د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دعدالت اومساوات فلسفه څشي ده؟


ع کريم حليمي
04.03.2004

درنواومحترمو د ټول افغان ليکوالو لوستونکو سلام !
داسی معلوميږی چه دغه دنيا ډيره کږه وږه چوړه سوی ده ٠ يو ګيردئ او بل جګ ،يوچاغ اوبل ډنګر ، يو پوه بل ساده ، يو ښايسته اوبل شاپيرئ ، څوک غريب پاته او بل لکپتی سی ٠
څه خواږه بل ترخه ٠ ډير لږ دوه په يوه رقم پيدا کيدايسی ٠ يا هيڅ دوه په يوه شکل نه پيداکيږی ٠
او که نوی فکر پيدا کو زوړ فکر په جنګ ورسره اخته سی٠
نوبه څرنکه موږ عدل وکړو ؟ عدل څه ته وايی؟ او انسان غواړی چه عدل او مساوات رامنځ ته کړی ٠
چه په مخلوقاتو کی ئی مثال نوی څرنګه ئی پيژندلای سو؟

حليمي


نقاد
04.03.2004

قدرمن استاد حليمي صيب او ټولو درنو لوستونکو ته د زړه له ومي سلامونه !
عدالت او مساوات دوه بيلې ، خو يو بل ته نژدې کلمې دي اوله ډير نژدېوالي څخه زياتره په تيروتنې سره
مترادفې هم کارول کيږي ، خو دا دواړه کلمې سره يو شی نه دي . ددوی تر منځ اړيکه داسې ده لکه وحدت
او اختلاف ، فرق او کټمټتيا، چې يو دبل سره هم تړلي اوهم بيل دي . علت دادی چی دهر شی او هر موجود کی په نسبي توګه وحدت شته اوهم په نسبي توګه يې د بيلابيلو اړخونو ، برخو او خواصو تر منيځ فرقونه ، او اختلافات موجود او پسې ډيريږي . دغه ډول د نسانانو تر منځ هم په انساني ټولنه کې هم وحدت ، برابري او مساوات شته او هم ددوی تر منځ فرقونه ، بيلوالی او توپيرونه شته . په هغه څه کې چې انسانان د خپل فطرت، استعداد ، پوهې ، ځواک او طاقت کار او فعاليت له مخې سره برابر دي، په همغه برخه کې او دقيقأ تر همغې اندازې پورې بايد مساوي وګڼل شي ، او تر کومه چې سره فرق لري ، ټيک پر همغه اندازه يې امتياز او بي امتيازي هم په پام کې نيولو ته عدالت وايي . البته ځينې استثنا آت هم شته لکه معيوبين او معلولين ، چې د ټولنې روغه برخه بايد ددوی بار هم يوسي او پالنه يې وکړي . بي عدالتي هغه وخت منځته راځي چې بې موجبه او بي له ړونده اجتماعي ضرورت څخه د مال نسب واسطې او نورو ملحوظاتو پر بنسټ چاته امتياز ورکړل شي او يا له يوه برحق امتياز څه بې برخې شي . زياتره عامه اولس مساوات خوښوي، ځکه چې د انسانان تر ډيره ډيره سره مساوي او برابر دي، ا و ددوی تر منځ خرلعادهفرقونه نشته ، نو ﻻزمه هم ده چې غټ فرقونه او ستر امتيازونه موجود نه اوسي ؤ ولې تر ځايه پورې چې طبيعي او بيا په تيره کسبي فرقونه لکه په پوهه، ملک تخصص او په کار او تجربه کې چې څومره فرقونه او تفاوتونه شته، بايد په جدي توګه مراعات شي . نو د برابرۍ خوندي ساتلو ته مساوات وايي و د ګډ ژوندانه بنسټ جوړوي ، خو د تو پيرونو دقيق مراعات ته عدالت وايي چې د ګډ ژوندانه د پرمختګ سبب ګرځي . داچې مونږ نه د ټولنيز ژوندانه په خوندي ساتلو صرف نظر کوﻻی شو او نه هم د ټولنيز ژوندانه په پرمختګ ، نو ځکه هم مساوات او هم عدالت غواړو . د مساوات پر ځای کې مساوات کول عدالت دی ، او د فرق په وخت کې فرق او توپير مراعات کول عدالت دی ، که د فرق او توپير پر ځای له مساوات نه څوک کار واخلي، نو دېته احمقانه يا لوده مساوات وايي ، چې دا هم يو ډول تيری دی ، خو که د برحقه مساوات پر ځای څوک توپير رامنځته کوي، له څرګند ظلم او تيري ځخه کار اخلي . والسلام



