نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
شمال ټلواله نوي ناورينونه زېږوي
محمد احمد حمي
18.10.2009
د خپلواکۍ د فرهنګی مرکز یاددښت
ګرانو هېوادوالو !
له بده مرغه په دې ورځو کې هماغه د شر او فساد استازي زموږ د جګړې ځپلو هېوادوالو د هوسا ژوند د ګډ وډولو او دشرارت خواته د حالاتو ورثوقولو ګواښونه کوي .که په کابل کې ډاکټر عبدالله له هر تریبیون څخه د دښمنۍ غږ کوي نو هلته مشهور سړي وژونکی قومندان عطامحمد هم لکه د داکټر نجیب د وخت جنرال دوستم د شمال د بېلوالي
ببو لالې وایي او له مرکزي دولت څخه د نه اطاعت نارې سورې وهي .له بلې خوادلته او هلته افغان دښمنه کړۍ
( افغانستانیان او باداران یې )هڅه کوي غیر پښتانه قامونه د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ له پاره ولمسوي او په دې توګه د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په بهیر کې ګویا د کرزي او پښتنو لخوا د درغلیو په پلمه لکه د ۹۲ کال د هغې داسې د بلوا او شرارت له پاره زمینه برابره کړي .دا هغه ناولې دنده ده چې د پېړیو په اوږدو کې له یو افغان دښمنه عنصر څخه بل افغان دښمنه سړي او ډلګۍ ته په میراث رسېدلې .او دا په داسې حال کې ده چې دغه شان ناولې نقشې له تور مخو طراحانو سره یې خاورو کې خاورې شوي او ان داسې هم شوي چې له سرحدونو ها خوا په ماورالنهر کې یې په تېښته د خپلو نیکونو غېږې ته پېرته ورټوپ کړي .نو له همدې امله ده چې افغانان تر بل هر وخته اوس ډېر هوښیار او بیداره شوي او په خپل پيوستون سره به دا او دې ته ورته هره دسیسه او نقشه له ماتې سره مخامخ کړي .
په پوره باور سره ښاغلي کرزی دا ټولتاکنې په داسې حال کې وړي چې دننه په هېواد کې ورته دغو شرارت پسنده کړيو او له هېواد څخه د باندې ورته یو شمېر ناښادو ګاونډیو او نړېوال ځبرځواکونو مزاحمت او مشکلات رامنځته کول .
د افغانستان سوله خوښوونکی ولس د ټاکنو عادلانه پایلې مني خو که چېرې شمال ټلواله او حامیان یې پر افغانانو ناورینونو تپي، نو ښه دې خبر شي چې په دې سرلوړي هېواد کې داسې ویاړلی ملت هم ژوند کوي چې د ضرورت په وخت کې به لکه د پخوا په شان د شر او فساد استازي او باداران به یې د نیستۍ کندې ته ورواچوي.
افغان ملت تل هوښیاره او بېداره دی
په درنښت
_____________________________________
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=29950
محمد احمد حمي
18.10.2009
درنو لوستونكو څه پكښي واياست ؟؟؟
Re: شمال ټلواله نوي ناورينونه زېږوي
pattang
18.10.2009
ولې کرزی اجنټ څه بلا وهلی دی له خپلې cia يې د مرسته وغواړي اوکه مرسته
نوي نواستعفا دې وکړي خو دا اجنټ ډارن دهيچا زوی ندی٠
[quote:30987911fa]
د خپلواکۍ د فرهنګی مرکز یاددښت
ګرانو هېوادوالو !
له بده مرغه په دې ورځو کې هماغه د شر او فساد استازي زموږ د جګړې ځپلو هېوادوالو د هوسا ژوند د ګډ وډولو او دشرارت خواته د حالاتو ورثوقولو ګواښونه کوي .که په کابل کې ډاکټر عبدالله له هر تریبیون څخه د دښمنۍ غږ کوي نو هلته مشهور سړي وژونکی قومندان عطامحمد هم لکه د داکټر نجیب د وخت جنرال دوستم د شمال د بېلوالي
ببو لالې وایي او له مرکزي دولت څخه د نه اطاعت نارې سورې وهي .
