نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ولسواک انده بحثونه
larghonay laraway
28.10.2009
السلام علیکم!
نن مې د ټول افغان د بحث فورم عنوانونو ته پام شو چې بدل شوي دي. بدلون ښه شی دی ځکه چې مثبت بدلون پرمختګ او ارتقاء ده خو دا بدلون یوڅه ستونزمن راته ښکاره شو. د بېلګې په توګه (ملت انده بحثونه). دا که ملي بحثونه وای نو له دې اوسني نامه سره به یې څه توپیر ؤ. که په دې اړه په ټولو نویو نومونولږ رڼا واچول شي ښه به وي.
د ټول افغان د لا پراختیا، پرمختیا او ځلا په هیله
لرغونی لاروی
خیریوسی
28.10.2009
محترم ورور لاروی صاحب تر سلام وروسته
نه یم خبر چې دا زموږ خوندی یې ولی هیری شوی دهغوي دپاره یې دپخلۍ دپاره یوه خونه نه ده پرانستلی خدای دی نه کړی چې دا خوندی دټول افغان څخه خپه نه شی داسی خو هم پر موږ ګیډه ډیره ګرانه ته ومنه چې دسهار څخه تر ماښامه دګیډی دپاره ګړي ورځ لالهانده یو
په درناوی
و.افغان
28.10.2009
عاجز صاحب: الله دې ګړندی ځواکمن ، تکړه او د حق لپاره قدرتمند لره.
زه هم ستا له غږ سره خپل غږ غبرګوم.
د چپيانو د فوروم په ځای که دغه فوروم او دغسې نور فورومونه اضافه شي ، نو د
خوند نه بې مزه زياته شي.
په درنښت
Ghairat
28.10.2009
دښاغلي وهاج صيب سره په يواند زه هم د ورته بحثفورنو د زياتولو پلوی کوم ، نه د کوم يو د کمولو، دمزې او [color=white:0375b40a90]خوند[/color:0375b40a90] له پاره به [color=yellow:0375b40a90]خويندو[/color:0375b40a90] ته د اخلي پخلي فورم هم په زړه پورې وي ، خو د لرغوني صيب وړانديز هم ډير جالب دی ،سړی دغه ت وپرونه ټول پکې په پام کې نيول کېدای شي :
ملت انده بحثونه ، ملي انده بحثونه ، ملي بحثونه ، د ملت اندوبحثونه ، د ملتپالو بحثونه ، ملتپال بحثونه ....
د ولسواک اندو ، د اسلام اندو ، د چپ اندو بحثونه ، د ولسواکانو ، د اسلامپالو بحثونه ،ولسواک بحثونه ، اسلامپال بحثونه او داسې نور!
داسې بريښي چې ددې نوي ويش په مراعت سره ښايي ولسواکان په خپلو کې ، اسلامپالان هم په خپلو منځو او چپ اندي به په خپلو منځو يو له بل سره د نظر ورکړه راکړه وکړاي شي او بيا د ټولوپه ګډ بحث کې هم ګډون وکړي ٠
باتور
29.10.2009
ټولو ته سلامونه،
ښاغلي غيرت ليکلي:
[color=white:39075753ee]د ولسواک اندو ، د اسلام اندو ، د چپ اندو بحثونه ، د ولسواکانو ، د اسلامپالو بحثونه ،ولسواک بحثونه ، اسلامپال بحثونه او داسې نور!
داسې بريښي چې ددې نوي ويش په مراعت سره ښايي ولسواکان په خپلو کې ، اسلامپالان هم په خپلو منځو او چپ اندي به په خپلو منځو يو له بل سره د نظر ورکړه راکړه وکړاي شي او بيا د ټولوپه ګډ بحث کې هم ګډون وکړي ٠[/color:39075753ee]
ـ يعنې دا چي ولسواک انده به د اسلام اندو، اسلام انده به د چپ اندو، چپ انده به د ملت اندو او ملت انده به د ولسواک اندو بحځايونو ته نه ورځي . . هر يو به له خپل هم انده سره بحثونه کوي . .