ع کريم حليمي
05.03.2004

ډير محترم او قدرمن پاڅونوال صاحب ، د ټول افغان لوستونکو السلام عليکم
پاڅونوال صاحب الف مننی درڅخه کوم ٠ ستاسو ليکنه می د زرنی ليکنی په ډول په زړه کی وساتل ٠ او يو طبعی
تعريف دی چه د نړۍ په ټولو مخلوقاتوکی تقريبأ دغه سی معلوميږی ٠
تاسو دغسی ليکلی عدالت او مساوات دوه بيلې ، خو يو بل ته نژدې کلمې دي اوله ډير نژدېوالي څخه زياتره په تيروتنې سره مترادفې هم کارول کيږي ، خو دا دواړه کلمې سره يو شی نه دي . ددوی تر منځ اړيکه داسې ده لکه وحدت او اختلاف ، فرق او کټمټتيا، چې يو دبل سره هم تړلي اوهم بيل دي .
غواړم چه ښه پوه سم که ښه عدالت قائم سو نو مساوات لمنځ ځی ؟
مثلأ کله چه وحدت منځ ته راسی اختلاف لمنځه ځی ٠ اما تاسو بيا ليکلی چه (هم مساوات او هم عدالت غواړو)
که يو څه نوره روښنايی پر واچوئ و موږ لوستونکو ته نوره پوهه را وبخښی٠
ډير ښايسته مو ليکلی چه (خو د تو پيرونو دقيق مراعات ته عدالت وايي) نو پښته داده چه دغه دقيق مراعات به
مساوات منځ ته راوړی او که دقيق مساوات عدالت منځ ته راوړی٠
اوبيا تاسو ليکلی چه (او د فرق په وخت کې فرق او توپير مراعات کول عدالت دی )
که فرضأ دوه نفره و قاضی ته ورسی يعنی قاضی مجبوره دی چه دپوه او ناپوه تر منځ توپير و ساتی ٠ که ئی توپير
د دوی دواړ تر منځ ونه ساته نو عدالت نه دی ؟بيا نو مساوات څنګه سو؟
(( علت دادی چی دهر شی او هر موجود کی په نسبي توګه وحدت شته اوهم په نسبي توګه يې د بيلابيلو اړخونو ، برخو او خواصو تر منيځ فرقونه ، او اختلافات موجود او پسې ډيريږي . دغه ډول د نسانانو تر منځ هم په انساني ټولنه کې هم وحدت ، برابري او مساوات شته او هم ددوی تر منځ فرقونه ، بيلوالی او توپيرونه شته . په هغه څه کې چې انسانان د خپل فطرت، استعداد ، پوهې ، ځواک او طاقت کار او فعاليت له مخې سره برابر دي، په همغه برخه کې او دقيقأ تر همغې اندازې پورې بايد مسوي وګڼل شي ، او تر کومه چې سره فرق لري ، ټيک پر همغه اندازه يې امتياز بي متيازي په پام کې نيولو ته عدالت وايي ))
او تاسو ئی علت ګڼی او هم غواړی چه امتياز او امتياز بازی وساتی ؟ وسلام
حليمي


