوی په جامه کی د ساده مسلمانانو په تیرایستلویی شروع وکړه. نن زموږ بحث فقط د ضاله قادیانی فرقی او د دوی ربط د ډیورند د کرښی سره څه کیدای شی؟ په لنډه توګه لیکم.

برتانایی چی من حیث د یو لوی عبرقدرت دافغانانوسره دری جنګونه وبایلل ونه شو کولای چی د افغانانو یوه جریب مځکه هم په زور ورڅخه ونیسی. نو مجبور شول د داسی ملکونو ته داسی کسان را وروزی چی خپل اهداف د افغانانو د تیراستلو په زریعه لاس ته راوړی. دوی فقط غوښتل افغانان لکه په هند کی نور تیرویستل شوي مسلمانانو پشان تیرباسي او د انګلیس په ضد جهاد کی د اصلي علماوو اود خدای د ویری مولویانو فتوی ګانو په زریعه شروع شوی ووه غوږ ونه نیسي. نو قادیانیانو چی د انګلیس پرضد یی جهاد حرام بوله او د قادیان ملایانو به په خپلو جوماتونو کی خلکو ته ویل چی انګلیسان زمونږ کومک او همکاری ته راغلي دوی اهل کتاب دی او د دوی پر ضد جهاد کول حرام دي د انګلیس په درد خوړل. بله داچی قادیانانو به د جهاد شته والی په اسلام کی حرام بوله. علی کل حال دا د قادیانی ملایانو تبلیغات وو او دوی ځانونه د دیوبند مدرسی منسوبه ول. خپله مرزا غلام اخمد قادیانی چی د مهدیت دعوه او ویل یی محمد څخه چی پس کو م مهدی رازی هغه دی دې. دا ضاله ملایان چی ټولو ځان د دیوبند د مدرسی پوری تاړه ښه پوهیدل چی دیوبند د ملا په افغانانو کی څومره قدر لری اوڅومره ورته احترام کوي سوء استفاده شروع کړه.[1]

دا قضیه د ډیورند دکرښی سره څه ربط لري؟

انګریز دعبداللطیف په نوم ځوان د ملا په شکل خوست ته ولیږه دافغانی تاریخ لیکونو په وینا دې په اصل کی یو هندې وو او په مدرسوکی طالب رالوی شوی، فقه، اصول او پښتو یی هم ښه زده کړی وه کله چی د پښتنو په عاداتو ښه بلد شو نو بیا د خوست د کلیو په جوماتونو کی امام او بالآخره د امیر ماڼی ته د جرګو په وسیله نزدې او څه موده پس د امیر عبدالرحمن خان د خاصو ملاقاتونو او مشورو خاوند وګرزیده. ویل کیږی چی دۍ د دربار رسمي مولوي او امام جمعه هم شو. د قادیانیانو دکتابونو او داکتر جهاندارشاه خاوری په یو مقاله کی د(نقش مؤسسات دینی در افغانستان: مدرسه دیوبند و تآثیر آن در دګرګونیهای سیاسي افغانستان) په نامه مقاله او د بعضی نورو کتابونو په اساس دا شخص یو څه موده په خوست کی والي هم مقرر شوی وو. صاحبزاده عبدالطیف له ځانه وچ پښتون ملا جوړ او د پښتو په جامه کی خوستیانو او نورو ساده ملایانو په زړونو کی یی ځان ځای کړې وو.[2] ده خپل نزدی نور پیسه خواره دین فروشان هم روزلي وو چی په پټه به د انګریز او د قادیان ملاقاتونو ته همیش ځانونه ور رسول. د ډاکتر خاوری د مقالی په اساس دی ملایانو په قندهار، لوګر، کابل او نورو کوهستاني مناطقو کی ډیر په جوش او خروش د دولت پرضد تبلیغات کول. مګر امیر د دی په تحریکونو ناخبره وو. ده به د حج په بهانه د امیر عبدالحمن خان څخه د تګ اجازه او پرځای به یی اول د قادیان زیارت کاوه. دعمری په نوم به هند روان وو ترڅو امیر ورباندی شکی شو.[3]

