د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دپوندو چاودېدل او دوېښتانو تویېدل

كريم كامران
10.01.2010

دسلام له عرض کولو وروسته دفورم له ډاکټر صاحب دا سوال لرم چې که لاسونه او پښې یا مخ دې چاودې شي خو په کلیو کې یې واسلین کامیاب علاج دی خو دپوندو دچاودو علاج په څه ممکن دی؟

اوبله پوښتنه دا ده چې دسر دوېښتانو دتویېدو مخنیوی څنګه کیدای شي؟

همدا دوه پوښتنې وې راسره
مننه


خیریوسی
11.01.2010

کریم کامران صاحب وټول افغان ښه راغلی
وروره دزیږو پوندو دپاره دملخوځو چای څښل ګټه رسوی ما خپله تجریبه کړی دی او دچادو دپاره نه پوهیږم
دویښتانو درژیدو دمخنوی دپاره دټول افغان دروغتیا په خونه کې نوری لیکنی هم تر سترګو کیږی
یوه نسخه دښځو دویښتانو درژیدو دمخنوی دپاره چې ما په کور کې استعمال کړه نتیجه یې ډیره ښه وه په لاندی ډول ده :
اړین مواد :
دوې کاچوغي میده ترخې کونډری
750 ملی اوبه
دخوړو څلور کاچوغی تراش سوی صابون ( ډب صابون ) یابل کوم دلاس وینځولوصابون
اوبه په دیګ کې واچوه پر اوریې باندی کړه دوی کاچوغی میده ترخې کونډری ورواچوه
کله چې اوبه راوایشیږی او کونډری هم پکښی ویلی شی دیګ داور څخه راکښته کړه
کله چې اوبه لږ سړې شی صابون ورواچوه دیګ پر اورباندی کړه چې صابون ښه پکښی ویلی شی
کله چې اوبه سړې شی که یخچال لری دوه دهګۍ ژړ په ګډ کړه که یخچال نه وی داسعمالولو سره سره دهګۍ ژړ په ګډ کړه

نوټ : دترخو کونډرودعلمی نوم Boswellia Carterii په عربی (کندر ،لبان ال‍ذکر ) په فارسی ( کندر ) په انګلیسی (oliban) نوموی

خیریوسی


كريم كامران
11.01.2010

خير یوسې محترم خیر یوسی صیب.

ستاسو دمعلوماتو نه ډیره مننه.
خو په دې کونډرو مې وللا که سر خلاص شوی وي
انځور مې پیدا کړ
[img:234f9d0a1d]http://www.khayma.com/HAWAJ/HERBPIC1/KHANDERF.GIF[/img:234f9d0a1d]
[img:234f9d0a1d]http://food.fatakat.com/photos/279.jpg[/img:234f9d0a1d]
همدا کونډرې دي کنه؟ که په یوناني درملتونونو کې پیدا کېږي بیایې پیدا کولای شم.

ډیره مننه


خیریوسی
11.01.2010

کریم کامران صاحب خیریوسې کوردی ودان دنښی منځ دی وویشتی
هم دا لمړۍ انځور هغه ترخې کونډری دی
او دوهم انځورفکرکوم چې شونډ( ادرک ) دی که ورته ولیکی نوبه لوستونکی ښه پوه شی چې کومی کونډری دی
نوموړی کونډری دعطار ( یونانی درملتون )کې پیداکیږی
مننه


pattang
11.01.2010

ginger/ingwer او نرکچور هم ورته وايې دې مېدې / ګېډې دخرابي لپاره ټک
اوپتری دی٠

[quote:f21562e9b2="كريم كامران"]خير یوسې محترم خیر یوسی صیب.

ستاسو دمعلوماتو نه ډیره مننه.
خو په دې کونډرو مې وللا که سر خلاص شوی وي
انځور مې پیدا کړ
[img:f21562e9b2]http://www.khayma.com/HAWAJ/HERBPIC1/KHANDERF.GIF[/img:f21562e9b2]
[img:f21562e9b2]http://food.fatakat.com/photos/279.jpg[/img:f21562e9b2]
همدا کونډرې دي کنه؟ که په یوناني درملتونونو کې پیدا کېږي بیایې پیدا کولای شم.

