نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دتسامح،بښنی اوبل منلو فن
رښتینی
19.10.2009
.
هر انسان ته لوی څښتن عقل ورکړی دی اوعقل هغه لوی نعمت ده
چی موږ په هغه سره دحق او ناحق توپیر کولی شو او په دی عقل
سره موږ رڼا او تیاره سره بیلوو په دی کی شک نشته چی اختلاف
یو طبعی بلکی حتمی شی دی او دا یو الهی سنت ده هر وخت دانسانانو
تر منځ د نظر اختلاف شتون لرلی او هر وخت به دا نظری اختلافات
شتون ولری
اوپه دی کی هم شک نشته چی حق په اشخاصو پوری نه دی تړلی نه
په هیوادونو او ټولنو پوری تړاو لری حق هغه اساسی عنصر ده چی
تل بارز او څرګند پاتی شوی اوتل به ځلانده اوبرلاسی پاتی وی
حق تل له قوی اوځواکمن استدلال او برهان سره مل پاته شوی دی
اوپه همدی ځواکمن استدلال سره خلکو حق خپل کړی دی همدا
استدلال دحق وسله ده حق جګړه مارانو او ښکنځلمارانو ته هیڅ
اړتیا نلری حق په دی سره نشی خپلیدلی چی مقابل لوری سپک
او وترټی یا یی دسوټی په زور دایل کولو هڅه وکړی لکه ومی چی
ویل حق داستدلال او ځواکمن برهان او حجت ملګرۍ دی بس که په
دی فن کی مهارت ولری ا وپه خوږه اوپسته ژبه یی دڅرګندلو توان
درپکی وی نو حق دی خپل کړ په خوږو او پستو خبرو سره ځواکمن
استلال بیانول هغه ساحرانه فن ده چی په برکت سره یی هر سرکش
او مغرور ایل کیدلی او تابع کیدلی شی
په خوږه ژبه ځواکمن استدلال خپلول یوی بلی قربانی او نفس شندنی
ته هم اړتیا لری چی هغه دمقابل لوری منل او دهغه دشخصیت او نظرواقعی
احترام کول دی چی په دی صورت کی به مقابل لوری داستدلال دځواک
په څنګ کی ستا له اخلاقی اغیز لاندی هم راغلی وی او په اخلاقی اغیز
سره بیا دهغه زړه ګټل هم اسانه دی چی په دی توګه سره اختلافات په
خوږه دوستی بدلیږی او دعقدو اوکینو دتوری بلا ځای به دمینی او
الفت فرشتی نیسی اوپه ترخه چاپیریال به دامن او محبت معطر
شبنمونه اوری
دمقابل لوری منل او دهغه درای احترام اوخپله مدعا په قوی او
ځواکمن استدلال پسولل زموږ افغانانو له پاره نن سبا له هرڅه مهم
کار ده زموږ عالم زموږ پوهه زموږ لیکوال باید له هری بلی موضوع
دی لوری ته ډیر ځیر واوسی موږ باید
په خپل ولس او نوی کوول کی دا ثقات راپیدا او ژوندی کړو او دتسامح
اوبل منلوفن ته وده ورکړو موږ باید په خپل فکر کی مستبد او ظالم نشو
پاته موږ خپل فکر او نظر په ښکنځلو ترټلواو دبل په سپکولو نشو تقویه
کولی موږ خپل فکر او مدعا یواځی په ځواکمن استدلال سره تقویه کولی
شو اوکه مو خپل قوی استدلال په
خوږه ژبه بیان کړ نو په مقابل لوری به مو خپله مدعا هم منلی وی او هم به
موددی فکر غلام ګرځیولی وی
موږ نن دتسامح بښنی اوبل منلو فن او کلتورته بیخی ډیره اړتیا لرو زه
وایم راځي دی فن ته خواږه نومونه او ښایسته اصطلاحات پیدا کړو پښتو
خو خلک غریبه او خواره بولی زه وایم دا خبره به سمه وی موږ د(مینی )
له پاره دویم توری نلرو سمدستی (محبت) او (الفت)ورسره ونښلوو خیر
