د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پاکُستان لاسوهنې


24.11.2009

پخوا به هم د طالبانو سره په خبرو کې پاکستان تل ځان د خبرو يو اړخ باله ، اوس د ټول افغانستان په اړه پاکستان د وسله والو ځواکونو مشر
جنرال اشفاق پرویز کیاني ویلي دي چې که امریکه د افغانستان دپاره کومه نوي تګلاره جوړه وي باید پاکستان سره پرې مشوره وکړي ـ
د کامره فوځي اډه کې د خبریالانو سره د خبرو په مهال ښاغلي کیاني زیاته کړه چې امریکا په دې خبره ښه پوهیږي چې د افغانستان دپاره
پاکستان د کونجي حثیت لري نو ځکه خو پکار ده چې واشنګټن د افغانستان په اړه کومه نوې تګلاره جوړه وي پاکستان سره دې خامخا پرې مشوره وکړي ـ

د یادونۍ وړ ده چې تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني هم دغه ډول مشوره امریکا ته ورکړې وه
له بده مرغه د دې ښکاره لاسوهونکو څرګندونو په اړه نه طالب مشرانوڅه غبرګون ښودلی او نه هم تر اوسه د کابل ګوډاګي حکومت
دريځ نيولی دی ، آيا کابل هم د غلام غلامۍ ته هم تن ايښی که څنګه ؟

نو ګرانو لوستونکو زمونږ د ملي ګټو په وړاندې د پنجابي سياستوالو دا ډول څرګندونې څه رنګه ارزوئ ؟


و.افغان
24.11.2009

پتوال صاحب:
د حالاتو په ليدلو سره انسان ډېره مأيوسه کيږي.
نااميدي ښه شی نه دی، خو مونږ يواځې د دعا لار ته اميد لرو، اګر که خپل جد او جهد
به د سمې لارې تر رسېدو پورې نه پرېږدو.
هيڅ شک نشته، چې له روس له ماتې وروسته امريکايانو د افغانستان امني فايل
پاکستان او څو عربي دولتونو ته وسپاره، او هغه هم د دې په خاطر چې خپل راتګ
ته لاره هواره کړي، چې هم داسې و شو.

څنګه چې طالب نه مخکې د دې جوګه وو چې يو ضامن يا مسؤول سټېج وای، او نه له دې وروسته يو معتمد او مسؤول سټيج جوړېدلی شي، چې خبرې ورسره
وشي، فشار پرې واچول شي، يا معاهدې ورسره وتړل شي، يا نور داسې تعلقات
ورسره قائم شي، لکه يوه مستقل دولت سره چې قائميږي، چې خپل چوکاټ ولري.
نو بناء پر دې امريکا به مجبورا خامخا د افغانستان امني فايل يو ځل بيا پاکستان
ته سپاري، په دې چې په سيمه کې داسې بل پياوړی څوک نشته، چې د افغانستان
امني فايل په لاس واخلي، او عين حال کې امريکې ته خطر هم نشي.

ايران ته د افغانستان سپارل هم د امریکا په ګټه نه دي، د افغانستان شمال ته
دولتونه ايله په بيله دومره وکړی شي چې خپل بوج پورته کړي.
هند له افغانستان څخه لرې دی، د وچې لار ورته نه لري، چې هغه افغانستان کې
امني تشه ډکه کړي، بل دلته د دمذهب له قضيې هم سياسي ګټه پورته کېدای شي.
نو همدا زوړ ملا به وي، او همدا زړې تراويح.
همدا پاکستان به وي، او ورسره ځمونږ تړلی سرنوشت به وي.

يوه د دعا لار شته، چې الله جل جلاله د افغانانو په زړونو کې يو داسې تحوّل رامنځ
ته کړي، چې ګرد سره په اسلام، وطن او ولس راټول شي، متحد شي، او د يوې ډلې
يا ګروه دځواک انحصار له منځ يوسي، او يو ګډ مشترک اسلامي ملي حکومت
رامنځ ته کړي.
د هغې ورځې په هيله.

په درنښت


monir
24.11.2009

درنو دوستانوښې چارې!
زمونږ په چارو کې د پاکستان لاسوهنه کومه نوې خبره نده . څه موده مخکې هم پاکستانئ جنرال اطهرعباس له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، [color=blue:9bcd22e1fc]پاکستان دا توان لري چې د اوربند د ټینګولو لپاره طالبان له امریکا سره د خبرواترو مېز ته کېنوي.[/color:9bcd22e1fc]
که طالبانو په ریښتیا سره د ځان واک یې درلودای نو د نر بچي غوندې به یې پاکستانی جنرال ته ویلي وای چې ته څه کاره یې چې طالبان امریکایانو سره خبرو ته کېنوې!!! خو څرنګه چې ټول خبر دي داسې ونشو.