صاحبزاده عبداللطیف د امیر په رازونو ښه پوه وه، د امیر توانمدی او ضعف ورته هم ښه معلوم وو. په افغانستان کی د انګزیز مداخلې امیر تر حلقه لیونۍ کړۍ وو. نو انګریزانو چی کله د ډیورند د کرښی زوم زومۍ شروع کړې نو صاحبزاده عبداللطیف چی انګریز همدۍ ورځی ته ساتلی وو او دی د امیرعبدالرحمن خان په سیکولوجي هم پوه وو خپل د زهرو نیش ور ننیست او امیر یی په دی قانع کړ چی انګریز ته دا امضاء وکړي. ده همیش امیر ته ویل چی انګریز ته پدی امضاء، نه پښتانه له تا جداکیږی او نه د اپښتانه د انګریز په درد خوري. مګر انګریز د یو بل بفر د جوړولو کوشش او د روشانو د ویری انګلیس خپل بفر د نور تآمین ولو لپاره دا کار کوي. بله دا چي انګریز هم دی ته آماده دی چی د دربار سالانه خرج ومخارج تاسوته تضمین کړي، نو پدی امضاء کی نه فقط دانګلیس بلکه زموږ هم ګټه شته. لنډه داچی انګریز به ترکومه په دی منطقه کی پاتی وي؟ دا یوه امضاء هم خرماده او هم ثواب. اول داچۍ د انګریز د ظلم او مداخلي به په امن کي یو او بله داچی د دوی څخه به مادي او اقتصادي فایدی هم تر لاسه کړو.

1. البته باید ووایم چی د قادیانانو په کتابونو کی صاحبزاده عبداللطیف ته د خوست د پښتون نوم او دی یی تڼۍ قوم ته منسوب کړی. ده خپله هم خلکوته د داتاګنج بخش چی په لاهور کي خښ دۍ لمسي ویل. د صاحبزاده لمسی صاحبزاده ظهور احمد لاتر اوسه په لاهور کی دی، او د خپل نیکه دنده په مخ وړي. [4]

د ډیورند کرښه چا امضاء کړه؟

په دی کرښی نه د امیر عبدالرحمن خان شخصي امضاء ده او نه مورټیمور ډیورند! د افغانستان نماینده ګي همدی منحوس صاحبزاده عبداللطیف او شیریندل خان کوله او د امیر په نمایندګی دی صاحبزاده ورباندی امضاء[5] او د انګریزی هند لخوا د سوات صاحبزاده عبدالقیوم پولیټیکل اجنیټ (دانګریز بل غلام) امضاء کړیده. [6]

امیر حبیب الله خان او د عبداللطیف سنګسار

کله چی امیر عبدالرحمن خان په خپل اخري عمر کی پوه شو چی عبداللطیف عالم نه بلکه د انسان په جامه کی یو شیطان وو او عبداللطیف هم خپل اصلیت نو نشو پټولۍ نو دی یی د سردار نصرالله خان د نظارت لاندی واچاوه. سردار نصرالله او امیر حبیب الله خان او نور پدی ښه پوه شوي وو چی دی قادیاني کافر د افغان په نوم د افغانانوپه مینځ کی د ملا په جامه یی اسلام او پښتنو ته څومر خیانت ضربه ووهله او د ډیورند کرښه چی ورونه یی سره جداکړی دې یی اصلي عامل دی وو خبره علني شوی وه. علی کل حال امیرعبدالرحمن خان ډیر مریض او په کال ۱۹۰۱ کی ومړ. د امیر حبیب الله خان په وخت کی علماوو په عبداللطیف قادیاني (خلیفه المسیح الخامس) باندی د د سنګسار فتوی صادره او بلآخره د سنګسا په ورځ امیر حبیب الله خان ورباندی اولینی تیګه په افتخار وار او ورپسی نورو د دی لعین انسان شطاني څهره د دی دنیا نه تر ابده رخصت کړ. بچیان او نور خائنین چی د ده ورسره نزدی اړیکی درلودی د انګریز غیږی ته ور وتختیدل.

قادیانیان څه وایی؟

قادیانیان پدی عقیدی دی چی افغانانو د دوی د پیغمبر لومړنی خلیفه وژلی نو په (شهید) مشهور اوپه افغانانو د روسانو یرغل او وروسته خپل مینځي جنګونه د افغانانو څخه د خپل خدای غچ بولي.[7] او د افغانانو په مرګ خوښي کوي. یو څوجمعی وړاند د کاناډا په یوه ښار کی دوی په علني توګه په خپلو خطبوکی اوسني سیلاب آفت چی پختونخوا یی و ځپله هم په پښتنو باندی د دو د خدای عضب او د یو بل غچ بللې. د دی ډلي سیاسي اړیکی بدون د مسلمانانو د هر چاسره ډیری ټینګي دي. دوی همیش په غرب کی د نورمال مسلمانانو نومونه ځان معرفي کوی او دمسلمانانو هر راز او نیاز د خپلو بادارانو ته په دقیقه توګه ترجمه کوي. د هر مسلمان ویني تویدلو خوشحاله نه فقط په خپلومینځونو بلکه د نورو اسلام دښمنانو سره په شریکه په شرابو او کبابو لمانځي.

