د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

لنډ مهاله نکاح حرامه ده


طالب جان
16.03.2004

بسم الله الرحمن الرحيم
لنډ مهاله نکاح چي په شريعت کي ورته متعه او په پښتنو کي د صيغې په نامه پيژندل کيږي داسلام په لمړي وخت کي دخيبر له غزا دمخه مباح او روا وه بيا د خيبر دغزا په وخت رسول الله صلي الله عليه وسلم حرامه وګرځوله مګر بيا دڅه مودې لپاره دمکې مکرمي د فتحي په کال چي په اسلامي تاريخ کي ورته عام الاوطاس ويل کيږي حلاله وګر ځول شوه مګر له هغه وروسته بيا دلنډ مهال نکاح د ټول عمر لپاره حرامه وګرځول شوه په صحابۀ کرامو کي حضرت عبد الله بن عباس رضي الله عنه لمړی حلاله بلله خو تاريخ دا خبره روښانه کړي چي حضرت عبد الله رضي الله عنه له مړيني مخکي له خپلي دې وينا څخه اوښتی وو او متعه يالنډ مهاله نکاح يي حرامه بلله له همدې کبله ټولو صحابۀ کرامو پدي اتفاق کړی چي دلنډ مهال لپاره نکاح حرامه ده ددې تر څنګ دا هم يو روڼ حقيقت دی چي دانکاح د نبي اکرم صلي الله عليه وسلم په زمانه کي حرامه شويده . دلنډ مهالي نکاح حرمت دقرانکريم نبوي ويناو ا ودعلماو له لاندي اقوالو څخه په ګوته کيږي .
((والذين هم لفروجهم حافظين الا علي ازواجهم اوما ملکت ايمانهم)) ((ټوک ١٧ سورت المؤمنون ايت ٥ ))
خداي پاک جماع له دوو چا سره چي منکوحه او مينځه ده روابللي له دي پرته جماع حرامه ده اومتعه لدي دواړو څخه په يوه کي هم نه راځي ځکه نو حرامه ده .
همداراز په حديث شريف کي راځي چي !(( عن علي رضي الله عنه ان رسول الله صلي الله عليه وسلم نهي عن متعة النسأ يوم خيبر وعن سبر‌ة الجهني رضي الله عنه ان رسول الله صلي الله عليه وسلم نهي عن متعة النسأ يوم فتح مکة )) . البدايع الصنايع ٢٥٦ ٢٥٧ مخ ٢ټوک .
ديادوني وړ ده: چي دا حديث په بخاري شريف ٧٦٧ مخ ٢ټوک او مسلم شريف ٤٥٢ مخ ١ ټوک او په ابوداود شريف ٢٩٠ مخ ١ ټوک او په ترمذي شريف ١٣٣ مخ ١ ټوک کي ليکل شويدی .
ژباړه حضرت علي رضي الله عنه فرمايي چي د ښځو په متعه باندي د ((غزوه)) خيبر په ور ځ بنديز ولګيد حضرت سبره رضي الله عنه فرمايلي چي دښځو په متعه باندي د فتح مکي په کال بنديز ولګيد .
((وابن عباس رضي الله عنه صح رجوعه بعد ما اشتهر عنه من ابا حتها)) . فتح القدير ١٥١ مخ ٣ ټوک .
ژباړه کله چي په ابن عباس رضي الله عنه پسي د متعي دمباح بللو خبر شهرت ته ور سيدله نو حضرت ابن عباس رضي الله له مباح بللو څخه رجوع وکړه (( اود حرمت قايل شو)) .
((وما نسب الي ابن عباس فليس بمحقق )) . فيض الباري ١٢٧ مخ ٤ټوک .
ژباړه د ابن عباس لوري ته د متعې دمباح بللو نسبت کول صحيح نه دی .
((وکان تحريم تابيد لا خلاف فيه بين الا ئمة وعلماء الامصار الا طايفة من الشيعه )) بحرالرايق ١٩٠ مخ ٣ټوک . ژباړه . دمتعې حرمت هميشنی دي پدي کي د شيعګانو له يوي ډلي ماسيوا د هيچااختلاف نشته .
((انها ابيحت مراراّ ولهذا قيل في المرة الاخير ة الي يوم القيامة فانه تحريم مؤبد)) . فتح الباري ٢٠٨ ٢١٢ مخ ٩ ټوک . ژ باړه متعه څوواري مباح شويوه ځکه نو رسول الله صلي الله عليه وسلم په وروستي ځل له حرمت سره د يو م القيامت الفاظ وويل ترڅو خلک وپوهيږي چي داحرمت يي هميشنی حکم دی .
((ففي هذه الاثار تحريم رسول الله صلي الله عليه وسلم المتعة بعد اذنه فيها واباحته اياها فثبت بما ذکرنا نسخ ما في الاثارالاول )) . طحاوي ١٧ مخ ٢ ټوک . ژباړه د متعې دحرمت داحاديثو له کبله د حلت يا اباحت ټول احاديث منسوخ شول .
(( عن شبرمة بن معبد الجهني وفي حديثه هذا)) (( کنت اذنتلکم في الاستمتاع في النسأ وقد حرمالله ذلک الي يوم القيامة )) مرقات ٢١٤ مخ ٦ ټوک .
ژباړه د حضرت شبرمه رضي الله عنه په روايت کي راغلي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي ماتاسي ته له ښځو څخه د فايدې اخستلو اجازه درکړي وه . په تحقيق چي دا فايده اخستل الله تعالي د قيامت تر ور ځي پوري حرام وګرځول .
((وکان تحريم تابيد)) ردالمحتار ٣١٨ مخ ٢ ټوک ژباړه د متعې حرمت هميشنی دی .
((و نکاح المتعة باطل ....... ثبت النسخ باجماع الصحابة )) هدايه ٣٣٣مخ ٢ټوک .
ژباړه لنډ مهاله نکاح باطله ده اباحت يي د صحابه و په اجماع باندي منسوخ دی .
((وقال النووي ان الصواب ان تحريمها واباحتها وقعا مرتين فکانت مباحة قبل خيبر ثم حرمت فيها ثم ابيحت عام الفتح وهو عام اوطاس ثم حرمت تحريما مؤبدا )) فتح الباري ٢١٢ مخ ٩ ټوک .
ژباړه امام نووي رحمه الله فرمايلي چي متعه دوه ځلي مباح شوي لمړی په خيبر کي چي بيا ورسته حرامه شوه بيا د مکې د فتحي په کال د يو څه وخت لپاره مباح شوه چي بيا په وروستي ځل د تل لپاره حرامه وګر ځول شوه . ورورمو طالب جان