په موږ کي داسي کسان هم سته ، چي هم اسلام انده او هم ملت انده دي او يا هم ملت انده او ولسواک انده دي او ياهم چپ انده او ملت انده دي . . هغه به چېري ځي؟
صرف له خپلو هم اندو سره هم بحث امکان لري؟ هم انده صرف د معلوماتو راکړه ورکړه سره کولای سي او بس . د مثال په طور د کمپيوټر او انترنت برخه، يا د طب او روغتيا برخه .
ښه به دا وي چي د سکالوګانو نومونه په دې توګه وي:
د مثال په توګه :
د دين او مذهب په اړه معلومات
د وطن په اړه معلومات
د پښتنو د کلتور، ادب او ژبې په اړه معلومات
د ښځو د حقوقو برخه
د ماشومانو نړۍ
کمپيوټر، انترنت او تخنيکي مرستي
ادبي ټوکي ټکالي
طب، روغتيا او پخلنه
شعرونه
. . . .
او داسي نور
او د دې ټولو تر څنګ صرف يوه سکالو د بحثونو لپاره چي په هغه کي هر وړ بحثونه د سايټ د تګلارو د په پام کي نيولو تر څنګ آزاد وي، که اسلامي وي، که ملي وي، که ولسواکي وي که چپي يا کيڼي وي او که کوم بل وړ. . هم به يې مسؤولينو ته کنټرول آسانه وي اوهم به د ګډونکونکيو ليکونکو تکليف کم وي .
په درنښت
عبد السلام
29.10.2009
کامه وال صاحب! طنمل صاحب!اونور........
د هرڅه نه مخکې سلامونه اودرناوی وړاندې کوم :
اوبیامو ددې غوره اوښاغلی ابتکار قدراومننه کوم چې په نړۍ کې تیتو اوپرکو پښتنو ته ديو اوبل سره په خپلې قدرمنې اوخوږې ژبې (اند) دنظر دتبادلې ارزښتمنه وسیله رامنځته کړي. دټول افغان انترنیټی پاڼې اصل په افغانی ټولنه کې یوغښتلئ نوښت دئ چې يواځي پرې وياړوو، البت : ددې پاڼې ځانګړئ امتیاز دبحثونوپه فوروم کې دئ په دې معنی چې ددې پاڼې د ملا تیر همدا د ازادوبحثونوفوروم دی، چې دتخنیکی اسنتیاوود برابرولود ابتکار ویاړیې، ترکومه چې اوریدل شوی او لوستل شوي د ښاغلی کامه وال په برخه دئ ،چېدډیرې مننې اوقدروړ دئ. ولی د هغو کسانو زیار چې د بحثونو په فوروم کې یې خپل ارزښتمن نظریات اویاهم بې ارزښت نظریات دخپل قیمتی وخت په بیه لوستونکو او ګډون کونکو سره شریک کړي ،او دا فوروم یې ژوند ساتلئ تر تخنیکی چوپړه هم ارزښتمن بریښي. نو په داسې حال کې لازمه داوه چې دداسې یو انقلابی تحوله مخکې همدلته دبا ارزښت نظر خاوندانو سره (ځان نه یادوم) لږ شانتې مشوره شوي وی چې دا دملت انده، اسلام انده، ولسواک انده اونور انده انده... ترکیبی نا متداوله ، نا مروجه اونا مفهومه کلمې موکله په ژوند کې چیرته اوریدلی، لیدلي اوکه نه؟ زه خو تر ننه د اند په ریښې هم سم نیم پوه چې دا د فارسی (اندیشه، اندیشیدن) نه اخیستل شوئ ،او دهغې مخفف دی ، اوکه دکوم بل ځای څخه؟ په دې فکر اونظر کې څه عیب وو؟ او یا دا چې د یوو نوي زینتی لغت په توګه رامنځته شوئ؟
دبحث دعناوینو په ویش کې دښاغلي باتور سره موافق یم، ولې دا پرې وزیاتوم چې
دبحثونو دچلولو اختیار دې دبحث دسرلیک سره سم همنظره کسانو ته وکړل شي نه دمخالفه لوري نظر خاوندانو ته :D :D :D
په درنښت
Sangar Watan
29.10.2009
سلامونه،
زه هم دبحثونو(ګړ بړ)په هکله،د دروند اوپياوړي ليکوال،باتور دوړانديز ملاتړ
کوم٠
Sangar Watan
29.10.2009
داخبرکوم بحث ته اړه لري؟؟
http://www.google.com/search?hl=en&rlz=1R2RNTN_enUS340&q=Karzai+Brother++CIA&btnG=Search&aq=f&oq=&aqi=
______________________________________
[color=blue:41de498470]د ورځنۍ چارو ورځنۍ پيښو په بحثفورم پورې[/color:41de498470]
larghonay laraway
29.10.2009
السلام علیکم!