محبت او الفت هم خواږه توری دی زموږ یی معنی په کار ده خو ددی فن
له پاره راځی نور توری ولټوو راځی له معنی ډکی اصطلاح ګانی وپلټو
باور وکړی دا کار زموږ بیخی ابتدایی او نوی کار ده دا موضوع خورا ډیر
کارته اړتیا لری موږ باید دعقدو اوکینو له توری تروږمۍ نه نور را ووځو
او هڅی وکړو چی خپل نوی کوول ته دتسامح ، بښنی او بل منلو چل او
لاری ور وښیو
تاسو دټول افغان ګډونوال خپل بحثفورمونه هره ورځ ګوری او بحثونه
پکی کوی کله چی مو دخپلی نوی موضوع له پاره تریخ او تروش عنوان
ټاکلی وی نو دبحث په جریان کی له سپکو خبرو او ښکنځلو سره مخامخ
کیږو او دا سپکی خبری په ټول افغان کی له ډیری مودی راهیسی روانی
دی ددی مطلب نو دا شو چی دلته هیڅوک هم د تسامح بښنی او بل منلو له
فن سره اشنایی نلری نو له دی اساسی فن سره نا اشنا یاران به نورو ته څه
وښیی راځی په دی اړه لیکنی وکړو دټول افغان له ټولو تکړه لیکوالانو
هیله کوم چی په دی اړی ښکلی ، علمی او ادبی لیکنی وکړی او ددی
موضوع په اړه نوی اصطلاحات او نوی پښتو توری را منځ
ته کړی په همدی هیله
ستاسو حامد
.
باتور
19.10.2009
حامده وروره!
ليکنه دي ډېره ارزښتمنه، منطقي او ښکلي ده، باور وکړه چي که د سولي د نوبل د جايزې واک زما په لاس کي وای نو تاته به مي درکړي وه .
ستا د دې ليکني يوه کاپي بايد تورمخي اوباما ته ور ولېږو :) .
په درنښت
رښتینی
19.10.2009
.
باتور صيب ډيره مننه چي زماليكنه دي دومره خوښه ه شوي ده
له تاسو نه هیله کوم چی له دی نه ډیره ښه لیکنه را ولوروی
زه به دعا درته کوم او الله به یی اجر درکوی او دا زموږ په یوه
بل حق ده دسولی دجایزو ریشخند تش ممکنات دی هسی نه
جدی موضوع دټوکو په کتار ورګډه کړو بیاهم مننه
حمید هڅــاند
20.10.2009
حامدوروره زماسلامونه ومنه!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ورورجانه ستادالیکنه مې ډېره خوښه شوه. الله(ج) دې راته روغ لره.
دځان جوړوني(Personality development)په پوهه کې، دیوه وړشخصیت یوې مهمي ځانګړنې ته assertiveness ویل کېږي، دادیوې داسي وړتیانوم دی چې که یې یوڅوک ولري نوکولی شي خپل سوچ، اند، لیدلوری اواحساسات له نوروسره په داسي وړتوګه شریک کړی چې دټولوښکېلوخلکوانداواحساس ته هم درناوی وشي اوهم ورته خپل غږورسوي.
خوهغه کسان چې داوړتیانلري ، هغوی بیاداګریسیونیس(aggressiveness) په نامه یوه کمزوري لري. داډله خلک خپل لېدلوری په بېباکۍ سره څرګندوي. ددوی خبري دیوه نه یوه چادزړه دازارلامل ګرځي.
راځۍ یوه بېلګه یې درکړم چې یودوکاندارله خپل مشتري سره څنګه چلندکوي:
دوکاندارپه یوه مشتري باندي سوداوپلورله، هغه ورته په بدل کې پیسې ورکړې خوداله هغوپیسونه کمي دي چې دوکانداربایدترلاسه کړې وای.
که دوکاندارخپله دزړه خبره دازرټیونیس وړتیاپرمټ وکړي نوداسي به ووایي: وبښۍ، لکه چې په حساب کې تېروتنه شوېده. نه پوهېږم ماپیسې سمي ونه ګڼلې اوکه تاسویې په شمېرکې تېروتنه کړېده، تاسویې یوځل بیاحساب کړۍ.
