د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

چپ انده يعنې څه ؟

باتور
27.10.2009

درنو مسؤولينو او چلونکو ته د سلامونه تر څنګ،

په اسلام انده، ولسواک انده او ملت انده باندي خو پوه سوو. . دا [color=white:50934c4665]چپ انده [/color:50934c4665]څه معنی؟

که يې لږ څه توضېح کړئ ښه به وي، سي په دې پوه سو چي دلته کوم وړ بحثونه وکړو؟

په درنښت


Ghairat
30.10.2009

خان :
دا چپ انده یعنې څه ؟


Ghairat
06.11.2009

١
خان :
صیب دا چپ انده یعنې څه ؟
ماڼوګل :
خانه چپ خودرته له پاسنيو بحثونو څخه معلوم شوچې څه ته وايي ، که درته معلوم وي نود چپ له نقطۀ نظره پر یوڅه فکر يا نظر درلودل چپ انده نظر دی !
خ :
یومثال يې ؟ :
م :
مثلأ یوه پېښه یا سکالود زبېښاک له نظره، یا طبقاتي مبارزې له مخې ، یا د اشتراکي ټولنې له مخې، یا د ښکېلاک او اميریاليزم له مخې څېړل چپ انده څېړنه
بلل کیږي !
خ :
دا زبېښاک یعنې څه ؟ او دا څه وخت منځ ته راغلی دی ؟
م :
خانه دا به درته بل څوک توضیح کړي، زه ښونځي ته روان یم اونور وخت نه لرم !
...................................................................................................................................................
٢
خ :
ماڼو ګل صيب تر اوسه ولله که هېچا راته روښانه کړي وي چې زبېښاک يعنې څۀ؟
م :
لکه چې اورې زبيښاک يعنې زبېښل، خو د څشي زبېښل او د څه له پاره زبېښل ؟

خ :
زبېښل خوددې لپاره وي چې له يو شي لکه تازه ميوې څخه سړی زوخه يا هغه ښيرازه وباسي
م:
شابآس کور دې ودان ، خانه همغه د هغې ميوې يا نبات حاصل هم وي چې سړي يې ترې لاسته راوړي ، نو زپېښاک چې په عربي او دري کې ورته استثمار وايي، هم
د حاصل لاسته راوړل دي ! خونه د حاصل لاسته راوړل او نه هره لاسته راوزړنه زپېښاک دي
خ :
نو بيا دڅشي حاصل او د هغه څرنګه لاس ته راوړل زبېښاک يا استثماربللي شو؟؟؟؟
م :
ياره چې نه مې برېږ دې نو دويم شرذ يې دادی د کار حاصل وي، هسې ديو طبيعي ځنګل د ونو ميوه راشکول خو استثمار نه دی ٠
خ :
دريم شرذط هم لري ؟
م :
هو، بالکل او هغه تر ټولو مهم دی :
ګوره خانه، که څوک کار وکړي او د خپل کار حاصل لاسته راوړي نو دا زبېښاک نشي بلل کېدای،
نو شرط دادی چې د پل چا د کار حاصل لاسته راوړې!
خ :
ښه نو معلم صيب که زما يو دوست يا اشنا چې د خپلې ځمکې کروندګر دی ماته يوه هندوانه يا يو خټکی ډالۍ راوړي او زه يې تحفه ومنم ، دغه به تاسې د هغه د کار استثمار پولئ که څنګه ؟
م :
نه ، هېڅکله م نه! هغه بزګر مجبور نه دی چې خټکی يا هندوانه تاته راوړي، بلکې
ډالۍ يې داوطلبانه بڼه لري !
خ :
نو دا سې مجبوريت کله او څنګه رامنځته کيږي چې څوک دې ماته له مجپوريته څخه د خپل کرلي فصل يا پالېز حاصل ماته راوړي ؟
م :
کله چې ستا دځمکې دهقان تاته دده په لاس کرلي پالېز يا هر بل فصل حاصل تاته درکوي، ايا هغه مجبور نه دي او تاته تحفه درکوي ؟
خ :
بالکل مجبور دی، ځکه هغه حاصل چې ماته يې راکوي تحفه نه، بلکې زه يې خپل حق ګڼم ! ته خبر يې چې هغه ولې مجبور دی؟؟؟
م :
هو، له تانه هم ښۀ، هغه د ملکيت به مناسباتو کې دې ته مجبور دی چې د خپل کار حاصل خان صيب يا د ځمکې مالک ته تسليم کړي! دغه مالکيت بايد خصوصي وي ، نه اشتراکي !
خ :
ښه نو زه د خان يا د ځمکو دخصوصي مالک په توګه د خپلو ټولو ٢٠ تنو کروندګرو
استثمار ګر يو او هغوی زبېښم ؟؟؟
م :
نښه دې سمه وويشته، خو تر تا بيخونده استثمار ګر بل نشته !
ولې راځه چې اوس نو زبېښاک درته تعريف کړم ، چې ځان او استثمار ښه بشپړ وپېژنې :
زبېښاک د بل چا د کار حاصل په [color=red:a08c67ab8a]وړيا [/color:a08c67ab8a]توګه لاسته راوړلو ته وائي ! دلته وړيا يا بې مجرا توګه په کې هم مهمه ده !
[color=blue:a08c67ab8a]خو آيا خان صيب ته يا نور لوستونکي دغه تعريف منلي شي ؟؟؟؟
او شته څوک چپيان چې اوس هم د استثمار پر ضد مبارزه کوي ؟؟؟؟[/color:a08c67ab8a]
[color=red:a08c67ab8a]او داچې زبېښاک کله او څنګه منځته راغي دا به هم درته کوم چپي صيب تشريح کړي، زه درنه لاړم ، الله پامان[/color:a08c67ab8a]
خان :
[color=yellow:a08c67ab8a]هی!، صبر وکه !! ، راوګرځه!!! ..... دا ماته دې څنګه ووې چې استثمارګر خو يې. خو ډير بيخونده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:a08c67ab8a]

......................................................................................................................


pattang
15.11.2009

انډيوالانو بنډار مو تازه !
چې نه چپ وي نه ښی هغه به څه شی وي ? او څه وظيفه به په ټولنه کې لري ??


..Ahmadzai
16.11.2009

[quote:e3ed2b61b5]
--------------------------------------------------------------------------------

انډيوالانو بنډار مو تازه !
چې نه چپ وي نه ښې هغه به څه شی وي ? او څه وظيفه به په ټولنه کې لري ??
[/quote:e3ed2b61b5]

پتنګ صاحب
سلامونه
زما په نظر ورته بې طرفه وایي
خو زما پلار هر وخت وایي : بې طرفه بې شرفه
یعني منافق
په درنښت


Lotfollah
16.11.2009

[quote="jalal ahmadzai"][quote:100b38ccfa]
پتنګ صاحب
سلامونه
زما په نظر ورته بې طرفه وایي
[color=yellow:100b38ccfa]خو زما پلار هر وخت وایي : بې طرفه بې شرفه[/color:100b38ccfa]
یعني منافق
په درنښت[/quote:100b38ccfa]
احمدزی صاحب سلامونه!
خدای مکړه محترم پلار به مو خو خلقی نه وي؟ ځکه دا یاده شوې مقوله د حفیظ الله امین ده او په همدغه پلمې یې ډېر بېګناه هیوادوال ووژل.

