د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا شو د عربو عدالت!، د یوه مظلوم افغان په هکله

طالب ISI
11.01.2010

:د افغان شکنجه کونکی شیخ سپین وخوت

سرچینه: د آلمان ډې پې اې آژانس

ژباړه او ترتیب:میرویس جلالزی

د آلمان خبري آژانس ډې، پې، اې خبر ورکړی چې هغه عربي شیخ ته یوې محکمې برات ورکړی چې د یوه افغان په شکنجه کولو تورن وو.

تیر کال یوه امریکایې خبري ټلویزیون داسي یوه ویدیویي پټه خپره کړه چې د اماراتو د امیر ورو شیخ عیسی بن زاید النحیان یو افغان په ډیره زړه بګنونکي توګه شکنجه کوي.

په فلم کې ښکاریدل چې شیخ عیسی د افغان په خوله کې شګې ور منډي، په اور یې کښینوي، په قمچین یې وهي ډبوي، په زخمونو یې مالګی ور اچوي، په موټر پسې یې کشوي او په ټوپک باندي د هغه د ډارولو لپاره د هغه ګرد چاپیر ډزي کوي.

د العین ښار یوې محکمې پرون شیخ عیسی سپین وګاڼه او حکم یې وکړ چې نومړي د دغې شکنجې پر مهال داسي درمل خوړلي ووچې په ځان نه پوهیده او په ښه روغتیاېې حالت کې یې قرار نه درلود.

هغه افغان چې د شیخ عیسی له لوري شکنجه شوی وو شاهپور نومیده.

شیخ عیسی بن زاید النحیان د دغې ویډیو له خپریدو وروسته ویلي وو چې دا د ده د سوداګریزو رقیبانو کار دی تر څو له دغې لاري له ده څخه پیسې وشکوې.

د عیسی مدافع وکیل د جرمني آژانس ته وویل چې نوموړی په دې عمل زکه ملزم ندی چې د جرمي عمل پر مهال یې درمل خوړي وو.

شیخ عیسی په جنسي تجاوز، وهل ټکولو او انسانیت ته د توهین په جرم محاکمې ته وړاندي کړای شوی وو.

د هغه مدافع وکیل حبیب الملا وویل چې ده د خپل موکل د بي ګناه ثابتولو لپاره ډیري هلي ځلي وکړي او بلاخره چې حق حقدار ته ورسید.

الملا وویل چې دا ویدويي تصاویر د بسام او الحسن له لوري چې د شیخ عیسی کاروباري شریکان ول اخیستل شوي وو تر څو له هغه څخه پرې څه وشکوي خو هغوي مجرم ثابت شول او هر یو په پینځه پینځه کاله بند محکوم وپیژندل شول .

د عربي متحده اماراتو د بشري حقونو او قضا په اعلامیو کې د دغو تصویرونو خپرول په کلکه رد کړای شوي وو.

د بشر د حقونو نړیوالو سازمانونو تر اوسه د العین ښار د محکمې د دغې پریکړې په اړه تر اوسه خپل غبروګون ندی ښولی.

www.benawa.com


میوند ننګیال
12.01.2010

سلامونه !
په رښتیا چی ډیر دردونکی خبر وه اوو ډیره ته هیریدونکی فیصله وشوه .
بین الملل ټولنه که څه وایی او کنه خو دا خر څ شوو او ...سفارتکارو تر اوسه څه هم ونه ویل .
پروسکال دلته په دبی کی بعضی میشت افغانان ورغلی ول تر څو دشاه پور د مسلی حل را وباسی نو د سفارت والا ورته ویلی وه چه :
برو برادر !
مونږ ه دیو عام افغان په سر خپل تعلق د اماراتو سره نشو خراپولی .
مرده باد بی غیرته او بی پته


watanmal
13.01.2010

ورسته له سلامونو

حقيقتاَ له دغه افغان سره ډير زيات ظلم شوى ، دغه وحشى عرب چى افغان وهى ، په
هغى كى هيڅ يو شى پدى دلالت نه كوى چى دى دى په نيشه كوى ،
د همدى افغان په اړه مى په يو رپورټ كى ولوستل چى شاپور په محكمه كى اقرار
كړى چى له لومړى ګزار څخه ورسته نه دى پوه شوى چى عرب ورسره څه كړى ،
سره ددى چى په ويډيو كى تر اخره افغان چغى او فرياد كوى ، نه پوهيږم چى
دغه افغان ولى په محكمه د خپل حق د اخستلو څخه تير شوى او دروغ يى ويلى دى

او د پړسيدلو محكمى هغه كار وكړو چى وايى غل مه نيسه هسى نه چى غل
به تا ونيسى.

