نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ددوهم ځلي انتخاباتو په اړه دافغانستان داسلامي امارت اعلامیه
خبريال
26.10.2009
[img:26433778fb]http://img193.imageshack.us/img193/1981/alemarah.jpg[/img:26433778fb]
په تیرو اتو کلونوکې نړیوالو غاصبانو په افغان اولس دخپل ناروا واک دتپلو اودافغان اونړیوال ذهنیت دمغشوشولو لپاره داوبو خړولو اودکبانودنیولو تګلاره خپله کړې .دوی دافغان اولس دبوختیااوسرسامه کولواوله ناروایرغل څخه یې دعامه پام داړولو په موخه په بیابیا دلویې جرګې اساسي قانون اوټاکنوپه نومونوډراماتیکي اوجعلي پروسې تمثیل کړي چې نه خویي دوی ترخپلو کرغیړنو موخو رسولي اونه یې دهیواداواولس په بسیاکولو کې کوم رول لوبولی بلکې برخلاف یوپه بل پسې ددوی جوړې شوې دسیسې داولس په وړاندې رسواشوي اواعتباریې له لاسه ورکړی . په دې لړکې یرغلګرو څه موده وړاندې هم دخپل راوړل شوي رژیم دقانوني کولوپه موخه دولسمشرۍ اوولایتي شوراګانودټاکنوپه نوم یوه نمایشي پروسه عملي کړه .دې انتخاباتوپه نورونادودو سربیره داحقیقت په ښکاره توګه راڅرګندکړچې رښتیاهم دیرغلګرو دسیسې نورې په دې اولس کې چلښت اواعتبارنلري نړیوالو ولیدل چې زمونږمجاهداولس په غوڅ اکثریت دانتخاباتوپه وړاندې پریکون اعلان کړاونه یوازې یې درایوصندوقونوته له تللو ډډه وکړه بلکې له مجاهدینوسره اوږه په اوږه یې ددښمن ددې غولوونکې دسیسې په شنډولوکې برخه واخیسته ترڅوپه درست هیوادکې ددښمن خوارۍ په اوبو لاهو،اوانتخاباتوته یې په نړیواله کچه له نمایشي حیثیت پرته هیڅ اعتبارهم پاته نه شو.او داسلامي امارت دمحترم امیر هغي خبری چي یو کال دمخه یې کړی وه دعمل جامه واغوسته چي (اصلی فیصله به په واشنګټن کې کیږی نه دافغانانو په رایو) دښمن ه په منظمه توګه هڅه کوي ترڅو خپله داپیل کړې ډرامه لا اوږده کړي ځکه یې نواوس تصمیم نیولی چي یوځل بیاداټاکنې ترسره کړي اودنتایجو تربیااعلانولوپوری په دوام داره توګه دهیوادوالواونړی والو ذهنونه مصروفه وساتی اوپه پوځی ډګرکې په خپل شکست پرده واچوی .افغانان په دې پوهیږي چې داټاکنې دچاپه فرمان دڅه لپاره کیږي او څه تمه ترې کیدای شي اودااټکل هم ورته ګران نه دی چې له تیرو هغوسره به یې څومره فرق وي دغه رازبه ښایي افغان اولس دکابل دسیاستوالو دتیرو څومیاشتو بیلابیلې موضعګیرۍ اوشرمونکې سیاسې معاملې هم لیدلې وي اوددوهم ځلي ټاکنوداعلان په خبري کنفرانس کې به یې دبهرنیانوپه محاصره کې دراګیرخوارکي (ولسمشر؟)له ریږدیدلي غږ او تښتیدلي رنګ څخه هم ډیرڅه فهمولي وي اودایې هم دسرپه سترګو ولیدل چي په اصطلاح دانتخاباتوخپلواک کمیسیون په کومه کچه بي واکه اودیوه بل کمیسیون چي اکثریت غړی یې بهرنیان دی تر اثر څومره لاندی دی چي حتی دهغه بی اجازی خپله خبره لاهم نشي اعلانولی اودابه ورته څرګنده شوي وي چې دټاکنوپه نوم پیل شوی (داستان دنباله دار)دچادهوسونو تقاضاده اوآیازمونږ دژوبل اولس اوهیواد کوم درددواکولای شی ؟ اوس به دافغانانوپه څیرنړی والوته هم اندازه لګیدلی وی چي زموږبیچاره ولس واقعادامریکا په مشرﺉدنړیوالوترورستانوله لوری یر غمل شوی او دکابل داداری واګی عملا داشغالګرانو په لاس کې دی اوغواړی چي په زوراوچالاکۍ دخپلی خوښي نظام پری وتپي چي زموږ غیور ولس یې هیڅکله هم نه مني .دافغانستان اسلامی امارت یوځل بیادغربي اشغالګرود دغه تیرایستونکي تکراری دسیسي په هکله په دین مین ولس او مؤمنومجاهدینو ته لاندي ټکي اعلانول ضروري ګڼي :
۱ – اسلامي امارت یوځل بیا ټولو درنو هیواد والو ته خبر ورکوي چې هیڅوک دي په دې پردۍ او تيرايستونكې امريكايي پر وسه کې ګډون نه کوي ؛ دتیرپه څيردي یوځل بیادخپل ایمان اوافغاني ضمیرغږته لبیک ووايي او دشرعي اوامرو له مخې دي له هغې سره مقاطعه وکړي .