په درنښت


ډوکتر څپاند
16.11.2009

محترم لطف الله سلام،
ستاسو دخبرې په تايد،غواړم زيات کړم چه نه يواځئ امين ،بلکه تره کي به
هم ويل چه "بيترپ ياني بيشرپ" :D :D


..Ahmadzai
16.11.2009

[quote:ae2213d8d6]خدای مکړه محترم پلار به مو خو خلقی نه وي؟[/quote:ae2213d8d6]

نه نه.... بيخي ډاډه اوسه زما پلار نه بې طرفه وو او نه خلقي، هغه هر وخت د اسلام او مجاهدینو طرفدار وو، ډیر خلقیان یې له تیغه تیر کړي، اوس هم بې طرفه نه دی، بلکی د طالبانو سخت طرفدار دی

خدای د وکړي چې تشویش دې رفع سوی وي.
په درنښت


Ghairat
16.11.2009

که دوه تنه سره يو بل ته لاس واچوي او يو دريمګړی راشي او دوی سره خلاص کړي، نو دلته څوک شريف شوو، هغه چې د ښي او چپ
او يا بلې کومې دوښمنۍ او ضديت له امله سره نښتي وو او که دغه خلاصونکی ؟
همدغسې په قضاوزتونو کې هم د بيطرفو نظر
ټولو ته د منلو وړګرځي او سترې لانجې پرې حل ته رسيږي ، نو فعالانه بيطرفي د بېشرفۍ اصلي ضد او نقيض دی !
او فکر نه کوم چې تره کي او امين به قدرت ته له رسيدلو مخکې د بېطرفه - بيشرفه شعار ورکړی وي، بلکې کله چې دوی
په بيشرفۍ سره د بيشرفۍ قدرت ته ورسيدل، نوځکه يې دغه احمقانه شعار هم خپل کړ !
تر کومه ځايه چې د بيطرفۍ په دريځ خبرې کوو ، نو له بېطرفۍ څخه مطلب بې تفاوتي نه ده، بلکې بېطرفي يوکوانده دريځ دی،
له کوم دريځ څخه چې د افراط او تفريط، ضد او نقيض طرفونو مخه نيول کيږي په دې معنی چې د افراط او تفريط يا ضد او نقيض
طرفونو ترمنځ تعادل ساتل کيږي او په دې تعادل سره اړونده ځلنه (= پديده) ساتل کيږي، يعنې دضد او نقيض تر منځ تعادل ساتل
د هغوی د وحدت ساتل دي، که چيرې دغه وحدت ړنګ شي پخپله هغه شی، اړونده موجود ، پدېده يا ځلنه له منځه ځي !
په ساده توګه د ځمکې کره يو مثال ونيسئ :
د استوا د خط په دواړو خواو کې د عرض البلد تر ٤٥ درجو پورې د ځمکې وسط د ځمکې کره ساتي، يعنې د سهيلي نيمې کرې له ٤٥ درجو
څخه د شمالي نيمې کرې تر ٤٥ درجو پورې ټولې د ځمکې پر مخ ٩٠ درجې فاصله ده چې دځمکې وحدت يې ساتلی يا په بل ه وينا
دا قطبونه نه دي چې د استوا خط يې ساتلی بلکې د استوا خط دی چې قطبونه يې په توازن کې ساتلي دي، يا د ځمکې ٩٠ درجې وسط دی
چې شمالي قطب او سهيلي قطب په توازن کې ساتي ، همدارنګه په هر اجتماعي خوځښت ، غورځنګ او بهير کې هم ساحلي برخې
د افراطي چپ او افراطي ښي بهيرو نو په نامه موجودې وي، خو د اړونده بهير منځ (وسط) د نوموړي بهير ټاکونکی دی او کله
چې ټوله جامعه به لمن کې راونغاړي ، د بهير وسط لکه د سيند منځنۍ برخه برجامعه مسلطه کيږي او د افرااطي غاړو بهيرونه
منحلوي يا بې معنی پاتې کيږي، هغه وخت بيا اړونده غورځنګ د ټولنې منځ ته په رغنده توګه او له تلفاتو پرته تغير ورکولی شي ،
ځکه چې د منځ سره ټوله ټولنه بيا پخپله (په داوطلبه توګه )تغير خوري !
په سياست کې هم وسط ګوندونه ګټونکي وي : يا سوسيالدموکرات ګوندونه ، نه چپ کمونستي او يا مسيحي دموکرات ګوندونه،
نه ښي اړخه افراطي ګوندونه تل انتاخاپات ګټي !

نو دغه غير قطبي ، غير افراطي اوبيطرفه وسط په ټولو چارو ، ټولو کارونو، نظرونو او دريځينو کې ټاکونکی او تر ټولو بهتر دی :
نو ځکه يو حديث شريف دغه حقيقت داسې بيان کړی چې :
[color=blue:51f1e76556]خير الامور اوسطها،[/color:51f1e76556]
او دا هم تصادف نه دی چې محمد مصطفی (ص) خپل امت هم [color=white:51f1e76556]امت وسط[/color:51f1e76556]ګڼلی دی !
به فلسفي توګه دغه موضوع په تېز او انتې تيز د پوهيزونو تر منځ د وحدت په پوهيز روښ انه شوې ده :
کله چې ددوی ترمنځ جګړه داسې حد ته ورسيږي چې اړونده وحدت له منځه وړي
نو په ځلنه کې د تيز اوانتې تيز تر منځ سېنتيز
د نوي لوړ وحدت په توګه رامنځته کيږي، له هګۍ څخه بچی، له څانګې څخه ګل ،د ګل له [color=red:51f1e76556]خېټې[/color:51f1e76556] څخه وږی(خوشه)
او د فيوډالي ټولنې له [color=blue:51f1e76556]خېټې[/color:51f1e76556] څخه پانګوالي رامنځته کيږي، دا ټول صحيح دي ،
خو له سرمايدارۍ څخه هيڅکله سوسيالستي ټولنه نه رامنځته کيږي!
ولې ؟ ځکه چې د سرمايدارۍ [color=yellow:51f1e76556]په خېټه کې د سوسياليزم نطفه نشته [/color:51f1e76556]
[color=blue:51f1e76556]دا تشريح يواځې په دې موخه وشوه چې بيطرفي د ضد او نقيض طرفونو تر منځ د کواند او فعال وسط دريځ نيول دي چې
يو رغنده، خوځنده، فعال ، مترقي او انقلابي دريځ دی ، نه د بيشرفه کارمل او تره کي دا احمقانه چټيات چې بېطرفي يعنې بې شرفي! [/color:51f1e76556]


هیښ
16.12.2009

سلامونه

لومړئ خو باید ووایم چې داعنوان ([color=white:6eec84b2b6]چپ انده او نور مترقي بحثونه[/color:6eec84b2b6]) دبحثونو دخونې د نوروعنوانونو نه سره یوه بې انصافي ده چې دمترقي کلمه یوازې دلته قید شوې ده ،مانا داچې دانور بحثونه ،وروسته پاته او دترقئ خلاف دي .