اذا لم تجد عدلاً في محكمة الدنيا فارفع ملفك لمحكمة الأخرة فان الشهود ملائكة
والدعوة محفوظة و القاضي احكم الحاكمين.

وطنمل


Re: دا شو د عربو عدالت!، د یوه مظلوم افغان په هکله

pattang
13.01.2010

دمونږ بېعزتي د مونږ د تېرواو اوسني دولت محصول دی٠

[quote:24769fa1c6="shaheer"]:د افغان شکنجه کونکی شیخ سپین وخوت

سرچینه: د آلمان ډې پې اې آژانس

ژباړه او ترتیب:میرویس جلالزی

د آلمان خبري آژانس ډې، پې، اې خبر ورکړی چې هغه عربي شیخ ته یوې محکمې برات ورکړی چې د یوه افغان په شکنجه کولو تورن وو.

تیر کال یوه امریکایې خبري ټلویزیون داسي یوه ویدیویي پټه خپره کړه چې د اماراتو د امیر ورو شیخ عیسی بن زاید النحیان یو افغان په ډیره زړه بګنونکي توګه شکنجه کوي.

په فلم کې ښکاریدل چې شیخ عیسی د افغان په خوله کې شګې ور منډي، په اور یې کښینوي، په قمچین یې وهي ډبوي، په زخمونو یې مالګی ور اچوي، په موټر پسې یې کشوي او په ټوپک باندي د هغه د ډارولو لپاره د هغه ګرد چاپیر ډزي کوي.

د العین ښار یوې محکمې پرون شیخ عیسی سپین وګاڼه او حکم یې وکړ چې نومړي د دغې شکنجې پر مهال داسي درمل خوړلي ووچې په ځان نه پوهیده او په ښه روغتیاېې حالت کې یې قرار نه درلود.

هغه افغان چې د شیخ عیسی له لوري شکنجه شوی وو شاهپور نومیده.

شیخ عیسی بن زاید النحیان د دغې ویډیو له خپریدو وروسته ویلي وو چې دا د ده د سوداګریزو رقیبانو کار دی تر څو له دغې لاري له ده څخه پیسې وشکوې.

د عیسی مدافع وکیل د جرمني آژانس ته وویل چې نوموړی په دې عمل زکه ملزم ندی چې د جرمي عمل پر مهال یې درمل خوړي وو.

شیخ عیسی په جنسي تجاوز، وهل ټکولو او انسانیت ته د توهین په جرم محاکمې ته وړاندي کړای شوی وو.

د هغه مدافع وکیل حبیب الملا وویل چې ده د خپل موکل د بي ګناه ثابتولو لپاره ډیري هلي ځلي وکړي او بلاخره چې حق حقدار ته ورسید.

الملا وویل چې دا ویدويي تصاویر د بسام او الحسن له لوري چې د شیخ عیسی کاروباري شریکان ول اخیستل شوي وو تر څو له هغه څخه پرې څه وشکوي خو هغوي مجرم ثابت شول او هر یو په پینځه پینځه کاله بند محکوم وپیژندل شول .

د عربي متحده اماراتو د بشري حقونو او قضا په اعلامیو کې د دغو تصویرونو خپرول په کلکه رد کړای شوي وو.

د بشر د حقونو نړیوالو سازمانونو تر اوسه د العین ښار د محکمې د دغې پریکړې په اړه تر اوسه خپل غبروګون ندی ښولی.

www.benawa.com[/quote:24769fa1c6]


كريم كامران
13.01.2010

[quote:55c9927494="watanmal"]اذا لم تجد عدلاً في محكمة الدنيا فارفع ملفك لمحكمة الأخرة فان الشهود ملائكة
والدعوة محفوظة و القاضي احكم الحاكمين.[/quote:55c9927494]

ډیره ښکلې خبره مو کړې.
أنا أوافقك في هذا الرأي مائة في المائة؛
فإن القاضي يوم القيامة لا يظلم أحداً مثقال ذرة. ويعطي كل ذي حق حقه.

دبشر دحقوقو نړیوال سازمان به څنګه غبرګون وښيي، که شاهپور دبل هیواد تبعه وو بیا دې لیدلي وای چې دې سازمان به څه غوبل جوړ کړی وو په دنیا کې .

الله دې له ټولو ظالمانو سره پوه شي په دنیا کې خوزمونږ پرته له الله نه بل فریادرس نشته.


باتور
13.01.2010

دې عرب به زموږ افغان ورور په سوکانو په لغتو وهلی وي )بد يې کړي غول يې خوړلي، نشه به وو، حرامزاده به وي (
لېکن هغه نور مو له کلونو کلونو راهيسې په بمونو او راکټونو ولي، کور او کلی مو سوځوي، زوړ او ځوان مو وژني، ژوبلوي يې، ځوروي يې . .