ع کريم حليمي
17.03.2004

ګرانه او محترمه وروره طالب جانه سلام ! جوړاو روغ اوسئ
تاسو دغه حديث رانقل کړئ دئ
همداراز په حديث شريف کي راځي چي !(( عن علي رضي الله عنه ان رسول الله صلي الله عليه وسلم نهي عن متعة النسأ يوم خيبر وعن سبرة الجهني رضي الله عنه ان رسول الله صلي الله عليه وسلم نهي عن متعة النسأ يوم فتحمکة )) . البدايع الصنايع ٢٥٦ ٢٥٧ مخ ٢ټوک .
ديادوني وړ ده: چي دا حديث په بخاري شريف ٧٦٧ مخ ٢ټوک او مسلم شريف ٤٥٢ مخ ١ ټوک او په ابوداود شريف ٢٩٠ مخ ١ ټوک او په ترمذي شريف ١٣٣ مخ ١ ټوک کي ليکل شويدی

ما و کتل په بخاری کښې ٠ دغه البدايع الصنايع کتاب دحديث الفاظ غلط ليکلې٠ او اصلی حديث داسې دئ
بخارې صفحه ٧٦٧ باب نکاح المحرم حدثنا مالک بن اسمعيل قال حدثنا ابن عييه قال حدثنا عمروقال اخبرنا
جابر بن زيد قال انبانا ابن عباس تزوج النبی صلی الله عليه وسلم وهومحرم باب نهی رسول الله صلی عليه وسلم
عن نکاح المتعه اخيرا حدثنا مالک بن اسمعيل قال حدثنا ابن عيينه انه سمع الزهری يقول اخبرنی الحسن
ابن محمد بن علی واخوه عبدالله عن ابيهمان عليا قال لابن عباس ان النبی صلی الله عليه وسلم نهی عن المتعه
وعن لحوم الحمر الاهليه زمن خيبر حدثنا محمد بن بشار قال حدثنا غندر قال حدثنا شعبه عن ابی جمره سمعت
ابن عباس سئل عن متعه النسأ فرخص فقال له مولی له انما ذلک فی الحال الشديدوفی النسأ قله او نحوه فقال
ابن عباس نعم
دغه کتاب بايد اصلاح سی ولی چه دغه الفاظ دمحمد (ص) ندې ٠