خوکه یې داګریسیونیس له مخي ورته ووایې نوښایې داسي څه یې له خولې راووزي:
ولي دي پیسې کمي راکړې ؟، څه فکرکوې چې زه په حساب نه پوهېږم اوکه دې دبېسواده ګمان راباندي وکړ؟.
اصلا ددې خبري هڅونه یوه ده، خوبیانول یې په دوه ډوله کېدای شې چې که یې په لمړي ډول وکړې نودبل چالوري ته به هیڅ ډول بې ادبي نه وي شوي خوکه یې په دوهم ډول وکړې نوکېدای شي خلک هم درنه خپه شي اوهم یې زړه ازار شي.
یادونه:وبښۍ ددې دؤانګلیسي ویولپاره مې وړپښتوویې پیدانشوکړای ځکه مې په انګلیسي کې په خپل حال ولیکل.
په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند
محمد احمد حمي
20.10.2009
حامد صاحب له مفيدى ليكنى څخه دي زښته ډيره مننه
هڅاند صاحب ستا ورزياتونه مى هم ډيره خوښه شوه
مينه او مننه
و.افغان
20.10.2009
حامد صاحب او د بحث نورو درنو ګډونوالو
سلامونه او نېکې هيلې:
سلام عليکم
ډېره په زړه پورې، خوږه او له خلوص ډکه ليکنه مو په مونږ پېرزو کړېده، او هڅاند
صاحب پرې هم ښکلې تبصره کړېده، رښتيا هم چې مونږ افغانان دغه فن ته له نور هر چا
زياته اړتيا لرو، ډېر کله انسان په دغه فن د نه پوهې يا د نه مراعاتولو له امله خپله حقه
دعوی د بل چا د باطلې دعوی څخه قربان کړي، دلته به دغه نوموړی محترم فکر کوي،
چې زه د حق لپاره انتصار کوم، خو حقيقت دا وي چې دی له نورو مخکې خپلې حقې
دعوا لپاره ګور کندي، ځکه خو وايي چې: له کم عقل دوست څخه هوښيار دښمن ډېر
ښه دی.
په درنښت
عادل عادل
20.10.2009
سلامونه
ډیره ارزښتناکه موضوع ده، زمونږ د ټولنې لپاره کلونه واټن دئ چې دغه کمئ ورکې کړي.
د بحث یا اختلاف په وخت کې ډیر اساسي ټکئ چې د اختلاف د مثبت حل چانس پکې ډیر دئ، هغه د ستونزې پر سر دواړو طرفونو ترکیز دئ کوم چې د دواړو په منځ کې اختلاف جوړوي، او اختلاف هغه وخت شخړې ته ننوزي چې یو د اطرافو یا دواړه اصلي ستونزه له پامه وغورځوي او مقابل لوري ته د ستونزې په بڼه وګوري، پدې صورت کې د اختلاف ریښې نورې هم ژورې شي او د حل یا مثبتې نتیجې لار لا پسې اوږده شي، په عام ډول شخړه او اختلاف هغه څوک د خپلو حقه ګټو یا عقیدې پر محور څرخولئ شي چې د تر آخره د اختلاف په عامل ترکیز وکړي او له پامه یې ونه غورځوي.
د دروند ورور هڅاند صیب مثال د یادولو وړ دئ، د پلورونکي او پیرودونکي تر منځ ستونزه په اصل کې د پیسو کمي ده.
په بحث او اختلافي مسایلو کې د مخاطب ضمیرونو د کارولو نه په ډډې کولو سره هم خپل نظر په اسانئ سره د نورو په ماغزو کې ځای نیولای شي :
مثال:
میړه خپلې میرمنې ته وایی: ستا وروڼه ولې زما خبره نه مني؟
بهتره بڼه: زما اوښي ولې زما خبره نه مني ؟
په پورتنیو دواړو پوښتنو کې هدف یو دئ، خو کیدای شي چې مختلف ځوابونه به لري.
