د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پښتانه خوبونه !!

رښتینی
06.03.2010

.
ستاپرمړوند وینمه ستادبیلتانه خوبونه
جانانه بیا څه درنی شپی دی څه درانه خوبونه

نن ورځ می مه ګوره چی نه لرم ډیوه په کور کی
کړی دی ماهم دسپوږمۍ پرځنګانه خوبونه

چی دی زما پیژندګلوی وکړه له درده سره
له هغی ورځی پس نه ته راغلی بیا نه خوبونه

موږ هم دنوی سباوون په انتظار کی ناست یو
موږهم لیدلی دی دنوی ژوندانه خوبونه

په کومو سترګو کی چی شپی کوی مغل انتظار
هلته کی نه اوسی درویشه پښتانه خوبونه

.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more