لومړی خو عاجز صیب ته وایم چې په ټول افغان بحث فورمونو کې خو د ښځو برخه شته دی چې د (ښځې او د ښځو حقونه،د ښځو سياسي ، ټولنيز او کورنی ژوند
چلونکی ډاکتر وطنمل). نو ستا اندیښنه په څه ده؟ که غواړې چې ورسره ولیکي (ښځینه اندي بحثونه)
په هر حال زماهدف له دې بحث نه د نومونو د بدلولو په اړه ؤ چې (ولسواک انده) او دې ته ورته نور ډېر درانه او په ادا کې سخت نومونه دي او مونږ باید ژبه په لوی لاس سخته نه کړو.
پاتې شوه د ځینو نورو وروڼو اندیښنه چې ګنې دهر فورم لپاره به ځانګړي خلک وي او هغوی به په کې بحث کوي. خو داسې نه ده. بلکې هر څوک کولی شي چې په هربحث فورم کې برخه واخلي او مخکې هم همداسې وو، کوم قید او شرط نه ؤ چې څوک دې په دې بحث فورم کې برخه واخلي او په هغه بل کې دې یې نه اخلي.
فکر کوم بحث یوازې د بحث فورمونو د لفظي بدلون په اړه دی چې ځينې وروڼو ورته پام کړی دی.
Ghairat
29.10.2009
درنوورونو اوپتمنوخویندو،
زما خوتش یوه تبصره وه، یو لیکونکی خو هم ولسواک انده ،هم اسلام انده اوهم چپ انده لیکنې کولی شي، دلته به ګټه داوي
چې دغه ټولې لیکنې به لکه څنګه چې سکالو يې بیلې بیلې دي سره بیلې تصنیف اوکلاسفیکیشن شي !
همدا رنګه هر سړی له په هره برخه کې لیکنې وکړای شي، صرف په یو شرط چې په اسلام کې اسلامي، په ولسواکۍ
کې ولسواکه او په ملي اړخ کې ملت انده اوهمدغسې نور... نو بحٍٍثونه به پرې لږڅه منظم شي نه محدود!
داچې د ټولو یوګډ فوروم هم شته چې هر کس په کې هر انده او په هره سکالو ، په اصطلاح متفرقه بحٍثونه مطرح کوي!
خو هیلمن یم چې مسول صسب دې دېته ورته یو [color=blue:8c415e106e] د روانو چارو بحثفورم[/color:8c415e106e] دې هم پرې ورزیات کړي!
اند په ریښه کې پښتودی اوکه فارسي، ښايي شریکه اریايي ریښه ولري ،خو په پښتوکې هم خوله ډيره ډيره ښخه لګولې ده ،
چې په دودیزه توګه يې استعمال پوره سابقه موندلط ده لکه له خپله [color=white:8c415e106e]انده[/color:8c415e106e] مې ورته ، [color=yellow:8c415e106e]اند[/color:8c415e106e]ېښنه اونوروکې د اند ټکی !