هم دې ته بد واياست او هم هغو ته

په درنښت


و.افغان
16.01.2010

سلامونه او نيکې هيلې:

ځئ، وبه منو چې دغه ...... شيخ لکه څنګه چې محکمه وايي نېشه وو، دهغه شاوخوا چې نور
کسان ولاړ دي، او په دغه جنايت کې ورسره مل دي: د ګاډي چلوونکی، پوليس،
ويديو ثبتوونکی او نور کسان ، آيا هغوی ټول نېشه وو؟.

د الله جل جلاله له قضاوت څخه به چېرته تښتي؟، او ان شاء الله په همدې دنيا کې به
يې الله ذليل کړي.
نه پوهېږم چې محاکمه علني وه، او که د بندو دروازو شاته وه، هيله ده چې ملګري
معلومات راکړي!

ألا لعنة الله علی الظالمين.

په درنښت



16.01.2010

د ډيرو عربو له سپيږمو څخه د عجمو په وړاندې دغرور او تکبر د بوی لمبې پورته کيږي او سترګې يې هم کرکه او جهالت صادروي ،
په تيره هغه عرب چې دتيلو شيخ، لوړپوړی چارواکی ، د سلطان د کورنۍ غړی ، قاضي او يا کومه بله بلا وي ٠
له راشيدينو خلفاو راوروسته د حاکميت د ناز او نعمتونو په غيږ کې نازولتوب او محرومو او بې وسه عجمو ته په ټيټ نظر کتل
ددوی جامه ګرځېدلې ده ،دغه نيشه، چې د قبل الاسلامي جهالت خوند ترې اخلي، د ملتونو په برخليک باندې ددوی په لوبو
کولو کې هم راستونځل (انعکاس) موندي! دعربو مکر او تزوير ، دروغ او ټګي
يوځل بيا د يو مظلوم افغان د دفاع د حق په پښو لاندې کولو کې
آن د محکمې او قضی په سطحه څرګنده او ثابته شوه ! د يوۀ عجم مسلمان حق مستقيماً په فردي توګه نه، بلکې يواځې د سفارتونو له لارې
په عربي محاکمو کې يو ځای ته رسېدای شي او له هغې پرته نورې لارې د هر عجم په وړاندې بندې اوله صفر سره برابرې دي !
يواځې ددغه مظلوم افغان حق ګټل نه ، بلکې د عجمو په وړاندې په تولګړې توګه د عربو له کونې څخه د تبعيض د غه فاشستي نيشه ويستل په کار دي !
وهاج صيب د شيخ نه پرته د نورو تعذيبونکو نه نيشه توب ته په ګوته نيولو سره ثابته کړې چې شيخ په نيشه ئي توکو نيشه نه و،
بنو څوک چې نيشه و هغه د محکمې قاضي دی چې د تبعيض په نيشه يې د ظالم عرب پر ځا ی د يو مظلوم افغان دحق پر ضد حکم صادر کړ!

اصلاً غربيان ددوی په ايمان ښه پوهېدلی او د تيز له رګه يې داسې نيولي چې مشران يې ځانونو ته له ګوډاګيتوب او چاپلوسۍ سره ګډوي !
رښتيا وايي چې :
[color=red:5bb88f4ccf]
بې غيرته چې واکمن شي هغه څه کا؟
........................................................ چې يې بد د لاسه کيږي ښه به نه کا ![/color:5bb88f4ccf]
[color=blue:5bb88f4ccf]داد غرب غلامان ښه پيژنو مونږه
............................................... تور عرب تور پنجابيان په توره ټنډه ![/color:5bb88f4ccf]


عبد السلام
17.01.2010

پتوال صاحب ! افرین ! په قلم اوفکر مو برکت شه بلکل همداسې ده.


طالب ISI
19.01.2010

وروڼو تیر کال زه ، کابل ته تلم، نو په دوبی کی ، د بلی الوتکی لپاره منتظر وم، کله می چی عربان لیدل، له خپلو سپینو کالیو سره دومره په غورو کی ګرځیدل، ته به وایی چی یواځی دوی اشرف المخلوقات دی، ملکونه خو اورپایانو هم جوړ کړی، خو که په زړه هر څه دی، په خوله خو یو څه مسک وی.
کله می چی ددوی غورور ته کتل ماویل له دوی سره به د هفه پښتنو څه حال وی، چی باید له عربو سره کار وکړی، او یا هلته مزدوری کوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more