((انها ابيحت مراراّ ولهذا قيل في المرة الاخير ة الي يوم القيامة فانه تحريم مؤبد)) . فتح الباري))
او بل ماچه وکتل په احاديثو کی د (يوم القيامه ) لفظ هم نسته پکښې ٠
دغه حق خبره ده چه صيغه او دخره غوښی دواړي ٠ مبارک (ص) وويل مه صيغه کوئ او مه د خره غدښی خورئ ٠

هر کتاب چه ليکل کيږئ بايد دسيته سره وکتل سی ولی چه د انسان څه خطا کيږې ٠
او دغه کتابونه ډير پخوا ليکل سوي دئ ٠ زه ډير داسی د فقی کتابونه وينم چه الفاظ ئی د بخاری او مسلم سره
فرق لری ٠ غلط حديث ويل ګناه کبيره ده ٠ تاسو می مطلب نه ياست ٠ مطلب می کتاب ليکوال دی ٠ موږ ئی
بايد ور اصلاح کړو٠ که زموږ سره قدرت وي ٠ که ځنګه ؟؟
او غواړم چه پوه سم که زه خطا يم ٠ مننه
حليمي



ع کريم حليمي
18.03.2004

ګرانه وروره طالب جانه سلام !
که نن ورځ يو څوک په يوه فيلسوف پوري خبره وتړي نو اسمان به راکښته کړي ٠ چه دغه مقوله د شکسپير نده
نو که يوچا کتاب کيلی وي 500 کاله دمخه په عراق کښې ٠ اوخطا ئی کړي وي لازمه ده چه معلومه سی چه زه
خطايم او که کتاب ليکوال خطا يا تير وتلی دي
او د (علی ) له خولی روايت کوي ٠ دا کوم علی دی ٠ دغه لاندی د علی په نامه صحابه موږ پيژنو
په دغه ﻻندی د علی په نامه يوه هم په دغسی الفاظو حديث روايت ما نکی پيدا (نن د کمپيو ټر عصر دی)
Ali
Ali bin Abi Talib
Ali bin Al Husain
Ali bin Al Husain (from Safiya, the Prophets wife)
Ali bin Al Husain from Safiya
Ali ibn al-Husayn
Ali ibn Rukanah
Ali ibn Shayban
Ali ibn Talq
Ali ibn Umar ibn Husayn ibn Ali
Ali ibn Zayd

دغه حديث چه تاسو له کتابه حواله ور کوی هيڅ دا نه معلوميږئ لکه حديث ٠ په شرط د دی که ما ښه صحيح
سرچ کړی وي

((ديادوني وړ ده: چي دا حديث په بخاري شريف ٧٦٧ مخ ٢ټوک او مسلم شريف ٤٥٢ مخ ١ ټوک او په ابوداود شريف ٢٩٠ مخ ١ ټوک او په ترمذي شريف ١٣٣ مخ ١ ټوک کي ليکل شويدی )).
دغه حوالی چه تاسو ليکلی په بخاری او مسلم کی ئی زه نسم پيا کولای ٠ کومک ستاسو می پکار دی ضرور
دطالب سوداميده خوب نه راځی ٠

( عن شبرمة بن معبد الجهني وفي حديثه هذا)) (( کنت اذنتلکم في الاستمتاع في النسأ وقد حرمالله ذلک الي يوم القيامة ))
او د شبرمه په نامه هم داسی صحابی څوک نه پيږنی ٠ الا خو سته په نامه د (Sabrah ibn Ma'bad al-Juhani)
او دغه صحابی د خولی بيا په پورت الفاظو حديث نسته داسی ٠
ستا سو د ليکنی سره می دعوه نده دعوه می د(البدايع الصنايع ) او (فتح الباري ) کتابه سره ده٠
محترمه طالب جانه وروره دغه سودا به ضرور را قطعه کوئ ٠ ولی چه زه خوب نه لرم ګرده ورځ په کتابو او کمپيوټر
سره تاوبالا کوم لکه سودايی ٠ مننه
حليمي