اخیستنځاي

http://andisha-e-now.ca/News-pdf/53.pdf
http://www.pakistan-karachi.info/Sahibzada_Abdul_Latif
http://en.wikipedia.org/wiki/Sardar_Shireendil_Khan
http://en.wikipedia.org/wiki/Sahibzada_Abdul_Latif
Afghan Martyr ( A book by Ahamdis) Published in England

[1] http://en.wikipedia.org/wiki/Jihad_(Ahmadiyya)


pattang
26.09.2010

هلمنده ډېره مننه !
ډېر ښه مالومات دې ددې کافرانوپه هکله راټول کړی ٠ زه ګمان کوم تر ما پورې
نور ډېر پښتانه هم پر دې حقيقت خبر ندي٠


عبد السلام
01.10.2010

[quote:9191f794fb]هلمنده ډېره مننه !
ډېر ښه مالومات دې ددې کافرانوپه هکله راټول کړی ٠ زه ګمان کوم تر ما پورې
نور ډېر پښتانه هم پر دې حقيقت خبر ندي٠[/quote:9191f794fb]پتنګ صاحب ! سلامونه او نیکې هیلې دې دتل په شان درورسیږي :
او بیا : تاسو چې د Helmand.M څخه مننه کړی په دې موترې مننه کړي چې د (پوهنیار نبي حبیبي ) لیکنه یې دلته copy, paste کړي، او که پدې چې دا معلومات دپخپله را غونډ کړي ، او پوهنیار نبی حبیبی دی پخپله دی ؟ که پخپله وي

Helmand,M ته څه ضرورت ؟ او کنه وي له کومې منبعې کاپی شوي دي ؟!!!

دا پوښتنې به مو کړي وي !
ورنه، ما ته هم دا لیکنه ډیره په زړه پورې ده .


Helmand.M
01.10.2010

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=%D8%AA%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%AE&article=22006


pattang
01.10.2010

په اتګليسي ژبه دا مالوماتونه شته خو راغوڼډول او ژباړل يې وخت غواړي
له دواړو څخه ډېره مننه٠

[quote:1227bec03a="عبد السلام"][quote:1227bec03a]هلمنده ډېره مننه !
ډېر ښه مالومات دې ددې کافرانوپه هکله راټول کړی ٠ زه ګمان کوم تر ما پورې
نور ډېر پښتانه هم پر دې حقيقت خبر ندي٠[/quote:1227bec03a]پتنګ صاحب ! سلامونه او نیکې هیلې دې دتل په شان درورسیږي :
او بیا : تاسو چې د Helmand.M څخه مننه کړی په دې موترې مننه کړي چې د (پوهنیار نبي حبیبي ) لیکنه یې دلته copy, paste کړي، او که پدې چې دا معلومات دپخپله را غونډ کړي ، او پوهنیار نبی حبیبی دی پخپله دی ؟ که پخپله وي

Helmand,M ته څه ضرورت ؟ او کنه وي له کومې منبعې کاپی شوي دي ؟!!!

دا پوښتنې به مو کړي وي !
ورنه، ما ته هم دا لیکنه ډیره په زړه پورې ده .[/quote:1227bec03a]


و.افغان
28.10.2010

[quote:26c472c7dc]
کله چې دیورند کرښه وټاکل شوه، افغانستان ولې د بحر سره سرحد ونه غوښت؟

[/quote:26c472c7dc]

شهير صاحب:
ستاسې له پوښتنې ښکاري، چې انګرېزان سيمې په خپل زور نه بلکه افغانانو په
خپلې خوښې راوستي وو، او بيا يې ورسره کرښې او حدود امضا کول.

شهير صاحب: هغه به د زور خبره وه، امير عبد الرحمان خان هم ورسره له مجبورۍ منلې
ده.
په هر حال اوس يې قانوني مفعول کاملا له لاسه ورکړی دی، دا ځواک بايد په خپلو
ځانونو کې پيدا کړو، چې غصب شوې خاوره بېرته خپله کړو.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more