نقاد
06.03.2004

دسلامونو او نېکو هيلو له وړاندې کولو وروسته: لنډ ويلی شم چې د عدالت او مساوات فلسفه ، حکمت او وروستی هدف د بشر حفظ بقا او د ټولنې پر مختګ دی ، که څه هم مساوات او عدالت کله کله د پرمختګ مخه نيولې ده، يا پر بل عبارت ډير ځله چې کوم پرمختګونه منځته راغلي، پر عدالت او مساوات يې ملاماتوونکي ګوزارونه کړي دي . د ساري پر توګه کله چې د کمون اوليه هر اړخيزه مساوات او برابري له منځه ﻻړه او بي عدالتي پيل شوه، يوډله انسانانو به بله ډله وژل او اضافي توليد به يې ترې په زور او داړه مارۍ سره وړلو ، وروسته به يې مغلوب بيا ه وژل ، بنديان به يې بوتلل او خپل غلامان به يې کړل ، د غلامۍ ټولنه رامنځته شوه او د پخوا په پرتله ستر پرمختګ صورت ونيو ، د طبقاتي ټولنه ، برده او برده دار دولت او د جسمي او فکري کار ويش او بيلتون رامنځته او پر مختګ صورت ونيوه.دغه راز په پانګوالۍ کې سخت استثمار او زبېښاک له عدالت او مساوات سره ضديت او دوښمني لرله ، ولې د ټولنې پرمختګ پرې اوج او موج ته ورسيد. نو ويلی شو چې مساوات او عدالت تل د پرمختګ سبب شوی نه دی، ولې برعکس ترڅو پورې چې د ټولنې د پرمختګ مخه يې نه ده نيولې، تر هغې پورې د پرمختګ عامل او کړاندی تمام شوي دي .له دې ځايه دا هم ويلی شو چې اديان او نور ايديالوژيک سيستمونه تر هغه وخته مخ پر غوړيدو وي چې د بشري ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي ، خو هغه وخت سمدلاسه پر زوال پيل کوي ، کله چې نور د پرمختګ په زوﻻنو بدليږي . د وروسته پاتې ، ارتجاعي او مخ پر زوړي روان طالب غورځنګ وروستی انجام او پايله هم له همدې حقيقت څخه پيل شوې وه .
هو، بايد هير نکړو چې د بشري ټولنې د حفظ بقا له پاره ، چې د عدالت او مساوات فلسفه په کې [color=red:c520ec15ec]هم[/color:c520ec15ec] نغښتې ده، اړين شرط دی ، که نه ټولنه به له پرمخت پرته محوه و نابود شوې وای .
ولې. اوس راځو ستاسې دې پوښتنې ته چې :
[quote:c520ec15ec="abdul karim"]
مثلأ کله چه وحدت منځ ته راسی اختلاف له منځه ځی ٠ اما تاسو بيا ليکلی چه (هم مساوات او هم عدالت غواړو)
که يو څه نوره روښنايی پر واچوئ و موږ لوستونکو ته نوره پوهه را وبخښی٠ [/quote:c520ec15ec]

البته عدالت او مساوات د يوې قضا او محکمې له حقوقي چوکاټ څخه پراخه کارونه لري ، خو په محکمه په ځانګړې مسلکي توګه ډير استعماليږي ، ولې فلسفه يې بيا تر ټولو زياته په پراخه ټولنيزه معنی کاروي . تر کومه ځايه چې په محکمه کې د مدعي او مدعی عليه تر منځ د مساوات او وحدت خبره ده، هغه مثلا لږ تر لږه په دې برخه کې ده لکه چې دواړه خواوې عاقل بالغ او په خبره او مسووليت پوه يا پوهيدونکي دي او يو بل سره په دغو صفتونو پيژني . دواړه سره په دې متڅد او متفق دي چې شرعه او قانون او محکمه ورته د اعتبار وړ بريښي او د حکم کولو وړ او مستحقه يې بولي . خو په څه کې چې سره اختلاف لري هغه د دعوا په ثبوت او ترديد کې سره ددوی د شخړې او ﻻنجې موضوع ده . د حق او حقيقت له مخې به يو پړ او بل ګټونکی کيږي ، او د حق او حقيقت په وړاندې د پړ کيدلو او ګټلو په تناسب پر دوی باندې حکم کيږي . دغسې حکم کولو ته عدالت وايي .که نه له همدغه توپير پرته چې په حقيقت کې يو حق پر جانب او بل نه دی، نور دواړ د قاضي په وړاندې سره مساوي او برابر دي ، نو ليدل کيږي چې مساوات د تفکيک او تو پيرولو چوکاټ او اساس وضع شوی اود تفکيک له مخې حکم عدالت رامنځته کوي ، نو دواړه سره ﻻزم او ملزوم بلل کيږي . څکه خو
[quote:c520ec15ec]دوی ...يو دبل سره هم تړلي اوهم بيل دي ....او که عدالت ښه قائم سو نو مساوات له منځه نځی . نو
مثلأ که وحدت منځ ته راځي نو هغه پر اساساتو کې وي، اختلاف پرې لمنځه نځی ، بلکې د منل شويو اساساتو له مخې په دعوا و استنتاج کې اختلافات غوړيږي . [/quote:c520ec15ec]البته دا خبرې نه تاسوته ، نه بل چاته او نه ماته کومه نوې خبره بريښي، خو د مفاهمې له پاره يې تکرار اړين و. لکه چې تاسو ليکلي :
[quote:c520ec15ec]نو پښته داده چه دغه دقيق مراعات به مساوات منځ ته راوړی او که دقيق مساوات عدالت منځ ته راوړی٠ [/quote:c520ec15ec] لکه چې وليدل شول مساوات او عدالت د محاکمې د يوې سکې دوه بيلابيل مخونه دي ، د دواړو مخونو دقيق پيژندل ضرور دي، نه يو پر بل اړول ، او مهم دلته د ((دقيق)) ټکی دی چې هم دقيق عيني يا واقعي مساوات او هم د حق او ناحق تر منځ دقيق تفکيک او توپير،چې عدالت پرې تضمين کيږي .
[quote:c520ec15ec]که فرضأ دوه نفره و قاضی ته ورسی ، قاضی مجبوره نه دی چه دپوه او ناپوه تر منځ توپير و ساتی، بلکې د حق او نا حق تر منځ تميز او توپير وساتي ، نو که د حق او ناحق ، تر منځ توپير ونه ساته نو عدالت نه دی !
او مساوات هم دادی چې شرعه يا قانون پر دوی باندې يو ډول ، مساوي او برابره تطبيق کيږي ![/quote:c520ec15ec] او که څنګه سو؟
اوس به د محکمې له اډانې څخه تير شو او د کار ، وظيفې او مسلکي دندو برخې ته به ورشو . په دغه برخه کې د ﻻندينيو جملو مهوم روښانه بريښي :
[quote:c520ec15ec]((... دغه ډول دا نسانانو تر منځ هم په انساني ټولنه کې هم وحدت ، برابري او مساوات شته او هم ددوی تر منځ فرقونه ، بيلوالی او توپيرونه شته . په هغه څه کې چې انسانان د خپل فطرت، استعداد ، پوهې ، ځواک او طاقت کار او فعاليت له مخې سره برابر دي، په همغه برخه کې او دقيقأ تر همغې اندازې پورې بايد مساوي وګڼل شي ))[/quote:c520ec15ec] او مساوي معاش او امتيازات ورکړل شي ، [quote:c520ec15ec]((خو تر کومه چې سره فرق لري ، ټيک پر همغه اندازه يې امتياز او بي امتيازي هم په پام کې نيولو ته عدالت وايي ))[/quote:c520ec15ec]
وسلام