سر بیره په دې عربي فکر فارسي زیات خپل کړی ، نو اند چې عربي هم نه دی اوتلفظ یې له پښتوسره ښه سمون خوري
اړوئنه راړوئنه یې هم لکه اند ، اندنه اواندوئنه ،اندیز، اندوي، اندوال اوداسې نور ډيره ښه کیږي، نو اوسمهال نام خدی له دري څخه په پښتو کې ډیر کارول کیږي!
stanizy
29.10.2009
د ټولو ملګرو نظرونوته په احترام سره دا د باتور صيب نظر مي ډير خوښ شو، يو خو دا چي الفاظ يې ښه ساده اوسيده دي چي ما غوندي هر سړي يي زر په مطلب پوهيږي او بل داچې د ځينو شكونو او اعتراضونو نه هم خوندي دي .
په مينه
ورورمو ستانيزی
larghonay laraway
31.10.2009
دا چې اند پښټو دی او که پاړسي په دې اړه زه بحث نه کوم خو په رښتیا چې د (ولسواک انده بحثونه) تلفظ سخت دی او زه خو یې تر اوسه پوره په معنی هم نه یم پوهیدلی. ځکه ولسواکي خو ډیموکراسۍ ته وایو او اند چې ورسره شي نو معنی به یې داسې وي (د ولسواکۍ اړوند بحثونه) نو مونږ چې د عربي (بحثونه) منلی او زغملی شو نو ولې د انګلیسی (ډیموکراټیک) نه شو زغملی چې اوس یوه نړیواله اصطلاح هم ده. په داسې حال کې چې له انګلیسي سره شریکه ژبنۍ ریښه لرو او عربي مو هیڅ نه کېږي.
بله دا چې ځینې زاړه پالي پښتانه د پښتو یو نوی ویي هم نه مني چې داسې سخت تړنګونه به د هغوی د تخریب لپاره نوره لاره هم هواره کړي.
غیرت لیکلي چې (روانې چارې) دې هم پرې ورزیاتې شي. نو دا کوم نومونه یا بحث فورمونه چې ټاکل شوي دا خو د تېرو پېښو یا تاریخ لپاره نه دي ځانګړي شوي خو که کومه روان سکالو له هر یو بحث فورم سره تړاو لري باید په همغه بحث فورم کې پرې بحث وشي نو ځانګړی فورم زما په نظر اضافي دی.
monir
31.10.2009
ګرانو دوستانو ښې چارې!
د larghonay laraway صاحب د خبرو په تائید زه هم په دې باور یم چې د مروجو کلمو په وړاندې په یوه او بله پلمه کودتا او پر خلکو یې تحمیلول سمه نده. که ځینې کلمې پښتو اصلیت هم لری خو له رواجه لویدلي دي دا طبیعی عمل دﺉ . کله چې عام خلک یوه کلمه ونه مني طبعا هغه کلمه له رواجه لوېږي. مونږ باید هېر نکړوو چې یوه ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده نو هر څومره چې ساده او عام پوهه وي هم د خلکو او هم د ژبې په ګټه ده.
بل دا چې لدې نه باید ډډه وشی چې هر څوک پخپل سر ځانته پښتو کلمې جوړې او پر نورو یې تحمیل کړي. که ځینې ژبپوهان پدې باور دي چې ځینې کلمې باید رواج ومومي نو ښه به دا وي چې د پښتو ټولنې یا نورې باصلاحیته ادارو سره دې خپله پوهه شریکه کړي چې په رسمی توګه و منل شی او د یو ډول انارښي څخه مخنیوﺉ وشي!
