نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امریکایانو دیوځوان دواده خوښۍ په ناورین بدله کړه
مصطفى مهاجر
27.10.2009
د کندهار په وینو لړلي ښار کي نن بیا امریکائې ځواکونو دیو ځوان هیلي . د یوې کورنۍ ارزوګاني د خاورو سره خاوري کړې .او د تیرو دوه میاشتو په څیر ئې نن بیا د کندهاریانو په زړونو کي خپل د نفرت تخم وشنده . هغه سوله ساتي ځواکونه چي یوازي او یوازي سوله وژني او خپلي باړې اوبمبار د مظلومو افغانانو پر لور او کور چلوي نن د کندهار ښار په زړه کي خپل دوحشت او ظلم تمثل ورکړ او زموږ بې همته او خرڅ شوي چارواکو ئې ننداره کول . حیران یم چي ولي دخدای پر دې مځکه د دې قوم یو د پوښتني کس پیدا نشو ؟ ریشتیا وائې چي ( مځکه هغه سوځي چي اور پربل وي ) د کرزي او دهغه د کورنۍ ئې دتوري بلا هغه دي خپل د بیا ولسمشرۍ خوبونه ګوري . خو افسوس په هغه افغانانو چي د خپل ولس په هر فرد ئې په کور دننه او بهر زړه کبابیږي او په ګوګل کي خپل زړه خوري .
درنو لوستونکو :
په کندها رکي هغه ناوړه پېښه چي د امریکائي عسکرو لخوا د یکشنبې په ورځ رامنځ ته شوه او په لړکې دیوې کورنۍ څوغیري نظامي وگړو ته چي ښځي او ماشومان په کښي شامل وه مرگ ژوبله ورواړول ،دا په ذبات رسوي چي داغه نابللي میلمانه چي زموږ د خلکو د ساتني په موخه دلته راغلي دخپل ځان دساتني توان نه لري نو دوی به د نورو ژوند څنګه خوندي کړي .دوی چي د خپل ځان دبیري دومره ډارن دي چي د ښار په منځ کي ددې دومره ټکنالوژی سره سره په موتړ کي د یو فرد ( ځانمرګي ) او دښځواو ماشومانودډک موترترمنځ توپیر نشي کولای دوی به زموږ دامینت لپاره څه وکړي . دغه امریکائې ځواکونو نن په یو موتړ کي څلور کسان په شهادت ورسول او دوه ښځي ئې ټپیاني کړې . دغه کسان ټول دیوې کورنۍ غړي وه چي له کوټي راغلي وه او ددې ځنګل (اوسني نړیوال افغانستان ) اوحیوانیزم په قانون خبر هم نه و چي دلته چي بهرني ځیناور تیریږي باید د مظلومو افغانو ژوند له هره اړخه توقف وکړي ترڅو دوی تیر شي . دوئ دخپل یوازني یتیم خورئي دواده وړلو په موخه راغلي او نن ئې دواده دنکریزو شپه وه او د خپل واده لپاره ئې دسودا او تیاري په موخه له کوره راوتلي وه .تقریبآ د 3.5 بجو په شا او خوا کی په موټر کي زوم چي ۲۲ کلن حبیب الله نومیده دخپل کورنۍ دنورو ښځينه غړو سره دامریکائې کاروان دپرلپسې ډزو ښکار شوله .
چي په کښي خپله زوم ۲۲ کلن حبیب الله ، دزوم ۱۶ کلنه دخاله لور بي بي صدیقه ، دزوم خاله بي بي حنیفه او دهغې ۵ کلنه لور په شهادت ورسیدل او دزوم مشره خاله نانی بي بي او دهغې لور ملاله ئې سختي ټپیاني کړي دي چي د میرویس روغتون دچارواکو په وینا د ځواني ملالي څخه په دهغې دسختو ټپونو له کبله دهغې لاس و پښه پرې شي .
دژړا ځای خو دادی چي امریکائې ځواکونو چي کله خپل د ټوپکو په مرمیو په دغه مظلومانو خپل زړونه یخ کړ تر ویشتلو وروسته دپیښي ځای ته دریدلي هم ندي ، ځکه دوی خو هسي هم افغانان هره ورځ وژني دا خو دوی ته کومه نوې خبره نه وه خو زموږ چارواکي په ډیره بې شرمي پړه هم پر دې نیمه خوا مظلومانو ور اچوي . چي ولي ددوی دبادارانو دموټرانو دتیریدو لپاره ندي دریدلي . دونه همت خو په چا کي نشته چي ددې نابللي میلمنو څخه دا وپوښتي چي دوی چي دخلکو ژوند نشي خوندي کولای او خپل په ځانو ئې د اسپنو او سیمنټو دیوالونه را تاو کړي څه کوي چي هر ګړئ دښار په منځ کي دبیري په زغاسته یو لور او بل لورته ځغلي ؟؟
زموږ دزړونو ویني توی که څو دي وس وي ای غلیمه
کنه جوړ به ترې توپان سي هست و نیست به دي تالا کي
[IMG]http://i37.tinypic.com/65pvo3.jpg[/IMG]
د شهيد حبيب الله عکس
محمد احمد حمي
27.10.2009
خداى جل جلاله دي ورباندي ورحميږي ، الله عزَّ وجل دي شهادت په خپل دربار كي قبول كړي.
تر څو چي په هيواد كي يو موټۍ اتحاد او قوت موجود نه وى همداسي به افغانان بې پوښتني دګوليو په مردكونو سورى سورى كيږي.
ولله الامر كله