ع کريم حليمي
05.06.2004

دروند ورور محترم نقاد صاحب سلام، خدای مو پر دواړو جهانونونيکمرغه او سرلوړی لره!

[quote:e0558aba9f]د مدعي او مدعی عليه تر منځ د مساوات او وحدت خبره ده، هغه مثلا لږ تر لږه په دې برخه کې ده لکه چې دواړه خواوې عاقل بالغ او په خبره او مسووليت پوه يا پوهيدونکي دي او يو بل سره په دغو صفتونو پيژني . دواړه سره په دې متڅد او متفق دي چې شرعه او قانون او محکمه ورته د اعتبار وړ بريښي او د حکم کولو وړ او مستحقه يې بولي . خو په څه کې چې سره اختلاف لري هغه د دعوا په ثبوت او ترديد کې سره ددوی د شخړې او ﻻنجې موضوع ده . د حق او حقيقت له مخې به يو پړ او بل ګټونکی کيږي ، او د حق او حقيقت په وړاندې د پړ کيدلو او ګټلو په تناسب پر دوی باندې حکم کيږي [/quote:e0558aba9f]
نقاد صاحب داسي عرض کوم !
تاسو د مدعي او مدعی عليه تر منځ شرطونه دا کښيښوده ٠عاقل بالغ او په خبره او مسووليت پوه يا پوهيدونکي
وي ٠ که اول شرط ترنظر لاندي و نيسو ٠ فکرکوم چه په نړۍ کي 0.5 بې عاقلان نسته چه في سدي دوغنده کمه وي ٠ او 95.5 % ټوله عاقلان دي (په خير او شر پوه ) اوبس٠ او بل بالغان په مقابل کي بيخي کم دي ٠
دمثال په ډول که يومدعی دعقل لخوا کم وي ٠ چي نارمل خبره ده او بلاغت ئی هم لږڅه کم وي ٠
او مدعی عليه ډير عقل ولري او بلاعت ئی د phd په سويه وي ٠ فکر کوم چه مدعی عليه به وکولايسي چه محکمې ته داسي اثبات کړي ٠چه مدعی پړ دی ٠ که زما فرضيه صحيح وي ٠ نو دقوي عقل ،او phd خاوند
به هيڅ وخت پړ نسي ٠
او اصلأ داسي ده چه قانون دضعيفو خلکو ساتنه وکړي ٠ ولي چه همېشه قوي خلک قانون تر پښو لاندي کوي ٠
او مساوات هم اصلأ دغه ته ويل کيږي ٠ چي پر زورور او کمزوري مساوي تطبق سي ٠
او کوم څه چي تاسو ليکلي ( ثبوت او ترديد ) او د phd خاوندان ثبوت ،ترديد ښه کولايسي ٠
نو مساوات اوعدل ونسو ٠
هو دعدل او مساوات په فلسفه کي خبره نه کوم ٠ خبره مي په ميکانيزم کي ده ٠
او دا ډير پخواني دمحکمې ورل دي ٠ عاقل او بالغ ٠ او هر 14 کلن نن عاقل او هم بالغ دئ ٠
فکر نه کوم چه د کندهار يو 14 کلن هلک دي د کابل د والۍ سره په محکمه کي و دريږي او والي دي پړ کړي
که څه موږ ته وليکۍ مننه
حليمي


