د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

چې دتورې بوړې زړه ورباندې یخ شي...

كريم كامران
11.03.2010

خدایه یو ځلې محکوم ټوله نړۍ شه
پرې حاکم سپینه جنډه سپینه پګړۍ شه

چې دتورې بوړې زړه ورباندې یخ شي
تکه توره په لمبو سپینه ماڼۍ شه

چې دوخت دکبرجنو غرور مات شي
مجاهده احساسات دې په مستۍ شه

دسنګر په خاورو خړ زخمي طالبه!
سپیلنی درنه بې شمېره جینکۍ شه

ماته زخم دتندي دفخر تاج دی
تاته خپلې سپینې اوښکې غاړکۍ شه


پښتون یار
13.03.2010

كامران وروره د مينې ډك سلامونه مې ومنه
ډير په زړه پوري شعر دې ليكلي وه
دا يو ستا نه بلكه د هر پښتون د زړه وينا ده خو خداي دې قبوله كړي

ستاسو نورو خوږو شعرو ته سترګه په لار يو.

ستاسو وړوكي ورور فخرالدين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more