ډیره مننه[/quote:f21562e9b2]


خیریوسی
11.01.2010

پتنګ صاحب په خیر راغلی خیریوسیې کور دی ودان چې لوستونکی دی په نوی معلومات ونازول
ترخې کونډری علاوه پردی دنورو ناروغيو دپاره په مختلفو شکلو استعمالیږی
ترخې کونډری دټوخي درمل هم دی ټوخي سموی ، که دشات ( عسل ) سره وخوړل سی زړه ، دماغ اومعده قوی کوی ، هیره سموی ،
هغه نس ناستی چې وینی ورسره وی ، قي دروی ، په معده کې دخبیث پاړسون مخنوی کوی
وکمزوری بدوکې ( پښتورګی ) ته ګټه رسوی ، دځیګرو ناروغيو ته ګټه رسوی ، اواز سموی ،
که دشنو دونی دکونډرو سره ګډوشی داوبو سره و خوړل سی بلغم ورکوی
که وژول سی اوبه یې تیری کړی دځیګر رطوبت او حساسیت سموی
که ترخې کونډری وسترګو ته دود شی دسترګو کا ، تاریکي او ذخمونه سموی
که دود سی هوا سموی او خزندی ورکوی
که ښون ( زیتون ) یا دکونجوتو په تیلو ویلی سی دغوږ درد سموی

دخوړولو طریقه یې :
یوه ټوټه دغټ نخود په اندازه یا دوه مثقاله په اوبو کې ماښام خیشتې کړی سهار یې په تشه خوا وڅښی
دماشوم دټوخ دپاره یې په شیدوکې ماښام خیشتی کړی نیمه برخه یې سهار او پاته برخه یې ماښام په وڅښی
دپام وړ : ډیر خوړل یې دسر درد پیدا کوی اووینی ته زیان لری
نوموړی ونی زموږ په ګران هیواد کی نشته که یې موږ نه پیژنو ؟
مننه


كريم كامران
11.01.2010

خیر یوسئ تاسو خو سم حکیمان یاست! :)
دوهم انځور چې ابل ځل مې لبان الذکر یا کندر سرچ کاوه ترې لاندې یې همدا نومونه لیکلي ول خو اوس ورسره زنجبیل لیکل شوي
یا به زما تېروتنه وي. او وايي چې په اوبو کې تر ایشولو وروسته وڅښل شي نو دمعدې ګیس ختموي، هاضمه راولي.

يو ځل بیا له تاسو مننه


خیریوسی
11.01.2010

کریم کامران صاحب خیریوسی
ستاسو هغه نسخه چې تاسولیکلی ښه نسخه ده
زما یوملګری کونډری ایشوی تر ایشولو وروسته یې څښی
دبیړنی مرستو دپاره ښه ده که ترخې کونډری 12 ساعته خیشتی سی فکر کوم ګټه یې نوره زیاته ده ولی چې دځینو طبی شیانو په ایشولوسره څه ګټور مواد دمنځه ځي دبیلګی په ډول :
زعتر ، ګل بابونه ..... که وایشول شی ګټه یې لږده تر هغه چې په ترموس کې واچول شی او ایشولی اوبه ورواچول سی پسله لسو دقیقو وڅښل شی
وانجه ( سیاه دانه ) که میده شی او وساتل شی هغه ګټور تیل چې په وانجه کې دی وهوا ته الوزی ګټه یې لږ ده تر هغه چې وژول شی ۰

وروره دیخ په موسم کې دلاسونو ، پښو او مخ دچاودلو دمخنوی دپاره بایدلاندی لار تعقیب شی :
•په یخ کې باید اوبه او صابون لږ استعمال شی دیخی هوا څخه ځان وساتل شی ښه صابون چې شحوم هم ولری استعمال شی ۰
* ویټامین A وخوړل شی او په ګلیسرین سره لاسونه اوپښې غوړی شی۰
* دکوټې ( خونی ) هوا باید ډیره ګرمه نه وی ولی چې دبدن اوبه بخار شی او دبدن پوست وچیږی ۰
* باید غذا سمه وخوړل شی اودورځی 2ـ 2.5 لیټره اوبه وڅښل شی ۰
* دغسل دپاره ډیری ګرمی اوبه استعمال نه شی چې دبدن طبیعی غوړ
دمنځه ولاړ نه شی او په یخ کې ډیر ونه لابی او په لامبولو کی بدن دپاکولو دپاره کیسه ډیره استعمال نه کړل شی ولی چې کیسه دبدن طبیعی غوړ پاکوی ۰
*ماښام باید مخ لاسونه او پښې په هغه کریمو غوړ شی چې په هغو کې غوړ زیات وی ۰
مینه