په درنښت


pattang
24.11.2009

طالبان انډيواله دومره وخت نلري چې دهر بې منطقه په خوله پاستي واچوي٠
خلک به هر څه وايې ٠

[quote:3600eec069="monir"]درنو دوستانوښې چارې!
زمونږ په چارو کې د پاکستان لاسوهنه کومه نوې خبره نده . څه موده مخکې هم پاکستانئ جنرال اطهرعباس له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، [color=blue:3600eec069]پاکستان دا توان لري چې د اوربند د ټینګولو لپاره طالبان له امریکا سره د خبرواترو مېز ته کېنوي.[/color:3600eec069]
که طالبانو په ریښتیا سره د ځان واک یې درلودای نو د نر بچي غوندې به یې پاکستانی جنرال ته ویلي وای چې ته څه کاره یې چې طالبان امریکایانو سره خبرو ته کېنوې!!! خو څرنګه چې ټول خبر دي داسې ونشو.

په درنښت[/quote:3600eec069]


عادل عادل
25.11.2009

سلامونه

وایي چې مسافر چا په کلي کې نه پریښود، خو ده ویل چې ړکڼه مې د خان کره کیږدئ.

د پاکستان رنډيصفته سیاست خو اوس د هیچا نه هم پټ نه دی پاتې، که څوک د کرزي او یا هم طالبانو څخه د غلام-کیاني د څرګندونو په اړه ګیله لري، نو کرزئ او کیاني خو دواړه د یوه آخور څخه اوبه خوري، د کرزي رول پردیو ته د هغوی د څرګندو مداخلو او یرغل قانونیت بښل دي، نو ایا دا به په ځای وي چې د کیاني د څرګندونو په اړه ګیله ترې وکړو؟

پاتې شول طالبان هغوی خوورسره د پاکستان په د ننه کې عملا ډغرې وهي، نو ددوی د موقف په اړه نور څه پټ او مبهم دي چې اوس ترې د نظر څرګندولو او یا غبرګون ګیله وکړو؟

افغانانو خپل ټول دوستان ډیر ښه ازمویلي، پکار نه ده چې هیچا ته دې هم د تفاهم او مذاکرې په بهیر کې د دریمګړي رول ورکړل شي، ځکه چې هغوی به یوازې د خپلو شومو نیتونو په رڼا کې زمونږ پر سر امتیازات لاس ته راوړي او بس، یرغلګر صلیبیان دې دغه ټکي ته په توجه سره د دریمګړو د مخکې کولو په کوښښونو خپل وخت نه ضایع کوي، سره لدې چې غرور یې اجازه نه ورکوي، خو تر دې چې ګوډ، مات او شرمیدلي تښتي بهتره به دا وه چې همدا نن یې د مقاومت مشرتابه ته د مخامخ خبرو وړاندیز کړئ وای .................


monir
25.11.2009

سلامونه او ښې چارې
[quote:e9f98cefdb="pattang"]طالبان انډيواله دومره وخت نلري چې دهر بې منطقه په خوله پاستي واچوي٠
[/quote:e9f98cefdb]
پتنګیه آشنا تاسې څه خبر یاست چې طالبان وخت لری که نه ! تر اوسه خو ما کوم ځای کې ندي لوستلي چې کوم شخص د pattang تر نامه لاندې د طالبانو رسمی ویاند وی. که نه نو خپل نظر ولیکئ او لکه نا بللي مېلمه هسې خوشې د چا استازیتوب مه کوﺉ!
پرېږدﺉ چې د طالبانو خبریال خبر نظر څرګند کړي!

په درنښت



03.12.2009

[quote:c0232d4b3d]څه موده مخکې هم پاکستانئ جنرال اطهرعباس له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، پاکستان دا توان لري چې د اوربند د ټینګولو لپاره طالبان له امریکا سره د خبرواترو مېز ته کېنوي [/quote:c0232d4b3d]
دېته  پتنګ صيب  داسې ځواب وړاندې کړی 
[quote:c0232d4b3d]طالبان انډيواله دومره وخت نلري چې دهر بې منطقه په خوله پاستي واچوي٠ خلک به هر څه وايې ٠ [/quote:c0232d4b3d]
په دې  توګه  دپاکستان يو
مشهور جنرال   اطهرعباس  هم بي منطقه  دی ، سره له دې چې  د پاکستان په استازيتوب غږېدای شي  او د CNN  له ټلویزیون سره مرکه کوي ،  ښايي که  زرداري  پخپله  دغه ادعا وکړي نو هله به بې منطقه نه وي او بيابه طالبان   ورته وخت هم پيدا کړي که څنګه ؟
عادل صيب لا ليکي چې طالبان  خو ان  له پاکستاي پوځيانو سره مخامخ جنګيږي ، که څۀ هم هغوی ټول لر طالبان دي نه بر، بر طالب خو تر اوسه پورې  پرې يو خطا ډز هم نه دی کړی ،  ولې دلرطالب جګړه هم دپاکستان په  وړاندې  د بر طالب په نامه  پر لوستونکو منل او تپل غواړي  او دا بيا ددې ثبوت ګڼي چې  ګواکې بر طالب لکه د کوز په شان  د پاکستان پر ضد هم جنګيږي ، نو د عادل صيب په اند  نور له بر طالب څخه  څه غواړئ ظالمانو !
داسې بريښي چې اوس د هيلۍ بچي ته هم غوټې ورکول  ډير سانه شوي وي، صرف سترګې پټول   غواړي او بس ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more