طالب جان
23.03.2004

ګرانه محترمه مکرمه عزتمنه او د قدر وړه وروره استاد حليمي صيب :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
داچي تاسي ځما ليکنه دومره په دقت سره ګور ۍ ډيره مننه . تاسي ډيري ښي پوښتني پوښتلي ريښتيا هم چي انسان له خطا څخه خالي نه دی خو دعلامه کاساني رحمه الله دوتلي کتاب البدايع والصنايع په اړه بايد ووايم چي هغه په خپل کتاب کي داسي ندي ليکلي چي داحديث هغه له بخاري څخه اخيستې ممکن چي هغه داحديث له بل کتاب څخه اخيستې وي خو که ځير شو بيا هم دبخاري او بدايع الفاظ نژدې برابردي فقط په راويانو کي يي فرق دی او ډير احاديث داسي شته چي مختلفو راويانو نقل کړې وي اوالفاظ يي سره برابر وي ددي حديث راويان هم مختلف دي امام بخاري ته په يوه سند رسيدلې او علامه کاساني ته په بل سند الفاظ هم هغه الفاظ دي .
تاسي ليکلي چي د((شبرمه رضي الله عنه )) په نوم تاسي کوم صحابي ونه موند نو وروره د رجالو په وتلي کتاب ((اسدالغابه ))کي وګورۍ هلته به تاسي د شبرمه رضي الله عنه له حالاتو پوره خبر شۍ .
تاسي ليکلي چي د((القيامه)) الفاظ تاسي په حديث کي ونه ليدل نو ددي حديث حواله ما پورته ليکلي چي وتلي عالم علامه ملا علي قاري رحمه الله پخپل کتاب مرقات کي دا حديث روايت کړې چي په هغه کي د ((القيامه)) الفاظ موجوددي .
داچي له علي څخه کوم علي مراددی نو تاسي د وتلي محدث علامه ظفر احمد عثماني رحمه الله کتاب ((اعلا‌ء السنن ))٥٩ مخ ١١ ټوک وګورۍ تاسي ته به څرګنده شي چي دا کوم علي رضي الله عنه دی ؟.
تاسي ليکلي چي د بخاري او مسلم حوالې تاسي ته نه ملاويږي نو وروره دا کتابونه خو در يابونه دي
[color=blue:4d4afc733e] نو چي غوټې پسي وهې په لاس به در شي ...........................................
..................................چا ويل چي په درياب کي ګوهر نشته ....................[/color:4d4afc733e]
حليمي صيب دا ستاسي همکاري ده چي له ما سره يي کوۍ په راتلونکي کي ستاسي د همکاري په هيله ستاسي ورور طالب جان


Re: لنډ مهاله نکاح حرامه ده

Ajab
11.05.2006

مولانا طالب جان او مولانا حليمي صېب سلامونه مې ومنئ.
زه خو په دې بحث کې نه پرېوځم چې متعه حرامه ده که حلاله خو ستاسې د دې بحث په يو ټکي ځان پوه کول غواړم. تاسې ليکلي چې:
[quote="طالب جان"]د خيبر دغزا په وخت رسول الله صلي الله عليه وسلم حرامه وګرځوله مګر بيا دڅه مودې لپاره دمکې مکرمي د فتحي په کال چي په اسلامي تاريخ کي ورته عام الاوطاس ويل کيږي حلاله وګر ځول شوه مګر له هغه وروسته بيا دلنډ مهال نکاح د ټول عمر لپاره حرامه وګرځول شوه په صحابۀ کرامو کي حضرت عبد الله بن عباس رضي الله عنه لمړی حلاله بلله خو تاريخ دا خبره روښانه کړي چي حضرت عبد الله رضي الله عنه له مړيني مخکي له خپلي دې وينا څخه اوښتی وو او متعه يالنډ مهاله نکاح يي حرامه بلله [/quote]
ايا ستاسې مطلب دا دى چې رسول الله (ص) دا کار حرام وباله خو عبدالله بن عباس (رض) د رسول الله (ص) د حکم هيڅ پرواه ونه ساتله او ټول عمر يې د متعې خوندونه واخيستل او چې کله وفات ته نزدې شو نو بيا يې پخپله هم دا کار حرام کړ. زما پوښتنه دا ده چې ايا هر چاته دا اجازه شته چې ټول عمر دې متعې وکړي او چې بوډا شي نو بيا دې ووايي چې اوس متعه داحرامه ده؟.
هيله لرم چې په دې خبره مې پوه کړئ.