همدارنګه د اواز لوړول او ګرمیدل په بحث کې د خبرو تاثیر په ورته کچه سوړ او ټیټوي.
د خبرو په وخت کې ټیټ اواز او مواجهه )مخامخ کښیناستل( او همدارنګه د ښه اوریدونکي بڼه اختیارول ، د مقابل طرف همفکرئ ته لاره هواروي.
bazgar
20.10.2009
ډيره مننه!حامدصيب!ستاغوندي وروڼه دي خداي زيات لري.دټول افغان چلونکې چې کله توهين اميزعنوان غوره کړي.نوستاغوندي هوښيارو وروڼوپه مشوره يې بيرته بدل کړي .ځکه دوي اوس په دې پوه شوي چې موږ وچې.ترخې او بې منطقه جملې دخپلې واکمني په مرسته په ګډون کونکو نشو تحميلولې.......
ډاکتر څپاند
20.10.2009
حامد صيب سلامونه،
ستاسود ليکنې سره زه هم ياريم٠
دليکنې ياوينا په وخت کی ديوه سړي يا سړۍ ،پوهه،روزنه،حوصله،پوخوالی،
اندونه،عمر،انديښنې اوترټولو پياوړی ذاتي استعداد،ستر ارزښت لري٠
زما په اند،ديوه شخص پوهه ،کورنۍ او دهغه ماحول يا ميحط تربيه ياروزنه
دهغه په وينا يا ليکنه ،سترې مثبتې اومنفي اغيزي کوي٠
دمثال په توګه د ناوړه خصوصياتو څښتن،دخپلې عقيدي نه په ننګه يا ملاتړ
کی،حاضر دی چه هر طالب،هردموکرات،هرانقلابي او يا هر مجاهد،دغه راز
هرقوم او حتي ملت ته بد،رد،سپکې اوسپورې ووائی،اويا هم دهغو هر مثبت
عمل منفي وګڼي٠
دټولنئ داسلاح په هيله،
په درناوي،
رښتینی
20.10.2009
.
له ټولو وروڼو نه دزړه له کومی مننه کوم
چی زما لیکنه مو خوښه کړی ده هڅاند صیب
ستاسو دنورو زیاتونو په هیله
تاسو چی دووه توری په انګلیسی راوړی او لیکلی مو دی چی ددی
له پاره مو وړ پښتو توری پیدا نکړل ما په خپله لیکنه کی هم دی
خبری ته اشاره کړی وه چی موږ دمینی تسامح او بل منلو له پاره
پوره توری هم لانلرونو په دی ترخه حقیقت باید اعتراف وکړو چی
دژبی دافقر مو دځینی اخلاقی فقر غمازی کوی
دی موضوع ته د ودی ورکولو او پر مخبیولو په هیله
.
pattang
20.10.2009
اوبا ماته يې ولې ور لېږې ? اوباما خو عېسوی دی او بيبل خو ټول له داسې خبرو
ډک دی خو په عمل کې ګوره بيبل والا افغانان او عراقيان داسې وژني لکه ملخ٠
نو دا پر دې مانا چې دانسان د خپلې psyche عملو نه له نظري اخلاقي لارښوونو
سره ډېر فرق لري چې په عملي سياست کې ډېر دتدبيق کېدو وړ ندي٠
- يوخو په خوږه خوله خبرې دsales and marketing او distribution لپاره دي
چې ان زر کاله له مخې به د ورېښمنو دلارې سوداګرانو هم استعمالولې ياني
داکومه نوې phänomenom ندی ٠
ملګرو دا خبرې تاوېږي او راتاوېږي خو ز ه به هم خپل نظر درته وليکم :
وروڼو پښتانه خپل کلتور لري زه پر دې عقيده لرم که څوک د پښتنو په بانډو کې
لوی شوی وي او خپل کلتوريې په پردي صابون نه يې مينځلی هغه به خپل نورمونه
پېژني ٠
په پښتنو او پښتو ژبه کې :
لوده ، لوچک ، حرامي ،بېغيرته ، لعنتي ....او نور رواج دي البته داسې کسانو لپاره
چې هغوی ، خائن ، قام خرڅونکی ، ظالم ، حرامخوره ، قاتل ،تېره کونکی اونور
وي ٠ په پښتنو کې ډېرې سپکې کنځلې چې مور او پلار او دريم کس پکشې تړل
کيږي منع او له پښتني اخلاقه ځخه وتلې وي ، خو ځينې اميان خلک دې ته هم نه
ګوري او خپل دزړه خړس باسي ٠
اصلا په پورته ليکنو کې کنځلماري او مخامخ رويې ته اشارې شوې دي چې
زه يې دې لنډ ليک ته مجبور کړم ٠
ملګري پښتانه دې خدای پاک موفقه کړي چې دپښتنو لپاره !
