د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د ټول افغان د اېس ايم اېس نړۍ

M Tahir
27.12.2009

اېس ايم اېس (Short Messaging Service) دګرځنده اړيکيزې ټيکنالوژۍ يو ښکلی او پۀ زړۀ پورې خدمت دی، او پۀ پراخه توګه کارول کېږي، ځکه چې هم اقتصادي دی او هم تفريحي. د هر عمر او مسلک خاوندان ور څخه پۀ خپلو ورځنيو چارو کې کار اخلي، پۀ تېره بيا د ښوونځيو او پوهنځيو د هلکانواو نجونو لپاره پۀ بې کچه توګه يوه پۀ زړۀ پورې بوختيا ده، که رښتيا و وايم د هغوئ دمطالعې مهال وېش يې هم متضرر کړی دی. خو پۀ هر صورت، زموږ هدف له دې ليکنې څخه د دې ټيکنالوژيکي چوپړ ګټې او پر خلکو يي اغېزې، نه بلکې د ټول افغان د درنو لوستونکو او ليکونکو لپاره تر يو نوي سرليک لاندې د يو نوي بانډار جوړول دي. خو مګر مخکې له دې چې د يو داسې پۀ زړۀ پوري بانډار جوړولو ته تاسې را وبولم، غواړم چې د دې بنډار دستور (کړنلار) اعلام کړم.

زموږ نوی بانډار به پۀ لاندينيو سرليکونو سره جوړېږي
0) غوره ويناوې او پېغامات
1) شعرونه، او
2) ټوکې ټکالې
ياني ټول هغه ورځني پيغامونه چې تاسو ته يي خپل ملګري او نور کسان د موبايل د پېغاماتي جوپړ له لارې رالېږي، تر پورتنيو عنواناتو لاندې به يي د ټول افغان د اېس ايم اېس نړۍ پۀ پاڼو کې خپروئ. پۀ دې توګه به موږ وکولای شو يو پۀ زړۀ پوري مجلس جوړ کړو او ضمناً د يو بل له ملګرو او دوستانو هم خبر شو. پۀ دې هيله چې زموږ دغه نوی بانډار به د لوستونکو او ليکونکو د پاملرنې او دلچسپۍ وړ مسايل ولري.
نوټ: زموږ د دې بانډار ژبه به پښتو وي او که چېرې له تاسو سره پۀ خپلو ګرځنده ټليفونوکې پۀ نورو ژبو کې غوره ويناوې، پېغامات، ټوکې ټکالې يا هم نور توکي وي، هغه هم بايد لومړی پۀ پښتو وژباړئ او بيا يې دلته خپارۀ کړئ، اما دشعرونو ژباړل اړين نه بلل کېږي.

دغه راز د اسلامي مالوماتو پۀ اړه بايد وويل شي چې يوازې هغه مالومات او ويناوې د خپرولو وړ دي چې له سپېڅلي قرآن او رښتنيو احاديثو څخه يي اسناد پۀ لاس راځي او بس.
[color=blue:237a859f09] شعرونه[/color:237a859f09]
له مسلم باغ (بلوچستان) څخه نياز خان سلېمانخېل لاندې شعرونه رالېږلي دي:

لکه چاړۀ پر زړۀ مې تېره شوې پرهر دې راکړ
د ابراهيم خوبه قربان دې کړم اختر دې راکړ
پر يو کابل دې راته څومره کربلا کړلې
د شهادت فصل مې واخله چې ثمر دې راکړ

[color=blue:237a859f09] ټوکې ټکالې[/color:237a859f09]

عبدالرحيم( د پنجاب يونيورسټي لاهور د څلورم کال زده کړيال) ليکي چې:

يو پنجابی چې د ملريا تبې نيولی وو ډېر زيات رپېدۀ، کله چې ډاکټر راغی اوو پوښتل چې دا ناروغ ولې دومره رپېږي؟ د ناروغ زوی ورته وويل چې نور خو خبر نه يم، مګر آبا له سهاره راهيسې پر Vibration ولاړ دی.

[color=blue:237a859f09]غوره ويناوې[/color:237a859f09]
قاري صاحب ولي محمد لهرمانسېرې څخه:
آيا تاسو پوهېږئ چې دوه سترګې له يو بل سره څومره مينه لري؟
کله چې چاته ګوري، دواړه پر يو وخت ورته ګوري
کله چې خاندي، نو دواړه خاندي
کله چې ژاړي، نو دواړه ژاړي
کله چې پټېږي، دواړه پر يو وخت پټېږي ( د خوب لپاره يا هم د آخيرت لپاره)
دا پۀ داسې حال کې چې يو بل يې لا ليدلي نۀ دي!

پۀ مينه
ستاسو طاهر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more