Ghairat
20.05.2006

مولانا طالب جان او مولانا حليمي صېب سلامونه مې ومنئ

[quote:1a3afeae29]د خيبر دغزا په وخت رسول الله صلي الله عليه وسلم حرامه وګرځوله مګر بيا دڅه مودې لپاره دمکې مکرمي د فتحي په کال چي په اسلامي تاريخ کي ورته عام الاوطاس ويل کيږي حلاله وګر ځول شوه مګر له هغه وروسته بيا دلنډ مهال نکاح د ټول عمر لپاره حرامه وګرځول شوه په صحابۀ کرامو کي حضرت عبد الله بن عباس رضي الله عنه لمړی حلاله بلله خو تاريخ دا خبره روښانه کړي چي حضرت عبد الله رضي الله عنه له مړيني مخکي له خپلي دې وينا څخه اوښتی وو او متعه يالنډ مهاله نکاح يي حرامه بلله [/quote:1a3afeae29]
له دې اقتباس څخه د عجب خان له پوښتنې سره دا سوالونه هم غاړه کيدای شي :
١ـ له دې نه مالوميږي چې اول حلاله وه، بيا حرامه ، وروسته بيا حلاله او په پای کې بيا د ټول عمر(؟) له پاره حرامه وګرځل شوه . ايا د آيت په مټ ي نهې و شوه که نه ؟
٢ـ دومره ادلون بدلون له جدي ضرورتاومجبوريت پرته ممکن نه بريښی هليه ده اړونده ضرورتونه اواړتيا يې په ډاګه کړئ
٣ـ ايا په وروستي ځل تحريمولو کې ( د ټول عمر له پاره) ټکی ذکر شوي دي ؟
٤ـ اوکه داړوندو ضرورتونو دتکرار په صورت کې بايدهم حلاله وي ؟ واسلام



ع کريم حليمي
20.05.2006

ډېر محترم رورر غيرت صاحب او درنو لوستونکو سلام و رحمه الله !
غيرت صاحب !
يو اخلاق سماوي دي بل معروف او يو قانون مدني !
اخلاق او د ګوتو په تعداد قانون له اسمانه راځي 
معروف او قانون مدني زموږ دي له اسمانه نه راځي 
په تاريخ کښي داسي پېښ شوي چه بعضي معروف اسمان ممنوع کړي او ځني 
يي تائد کړي !
زنا همېشه ممنوع وه په هره ټولنه کښي ٠ زنا هغه عمل ته ويل کيږي چه اجاب  اوقبول  ونه لري  محله او ټولنه د دې  union او وحدت څخه ناخبره وي 
نو زنا ده ٠ 
په عربو کښي متعه يالنډ مهال نکاح تر اسلام دمخه دودي  عمل وو او پنځوس في صده معروف عمل وو 
خو بيا هم دا کارته هر چا زړه ندي ښه کړي ٠ 
پر مکه مکرمه طواف او دوران کېدۍ اما بربنډ نر او ښځي 
او داسي نور لکه الکهول ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ دودونه اونيمه معروف وه 
کله چه مبارک ته د اسماني اخلاقو او دين رسالت ورکړه سو 
نو بعضي معروف عرش العظيم تائد کړه او بعضي يي ممنوع کړل په مرور د زمان لڅ طواف ممنوع سو او پرځاي يي داحرام امر وشوو 
او لنډ مهاله نکاح هم په اخيره کښي ممنوع سوه !
که د زړه په تل کښي فکر وکړو نو دابه احساس کړو چه لنډمهاله نکاح يعني 
فحشا !
که لنډ مهاله نکاح روا وي نو بيا د زنا مفهوم له منځه ځي 
حال دا چه  ملحدين ، مشرکين ، عيسويان ، يهود ، هندواڼ ، بودايان او په 
مجموع کښي هره ټولنه او انسانان د زنا د عمله بد وړي !
د مځکي پر مخ ټول بااخلاقه او قانوني ، شريف انسانان له Pimm
( One who finds customers for a prostitute; a procurer )
بد وړي او تر سترګو يي ښه نه اېسي 
او په کانون کښي سزا هم لري 
 