نوې اخلاقي ، دحس نيولو اواخيستلونوي کلمې لغاتونه منځ ته راوړي
اويوکلتوري انقلاب پکشې وکړي٠
[color=brown:9af2260508]په سياست کې ضرور ندی چې هر سړی مخ ته وي ، ځينې به مخ کې وي او ځينې به د پردې شاته ٠ [/color:9af2260508]
[quote:9af2260508="باتور"]حامده وروره!
ليکنه دي ډېره ارزښتمنه، منطقي او ښکلي ده، باور وکړه چي که د سولي د نوبل د جايزې واک زما په لاس کي وای نو تاته به مي درکړي وه .
ستا د دې ليکني يوه کاپي بايد تورمخي اوباما ته ور ولېږو :) .
په درنښت[/quote:9af2260508]
حمید هڅــاند
24.10.2009
حامدوروراوټولوګډونوالوته زماسلامونه!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
حامدورورجانه وبښه زما ازمویني وې،خوبیاهم دبل ځل لپاره تبصره کول مې پرځان پوربللی ؤ. تاسوویلي ؤ چې دبل منلواوتسامح لپاره بایدپښتوتوري ومومو. ښه وړاندیزدی دپښتوژبي له ادیبانواوژبپوهانونه زماهیله هم همداده چې نه یواځي په همدې برخه کې بلکه دنوروپوهنواړوندي ویې پانګې(ترمینالوجۍ) هم ښایې چې پښتوته واړولې شي. ستادلیکني اړوندډېری توري دځان(شخصیت) جوړوني له پوهې سره تړاولري،چې، په رښتیاهم په پښتوکې ورته انډول ویې موږنه لرو.
اودبل منلویاهم دبحث پرمهال دبل درناوي کولوپه اړوند:
حامدورورجانه موږښایې کلونه کلونه دڅرنګه ویلواوڅرنګه لیکلوپه زده کړې لګوو خو څرنګه پوهېدلواوڅرنګه غوږنېولواړوندموښایې دشېبوهومره وخت هم نه وې لګولی.همدالامل دی چې دبحث پرمهال دبل لوری زړه راڅخه وهل کېږي. موږټول وخت هڅه کووخپله خبره ژروکړو، خپله سوچ اواندپرنورو وتپو، که یې نورراسره ونه منې نوان پرې غوسه کېږوهم.مالومه خبره ده چې دبل لوري زړه هم وهل کېږي اوخپه کېږي هم. خوولي داسي پېښېږي؟؟
داځکه چې:
* بل ته دغوږنیلوپه مهال یا هم په بحث کې دبل چادلیکني لوستلوپه مهال ، موږدهغو جملوویلویااورېدلوته پام اړو، کومې چې موږته په زړه پوري وي. نوري خبری یاخواصلااورو/لولو نه اویا یې هسي له ځانه تېروو.
* دبل په ټولوخبرودغورکولوپرځای موږیواځي توري اوجملې اورواوبس.
* هڅه کوو دبل خبري دخپلي تجربې پربنسټ وڅېړو، دهغه چااوسني حالت ته اودهغه دخبروکولوموخي ته اصلاپام نه کوو.
*دبل دخبرپه اوږدوکې موږیواځي دځواب په هڅه کې یو. ددې پرځای چې دخبروپه ماناځان وپوهوموږدځواب دپیداکولوهڅه کوو.