بله داچې داچپیان همغه پخواني چپیان دي چې چپه به په خره سپاره وو او په زور او ضد به ئې دټولنې مسائیل دخپلې چپې اډیولوژئ له مخې حل کول او دپرولتاریا ددیکتاتورئ تر نامه لاندې ئې دخلکو په ټولو سیاسي ،عقیدتي ،کلتوري ،ملي او انساني ازادیو او حقوقو غوبل جوړ کړئ وو او دهر ډول انتقاد،اعتراض او د نورو عقایدو داظهارسره به ئې دترور او اختناق له لارې برخورد کاوه؟
او که دچپ او کیڼ اړخه اصطلاح نوئ تعریف لري او دپخوانیواډیولوژیکي چوکاټونو او پولونه ئې ځانونه خلاص کړي او دمبارزې شیوې او طریقې ئې بدلې کړې دي؟
افغان وولس دهغه نارواوو او ظلمونونه چې دچپیانو له لوري ورسره شوي دي او داوسنیو بدمرغیو اصلي عامل ددوئ غیرانساني ،غیرافغانی اود تعصب نه ډکې جفاکارانه کړنې بولي دچپی سازمانونو او ډلو ټپلو نه سخت نفرت لري او دانفرت تر هغه وخته پورې له منځه نه ځي چې چپیان دهغه جنایتونو او خیانتونو له امله چې دخپل ناوولې او نامشروع قدرت په وخت کې ئې دخلکو سره کړي محاکمه او مجازات نه شي او دخپلو کړنو له امله دملت نه بښنه ونه غواړي.

ښائې ځنې چپې ډلې او ګروپونه چې دغوائي داوومي په کودتاکې ئې مستقیمه برخه نه لرله او هغه ناورین او انساني فاجعه چې په افغانستان کې منځته راغله مسؤلیت ئې د خلق او پرچم په چپي بانډونو ورواچوي او ځانونه په دې صورت نیولي تاریخي جنایت کې شریک ونه بولي.مګر دلته هغه دلړم کیسه صدق کوي چې نیش وهل او چیچل ئې دکینې نه نه دي بلکه دخپل طبیعت نه ئې دي .مانا داچې دغه اډیولوژی دهمداسې ناورینونو او فجایعو منبع او زیږوونکې ده او اساس ئې په یکه تازئ،ماجراجوئئ،دسلاح او زور له لارې دقدرت لاسته راوړنه او دیکتاتورئ بنا دئ او هره دیکتاتوري بیله وحشت او جنایت نه بله پایله او ثمره نه لري .
دچپیانو د اډیولوژي(مارکسیزم) اساسي بناوې په ماتریالیستي فلسفه،سوسیالستي اقتصاد یعنې دخصوصي ملکیت له منځه وړل او نفي کول اوپه سیاسي برخه کې دپرولتاریاد دیکتاتورۍ ترعنوان لاندې داستبدادي رژیم تشکیلول او دنورو ټولو افکارو او عقایدومحو کولو او له منځ وړلو باندې ولاړې دي او دې هدف ته درسیدو دپاره هره وسیله او واسطه که هرڅومره غیر انساني او وحشیانه وي مجاز بولي .

نو اوس پوښتنه دا راولاړیږي چې:
ایا چپیان (کوم چې دملت په وینو ئې لاسونه سره نه دی او دجنایت او خیانت دوسیې ونه لري ) په همغه کلاسیک فلسفي(ماتریالیزم) او سیاسي (دیکتاتوري) اصولو سره غواړي دافغانستان په ټولنه کې ځانونه راښکاره کړي اوخپل شرمیدلئ تاریخ بیا راژوندئ کړي اوکه دنوي فلسفي او سیاسي تګلارې او مانوفست سره ؟
ایا ددوئ دریځ دملي کلتور او ملی مقدساتو سره همغسې دښمنانه او دکینې نه ډک دئ او که ددیني او مذهبي عقایدو او ارزښتونو تر چترلاندې داستثمار دله منځه وړلو او دنړئ خور امپریالیزم سره د مبارزې نیت لري؟
ایا دوئ دومره جسارت او اخلاقي جراءت لري او دې ته حاضر اومتعهد دي چې هغه جنایتونه او خیانتونه چې ددوئ مشرانو او رهبرانو دافغانستان دوولس سره کړي دي وغندی او دخلکو سره دهغوئ دتعقیب،نیونې،محاکمې او مجازات په برخه کې صادقانه همکاري
وکړي ؟ترڅو دملت برحقه غوښتنه او ارمان چې دخائینانو او جنایتکارانو په سزا رسول دي سرته ورسیږي او په دې عمل سره خپله له لاسه تللې ابرویوڅه اعاده کړي او دوولس دنفرت کچه یوه اندازه راکمه کړي.
او یا داسې فکر کوی چې افغان وولس چې نن ورځ دغربې متجاوزینو او اشغالګرانو سره په مبارزه لګیادئ نو دچپیانو نارواوې او ظلمونه به ئې دذهن نه وتلي وي او دوئ به بیا درنګینو او جذابو شعارونو په ورکولو سره دقلابي دیموکراسئ تر پرده لاندې خپل شوم غرضونه عملي کړي.

لاکن دوولس محاسبه او محاکمه دټولو خائنانو او جنایت کارانو سره که چپیان دي او یا راستیان حتمي ده او په افغان وولس به دنیکمرغئ لمر هغه وخت راوخیژي چې هغه اشخاص او بانډونه ئې چې دوطن ،وولس او افغاني فرهنګ سره ئې خیانت کړئ دئ دخپلو ننګینو اعمالو سزا وویني او دتل دپاره دغدر ، خیانت ،دپردیو سره په ملی ارزښتونو دسوداګرئ او بیګانه پرستئ منفورکلتور ته چې دچپیانو په وسیله ئې تهداب کیښودل شو ،دتنظیمي جنایتکارانو په واسطه ئې رشد وکړ او بالاخره دښي او کیڼ اړخ دجانیانو او غربي اجنټانو په چټل ائتلاف سره خپل اوج ته ورسید دپائ ټکئ کیږدي.

مننه


ډاکټر څپاند
18.12.2009

هيښ صيب سلام،
يو نامتو متل داسې دی:

فلانئ يواځې قاضي ته تللی!

