نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دولت او وطن؟
و.افغان
20.10.2009
درنو وروڼو!
سلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ډېر کله ځينې مستبد حکومتونه او دولتونه خپل مخالفين د وطنفروش او خائن
وطن په نوم يادوي، خو خپل موافق او همکاره خلک د وطن داصلي بچو په نوم
يادوي، د حکومتونو اړوند محکمې هم له ثبوت وروسته د دغه تور خاوندانو ته د
اعدام سزا ورآوروي.
ځما په فکر دلته د يو رنګ مغالطې او چالاکۍ څخه کار اخيستل کيږي، په عمومي
ډول هغه ولسونه يا د ولس هغه برخې د حکومت په وړاندې دريږي، کله چې د هغوی
حقه حقوق تر پښو لاندې شي، هغوی د حکومت په وړاندې دريږي، په خپل وطن
کې د آبرومانه ژوند غوښتنه کوي، ځکه چې وطن مور ده، او د مور په غېږ کې دغه
انسان حق لري، چې تر نور هر ځای زيات همدلته ابرومانه ژوند ور په برخه وي، نو
ځکه دلته د وطن او دولت يا حکومت تر منځ توپير کول پکار دي.
د وطن سره مينه د انسان په خټه اخکل شوېده، او هغه څوک چې د خپل وطن سره
خيانت کوي، د هغه انساني فطرت له منځه تللی وي، له دغه فطرت سرچپه کېدو
وروسته له هغه څخه د هيڅ رنګ ابرومندۍ طمع نشي کېدی، هغه څوک چې له وطن
سره خيانت کوي، نو هغه به ضرور د خپل کور عزت هم له نورو سره شريکوي.
البته هغه حکومتونه چې ولسونو ته خپل حقونه نه ورکوي، ظلم زياتی ورسره کوي،
انساني پت او عزت يې وژني، نو د هغوی په وړاندې پاڅون د انساني کرامت، غيرت
او فطرت نښه ده، او دا ياد شوي څېزونه هيڅکله هم خيانت کېدی نشي، بلکه
دخيانت په مقابل عکس اړخ کې شتون لري.
نو د دې لپاره چې حکومتداران د ولسونو په زړونو د خپل ځان لپاره ځای او وفا
پيدا کړي، نو اړينه ده چې د هغوی حقوق کاملا ورکړي، او هغوی خوښ وساتي.
که تاسو وروڼو سره د دې سکالو په اړه څه نور توضيحات وي، نو لطفا له مونږ سره
يې شريک کړئ .
په درنښت