په درنښت
stanizy
31.10.2009
ټولویارانوته سلامونه اوښې چارې
[quote:db5b8ae65c="larghonay laraway"] نو مونږ چې د عربي (بحثونه) منلی او زغملی شو نو ولې د انګلیسی (ډیموکراټیک) نه شو زغملی چې اوس یوه نړیواله اصطلاح هم ده. په داسې حال کې چې له انګلیسي سره شریکه ژبنۍ ریښه لرو او عربي مو هیڅ نه کېږي. .[/quote:db5b8ae65c]
لاروی صیب بحثونه که د عربی که دانګلیسي اویابلې هرې ژبې وي چې معقول وي په دواړو ستر ګویې منو خو دا چې ډیموکراسي من حیث نظام بیا په هیواد کې منلي او پلي کولی هم شو که نه دانو بیا بیله خبره ده او ځانګړی بحث غواړي .
خو پوښتنه مې له لاروي صیب نه داده چې دا انګریزان مو له کومه دترور زمن وو چې ریښه یې هم راسره لرله ؟
او بل داچې له دا عربي سره ولي باید دومره حساسیت ولرو چي ستا په وینا هیڅ موهم نه کیږي؟؟
په یاد ولره چي عربي ژبې پښتو ته دومره ښکلا ور بښلې ده لکه اسلام چې پښتنو او افغانانو ته څومره افتخار اوعزت ور زیات کړۍ دۍ .
اسلام زموږ د ګران ټاټوبي یو نه جلا کیدونکې برخه ده او داچې هغه د ابدي سعادت کتاب قرانشریف چې په خوږه او فصیحه عربي ژبه نازل شوۍ دۍ اوموږ ټولو افغانانو پر هغه ایمان راوړۍ نو تر دې نوره لویه علاقه او رابطه به له عربې ژبې سره څه وي.
زه خو وایم چې که امکان وي چې عربي ژبه په رسمي تو که په مدرسو او مکتبونو کې تدریس شي تر څو ټول افغانان په خپله وکولۍ شي چې په دین له خپلو ا صلي ماخذونو نه پرته د نورو له خولې تر جمه شوی کنابونو ، پوه شي.
همدارنګه دې انګلیسي چې د عصری ټکنالوجي ژبه ده ښه پخه ولوستل شي.
یادونه: موږ چې د عربي ژبې تاید کوو د دې دا معنا ندۍ چې موږ دعربانو ټول جید اوردي تقالید به منو او دلته به یې پلي کوو موږ عربي د عربانو لپاره نه بلکې د اسلام د سپېڅلي دین د پوهاوي لپاره یې منو او تاییده وو او اسلام یواځې دعربانو دین نه بلکې دټولو مسلمانانو اوتولی نړۍ دین دۍ او پر ټولو مسلمانانو دومره عربي زده کول ضروری دي چې په خپل دین پوه شي.
په خوږه مینه
larghonay laraway
01.11.2009
السلام علیکم!
د ټول افغان ملي ویب پاڼې چلوونکو دې کور اباد وي چې د ګډونوالو خبرې اوري او د خلکو د غوښتنو سره سم چلند کوي. دا دی د بحث فورمونو په سرلیکونو کې یې وړ بدلون راوستو.
یوه خپرونه هغه وخت بریالۍ کېږي خپل لوستونکي، لیدونکي او اوریدونکي په پام کې ونیسي او ټول افغان په دې چاره کې تر ټولو مخکې دی.
د ټول افغان د لا بري، پرمختګ او پراختیا په هیله
د ټول افغان لرغونی لاروی
میوند ننګیال
03.11.2009
دټول افغان محتر مسولینو چلوونکو ، کارکوونکو او میلمنو ته دزړه له تله سلا مونه او نیکی هیلی وړاندی کوم .
محترمو ! ان شاء الله دا هلی ځلی به مو بي ثوابه نوی .
که دا داسلام بحث فورم اول کی شی ښه به نوي .
بهر حال هغه دورور خبره دا ږما نظر دي .
والسلام
Ghairat
12.11.2009
ځکه چې په تيره کې