تاسو هم پخپله ليکنه کی د مدعي،څارنوال او قاضي نقش لوبولی دی،حتی دټول ملت
قضاوت مو پخپله کړی؟

مګر تاسوته داحق چا درکړ چه دټول افغان ملت په نمايندګئ ليکنه وکړئ؟

پدی کي هيڅ شک نشته چه يو زيات شمير خلقيانو اوبيا پرچميانو دمارکسيزم خلاف
په درغو اوجعلي ډول خپل ځانون چپيان او مترقي بلل،او تردی شعار لاندی ئی
جنايات سرته رسول٠مګر خپله حافظه تکړه اووجدان مو راويښ کړې چه داسلام
ترنامه لاندې څه جنايات ترسره کيږي.لکه څرنګه چه داسلام په نوم جرايم داسلام
سره متضاددي،دچپ ترنامه لاندې مجرمين چپيان نه بلکه په چپي جامه کی چپ
ضد عناصر دي٠


pattang
18.12.2009

انډيواله حق غوښتنه ،عدالت او دمجرم دمحاکمې غوښتنه  دټولو يوه هيله اويوه غوښتنه وه اوده ترادمه تر دې دمه٠ داپردې ماناديوه غوښتنه دملت غوښتنه اوبرعکس٠
ستامتل په خپل ځای کې درست اودلته بې مانا په توان دڅلورو دی ٠
هيښ ښې خبرې ليکلې دي٠

[quote:e99acc7e57="Subat Sabit"]هيښ صيب سلام،
يو نامتو متل داسې دی:

فلانئ يواځې قاضي ته تللی!

تاسو هم پخپله ليکنه کی د مدعي،څارنوال او قاضي نقش لوبولی دی،حتی دټول ملت
قضاوت مو پخپله کړی؟

مګر تاسوته داحق چا درکړ چه دټول افغان ملت په نمايندګئ ليکنه وکړئ؟

پدی کي هيڅ شک نشته چه يو زيات شمير خلقيانو اوبيا پرچميانو دمارکسيزم خلاف
په درغو اوجعلي ډول خپل ځانون چپيان او مترقي بلل،او تردی شعار لاندی ئی
جنايات سرته رسول٠مګر خپله حافظه تکړه اووجدان مو راويښ کړې چه داسلام
ترنامه لاندې څه جنايات ترسره کيږي.لکه څرنګه چه داسلام په نوم جرايم داسلام
سره متضاددي،دچپ ترنامه لاندې مجرمين چپيان نه بلکه په چپي جامه کی چپ
ضد عناصر دي٠[/quote:e99acc7e57]


هیښ
20.12.2009

سلامونه
ښاغلئ ثابت صاحب!
زما په نظر دبحث دکولو نه مراد د سیاسی،ټولنیزو،اقتصادي ،کلتوری او علمي پوښتنو،پرابلمونواو ستونزو دپاره دمعقولو،منطقي او مناسبوځوابونو او دحل دلارو لټول دي او دامخصد هلته په ښه توګه په لاس راتللائ شي چې بحث کوونکي په سړه سینه او بې له تعصبه او دښمنئ او په پوره صداقت او اخلاص سره حقایق او موجوده واقعیتونه داسې وارزوي لکه څرنګه چې په ټولنه کې جریان لري.
بحث کول دزور ازمییلو او دیوه او بل دڅملولو په منظور باید سرته ونه رسیږي ،بلکه منطقي،معقوله ،علمي او دخیر خبره که دمقابل لوري نه هم واوریدل شي ،باید تائید اوو منل شي او یوازې په د دلیل چې دمقابل لوري ده ورسره دسرزورئ ،خودخواهئ اوړانده تعصب په اساس خصمانه دریځ ونه نیول شي.
داسې ښکاري چې زما لیکنه او په منځ کې ئې مطرح شوې پوښتنې ستاسو دفکري او عقیدوي کړئ سره سمون نه لري نو ځکه مو په ډیره عجله او هیجان سره ورته یو څو جملې دخپل ناکراره ذهن دتسکین دپاره دځواب په نامه لیکلي دي او دهغه جدي او اساسي پوښتنو دپاره مو دځواب ورکولو نه تیښته کړې ده کومې چې دچپي اشخاصو او ډلومخې ته پرتې دي .حال داچې دا پوښتنې که تاسو ځان چپې او مارکسست بولئ دافغانستا ن په هر کور،کلي،کوڅه ،ښار او باالاخره ټول وولس کې ستا او ستاسو دهم عقیده ګانو په هکله مطرح دي او ځواب ئې درنه غواړي.
اوس باید چپیان(مارکسستان ) او دنورو افکارو او عقایدو پیروان په دې خبره ځانونه ښه پوه او خپل ماغزه خلاص کړي چې په افغانستان کې دکودتاګانو،ماجراجوئئ ،سیاسي مداري ګرئ او دپردیو سره دوطن او وولس په سر دسوداګرئ وخت تیر شوئ دئ او په وولس کې دا ظرفیت پیدا شوئ دئ چې دازموئيل شویو دبیا ازموئیلو نه تیر شي او دبزرګانو په جامو کې شیطانان وپیژني.
له دې کبله که په خپله چپي او مارکسستي اډیولوژي ایمان او باور لرې او ستا په نظر دافغاني ټولنې دمشکلاتو دحل دپاره ئې ګټوره بولې ،نو بیا مهرباني وکړئ او دا خبره توضیح کړئ چې دافغانستان په دینداره اومؤمن وولس باندې
دیو ې داسې اډیولوژي چې اساس ئې په بې دینئ ،الحاد او ماتریالیزم باندې بناشوئ وي په څه شکل او طریقه منې ؟
دیوې عقیدې او اډیولوژي دپیاده کولو دپاره دوې لارې دي :
یا به دخلکو په خوښه ، مرسته او همکارئ سره په ټولنه کې عملي کیږي
او
یا به دزور ،اختناق او دپردیو سره په معامله ګرئ او مزدورئ سره.

دافغانستان خلک خو په ۱۰۰ کې ۹۹ مسلمانان دي او مرګ ته حاضردي ،خو دهیڅ قیمت او بیې په مقابل کې دخپلې عقیدې او ایمان نه نه تیریږي او ستاسو دا خیالي جنت ته چې په دې دنیا ئې غواړئ جوړ کړئ دوئ ته دوزخ ښکاري او نفرت ځنې لري او په هیڅ وجه حاضرنه دي چې ددې الحادي مفکورې دپیاده کولو له پاره درسره مرسته وکړي ،بلکه لکه دپخوا په شان درسره مبارزه او مجادله کوي.بناءً دوولس له لوري ستاسو هدف ته رسیدل محال دي .نو که په خپله اډیولوژی باندې واقعاایمان لرئ ، بیا دهغې دپیاده کولو دپاره یوازې دوهمه لاره په اختیارکې لرئ چې دزور،وحشت ،وطنفروشئ ،جنایت او ملي خیانت لاره ده چې دمارکسیسزم اصلي او واقعي وحشتناکه څیره په ښه توګه بربنډوي او ماهیت ئې روښانه کوي.

