د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دطبی ګیاه اوطبی موادو داسعمالونکو دپام وړ

خیریوسی
28.01.2010

دطبی ګیاه اوطبی موادو داسعمالونکو دپام وړ :
1ـ هغه طبی ګیا چې زیات خوړل یې زیان لری :
*دخوږولی شربت دورځی تر 20 ګرامه زیات او دډیری وخت دپاره څښل لکه کورتیزون په بدن باندی تاثیر کوی اوبه او سودیم په بدن کې ساتی اود پوتاشیم سلنه کمیوی دبدن پلې کمزوری کیږی ، دوینی فشار جګوی ، دبدن وزن زیاتوی ۰
خوږولی که لږ وخوړل شی ډیره فایده لری او پورتنی ناروغي نه پيښیږی * دجنسیج دبدن اوذهن نشاط قوی کوی ستړیا سموی که زیات وخوړل شی دوینی فشار جګوی ، بدن چکي کوی ، نس ناستی پیداکوی ، په ښځو کې دتی درد او داسی نوری نارغي پیداکوی ۰
* الإ فیدرا چې دوزن دکمولو خلګ استعمالوی زیات خوړل یې دوینی فشار جګوی ، اشتها بندوی ، او ځنی وخت دمرګ سبب ګرځی
2ـ هغه طبی ګیا چې وځینو ناروغانو ته ضرر رسوی :
*هغه کسان چې دوینی فشار یې جګ وی خوږولی ، جنسیج ، الإ فیدرا
خوړل ضرر لری
*هغه کسان چې دوینی فشار یې ټیټ وی هوږه ، ملخوځی ، شونډ ( ادرک ) ضرر رسوی ۰
* هغه کسان چې دمعدې زخم ، اثنی عشره ناروغي ولری و هغوی ته دال چنی ( ادوه ) ، شونډ ، سنا ، توره ځیره ، انیس ( انیسون )، مرچک ضر ر رسوی ۰
3ـ هغه شیان چېامید وارو ښځو ته ضرر لری لکه دال چنی ( ادوه ) ، سنا ، توره ځیره ، انیس ( انیسون )، خواږه ویلنی ، خوږولی ، پارسلې ، انار پوست ۰
4ـ هغه طبی ګیاه چې دوا سره یې خوړل زیان لری :
*هوږه وینه نری کوی که دوینی دنری کولو داسپرین او یاهغو دواوسره چې دوینی درګو دشلیدولو مخنوی کوی وخوړل شی زیان لری
*خوږولی که دهغی دوا سره وخوړل شی چې بولی زیاتوی زیان لری
* شونډ که ډیر دوینی دنری کولو ددوا سره وخوړل شی ددوا مفعول نور هم زیاتوی
نوټ : دطبی ګیاو یو عیب دادی چې پر هغه باندی داستعمال نیټه نه وی لیکلی او بل دا چې دهغه سره کومه داستعما لولو طریقه او هغوی ضرر نه وی لیکلی باید درانیولو په وخت کې داسی طبی ګیاه واخستل شی چې رنګ یې تازه وی او ډیر زوړ نه وی د خاورو دشیګوڅخه پاک وی خوند یې سم وی دخزندو کیمیاوی دواوی نه وی پر پاشل سوی
خیر یوسې


خیریوسی
29.01.2010

دطبی موادود استعمالونکو دپام وړ :
دطبی ګیاه او نباتاتوتاثیر په یوه ورځ نه معلومیږی بلکې 4ـ 6 اونۍ وروسته تر استعمال تاثیرکوی ۰
دطبی ګیا ه اونباتاتو جانبی اعراض دکیمیاوی دواو په پرتله ډیر لږ یا دنشت سره برابر دی ۰
دیوه سړی په یوه طبی کیاه سره درملنه کیږی او دبل بیا تر یوه زیات طبی موادو ته اړتیا لری چې درملنه یې وشی ولی چې عمر ، مزاج اوناروغي یو دبل څخه توپیر لری ۰
که چیری ناروغي 4ـ 6ـ اونۍ استعمال وروسته هم تاثیر ونه کړی نو ناروغته پکار ده چې بله طبی ګیاه وخوری ۰
که چیری ناروغ دوی دری اونۍ دوا خوړلی وی ناروغي یې څه سمه سوی وی لاکن شفا یې نه وی موندلی او دوا خوړل هم نوره فایده نه کوی نو دی دڅو ورځو دپاره دوا نه خوری دبیلګی په ډول که یو څوک وانجه (توری دانې ) دیوې ناروغي دپاره خوری 13ـ 14 ورځو خوړولو وروسته دی یوه اونۍ نه خوری ولی چې بدن دتورو دانو سره عادت ونیسی ۰
شات ( عسل )خوړل غذا ده لاکن په اوبو کې څښل دوا ده ۰
دګل بابونه چای په ګیلاس یا ترموس کې جوړول دوا ده لاکن په مسی یا داوسپنی په چای بر کې جوړول بلا ده ۰
ناروغ باید تر ټاکلی اندازه زیاته دوا ونه خوری تبیعی خبره ده ددوا اندازه په عمر ، ناروغي ، جنس ، دناروغ په حال یو دبل څخه توپیر لری
دبیلګی په ډول ښځه د میاشتنی عادت په شپو کې او امیدواری په 3ـ 4 اولنیو میاشتو کې ددوا خوړل باید دډاکتر په مشوره سره وی ۰
دماشوم مور باید ډیری ترخې دواوی ونه خوری ولی چې دشیدو خوند یې بدلیږی ۰
دطبی ګیاه او طبی موادودکرولو ، ساتولو د صحت او وړتیا شروط باید په نظر کې ونیول شی 0
هم دغه طبی کیاه اونباتات دمستقبل دواده
خير يوسې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more