د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کاناډایانومې کور چورکړ…

مصطفى مهاجر
23.10.2009

کناډایانومې کور چورکړ…
دکندها  رښاردبریښناکوټ په سیمه کې دتیرې شنبې په شپه کناډايي ځواکونویولړعملیات درلودل چې په پایله کې یې دسیمې دښاري اوسیدونکو کورونه په تلاشۍ سربیره لوټ شوي هم دي . ددې سیمې یوه تن سپین ږیری چې دبریښناکوټ دحاجي یونس دمسجد اوسیدونکی دی نوموړي مطبوعاتوته ویلي چې کناډايي عسکرو یې دتلاشۍ په بهانه کورچورکړی او لوی مقدارپیسې یې ترې وړي دي .

دی کیسه کوي چې دشنبې په شپه زیات شمیرعسکرچې ښایي کاناډیان به وه ددوی په کورونووروختل چې ډیری یې لومړی دشاله خوابامونوته راوختل وروسته ترجمانانو په محلي ژبه نارې پیل کړې چې حرکت مه کوئ ستاسې کور محاصره دی او که چیرې دروازې خلاصې نکړئ نومونږ به یې درماتې کړو نومونږ له لاچارۍ دروازې ورخلاصې کړې او دباندې یې راویستلو وروسته یې دټولو کوروالاوو لاسونه راوتړل تردې چې زماداته کلن زوی لاسونه یې هم وروتړل بیایې په سرک یویو کینولو تردې وروسته دکور سیاسرې اوماشومان راویستل اویوې خواته یې کینول مونږیې دلته همداسې په دوو پښوکینولي وه ترڅوچې دسهاراذانونه و شول .

داټوله شپه دوی زمااوزمادنوروګاونډیانوپه کوروکې لویدلي وه او هرڅه یې یوپه بله خوااړول اوپلټل یې بیادوی سهارمهال راغلل زمادکوچني اته کلن زوی لاسونه یې ورخلاص کړل اوورته ویې ویل چې کله مونږلاړو ددوی لاسونه ورخلاص کړه کله چې دوی لاړل زمازوی دنورولاسونه ورخلاصول خوهاغه یې په داسې رسۍ راتړلي و ه چې نه چاقو پریکولای شول اونه غچي کیدل بیاموله ډیرې خوارۍ وروسته یوکټ پلاس پيداکړاوپه هغه موخلاص کړل کله چې کورته ورغلو نورکورونه یې په بله خوااړولي وه کورداس ې ښکاریده لکه غلو چې وهلی وي ټول شیان په غولي مات کړوپ پراته وه صندوقونه مات شوي وه دالماریو اوکړکیو ښیښې یوه هم روغه نه وه پاته کله موچې وکتله نوزماله کوره څخه یې درې لکه کالدارې او پنځه شپیته زره افغانۍ غلاکړې وې اوزماپه څنګ چې زمادورورکوردی له هغه څخه یې ۵۰ زره کالدارې او ۳۲ زره افغانۍ وړې وې دغه رازیې دکورځیني نورقیمتي شیان هم و ړي وه .

دغه سپين ږیري دخپلوپه خبروپه پای کې وویل چې دالومړی ځل نه دی چې کناډایي یرغلګر په داسې جرات سره دخلکوله کورونو غلا اوشوکې کوي بلکه تردې وړاندې هم ډیرځله داسې پیښې تکرار شوي چې دغریبو کندهارښاریانو ډیرې پیسې اوسامانونه چورشوي دي چې بیایې چادپوښتنې کولو حق هم ندی درلودلی .

دیادونې وړده چې یرغلګرو لخواداډول تلاشیو په کورونوچپاو وروړلواولوټولو عام هیوادوال ډیروارخطاکړي دي.


وصيل پېروز
23.10.2009

مهاجرصيب لومړی تااوبيالوستوونکوته سلامونه
اوس زموږپه هيوادکي داسي لوبه کومه عجيبه نه ده په ورځ کي دلسګونومسلمانو افغانانوکوورونه لوټېږي،تباه کېږي ان وژل کېږي خوډېردافسوس ځای دادی چي دا هرڅه له بشريت سره دخواخوږۍ په نامه ترسره کېږي اودازموږګوډاګي افغانان هم دا شعارپه ډېرترنم سره ورسره زمزمه کوي،که زموږداافغانان ترې جلاشي اولارورته ونه ښيي يرغلګروته په دې هيوادکي يوه شپه تېرول هم يوناشونی کاردی،خواوس الحمدلله اولس ويښ شوی اودادی دهيوادپه لروبرکي دملي پاڅون څرک ليدل کېږي،اوس موالحمدلله ځوانان ويښ شوي اوټولوترمرګه دازادۍ ياشهادت دګټلو ژمنه کړې ده،نووربه ان شاء الله ډېرژرداتیارې خپله لمنه ټوله کړې اويوځل بيابه پر هيواداسلامي شريعت نافذشي . په همدې هيله
ستاسوورور
پېروز


pattang
23.10.2009

وروره په خبرو دزما زړه سوری سوری که ،خدای پاک د طالبان ژرموفق کړي ٠
زماهغه کوټي سري ماشومان چې په نس وږي په سر او پښو لوڅ دي هيڅ وخت
له ستر او مغزو نه وزي ٠ ته هلته ژاړه د اشغالګرو له لا سه او زه به دلته دژاړم
دهغو افغانانو له لا سه چې تا سو يې خرڅ کړۍ او اوس په ارپا کې خپلي بړغوچې
وهي خو واري هم نه ستاسو په څنګ کښې وندرېدل او خپل غږ يې پورته نکړ٠
لا نت په صليبي اشغالګرو اګوډا ګيانو٠


Ghairat
24.10.2009

لعنت دې تل پر بهرنيانو اوسي
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ډير دهغوی پر ګوډاګيانو اوسي

په عبدالله اوپه کرزي دې لعنت  
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠په خونخورو ځنځيري سپيانو اوسي 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more