ایا تاسو او یا نور ددې ترخه واقعیت نه انکار کوئ چې دکمونستانو دراتګ سره جنایت او خیانت په فجیع ترین شکل سره شروع شو او تر نن ورځې پورې دوام لري ،نودا وولس ددې حق نه لري چې دجنایتکارانو دمحاکمې او مجازات غږ پورته کړي او دا یوه ملي ،انساني او برحقه غوښتنه نه ده او دوولس ارمان او هیله نه ده ؟
نو که یو څوک او یا یوه ډله او سازمان د وولس ددې برحقه غوښتنې یاداوري وکړي او ددې ارمان دپوره کیدو دپاره مبارزه کوي ترڅو حق حقدار ته ورسیږي او اجتماعي عدالت په ټولنه کې برقراره شي ترڅو دنورو جنایتونو او خیانتونو دتکرار مخه ونیول شي باید تحسین او تقدیر شي او که په دې بې مانا جمله سره:

[quote:07f62b6a74]مګر تاسوته داحق چا درکړ چه دټول افغان ملت په نمايندګئ ليکنه وکړئ؟ [/quote:07f62b6a74]

دهغوئ دحق غوښتنې داعیې ته د رد ځواب وویل شي.
دوولس ددردونو ، کړاوونو او هغه نارواوو او ظلمونوبیانول چې د مذهبي او غیرمذهبي جنایتکاره بانډونو له لوري صورت نیولئ او ددې جنایتکارانو رسوا کول دهر په وولس او وطن مین افغان مسلم حق او وولسي او ملي فرض دئ چې په هر وخت او هرځائ کې ئې باید ادا کړي او په همدې معیارسره دیوه وولس دوسته او وولس دوښمنه افغان توپیر یو دبل نه کیږي.نو هیڅوک او هیڅ مرجع ددې صلاحیت او قدرت نه لري چې دا مشروع انساني او ملی حق تر بې ځایه پوښتنې لاندې راولي او یائې محروم کړي.
ستاسو داخبره چې:
[quote:07f62b6a74]مګر خپله حافظه تکړه اووجدان مو راويښ کړې چه داسلام
ترنامه لاندې څه جنايات ترسره کيږي[/quote:07f62b6a74]

هم اول دموضوع سره هیڅ تړاو نه لري او دوهم ډیره بې سنجشه او بې منطقه پر تله کول دي،ځکه جنایت او خیانت که تر هرنامه او عنوان لاندې سرته رسیږي هغې ته جنایت او خیانت ویل کیږي باید محکوم شي وغندل شي او مخه ئې ونیول شي ،نه داچې دیوې ډلې په جنایت او خیانت سره دبلې ډلې جنایت او خیانت توجیه او تبرئه شی.
تاسو دهر ې نیوکې او پوښتنې په مقابل کې اسلام را پورته کوئ او دخپلو کړنو له پاره داسلامي ډلو کړنې او دهغوئ اعمال په ګوته کوئ ،حال داچې تاسو باید دخپلو اعمالو او کړنو ځواب دوولس او ملت په مخکې ورکړئ او دنورو عمل دځانونو ددفاع او تبرئې دپاره دلیل رانه وړئ .
ما لکه چې په مخکې لیکنه کې یادونه کړي ده ،وولس به دټولو جنایتکارانو او ملي خائنانو سره محاسبه کوي ،دامهمه نه ده چې دینداره دي او که بې دینه ،خبره په وخت کې ده چې څه وخت .خوخائنان او جنایتکاران به حتمي دوولس له لوري محاکمه او مجازات کیږي او دغدر ،خیانت او باطل ځائ به عدالت ،تعهداو حق نیسي.

مننه


Ghairat
20.12.2009

ایا چپيان [quote:a8df338fe4]٠٠٠ ددیني او مذهبي عقایدو او ارزښتونو تر چترلاندې داستثمار دله منځه وړلو او دنړئ خور امپریالیزم سره د مبارزې نیت لري؟
ایا دوئ دومره جسارت او اخلاقي جراءت لري او دې ته حاضر اومتعهد دي چې هغه جنایتونه او خیانتونه چې ددوئ مشرانو او رهبرانو دافغانستان دوولس سره کړي دي وغندی او دخلکو سره دهغوئ دتعقیب،نیونې،محاکمې او مجازات په برخه کې صادقانه همکاري
وکړي ؟ترڅو دملت برحقه غوښتنه او ارمان چې دخائینانو او جنایتکارانو په سزا رسول دي سرته ورسیږي او په دې عمل سره خپله له لاسه تللې ابرویوڅه اعاده کړي او دوولس دنفرت کچه یوه اندازه راکمه کړي. [/quote:a8df338fe4]
هيښ صيب  د چپ اندو په اړه  يواځې د هيواد  او ختيزې اروپا د ديکتاتوريو 
واکمن چپيانو او نورو ماويستي  کړيو سره  
د افغان ولس  او لرې ختيز د ولسونو ترخې  تجربې تعميم کړي  او د چپ اندو پوهيزی يې پرې رامحدود کړی دی ،  
که  صرف همدغه يو  اړخ  په پام کې ونيسو نو  د هيښ صيب نتيجه ګيرۍ  به  له شک پرته سمې وبولو ، خو که د لويديځ  
دموکراتان په  پام کې ونيسو  چې  يو اړخ يې ښي انده  او بل اړخ يې چپ انده  دموکراتان دي  او د هر اروپايي هيواد 
 ستر پارلماني فرکسيونونه  يې جوړول او جوړوي يې، له چپ سوسيالدموکراتانو څخه نيولې تر کمونستانو پورې 
 پارلماني او پارلمان بهره  دموکراتيک بهيرونه پر مخ بيايي ، نو بيا  د چپ انده پوهيزی په هېڅ ډول  د اسيا  او شرقي 
اروپا په چپو ديکتاتورانو نشي رامحدود کېدلای ، بلکې ددموکراتيکو بهيرونو مترقي  زړی  هم  همدوی تشکيلوي ، 
نو ځکه  يې په لويديځ کې د مترقيتوب په  پوهيز کابو خپل انحصار هم ساتلی دی ٠ طبيعي ده چې د همدې  دموکراتيک  او مترقي ماهيت له امله  دغه چپ اده ګوندونه  د کمونستانو په شمول هم د شوروي،
 هم چينايي  کموستانو او هم په  دريمه نړۍ کې د هغوی د ګوډاګيو  رژيمونو پر ضد سياسي  بهير کې ولاړ وو، ځکه  چې
 دوی چپ انده  دموکراتان  او مترقي ګوندونه وو٠ او دي ٠  همدا ن چې د په افغاستان کې د لويديځ  د پوځي شتون پر ضد څوک په پارلمان او سړکونو په سرلاريونو کې  غږ پورته کوي 
هغه يوازې همدغه چپ انده ګوندونه  او چپ انده وګړي دي  ٠
 نو هرڅوک چې په لويديځ کې يې  هم  پرون  کړې هم نن او هم سبا  د زيار ويستونکو  په ګټه  دديکتاتورۍ پرضد  ولسواکه  مبارزه کوي 
 او د ترقۍ بيرغ هم لوړ ساتي هغه چپ انده  دي او چپ انده بلل کيږي  بيله دې چې د افغاني چپي تارتوقانو سره يې په تړاو کې راولو٠   

په مينه او درنښت   



23.12.2009

سمه خبره همدا ده چې ددريمې نړۍ چپيانو د شوروي او چين په ګوډاګيتوب سره د نړۍ د چپ غورځنګ نوم بد کړ، خو دا بي انصافي ده
چې د افغاني چبيانو په ککړتياو د نړۍ چپيان هم ککړ کړل شي!

