د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هند په افغا نستان کې انتي پښتني عمل کوي

pattang
24.10.2009

[color=brown:c24041939d]هند په افغا نستان کې انتي پښتني عمل کوي
هند په افغانستان کې لاسوهي او د شمال لنډغر هر وخت تقويه کوي٠[/color:c24041939d]

د ١٣٨٨ لمريز کال د لړم ٢tolafghan.com
.
ډاکټر عبدالله او د هند ۶۰ میلیونه ډالره مرسته
ابو ریحان

22.10.2009 09:40

ShareThis شريکول په تېرو ټولټاکنو کې د ولسمشریزو ټاکنو ‌پر ډېری کاندیدانو تر ټولو ستره نیوکه له بهرنیو هېوادونو سره د هغوی د تړاو مساله وه. یو شمېر مشخص کاندیدان د مشخصو هېوادونو له خوا حمایه کېدل، چې دغه حمایه او ملاتړ یې ښایي د ټاکنو په دوهم دور کې هم واوسي.

د یوې موثقې سرچینې په وینا، په تېرو ټاکنو کې د هند دولت ډاکټر عبدالله ته د ټاکنیز کمپاین لپاره ۶۰ میلیونه ډالر ورکړي وو، چې ډاکټر عبدالله په دغو ډالرو کې یو میلیون ډالره برهان الدین رباني ته ورکړي او یوه اندازه یې پر خپلو نورو متحدانو او خلکو وېشلي دي. د هغه یو شمېر کمپاین کوونکي د مرستې په برخه کې پر ده د درغلي شکونه هم کوي، چې ډېرې پیسې یې خپل ځان ته اېښې دي.

له ډاکټر عبدالله نه د هند د دولت پراخ ملاتړ داښیي، چې د افغانستان ګاونډي او لرې پراته ، خو د افغانستان په سیاست او سیاسي معادلاتو کې ښکیل هېوادونه څومره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

په افغانستان کې له ‌طالبانو سره په جګړه کې د شمالي ټلوالې تر ټولو ستر ملاتړي هند، ایران او روسیه وو. دغسې په مقابل اړخ کې پاکستان او سعودي عرب د طالبانو ملاتړي وو. هغوی د مسعود په مشرۍ شمالي ټلوالې ته د وسلو، پرسونل او مالي امکاناتو په کچه هر ډول اسانتیاوې برابرولې. له شمالي ټلوالې نه د هند ملاتړ د پاکستان پر وړاندې جبهه نیول و. دغسې ایران نه غوښتل په خپل ګاونډ کې یو سخت سني مذهبه حکومت وویني او روسیه وېرېده، چې که طالبان په بشپړه توګه په افغانستان کې واکمن شي، منځنۍ اسیا ته به نفوذ وکړي او هلته به ددوی په وینا، (( اسلامي سخت دریځۍ)) ته وده ورکړي. دغه درې هېوادونه اوس هم همدغه پالیسي تعقیبوي. په دومره توپیر، چې هند او روسیه څه ناڅه د امریکا ملګرتیا کوي او ایران یې پر وړاندې جبهه نیولې ده.

له ډاکټر عبدالله او د هغه د کمپاین له ډلې سره د هند ۶۰ میلیون ډالري او یا تر دې ډېره مرسته څو واقعیتونه را سپړي. لومړی دا، چې هند داسې انګیري ، چې په افغانستان کې د پښتنو واکمني ددوی په ګټه نه ده، ځکه له پاکستان سره د ګڼو فرهنګي، ټولنیزو او قومي مناسباتو له مخې د پښتنو سیاسي جریان د پاکستان په ګټه او یا بې پري تمامیږي، خو په مقابل کې یې د پاکستان له خوا ملاتړی جریان د اسلام اباد په ګټه عمل کوي. د هغوی په نظر پښتانه د طالبانو خواخوږي دي او طالبان په مستقیمه توګه د پاکستان له خوا حمایه کیږي. هند ددغه بالقوه ګواښ د دفع په موخه هڅه کوي په افغانستان کې د پښتنو د سیاسي جریان یا سیاسي قدرت د بریالیتوب مخنیوی وکړي او یو داسې جریان واکمن کړي، چې په سیمه او افغانستان کې د هند ګټې تامین کړای شي. ددې موخې د پلیتابه او حصول لپاره دوی ته تر ټولو ښه اړخ د پخوانۍ بدنامې شمالي ټلوالې اوسنی ډیموکراټ شوی ترکیب دی، چې افکار او سیاستونه یې د قوماندان احمدشاه مسعود له لید نه سرچینه اخلي. د مسعود او هند ترمنځ ګڼې ستراتیژیکې مرستې او همکارۍ وې او ډاکټر عبدالله د مسعود د سیاسي لیکې د یوه مهم پیرو په توګه د هند لپاره په افغانستان کې دهندي ګټو د خوندیتابه غوره او کارنده مهره ده.