ځان جوړوني اوارواپوهني ته دstephen covey چوپړتل ستایل شوی دی. دده یوکتاب «the seven habits of highly effective people»په نوم دی چې خورامشهوراوډېرپېرودونکی کتاب دی. موږپه پوهنځي کې دځان جوړوني پوهي په برخه کې داکتاب لوستی دی. ده په دې کتاب داووعادتونوڅخه یوډېرمهم عادت چې بریالي اواغېزناک خلک یې لري د«لمړی ځان وپوهوه بیابل» په نوم یادکړی دی چې په رښتیاسره ډېرښه عادت دی. غواړم په همدې عادت باندي خپله تبصره راوڅرخوم.
ځان وپوهوه بیابل ، یانې لمړی دبل له خبروڅخه ځان په ټوله ماناوپوهوه. اختیاري غوږنېونه مه کوه بلکه ترپایه ټولوجملوته غوږکېږده، ځان وپوهوه، دهغه موخي ته پام وکړه اوکه یې اړتیاوه بیاپه ډېره وړتوګه ځواب ورکړه.
جدي خبري اتري په ټولیزډول په دؤبرخووېشلي کېږي: خبری اتري یامباحثه چې دې ته په انګلېسي کې ډسکشن ویل کېږي اومناظره چې دې ته په انګلېسې کې ډېبیټ ویل کېږي.
موږدمباحثې پرځای ډېری وخت مناظرې ته ترجیح ورکو.
بحث بیاځیني اصول لري لکه دبل خبري ترپایه اورېدل، په مینځ کې نه ورلوېدل، تراحساساتولاندي نه راتلل.، دبل خبري مخامخ نه ردول یواځي خپل نظرویل. په بحث یاخبرواتروکې اصلاددې اجازه نشته چې یوڅوک دې دبل خبري ردکړي. خومناظره کې یوڅوک کولی شې دبل خبري ردکړي، هغه هم په وړتوګه. موږډېری وخت په بحث کې مناظره کوو.
دبحث کولویوه ډېره مهمه ځانګړنه داده چې بحث دیوشي دپیداکولواوورباندي دپوهېدلوپه لورلمړنۍ هڅه ده. په بحث کې دموخي په لورهرڅوک بایدخپله ونډه واخلي دبحث پرپایله باندي بایدپه دودیزډول ټول بحث کوونکې یاډېری بحث کوونکې یووالی ولري . هو دبل په ونډه کې ګوتې وهل دبحث له اصولوڅخه یوښکاره سرغړاوی دی. موږډېری وخت په خپلوبحثونوکې نه یواځي داچې په خبرویووالی نه لرو بلکه اصلا پایلي ته رسېږونه. هرڅوک دخپل نظردفاع کوي اوپه یوډول مناظره شروع وي. که دټوکې په توګه یې ووایم هرڅوک پرخپل[ بایسکل] سپوروي.
په بېساري درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند
رښتینی
25.10.2009
دروند او محترم هڅاند صیب !
په ګوتو او قلم دی برکت شه ستاسو ښکلی اوګټوری لیکنی
داموضوع ډیره ښایسته کړه او له سترڅښتن نه دی بریالی او
سرلوړۍ غواړم او کوښښ به کوو چی په دی اړه نوری جالبی
لیکنی وکړو
که څه هم داموضوع تقریبا اتفاقی موضوع ده خو زموږ ځینی ملګری
له دی موضوع سره لیوالتیا نلری اودا نه لیوالتیا باید ددی لامل نشی
چی هغوی خبره په مخالف لوری وغځوی ځکه تاسو که فکر کړی وی
زموږدویب پاڼی له ګډونکوونکو نه لیدونکی زیات دی او هغوی ته
دیوی رغنده لیکنی په منځ کی مخالفی خبری شکوک او په موضوع
نه باور پیدا کوی
او له دی لیکنی نه زموږ موخه نو دا هم نه ده چی خلک رهبانیت او
دبایبل تعلیماتو ته رابلو لکه چی وایی که مخالف لوری دی په مخ
څپیړه درکړی نو ته بل مخ ورته ونسیه په دی اړه که خدای کول زه یوه
بله لیکنه دلته کوم چی هغه به ددی ایت شریف تفسیر وی :
لایحب الله الجهر بالسوء من القول الا من ظلم ...
