وطن پال او نور ګټور شعرونه
د ارمان څلي
      feroz afridi
      09.03.2010
    
د روښانه سباوون په طمع طمع 
د ژوند تورې تورې شپې سبا کومه 
ډير په لوړو او ژورو ګرځيدلے 
د ښه عمر په لټون کښې سر وهلے 
د يخ سيورې د دمې په طمع طمع 
دژوند دروند پيټې مې ډير په اوږو وړے 
د کور غولي کښې مې ګل تصور کړے 
د بورا په څير ګلو نو پسې تللے 
د ارمان د باغ په خوب پسې وتلے 
د دنيا د ګوټ ګوټ شګې مې چاڼ کړي 
د سراب ابه مې ډير ځله ګوټلي 
د خيالي پلاؤ شخوندونه مي وهلي 
خدائي بيشکه چې مدد د هغه چا کړي 
چې د ځان مدد پخپله خا مخا کړي 
اوس که هر څه ځان نه مخکښې وروستو وينم 
د ليلې د پينزيب شرنګ نه اورم کوڼ يم 
د بنګړو شور اورديلو نه معذور يم 
سره او شنه راته اوس نه ښکاري که ډير دي 
د رنګونو تميز نه کيږي شمکور شوم 
نه د مست بورا مستي نه بلبلان شته 
نه چمن کښې نور څه خوند شته نه ګلان شته 
د زړګي چمن ويجاړ شو بې بهاره 
حس د ګل د نګهت نه لري بيزاره 
د ټول عمر په محنت مې که ګټلي 
د ځوانئ رنګين وختونه مې بائيللي 
FEROZ AFRIDI 
8/03/2010 
P E K H A W A R
      feroz afridi
      06.04.2010
    
dagha pass sher auss pa Pabend shakal ke waweenai
د ارمان څلی 
ارزوګانې مې د سپين سباوون کړي
ډيرې تورې تورې شپې مې سبا کړي
د يخ سيوري د دمې په تمه تمه
دژوند دروند پيټي مې ډير په اوږو وړي
***
د ښه عمر په لټون پسې ورک شوي
ډيــــر پــــــــــه لـــوړو او ژورو ګرځيدلي
د کور غولي کښې نګهت د سرو ګلونه
ډير خوبونه د سپرلي مې وو ليدلي
***
د ارمان د باغ لټون پسې وتلي
د بورا په څير ګلونه مې غوښتلي
د سراب ابـــــه مې ډير ځله ګوټلي
د خيالي پلاؤ شخوندونه مي وهلي
***
خدائي بيشکه چې مدد د هغه چا کړي
چې د ځان مدد پخپله خا مخا کړي
د دنيا د ګوټ ګوټ شګې مې چاڼ کړي
څه د ژوند خواږه تراخه به راله را کړي
***
اوس که ډيرڅه مې د ځان سره راوړلي
د احساس جذبې مې مړې دي غم خوړلي
د ليلې د پينزيب شرنګ نه اورم کوڼ يم
دبنګړو د شور سرونه ترې وتلي
***
سرو او شنو ته کتې نه شم ترې بيزار يم
په تير عمر اوس دهرې بلا ښکار يم
د زړګي چمن ويجاړ شو سپرلي نشته
وچ ډندر کښې د ګلونه پاتې خار يم
***
نه د مست بورا مستي نه بلبلان شته
نه چمن کښې نور څه رنګ شته نه ګلان شته
د ارمان په څلـــــي ناست وختونه ژاړم
نه ځوانئ شته ،نه خوندونه د جهان شته