په سیاسي او مالي لحاظ له ډاکټر عبدالله سره د هند مرسته ښایي د هغه شخصي او ګوندي ګټې تامین کړای شي، خو په ملي کچه د افغانستان لپاره خورا بدې او ناوړه پایلې درلودای شي. دغه مساله یوځل بیا په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو سیالیو او انډوخر ته لاره اواروي او پاکستان به طبعاٌ ددغه جریان په مقابل کې طالبان او د افغان دولت نور وسله وال مخالفان پیاوړي کوي.

همدا اوس د هند او پاکستان ترمنځ په ګڼو اړخونو کې دغه سیالۍ او ناندرۍ روانې دي. په کابل کې دوه ځله د هند د سفارت په نښه کېدل او پر پاکستان د هغو تور او دغسې په وزیرستان او بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ ازادي غوښتونکو د تقویې او ملاتړ په برخه کې پر افغانستان میشتو هندي قونسلګریو پرلپسې تورونه دا ښيي، چې دغو دوو هېوادونو خپله جګړه افغانستان ته را لېږدولې ده. په نړیوال سیاست کې ځیرک او بریالي هېوادونه همغه دي، چې د خپلو ګټو د خوندیتابه جګړه له خپلو پولو بهر ولېږدوي.

که چېرې له ډاکټر عبدالله سره د هند مرستې واقعیت وي، دا به د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېرې بدې پایلې او بدې اغیزې پرځای پرېږدي. طبعاٌ ایران او نور لرې نږدې ګاونډي هېوادونه هم په افغانستان کې خپلې مهرې لري او دغه مهرې به له اړتیا سره سمې کاروي، چې په پایله کې به یې افغانستان یوځل بیا د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو د غوبل مرکز وي. دغلته د ناټو او امریکا حضور هم د ایران، چین او روسیې په څېر هېوادونو لپاره یو ستر ګواښ دی، چې دا هر یو یې د شنډاوي لپاره د یوې بلې جبهې د پیاوړتیا په لټه کې دي. که چېرې سیمه ییز او نړیوال سیاستونه او سیاسي کړکېچونه له خپلو رقابتي او منفي اغیزو سره افغانستان ته را لېږدول کیږي ، هیڅ افغان سیاستوال او افغان ولس او حکومت دې دا تمه نه کوي، چې افغانستان به جوړیږي. افغانستان به یو ځل بیا د کورنیو لاسپوڅو ډلو په مرسته د همدغو سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو په لاس د بربادۍ کندې ته لویږي.


z.shaheen
24.10.2009

[quote:8008397a62]هند په افغا نستان کې انتي پښتني عمل کوي
هند په افغانستان کې لاسوهي او د شمال لنډغر هر وخت تقويه کوي٠ [/quote:8008397a62]
خوب است که هندوستان به کرزی ( که از مادرقزلباش است واز طرف پدر یک رگ اوزبک دارد :lol: !) کومک نمی کند. عبدالله خو حد اقل از پدر پشتون است:
[color=blue:8008397a62]عبدالله عبدالله از پدری پشتون و مادری تاجیک در ۱۳۳۸ خورشیدی در کابل به دنیا آمده است.
پدر او غلام محی الدین خان زمریالی، سناتور انتصابی از ولایت قندهار در آخرین دور کاری شورای ملی در زمان شاه بود.[/color:8008397a62]
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2009/07/090710_a-af-election-profilies-abdullah.shtml