خیریوسی
22.01.2010

دویښانو دتویدلو یو لامل دهوا بدلون دی (سړه او ګرمه هوا)دویښتانو ودغه ډول تویدلو ته موسمی تویدل هم ویل کیږی په دی حالت کې باید هغه خواړه وخوړل شی چې کلسیم ، فوسفور ، اوسپنه او پروتین زیات ولری علاوه پر دې باید لاندی لارښونی په پام کې ونیسی
آ ـ که دچا ویښتان وچ وی باید په اونۍ کې دوه واره ویښتان پریمنځل شی ولی چې دویښتانو ډیر پریولل ويښتان وچوی ویښتان دی هم غوړوی۰ اودهغه چا چې ویښتان یې غوړ وی بایدویښتان ډیر پریمنځل شی چې دغوړو څخه پاک شی او ویښتان دی نه غوړوی ۰
او هغه چا چې ویښتان یې عادی ویښتان وی باید چې په درو ورځو کې یو وار خپل ویښتان پریمنځی اویوازی دی ویښتان غوړ وی دسر پوست دی نه غوړوی
ب ـ په طبیعی شیانو ویښتان غوړول ويښان قوی کوی ، هره ورځ باید دسر پوست لس دقیقی وموښل شی چې غذا او وینه وویښتانو ته ورسیږی
دویښتانو دښکلا دساتولو دپاره باید د ویښتانو تر پریولولو اته ساعته مخکی ویښتان غوړ شی ۰
ډیری ګرمی او به د ویښتانو په پریمنځلو کې استعمال نه شی ۰
هره ورځ باید دسر پوست وموښل شی چې وینه او غذا وويښتانو ته ورسیږی
دورڅی دوه درې واره ویښتان ږمونځ شی . هغه غذا چې په هغه کې ویټامین ب ، یود وی وخوړل شی لکه ترکاری او ماهیان ۰
کله چې په شامپو ویښتان پریولل شی وروسته باید لږ سرکه په هغو اوبو ګډه شی کومی چې تر شامپو وروسته ویښتان په پریولل کیږی ۰ دویښتاو دپهاره باید تر زیات کریمونه استعمال نه شی ویښتان په داسی ږمونځ ږمونځ شی چې غاښونه یې ډیر تنګ نه وی

لاندی پنځه شیان دویښتانو دپاره طبیعی غذا ده :
1ـ دخوړو پنځه کاچوغی دکوپړې تازه شیدې او یوه کاچوغه دلیمبو اوبه سره ګډ کړی دسر پوست په غوړ کړی تر څو چې وچ شی وروسته ویښتان په اوبو پریمنځي ۰
2ـ هره ورځ دسر پوست په تودو پراپینو غوړ کړی ۰
3ـ دهګۍ په سپینو دسر پوست غوړ کړی تر څو چې وچ شی وروسته ویښتان په اوبو پریمنځي ۰
4ـ هره ورځ دسر پوست په صبار غوړ کړی۰
5ـ دکونجتو تیل او دښون( زیتون ) تیل سره ګډ کړی هر ماښام دسر پوست په غوړ کړی سبا یې دسرکې اواوبو په محلول پریمنځي ۰
دپام وړ : څوک چې ويښتان توروی هغوی دی دا کار په 45 ورځو کې یو وار کوی ۰
ځنی ښځی دیښتانو دثابت پاته کیدولو او موډ جوړولو دپاره دجیلی کریم استعمالوی او یا دویښانو دځلا دپاره پوډر استعمالوی دهغوی ویښتان به دنورو په پرتله ډیر تویږی
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more