larghonay1
01.08.2006

السلام عليكم !
ګران طالب جان او حليمي صاحب !
دا خو مو له ډېر پخوا اوريدلي چې متعه يا صيغه يو وخت په اسلام كې روا وه او بيا حرامه شوه خو كه په دې مو لږ پوه كړئ چې د زنا او صيغې ترمنځ توپير څه دى نو خوښ به شو؟
او بله دا چې دغه اوسني شيعه ګان وايي د پېغلې له پاره صيغه نه ده روا خو د كونډې له پاره روا ده . ايا هغه وخت چې په اسلام كې صيغه روا وه هم دا شرط پكې و؟
او بله دا چې صيغه هم د سمې نكاح غوندې شرايط يانې ايجاب او قبول، مهر او ګواهان لري او كنه د اروپا او امريكا غوندې چې څوك سره جوړ راغلل خپل كار اوباسي؟
بله پوښتنه مې دا ده چې د صيغې هغه د رواه په وخت كې د بچي پرېكړه څنګه كيده ؟
يانې يوې ښځې كه په يوه اوونۍ يا مياشت كې د پنځو نارينه وو سره د صيغې په نامه معامله ترسره كړې وي او حامله شي نو دغه د اشر بچى بيا د چاكېږي؟
ستاسو د معلوماتو په تمه
ستاسو لاروى



ع کريم حليمي
02.08.2006

ډېر محترم larghonay1 صاحب 
السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته !
[quote:7dbfa43f5d]دا خو مو له ډېر پخوا اوريدلي چې متعه يا صيغه
يو وخت په اسلام كې روا وه او بيا حرامه شوه خو كه په دې
مو لږ پوه كړئ چې د زنا او صيغې ترمنځ توپير څه دى نو
خوښ به شو؟ [/quote:7dbfa43f5d]
دا خو تاسو له ډېر پخوا اوريدلي ، او اوس مو لوستلي هم دي د "ټول افغان "
له لياري 

ټول اهل تسنن په دې اتفاق لري چه دوه شاهدان بالغ او عاقل او مسلمانان  ، مقدار دمهر به معلوم وي
(مهر شرعي يا  مسمى )،ايجاب او قبول ، نو نکاح صحيح ده 
که يو شئ له دې درو څخه کم وي نو  نكاح نه منعقده كيږي يا نه تړل کيږي 
اود نکاح د تړلو  الفاظ څانته خاص الفاظ لري ضرور ده چه مراعت ئې وسي 
بېله شرعي شرطونو که څوک نکاح وتړي نکاح نه سوه نو بيا د نکاح عمل ئې 
زنا ده 

نو کله چه په شريعت کښي  متعه يالنډ مهاله نکاح  حرامه سوه نو بيا موږ ته
نده ضرور چه  اهل تسنن د فقهي اصول ورته وليکي ٠ 
چون چه د اهل شيعه  پوهان   متعه روا بولي نو اصول يي ورته ليکلي 

هو ! په هر ډول که په نکاح شرعي ،متعه ،يا زنا کوچنی دنيا ته راسي 
نو اولاد به د هغه سړي مسؤليت وي چه دهلک مور ئې امېدواره کړې ده 
او داچي اهل تشيع له ځانه متعه روا کړې او بدعت کوي    نوعلماوو ئې فقهه 
هم ورته ليکلې ، متعه چه خلاصه سي نو عده لري ، اولاد ولد زنا او پلار 
ئې معلوم ٠ 

الله فرمايي چه :
الشَّيْخُ وَالشَّيْخَةُ اِذَا زَنَيَا فَارْجُمُوهُمَا الْبَتَّةَ نَكَالًا مِنْ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ‏.‏
ترجمه : محصن او محصنه هغه وخت چه دوی زنا وکړي نو پسله هغه سنګسار 
کړي تاسي دوی دواړه له جهته د غذاب يعني له جهته د حد هغسي حد چه 
ثابت وي له الله پاک څخه الله پاک عليم دی او خاوند د حکمت دی 
پورته ايات شريف منسوخ دی يعني تلاوت ئې په لمانځه کښي نه کيږي 
اما حکم ئې پاته دی يعني سنګسار 


larghonay1
02.08.2006

قدرمن حليمي صيب سلامونه!
ښاغليه كور مو ودان چې زما پوښتنې مو راحل كړې.
ما ستاسو له خبرو دا مقصدا واخيست چې متعه ان د رسول الله ص په وخت كې حرامه شوې نو فقه خو وروسته جوړه شوې ده ، ځكه پكې د صيغې احكام نشته.
او بله دا چې د دوو نكاحو ترمنځ عدت وي نو د ماشوم پلار معلومېدى شي.
زما دا انديښنه وه چې كه يوه ښځه وغواړي په مياشت كې درې څلورو نارينه وو سره متعه وكړي نو د ماشوم پلار به يې ورك شي خوستاسو په فصيحه ليكنه زما دا پوښتنه حل شوه.
مننه
كور مو ودان
ستاسو د احسان پوروړى
لاروى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more