د سرمايداري ګوندونو مقابل قطب کارګري ګوندونه تشکيلوي، او کارګري ګوندونه ښي انده نه بلل کيږي او نه ښي انده
کيدای شئ! دا چپ انده او مترقي ګوندونه دي چې په ټوله اروپا مسلط دي او وار په وار انتخابات ګټي او قدرت ته رسيږي ،
قدرت هم بايلي او له څه وخت وروسته بيا د باور رايې ګټئ او حکومت ته رسيږي . دوی انقلابي انفلاقي ګوندونه نه دي خو
د ټولنيز ريفورمونو له لارې څه نا څه بدلونونه غواړي او مترقي بلل کيږي . به المان کې د چپيانو په نامه بيل ګوند شته چې
د موجود سوسيال دېمورات ګوند څخه ديوې بېلې شوې ډلې سره نور چپيان يو ځای شوي او په پارلمان کې بيل چپ فرکسيون لري،
حال داچې پخپله سوسيال دموکرات ګوند هم کارګري او چپ ګوند دی خو د چپ او چپ ترمنځه هم توپيرونه وي او ددوی ترمنځ
هم توپير زيات دی ، خو د کارګري يا د زيار ايستونکو ګوندونو په معنی او مفهوم دواړه چپ او په همدې تړاو مترقي ګوندونه دي او بس!

داچې ښي انده ګوندونه دې هم مترقي و بلل شي دا به د هيښ صيب آرمان او خيالپلو وي، خو د آرمان عوندې خوب و خيال،
او بيا اسلامي ، بنثټپال او طالپي ګوندونو يا غورځنګونو ته مترقي ويل همدومره ناممکنه او ناشوني تصور دی لکه د اسلام
د پيدايښت په وخت کې چې چا د مکې مشرکين هم مسلمانان بللی وای!
هو په اسلام کې د مترقيتوب تومنه شته ،
خو له هغې څخه ګټه اخيستل دداسې کسانو په مشرۍ شونتيا لرله لکه پښتون سيد جمال الدين افغاني او بس !



24.12.2009

ننګيال صيب ته سلامونه !
د سيد جمالالدين له نامه څخه ښکاره ده چې سيد او له پښتنو سيدانو څخه دی، نه له تاجکو، ازبکو يا ايراني يا مصري سيدانو څخه !
د کونړ د سيدمحمود پا چا د ورور سيد صفدر پاچا ځوی دی، خپله شجره يې د بنير
د پيربابا سيدعلي او بيا تر اهل بيت (حسن او حسين ) پورې ښودلې ده، داچې دپښتنو سيدان په پښتنو د تاجکو په تاجکو ، د ازبکو په ازبکو ، د افغانستان په افغانانو ، د ايران په ايرانيانو او د ترکيې ، مصر او عربو سيدان په ترکيانو ، مصريانو او عر بو حسابيږي، نو ځکه له نورو سيدانو څخه د تفکيک له پاره الفت صيب د افغان سيدجمال الدين پر ځای تل پښتون سيدجمالالدين ليکه او د نوموړي دغه غوراوي ماته هم تر ټولوغوره او معقول برېښې !
افغان سيدجما لالدين هم ځان پښتون باله، ځکه هغه وخت افغان يواځې پښتون ته ويل کيده نه لکه نن سبا د افغانستان هر تبعه ته !


هیښ
26.12.2009

سلامونه

ښاغلئ غیرت صاحب!

ستاسې نظر په اروپا کې دچپي ګوندونو په هکله ددې هیوادونو په کچه تر یوې اندازې درست دئ چې په دیموکراتیکه توګه داجتماعي عدالت نارې وهي او په دې توګه غواړي چې سیاسي قدرت دکارګرانو او ټیت رتبه مامورینو په مرسته او رایو لاسته راولي ،مګر په کلیت کې دوئ ټول دسرمایه دارئ دنظام ، ازاد بازار او سود لاسته راوړنې اقتصادي اصولو ته پابند او متعهددي او اصلي ستونزه چې دزحمت کشانو او مزدورانوخلاصون د استثمارنه دئ او په ټولنه کې داجتماعي - اقتصادي عدالت برقرارول او دشتمنیو دعادلانه ویش موضوع ده ددوئ دپاره اهمیت نه لري .
سره ددې چې په اروپائي ټولنو کې سیاسی واک په سمبولیک ډول دانتخاباتو او ټاکنو له لارې تغیر کوي ،لاکن دواک اصلی څښتنان سرمایه داران او ددوئ لوئ شرکتونه او کنسیرسیومونه دي چې دهیوادونو داخلي او خارجې پالیسئ ددوئ دګټو او سودونو په حاصلولو او نظر کې نیولو سره جوړیږي او دهمدې ګوندونو له لارې که چپي دي او یاښي دي عملي کیږي.

مګر ستاسې داادعا چې ګواکي په اروپا کې چپي ګوندونه ددیکتاتورئ او استبداد په ضد دزیارویستونکو په ګټه مبارزه کړې او کوي ئې دموجوده واقعیت سره سمون نه لري .ځکه په نړئ کې ټول هغه استبدادي او مطلقه رژیمونه چې ددریمې نړئ په هیوادونو کې برحاله او مستقر وو او دي(لکه په چیلي کې دپنوچت رژیم ،په سعودي عربستان کې دال سعود رژيم،اردن ،مصر،مراکش او نورو عربي هیوادونو کې مطلقه نظامونه،دایران  پخوانئ شاهي رژیم ،دپاکستان نظامي دولتونه او نور....) دهمدې غربیانو دامپریالستي منافعو دحفاظت او لاسته راوړلو له پاره ددوئ دحمایت او ملاتړنه برخورداره وو او ددوئ په مټو او زور ئې خپل نامشروع استبدادي حکومتونه ژوندي او جاري وو او دي ،صرف نظر ددې نه چې د دولت په راس کې ئې چپیان وو او که راستیان .
دداسې دولتونو او نظامونو راتګ چې سیاسي قدرت ئې دوولس دخوښې او ونډې په بنسټ ولاړوي دهمدې غربی دموکراتانو( که راست وو او یا چپ )دشیطاني ـ استعماري توطئو او دسیسو په وسیله ئې مخنیوئ شوئ دئ او دملي اووولسي خوځښتونو په سرکوب کولوکې ئې خپل رول لوبولئ دئ ،ځکه په هره ټولنه کې چې ملي او دخلکو دارادې مطابق نظامونه منځ ته راځي ،طبعاً به دخپلو ملي منافعو مدافعین او ساتونکي وي او هیڅکله به دپردیو ګټې په ملي ګټو برتره ونه ګڼي ،چې دارنګه سلوک او عمل دغربي نویو استعمارګرانو دسلطه جوئۍدخصلت سره نه جوړیږي او دهمدې امپریالستي تفکر په اساس دوولسي سازمانونو په ځائ داستبداد ګرانو او دیکتاتورانو سره ملګري او همکاري لري.