ډاکتر څپاند
25.10.2009

سلامونه،
دهند يا پاکستان سياست،دافغانستان په هکله دهغو دشخصي او ملي ګټو
په اساس طرحه اوعملي کيږي٠هند او پاکستان ،دکشميراوداسي نورو مسلو
پر وجه سره دښمنئ لري٠
دتاريخ په شهادت،هند له پخوا راهيسې،په افغانستان کی دپاکستان 
دمخالفينو دوست پاته شوی، اوبالعکس٠
مګر په اوسنيو حالاتو کی،دهند دولت،دامريکې او انګليس د اجازی نه بغير
دهيڅ چا سره مرسته نشي کولای٠که هند عبدالله ته ٦٠ مليونه ډالر ور کړی وی
دا دعبدالله سره د غرب ناسيخ يا غير مستقيم کومک بللي شي٠
هند دظاهرشاه،داودخان،خلقي-پرچمي،ډاکټر نجيب او حتي درباني حکومت 
سره دوستانه اړيکې لرلي،دا دوستي دپښتون يا غير پښتون په خاطر نه بلکه
دهند دملي ګټو په سبب تنظيم کړی شوی وی٠ پاکستان،خپله افغان
دښمنه پاليسئ، يو ځل نه بلکه په کراتو مراتو ثابته کړی ده٠پاکستان يواځي
ديوی لنډي مودې لپاره دمجددی-رباني او دطالبانو دحکومتونو ملاتړ کړی،
مګر بيا روسته همدغه پاکستان، دخپلو ګټو په خاطر،دامريکی او
انګليس سره يوځای، دطالبانو حکومت رانسکور کړ٠
نن ورځ داپاکستان دی چه په وزيرستان کی پښتانه وژني !
[color=white:ffef6ab94b]
ټوله نړۍ او هر ملت، دخپلو ملي ګټو په خاطر خوزښت کوي او زيار باسي
خو افغان ملت يوځانګړی (اثتثنائي)ملت دی ،چه متاسفانه،دنورو دګټو دتامين لپاره ،پخپل منځ يا دنورو سره په جنګ او جګړو بوخت  دي٠[/color:ffef6ab94b]


pattang
25.10.2009

دروغ وايې داسې نده ، دايو عبدالله ندی چې ځان پښتون معرفي کوي زه نور ډېر
تاجکان پېژنم چې ځانونه يې پښتانه پېژندلي دي :
د ساري په توګه :
- ببرک کار مل
- دملکيار کورنۍ چې په افغانستان کې يې ډېر قدرت او شهرت لاره خپل ځانونه
يې مومندان معرفي کول ٠
- د ستار شالېزي کورنۍ هم دا ډول خپل ځانونه مومند معرفي کول حتا ديوه
زوی تخلص يې هم مومند وو٠ دا ټول يادشوي خلک دېګانان دي چې قوميت نلري٠
اونورهم  ډېر داسې مسالونه شته٠ عبدالله د پنجشيري زوی دی مور يې له پنجي
څخه طلاق اخيستی وو او دايې توب يې کاوو ، د غلا م محی الدين توخي خوښه
شوې وه ،نويې  واده يې ورسره و کړ او عبدالله پر کټی يې هم له ځان سره وساته ٠
عبدالله له پښتنو سره د خپل پر کټيتوب د وخت کينه لري ، نو زه نه پو هېژم چې دې
قنداري کاکو به له ده سره څه چمونه کړي وي چې دی داسې عقده يې شوی دی٠
عبدالله له احمد شاه مسعود څخه هم نور ډېر دپښتنو خلاف سړی دی ، خدای پاک
دطالبان کامياب کړي چې داسې نفاق اچونکو قاتلانو ته خپله جزا ورکړي٠

[quote:086f3881e0="z.shaheen"][quote:086f3881e0]هند په افغا نستان کې انتي پښتني عمل کوي
هند په افغانستان کې لاسوهي او د شمال لنډغر هر وخت تقويه کوي٠ [/quote:086f3881e0]
خوب است که هندوستان به کرزی ( که از مادرقزلباش است واز طرف پدر یک رگ اوزبک دارد :lol: !) کومک نمی کند. عبدالله خو حد اقل از پدر پشتون است:
[color=blue:086f3881e0]عبدالله عبدالله از پدری پشتون و مادری تاجیک در ۱۳۳۸ خورشیدی در کابل به دنیا آمده است.
پدر او غلام محی الدین خان زمریالی، سناتور انتصابی از ولایت قندهار در آخرین دور کاری شورای ملی در زمان شاه بود.[/color:086f3881e0]
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2009/07/090710_a-af-election-profilies-abdullah.shtml[/quote:086f3881e0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more