د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو مس کال

طالب ISI
14.03.2010

پرون ددی لپاره چې میک کرستال ته طالبان ، یوه اخطاریه ورکړی،۳۵ تنه شهیدان او ۸۰ کسه زخمیان کړل
په دوی کی ۷ کسه پولیس دی، او نور عام وګړی.
پوښتنه داده چې څه موده مخکې د بهرنیانو په یوه حمله کې ۲۷ کسه شهیدان شول، نو اوس آیا طالبان زمونږ دښمنان دی، که ناټو؟ او که دواړه، ځکه دواړه موپه یو ډول، وژنی.
که چیری طالبان غواړی میک کرستال وژړوی نو بیا د، داسی حمله وکړی لکه په خوست کی چې هغه عرب مجاهد وکړه.
آیا کوم چا په ټول افغانستان کې هغه حمله وغندله؟
دا چې هغوی په بی پیلوټه الوتکو پښتانه وژل، هیچا هم دا ونه ویل چې دا ولی په امریکایانو حمله وشوه.
اوس چې بیا د طالبانو مشران د اتلس F-16 الوتکو او ۱۰۰۰ لایزر واله راکټونومقابل کی پاکستان ونیول، نو افغانانو ته د پردیو په لاس د جهاد ثمره له ورایه معلومه شو.

پرون می یوه ویډیو کتله د صوات د طالبانو مشر، مولانا فضل رحمن وایی، چي مونږ ځکه ښونځې ورانو، چې کله حکومت په مونږ عملیات کوې نو مونږ غواړو، په یو ډول دوی ته هم ضرر ور ورسوو، سره له دي چي ښونځې د قوم لپاره دی، خو بیا هم ورانول یې حکومت ته یو ضربه ده، نودا چې د یوه تحریک د مشر منطق وی، له نورو به سړئ څه ګیله وکړی.
د نن ورځې چاودنو په کندهار کی ثابته کړه ، چې د افغانانو وینه طالبانو ته په همغه کچه بی ارزښته ده ، لکه امریکایانو ته.
زه خپله حیران یم چې د حزب وحدت او دوستمیانو ظلمونه په پښتنو وژاړم که د ،طالبانو بمونه ، که د ناټو بمبارئ، او که په لر اوبر کې د ښونخیو ورانول، سوځول، او بندول..

په کندهار کي د پرون ورځي په هغه خونړیو چاودنو چي تر دیرش زیات کسان ئې ووژل اووه د ښونځۍ ماشومان هم شامل وه .
د کندهار یو لوړرتبه چارواکي او همدا راز د میرویس روغتون یو ډا کټر دواړو بېنوا ته وویل چي دپرون په چاودنو کي اووه د ښونځۍ ماشومان هم وژل شوي دي

دمیرویس روغتون ډاکتر زیاته کړه چي په وژل شوي کسانو کي اووه هغه ښځي او دوه کوچني ماشومان هم شامل دي چي په زرنګارصالون کي ئې د یو واده په مراسیمو کي ګډون کړی و .

همدا زار په هغه چاودنه کي چي سرې جامعې مخي ته وشوه د کندهار د شریعیاتو دپوهنځۍ ټکړه استاد فریدالله هم خپل ژوند دلاسه ورکړ
http://benawa.com/details.php?id=33855


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more