دافغانستان په برخه کې هم ستاسو خبره دلويديځوالو چپیانوپه هکله بې بنیاده ده او دتاریخي اسنادو او شواهدوسره په تضادکې ده ،ځکه کله چې په افغانستان وحشیانه تجاوز شروع شو ،په المان کې سوسیال دیموکراتان او ګرونیان(شنه) چې دواړه ستاسو دتوضیحاتو مطابق چپي ګوندونه وو دقدرت په حال کې وو او دالمان صدراعظم او دسوسیال دموکرات ګوند مشر (شرودر) خپله بې قیده اوشرطه ملاتړ ددې تجاوز نه اعلان کړ .همدارنګه په بریطانیا کې هم دکارګر ګوند دقدرت واګې په لاس کې لرلې چې ننئ صدراعظم ئې هم دهمدې ګوند نه دئ ،همدا شان په فرانسه ،ایتالیا،هسپانیه او نورو اروپائې هیوادونو کې په پارلمانونوکې دچپې ګوندونو دنمایندګانو په تائید سره داتجاوز او اشغال صورت ونیو او تر نن ورځې پورې دوام لري.
یوازینئ ګوند چې داول نه ئې ددې تجاوز او اشغال سره خپل تضاد وښود او اوس هم په خپله خبره ولاړدي دپخواني دموکراتیک المان کمونستان دي چې ترنوي نامه لاندې(چپیان)فعالیت کوي.

دریمه موضوع زموږ دوطن تاریخي، ټولنیز او کلتوري شرایط داروپاسره ډیر تفاوت لري .په اروپاکې سیکولررژیمونه دي او مذهب دسیاست نه جدا شوئ او خپل رول ئې له لاسه ورکړئ دئ ،حال داچې په افغانستان کې دین لکه روح په بدن کې دژوند کولو له پاره لازمي او ضروري دئ ،نوکه هر سیاسی،اقتصادې،تربیوي او کلتوري تصمیم نیول کیږي اویا فیصله صورت نیسي اویا کوم ګوند او سازمان خپله سیاسي مبارزه په مخ بیایي،دا حتمي او ضروري ده چې د اسلام ددین تر ارشاداتو لاندې عمل وکړي ،ترڅو ددین سره ددښمنئ په بنیاد بیاهغه فتنې ، مصیبتونه او ناورینونه راولاړنه شي کوم چې د پخوانیو چپیانو په وسیله منځ ته راغلل اوترنن ورځې پورې ئې دفساد اور نه ګلیږي.
دغربیانو دیموکراسي،پلورالیزم ،دښي او کیڼ اړخ ګوندونو موجودیت اوفعالیت ددوئ امپریالستي او تجاوزي ماهیت نه شي پټولائ او داسیا،افریقا او لاتینې امریکا دطبیعي شتمنیو دچورولو او لوټولو په برخه کې ټول سره یو دي او دادنوي استعمار مفکوره ورسره همیشه ملګرې ده .له همدې کبله دوئ که په افغانستان وحشیانه تجاوزکړئ دئ ددې دپاره نه دئ چې ګواکې دوئ دافغانستان دخلکو دغمه مړه دی او غواړی افغانانو سره دیوه سالم نظام په جوړولو کې (لکه څرنګه ئې چې ډنډورې وهي)مرسته وکړي ،بلکه دخپلو شیطاني ګټو او هدفونو دلاسته راوستلو دپاره راغلی دي او په دې راتګ کې چپیان او راستیان ټول یوه خوله او یو غږدي.

اوس دښاغلي پتوال صاحب نه یوه پوښتنه مطرح کیږي چې ستاسو دنظرنه ترقي څه ډول تعریفیږي ،ترڅو د هغه په معیار سره دملي ،ولسواکیزه،اسلامي او نورو مفکورو لرونکو اشخاصو ،ډلو او سازمانونو په هکله دمترقي توب او یا وروسته پاته توب قضاوت وکړو او ستاسو ادعا ثابته شي چې یوازې چپیان دمترقيتوبد صفت او وړتیا نه برخورداره دي.

مننه


Ghairat
27.12.2009

سلامونه او نېکې هيلې

ښاغلئ هيښ صاحب!
ستاسې له دې منښتې ځخه مننه چې
[quote:199c3b479c] په اروپا کې دچپي ګوندونو په هکله ددې هیوادونو په کچه تر یوې اندازې درست دئ چې په دیموکراتیکه توګه داجتماعي عدالت نارې وهي او په دې توګه غواړي چې سیاسي قدرت دکارګرانو او ټیت رتبه مامورینو په مرسته او رایو لاسته راولي ،مګر په کلیت کې دوئ ټول دسرمایه دارئ دنظام ، ازاد بازار او سود لاسته راوړنې اقتصادي اصولو ته پابند او متعهددي او اصلي ستونزه چې دزحمت کشانو او مزدورانوخلاصون د استثمارنه دئ او په ټولنه کې داجتماعي - اقتصادي عدالت برقرارول او دشتمنیو دعادلانه ویش موضوع ده ددوئ دپاره اهمیت نه لري .[/quote:199c3b479c]
دمخه روښانه شوې چې چپ او چپ سره فرق لري، ګډ ټکی يې له استٍمار سره لږ لږ يا لږ ډير او يا ډير مخالفت دی، او چپوالی يې هم د همدې مخالفت په اندازه دی :

که څوک په استثمار ډير لږ کنترول غواړي لکه سوسيالدموکراتان هم ځان کارګري ګوندونه بولي او د چپوالي يو خال په تندي ږدي، دوی صرف ماليه دښي اړخو په نسبت يوڅه زياته د زيارايستونکو په گټه په اجتماعي تاميناتو اوبيمو لګول غواړي اوکلک د سرمايدارۍ ساتندويان دي، ځينې نور يې يو څه نور هم چپ دي او د انحصاراتو نامحدوداقتصادي قدرت ته حدود ټاکل غواړي، خو سرمايداري له منځه نه وړي، د المان چپيان په دې له سوسيالدموکراتانو څخه بيل شوي او د کمونستانو سره يې يو بلاک جوړ کړی، دوی د بهرنيانو شتون په افغانستان کې نه مني او د آزاد افغانستان سره د اقتصادي مرستو پلوی کوي.
دريمه درجه بشپړ چپيان ياکمونستان دي چې استثمار چور ردوي او په ټوله دنيا کې له هغه چا سره مرسته کول غواړي چې لږو ډير د استثمار پر ضد وي ، نو په اساسي ډل د سرمايدارۍ او ستر سرمايداري قدرت امريکا پر ضد قرار لري !
خو په کلي ډول د چپيانو له پاره هم د اخلي مبآرز ه د هلو ځلو محور جوړوي، نه د بهر سره ضديت يا ملاتړ، بهرنی سياست تل دوهمه درجه لري !

