د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نوي وباپه تيزي سره خوره شوه!

bazgar
02.11.2009

میرویس جلالزی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړ چې د هیواد ۵ ملیونه وګړي د خوګ د والګي له شدید خطر سره مخامخ دي.

د روغتیا وزیر ډاکټر فاطمي دغه خبري په یوه خبري غونډه کې څرګندي کړي.

نوموړي وویل چې دمګړۍ د اچ یو ان یو په وایرس د ککړو افغانانو شمیر په کور دننه له ۵۸ څخه ۲۹۱ تنو ته رسیدلی دی او ښایې ۳۰۰ نور کسان هم په دغه وژونکی وایرس اخته وي.

ښاغلي فاطمي وړاندي وویل چې که چیرته د خوګ د والګي د وایرس مخه و نه نیول شي د کور دننه به شاوخوا ۵۰ لکه افغانان په دغې ناروغۍ اخته شي.

اوس ویره ده چې دغه ناروغي په چټکۍ سره په افغانستان کې د خپریدو په حال کې ده .

د عامې روغتیا وزارت وایې چې دغه ناروغي له هغو بهرنیو سرتیرو څخه لومړی د هغوي افغانو ژباړنو ته انتقال شوې چې په افغانستان کې د ایتلاف او ایساف تر چتر لاندي د ترهګرۍ ضد ماموریت پر مخ بیایې.

د اچ یو ان یو په دغه وژونکي وایرس باندي تر اخته کیدو وروسته یو افغان ترجمان چې په بګرام کې یې کار کاوه مړ شوی او دهم کس هم د کابل ښار یو ۴۵ کلن اوسیدونکی دی.

د سردار محمد داود خان د روغتون ( چهارصدبستر) یوه سرطبیب د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط بینوا ویب پاڼي ته نن ویل چې په لسګونو داسي ناروغان په تیرو دوو ورځو کې دغه روغتون ته را انتقال شوي چې د خوګ په انفلونزا اخته دي او ډیری یې د مرګ له خطر سره مخامخ دي


رښتینی
07.11.2009

دی ژباړونکی ظالمانو به کوم اډوکۍ چیچلی وی
اوپه پوره ګیډه به یی دخوګ په غوښو ځانونه هم نه
وی ماړه کړی خو بس دخوګ والګۍ ورته دطالب
مرمۍ شو :D :D


Ghairat
07.11.2009

نه حامد صيب دا وايروس د خوږ د غوښې ځخه نه، بلکې د خوږ ، مرغانو او انسان له انفلاينزاو (رېزشونو) له وايروسونو څخه ترکيب موندلی ،
نو ځکه انسان ته هم انتقاليږي د تماس او د تنفس شوې هوا د تنفس له لارو، نه د غوښې د خوړلو له لارې، که نه په ناروغانو خو به د لويديځ
په روغتونو کې دخوږ غوښې ورکول بند شوي وای!


رښتینی
07.11.2009

غیرت صیب مننه !
او ما هسی یوه ټوکه غوندی جوړوله
بیاهم مننه بریالی اوسی


باتور
11.11.2009

ټولو ته سلامونه،

والګی نه ښکر لري او نه هم کومه لکۍ !
نه په مرغانو پوري اړه لري او نه هم په خنځيرانو پوري .

غربي ملياردران همېش عام خلګ د درملونو د خرڅولو لپاره کله په يوه او کله هم په بله بهانه ډاروي، نوي مرضونه او پخوانيو مرضونوته نوي نومونه اختراع کوي .

په نړی کي له کلونو کلونو راهيسي د [color=white:8baf9a4174]عادي والګي [/color:8baf9a4174]له کبله په کال کي په سلهاوو زره خلګ مري ، نه يې څوک په مېډيا کي يادوي او نه هم کوم وقايوي تدابير ورته نيسي . .

د تل په شان غربيانو يو ځل بيا د نويو دواګانو او واکسينونو د خرڅلاو لپاره نوي نومونه موندلي او په پراخه توګه يې د مېډيا له لاري په نړی کي خپرولو ته ملا تړلي .

د دې مسخرو په ترويجولو له يوې خوا د بېځايه دواګانو له لاري مالي ګټي پورته کوي او له بلي خوا د عامو خلګو فکرونه له نړيوالو سياسي او اقتصادي مهمو پېښو څخه په بله خوا اړوي .

هم ټانـــک خرڅوي او هم د ټانـــک ضد وسله
هم مرض خپروي او هم د مرض د علاج وسيله

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more