په مینه
.
عادل عادل
26.10.2009
سلامونه
خبرې مو ټولې سمې او د قدر وړ دي، خو د یو لاس څخه ټک نه خیژي، د بحث او مناظرې ټول اطراف باید متقابل تفاهم او پوهاوئ ولري دا هغه څه دي چې په عام ډول اړین دي او باید چې د خپلولو او عملي کولو کوښښ یې وکړو.
په خاص ډول که فرض کړو چې مونږ او تاسو په دغو ټولو اصولو پوه او خبر یو، نو فکر نه کوم چې زمونږ ستونزه به حل شوې وي، سبب یې د بحثونو او مناظرو اطراف نه بلکه زمونږ د ګران هیواد خاص شرایط او ځورونکئ غمژن حالت دی چې د اهمیت وړ اساسي ټکئ یې د خپلواکئ مسله ده، چې د بحث او مناظرې اطراف پرې د رایې اتفاق نلري، همدا سبب دی چې یو بل ته ستوغې یا سپور او سپک الفاظ کاروي، ځکه چې یوه ته خپلواکي تر سوال لاندې بریښي، بل په وطن (ډالر) مین یې د دیموکراسئ اړینه پروسه معرفي کوي، بل ته دیموکراسي د فزیکي او عملي وجود په رڼا کې شین کفر ښکاري، یو یې صرف د طبع په حد کې مخالف دی ، بل یې د ملتپالنې تر شعار لاندې مجازي حل وړاندې کوي، بل یې ظاهرا درسره مني خو موجوده افغاني ټولو هلو ځلو ته د شک په ړندو سترګو ګوري او ډیر نور داسې مثالونه شته چې زمونږ په منځ کې د بحث فضا شخړې ته کاږي او بې نتیجې د نه پای سره پای مومي.
سالم بحث او مناظره خو تنها هغه وخت شونې او نتایج یې مفید دي، چې اطراف په اصولو کې سره موافق وي، د بحث ټکي د اصل اجزا او سلیقه وي.
بحث به څنګه خپله سالمه بڼه ولرلای شي چې یو وایي، کور ته مې غل رالویدلئ، خو بل طرف ورته وایي چې هغه نه تنها چې غل نه دئ بلکه ستا میلمه او زما د خوښې او په طبع برابر عمل کوي، دلته مصلحت یا تش او پوچ شعار د غاصب او مغروره غله مخنیوی نکوي بلکه د هغه ملګري ده.
تریخ حقیقت هم دادی چې تر ټولو ډیر بیا هغه څوک د احساساتو ښکار او د بحث اصولو ته شا کوي چې د تلې پله یې په حقوقي لحاظ درنه خو د ړندې میډیا، زور او ډالرو په رڼا کې د ړندو قضاوتونو په ګرداب کې ګیر شي.
زه خپله د خپل عادت او ظاهر خلاف ټولو هغو ته په زړه کې ډیرې رکیکې مستمرې ښکنځلې او بدرد وایم چې زمونږ د ګران وطن اشغال نه تسلیموي، او یا خو یې ظاهرا تسلیموي خو د مصلحت په بنا یې د بل حل د نه لیدلو په سبب د بهرنیانو حضور اړین بولي او د توجیه کولو کوښښ یې کوي، د دښمن وحشي کړنو باندې سترګې پټوي ، روانې ټولې ناخوالې د دیموکراسئ پروسه )لنګه غوا( نوموي او داسې نور ټول هغه ړانده قضاوتونه چې د دین ، وطن او ولس سره نه بښونکې جفا بلل کیژي.
بښنه غواړم که موضوع مې د علمي څیړنې څخه بل لوري ته کاږلې وي.
رښتینی
07.11.2009
عادل صیب له نظر نه مو ډیره مننه ستاسو خبری
دتایی وړ او ګټوری دی او په دی اړه ستاسواو نورو
وروڼو لیکنوته په انتظار یو الله مو بریالی لره
په مینه