د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خدا ى دي خوار نکه!سړى يوڅه خيال کوي

bazgar
01.11.2009

میرویس جلالزی

رپوټونه کاږي چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر نور محمد قرقین د هغو سختو ټپونو له امله له ملک څخه دباندي معالجې ته استول شوی چې وړمه ورځ یې اخیستي وو.

نور محمد قرقین ته یوې نږدې سرچینې د بینوا ویب پاڼي ته وویل چې نوموړی وړمه ورځ هغه مهال په جوشو اوبو سخت وسوځیده چې غوښتل یې د خپل کور په تشناب کې ولامبې .

د قرقین د کورنۍ یوه غړي هم دغه پیښه تاید کړه او زیاته یې کړه چې ښاغلی وزیر هغه مهال وسوځید چې په خطایی توګه یې د سړو اوبو پر ځای د سرو اوبو نل ته شا کړه او هغه یې په ځان راوجوړاوه.

ویل کیږي چې ښاغلی قرقین لومړی د چهارصدبستر روغتون ته انتقال شو خو د شدید ټپونو له امله ډاکټرانو توصیه وکړه چې باید هندوستان ته منتقل شي .

قرقین دمګړۍ په ډیر نازک حالت کې د هندوستان مشهور روغتون اپولو ته انتقال شوی او تر درملني لاندي دی.


Re: خدا ى دي خوار نکه!سړى يوڅه خيال کوي

pattang
17.11.2009

دا دهامبورګ ټکسيوان دومره لوده دی چې خپل محيط نه پېژني ،نور خلک په
تياره کې ژوند کوي برق نلري اودده اوبه داسې ګرمېږي چې ځان يې پرې سوځي٠
نالت په لا پوڅي پوچ مغزه رژيم٠

[quote:4f314844f2="bazgar"]میرویس جلالزی

رپوټونه کاږي چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر نور محمد قرقین د هغو سختو ټپونو له امله له ملک څخه دباندي معالجې ته استول شوی چې وړمه ورځ یې اخیستي وو.

نور محمد قرقین ته یوې نږدې سرچینې د بینوا ویب پاڼي ته وویل چې نوموړی وړمه ورځ هغه مهال په جوشو اوبو سخت وسوځیده چې غوښتل یې د خپل کور په تشناب کې ولامبې .

د قرقین د کورنۍ یوه غړي هم دغه پیښه تاید کړه او زیاته یې کړه چې ښاغلی وزیر هغه مهال وسوځید چې په خطایی توګه یې د سړو اوبو پر ځای د سرو اوبو نل ته شا کړه او هغه یې په ځان راوجوړاوه.

ویل کیږي چې ښاغلی قرقین لومړی د چهارصدبستر روغتون ته انتقال شو خو د شدید ټپونو له امله ډاکټرانو توصیه وکړه چې باید هندوستان ته منتقل شي .

قرقین دمګړۍ په ډیر نازک حالت کې د هندوستان مشهور روغتون اپولو ته انتقال شوی او تر درملني لاندي دی.[/quote:4f314844f2]


باتور
17.11.2009

بزګر خانه سلامونه!

[color=darkred:e71f473b11]اقتباس :
ویل کیږي چې ښاغلی قرقین لومړی د چهارصدبستر روغتون ته انتقال شو خو د شدید ټپونو له امله ډاکټرانو توصیه وکړه چې باید هندوستان ته منتقل شي . [/color:e71f473b11]

ــ زموږ د وطن دې خواري ورځي ته ګورئ چي له پرمختلليوهيوادونو له اشغال نه اته کاله وروسته حتی لا د يوه ګوډاګي وزير لپاره زموږ په روغتونو کي د سون د درملني امکانات نه سته . .

هغه خواران او بېوزلي چي د بمباريو په اورونو سوځي، هغه څوک څنګه د علاج لپاره تر هندوستانه ورسوي؟

په درنښت


bazgar
22.11.2009

دوي فکر کوي چې که مو ماتې وکړه ،هسي به هم دا را وستي ياران له ځانه سره بيايو،نوهسي نه چې وسائل طالبانوته ورپاته شي.ځکه خو ګوډاګي رژيم ته دهواي ځواک اجازه هم نشته.بلکې دهيواد هوايي ډګرونه هم دامريکايي عسکرو نظامي اډې دي،



22.11.2009

[quote:5814b05870]دوي فکر کوي چې که مو ماتې وکړه ،هسي به هم دا را وستي ياران له ځانه سره بيايو،نوهسي نه چې وسائل طالبانوته ورپاته شي.ځکه خو ګوډاګي رژيم ته دهواي ځواک اجازه هم نشته.بلکې دهيواد هوايي ډګرونه هم دامريکايي عسکرو نظامي اډې دي،[/quote:5814b05870]
افغان هوايي ځواک يواځې د پاکستان له خاطره پياوړتيا ته نه پريږدي ، څو د بهرني ځواکونو د ماتې په صورت کې د افغانستان واک پاکستان ته وسپاري ، کوم چې طالبانو ته هم دهوايي ځواک د پياوړتيا اجازه نه ورکوي .
نو مونږ يواځې د يو سياسي حل له لارې ملي خپلواکۍ ته رسيدلی شو، لذا طالبان ورونه بايد د هيواد سر نوشت نه يواځې له امريکا او ناتو له منګولو څخه آزاد کړي بلکې د پاکستان له منګولو څخه يې هم وژغوري !
دغه هدف بايد د جګړې دواړه افغاني لوري مقدس وګڼي او يواځې ددغې تقدس په خاطر دواړه افغاني لوري په خپلو کې د ملي روغې جوړې په مټ بهرني ځواکونه له هيواد څخه وباسي او دهيواد ځمکنۍ بشپړتيا اوعامه تامه ملي خپلواکي لاسته راوړي !


bazgar
23.11.2009

پتوال صيب په دې کې شک نشته چې افغانان له هر ګاونډي نه انديښنې لري،خوچې ناټو او امريکا شکست خوري.نوپنجابى به خپله افغانانو ته
چاپروسي شروع کړي،خو په چاپروسي کې به يې هم چل وي.ځکه خوبه په هوښياري سره پاملرنه ورته ضروري وي...!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more