په دې توګه مطلپ دا نه دی چې ټول چپيان په افغانستان کې د بهرنيانو له شتون سره مخالفت لري، بلکې برعکس هغه څوک چې په افغانستان کې د بهرنيانو له شتون سره مخالفت لري هغوی چپ دی او له دغو محدودو چپيانو پرته بل څوک د بهرنيانو د وتلو پلوی نه کوي! او دغه پلوی هم د هرې ډلې د چپيت په اندازه لږ ، لږ ډير او يا بشپړ دی!
پاتې شوه بې استثماره ټولنه يا اشتراکي ملکيت دا سې ټولنه اسلام هم تر اوسه نه ده جوړه کړې، شوروي هم جوړه نشوه کړای او له ماتې سره مخ شوه ، علت يې دادی چې دغسې فورماسيون يو تاريخي ضرورت او اقتصادي اړينتيا نه لري او پر ذهني بنسټونو، اخلاقو او ذهني تقواو يو تاريخي اقتصادي فورماسيون نه جوړ شوی او نه جوړېدای شي ، نه ماقبل طبقاتي ے استثماره فورماسيونونه، نه طبقاتي استثماري فورماسيونونه لکه مريان ساتې ، فيوډالي او سرمايداري ټولونې پر اخلاقو او ذهني فکتورونو ولاړې وې!


عبد السلام
03.01.2010

درنو دوستانو ټولو ته سلامونه !
زما به نظر په جمله کې د یوه بې ځایه حرف کارول دجملې ټوله معني په بل مخ اړوي . دبحثونو فوروم ددې خونې په سرلیک ((چپ انده او نور مترقي بحثونه )) کې هم ښایی همدا کار شوئ وي.
د دې عنوان په لفظ او معنی کې څو ټکې د تآمل وړ دي ، یو: (( مترقی)) دوه: په خپله ددې ښې اوچپ داصطلاحاتو درامنځته کیدو اصل او ریښه چې چې له ابهامه خالی نه ده .
اودرې: دپتوال صاحب په لیکنه کې چې یواځې چپ انده مترقی بلل کیدای شي اوبس ،
اول : دمترقی کلمه چې زمونږ په وطنی اصطلاحی مفهوم کې دپرمختللي ، متمدنه ، اوپیشرفته معنی ورکوي ، لکه پرمخ تللي اومترقی هیوادونه ، په مقابل د مخ په انکشاف ،او یا بیرته پاتی هیوادونه.
او یا که په دری او یا پښتو کې چا ته داسې وویل شي ، چې پلانئ مترقي کس دی ، په دې معنی چې هغه د پرمختللو کړوړو اوعمل خاوند دی ، نه دا چې دپر مخ تلونکو کړووړ څیښتن دی. د انګریزۍ Progressive کلمې تحت اللفظي معنی په مترقی سمه ده ، ولې د مترقی کلمې پورتنۍ عام فهمه او مروجه معنی هم باید له پامه ونه غورځول شي. ! Progressive معنی پر مختللی نه بلکې پر مختلونکې ده. ځکه مترقی ( په عام فهمه معنی = ارتقا ته رسیدلی کمال ته رسیدلی حالت دی ،چې ادعا یې پرته له Theology بل څوک نشی کولای ، چې په دې توګه دا کلمه ( پرمختللی) د په اصطلاح چپ انده ګوندونو د فلسفی اصل سره هم په تضاد کې ده . نو مترقی ته په پښتوکې ولی (پرمختلونکي) نه وایو؟
دوهم: که چیرته دــــ ښې او چپ ــــ سیاسی اصطلاحاتو درامنځتګ اصل اومنشه د فرانسې دانقلابه روسته دفرانسې دشورا مجلس ګڼو ! چې هلته څوک چیرته او دڅه دپاره ناست وو؟
هلته دواړو ښې او چپ ددوه طبقوو اشراف او په سرکې پاچا، اوملایان په سرکې یې کلیسا ، ددغو دواړو زورواکیو نه چې څنګ پرڅنګ یې دملت ملا ماتوله دملت خلاصون غوښت ، دوي دواړو ښي اوچپ لور ، اولسواکي،ټولنیز مساوات دروښانه علمی منطق پر بنا غوښت ( نه دکلیسا اود غربی ټولنې دنورودودیزه اساطیرو پراصل ) اوهمداراز یې ددین اوسیاست بیلول غوښتل . داهغه وخت وو چې marx او engels لانه وو ځیږدلي او hegel هم یواځی د۱۹ کالو وو او چا نه پیژانده . دفرانسی دهغه وخت دښي اوچپ اختلاف يواځی په دوه ټکو کې وو، هغه داچې ښی پلوو مشروطه سلطنت غوښت ، اوچپیانو جمهوریت غوښت البته کلیسا ته په دواړو ډلو کې ځینې کسان په یو څه ناڅه امتیاز قایل وو. مګر ددواړو خواوو اکثریت یې مخالف وو.

دریم: دپتوال صاحب د خبرې په اړه چې : (( یواځې چپ انده مترقی بلل کیدای شي اوبس ،)) زه دپتوال صاحب څخه دا پوښتنه لرم : چې ایا پتوال د کانادا دProgressive Conservative Party نوم اویا دداسی ګوند لکه دآیرلند Progressive Democrats نوم اوریدلی؟



03.01.2010

[quote:1bda151f18]ښاغلی عبدالسلام  صيب ته سلامونه او نېکې هيلې !
دپتوال صاحب د خبرې په اړه چې : (( یواځې چپ انده مترقی بلل کیدای شي اوبس ،)) زه دپتوال صاحب څخه دا پوښتنه لرم : چې ایا پتوال د کانادا دProgressive Conservative Party نوم اویا دداسی ګوند لکه دآیرلند Progressive Democrats نوم اوریدلی؟[/quote:1bda151f18]
نه ، د کاناډا  نه ،  خو نومونه د يو ګوند ماهيت ښارندوينه نه کوي ، او بيا  مترقي  محافظه کار  نوم ښايي د يو مخلوط ګوند له پاره
 چې هم مترقي او هم محافظه کاران  غړي ولري  و ټاکل شي ، خو د ايرلينډ مترقي دېموکرات ګوند دغه نوم بالکل اصولي بريښي 
ځکه چې دموکراسي  او ترقي دواړه سره خور او ورور يا لازم او ملزوم  بريښي ٠
د چپ اندو د مترقيتوب په اړه  زما نظر  په ترخۀ واقعيت 
ولاړ دی نه پر اصولي تلسټ ، زه اصولا چپ انده مترقي نه بولم ، خو هغوی په مترقي غورځنګونو کې مخکښي ښودلې ده ، خو 
 عملي مخکښان نه دي پاتېشوي ٠مترقي د پرمختلي په معنی د    Progressive  ناسمه ژباړه ده ، او په دې ناسمه معنی 
 عصري ته ويل کيدای شي ، نه Progressive
ته ،  مترقي پرمختللی نه بلکې د پرمختلونکی له پاره ټاکل شوی دی  او بس ٠
[color=blue:1bda151f18]د پرمختګ او پرمختلو مادي
او معنوي تلسټ هماغه د مولده ځواکونو وده او تکامل دی ، چپيان هم لکه مذهبيون هغوی ته وده نشي ورکولی نو مترقي په څه شول ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:1bda151f18]

چپيان تش په لاپو او پرړو کې او مذهبيون  يواځې په جنت کې  د پرمختللي مولديت خاوندان کيږي  اودا دواړه  ددنيوي ژوند له پاره  صرف نسيا خبرې دي ٠ 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more