۲- ټول مجاهدین دي په کلکه سره ددې ناولې پروسې ناکامۍ ته متوجه شي، ددښمن په مراکزودي عملیات وکړي،خلک دي په انتخاباتوکې له ګډون کولومنع کړي،اوترټاکنو یوه ورځ مخکي دي ټولې وړې اولویې لارې دټولودولتي اوملکي نقلیه وسایطوپرمخ په بشپړه توګه بندې کړي اوخلك دي خبركړی .ددیني عالمانو،روحانیونواوسپین روبوپه مرسته دې عامه ذهنونه تنویراوولس دي ددښمن دسسوته متوجه کړی .
۳ -داچی داسلامې اما رت مجاهدینو ددغې ناولې پر وسې دمخنیوي اوشنډولو لپا ره خپل بشپړ تدابیر نیولی ؛ ګډونکونکي ،كاركوونكي اوټول پرو ګرامونه یې په پوره دقت سره څاري ؛ نو که هرڅوک په دې بي ګټي پروسې کې دګډون له امله دمجا هدینو له خوا متضررکیږي مسئولیت به یې په خپله غاړه وي ؛ ځکه مجاهدینو په مکرر ډول هرچاته خبر داری ور کړی اوټول افغانان یې له خپل تصمیم نه خبر کړي .
۴ -دمجاهدینو ټول مسئولین او افراد دي د ورکړل شوی پرو ګرام سره سم د دښمن په ضد خپل پلا نو نه تطبیق کړی تیر ځل چي یې کوم تکتیکونه کارولي ووداځل دي په هغوسربیره له نویوتجربواوولایتي مسؤلینوته دنوی ورکړل شوی پرو ګرام ځخه لازیاته استفاده وکړی او داسلام او وطن ددښمنانودغه ورستۍ دسیسه دي هم ور شنډه کړي .
۵ - څرنګه چي ټول پوهیږو چي دښمن په واقعي ډول دانتخاباتو پروسه نشي کامیابولی نوځکه کوښښ کوي چي دتیر په څیرخبری رسنۍ دزر اوزورله لاری دي ته مجبوره کړی چي دانتخاباتو په نامه دغه پوچه او وار دمخه ناکامه پروسه وپړسوي اودتبلغاتو په مټ یې په جعلی ډول دخلکو په وړاندي کامیابه ښکاره کړی موږ له ټولوازادو او خپلواکه رسنیوڅخه په کلکه غوښتنه کووچي ددژورنالزم پاخه اصول دي په ټینګه مراعت کړی او دیوطرفه قضاوت په کولوسره دی خپل حیثیت ته لازیات زیان نه اړوی اوخپل رسالت دي په احسنه طریقه تر سره کړی .
دافغانستان اسلامي امارت
watanmal
26.10.2009
ورسته له سلامونو
خبريال صيب په خير راغلى .
ځما يوه غوښتنه ده او هغه دا چى مخكى له دى چى د كومى موضوع په اړه خپل
يا د بل چا نظر يا دريځ يا څيړنه دلته نشر كړى ، لومړى وه ګوره چى په كوم فورم
كى خو به يى په اړه څه پيل نه وى شوى ، كه شوى وى نو بيا د جدا سرليك لاندى
پرځاى ښه داده چى هملته يى نشر كړى نو لوستونكو او نظر څرګندونكو ته به
ډيره اسانتيا وى ،
اوس د دوهم ځل انتخاباتو په اړه د سياسى بحثونو په فورم كى موضوع پيل
شوى چى تر 40 پكى ليكنى شوى ، ځما په نظر ښه داوه چى د امارت اعلاميه
هملته نشر شوى وايى، همدارنګه تاسى د قندهار پيښه دلته رانقل كړى پدى اړه
په پورتنى فورم كى نظرونو څرګند شوى
خبريال صيب كه ځما په غوښتنه غوصه درغله نو په اډوانس كى درڅڅه بښنه
غواړم .
په مينه
وطنمل
خبريال
26.10.2009
اشنا د غوسي خبري مه كوه...زه ان شاء الله نه غوسه كيزم...
او بله خبره داده:
چی خبروو مو مونږ قضاوت په تاسو....
زه خو وایم که داسی یو فورم دلته تاسو جوړ کی چی ملګری او خبریالان زما په شان خپل خبرونه په ازاده توګه پکی نشر کړی..نو ددی جنجاله به سره خلاص سو چی موضوع مکرره ده او یا په خپل فورم کی نه ده نشر سوی...
الله دی تل ژوندی او ګړندی لره..(د حق په لاره کی) :)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:52daf19943]
خبريال صيب
دا د بحث فوروم دی، سکالوګانې بحث ته وړاندې کيږي، څنګه چې په هر خبر بحث نشي
کېدای؛ نو ستاسې خبرونه مې له دې ځايه ولېږدول، تاسو کولای شئ چې د نورو
وروڼو غوندې د يوې سکالو لاندې خبرونه د (ګټور معلومات) په فوروم کې يو
يو خبر په سلسله واره توګه خپور کړئ، که چا پرې بحث کاوه نو دلته يا د ټولګړو بحث فوروم ته به يې کاپي
کوي، داسې په بحث خونو کې د ګډوډۍ مخه ونيوی شي.
اداره
[/color:52daf19943]