نقاد
19.09.2004

دروند استاد حليمي صاحب السلام عيکم ورحمت الله وبرکاته!
رښتيا هم هرڅه له کتاب څخه نه زده کيږي، لکه د ژبې اصطلاحات :
بالغ د بلغ په مفهوم نه بلکې د کبير پر ځای د صغير په مقابل کې کارول کيږي ، او بالغ هغه څوان يا پيغلې ته وايي چې چې د صغارت له عمر څخه اووښتی وي لمونځ او روژه پرې فرض شوې اوسي او په صغيرانو کې نور نه شميرل کيږي. په درنښت



ع کريم حليمي
19.09.2004

ډېر راته محترم نقاد صاحب السلام عيکم ورحمت الله وبرکاته!
زه يو نازک اختلاف درسره لرم ٠ په دغه موضع کي ٠ تاسو چه د کومي زاويې څخه ګورۍ اما زه چه دا موضع ته
د کومي زاويې کورم داسي ئې وينم

[quote:c531faa08a]رښتيا هم هرڅه له کتاب څخه نه زده کيږي، لکه د ژبې اصطلاحات :
بالغ د بلغ په مفهوم نه بلکې د کبير پر ځای د صغير په مقابل کې کارول کيږي ، او بالغ هغه څوان يا پيغلې ته وايي چې چې د صغارت له عمر څخه اووښتی وي لمونځ او روژه پرې فرض شوې اوسي او په صغيرانو کې نور نه شميرل کيږي.[/quote:c531faa08a]
تاسو ته ښه معلومه ده ٠ چه محکمه هغه ځای دۍ ٠ چه حق وحقدار ته ورکول کيږي ٠ په شرط د دې چه مساوات
مرعت سي ٠
دمساوات مرعت دوه طرفه لري
1 - چه قانون پر قوي (سياسي،اقتصادي،قومي قوي) او ضعيف مساوي تطبق سي
2 - د لوړ عقل خاوند (هوښيار)او د ضعيفه عقل خاوند (بي عقل) سره مساوي کړي (.B )
B -چه مدعي او مدعي عليه دواړه وکيل دعوا ولري ٠ (قانوندان )
دامعنا چه دواړه سره مساوي سوه ٠ هو خبره نسبتي ده
اوس راځم د کبير او صغير ته ٠ هو دا يو اصل دۍ په شرعي امورو کي ٠
په بلاغت و الهي احکامو مسؤليت پيداکيږي ٠
او په محکمه کي بايدپرعقل حساب وسي ٠ ساينس ثابته کړې ٠ چه تر تر شرعي بلاغت ورسته هم داخلګ سته
عقل ئې د لس کلن وي او حتا د اووه کلن ٠٠٠٠
او الهي اخلاق دومره ساده دي ٠ هر بېله لېوني بل هر انسان عقل کار پر کولاي سي
او کومچي راسو و قانونه ته ٠ نو دهر عاقل هم سر نه پخلاصيږي ٠ قانوندان ته ضرورت پيداکيږي
تاسوته معلومه ده که څوک وغواړي چه قانون ولولي ٠ اول ضرور ده چه 4 کاله کالچ ډيګري ولري نو بيا
کولاي سي چه دري نور کاله قانون ولولي
نوټ ٠ مساوات هغه وخت امکانلري ٠ په مدعي او مدعي عليه مساوي وي ٠ هغه وخت مساوي کيداي سي
چه دواړه طرفه د وکيلانو سره د قاضي مخته ودريږي ٠ دا مانه دواړه په عقل مساوي سوه ٠
دغه وخت عدالت منځ ته راغلۍ ٠ بيله دغه عدالت امکان نه لري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more