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=29950
____________________________________
[/quote:30987911fa]
..Ahmadzai
18.10.2009
[quote:55a21d2435]په پوره باور سره ښاغلي کرزی دا ټولتاکنې په داسې حال کې وړي چې دننه په هېواد کې ورته دغو شرارت پسنده کړيو او له هېواد څخه د باندې ورته یو شمېر ناښادو ګاونډیو او نړېوال ځبرځواکونو مزاحمت او مشکلات رامنځته کول .[/quote:55a21d2435]
كرزي ته تبلیغاتي کمپاین چلول دي، او بس.
کرزی، عبدالله، عطا شیطان درې واړه یو دي، همدارنګه فهیم، دوستم، قانوني، سیاف، رباني،مجددي، جیلاني، وردګ، خورم، اتمر ، احادي، اسماعیل خان، محقق، خلیلي، چکړي، او نور ، ټول یو ډول خلک دي، څه فرق نلري، ټول په یوه دسترخوان ډوډۍ خوري، ټول غله ، جنیاتکاره، قاتلان او ملي خاینان دي.
و.افغان
19.10.2009
[quote:5cbc290b50="jalal ahmadzai"][quote:5cbc290b50]په پوره باور سره ښاغلي کرزی دا ټولتاکنې په داسې حال کې وړي چې دننه په هېواد کې ورته دغو شرارت پسنده کړيو او له هېواد څخه د باندې ورته یو شمېر ناښادو ګاونډیو او نړېوال ځبرځواکونو مزاحمت او مشکلات رامنځته کول .[/quote:5cbc290b50]
كرزي ته تبلیغاتي کمپاین چلول دي، او بس.
کرزی، عبدالله، عطا شیطان درې واړه یو دي، همدارنګه فهیم، دوستم، قانوني، سیاف، رباني،مجددي، جیلاني، وردګ، خورم، اتمر ، احادي، اسماعیل خان، محقق، خلیلي، چکړي، او نور ، ټول یو ډول خلک دي، څه فرق نلري، ټول په یوه دسترخوان ډوډۍ خوري، ټول غله ، جنیاتکاره، قاتلان او ملي خاینان دي.[/quote:5cbc290b50]
سلام علیکم
بيخي همدغسې ده، امريکا او نړيوالو متحدينو يې چې کومه لوبه روانه کړېده،
کرزی په کې د يوه مأمور په څېر ددغې کرغېړنې لوبې يوه حلقه جوړوي، دا نو څه
معنا لري؟ چې د کرزي د حکومت تر څنګ دې د هغو څلويښتو دولتونو فوځ ولاړ
وي، چې پياوړی طالب حکومت يې له منځه يووړ، اوس دغه ځينې موږکان چې
د طالب له وېرې په سوړو کې ننوتي وو، لارې ته نشي راوستی؟؟؟
دا هر څه په مونږ پورې ټوقې مسخرې او ريشخند وهل دي.
په درنښت
زبير نجيب
19.10.2009
سلامونه،
محمد احمد حمي وروره،
نومونه د ډېر ښکلي او پاک دي، خبرې هم ښې کوې مګر په اخر کې يې کږې
کوې٠ دا چيغې خو ولس هغه وخت کرزي ته وکړې چې اوبه لا د ورخ نه نوې تېرې, خو دې مفعول ( بخښنه غواړم د لوستوونکو نه)همدې مجرمينو ته مخ او وولس ته شا کړه، لکه سنګه چې نورو دا بازۍ وبايلې
د مثال په توګه (نجيب)٠ ده نه هم د ورخ نه تېرې دي٠
کرزي ته داسې وايم چې په تا کنداري هزاره بابه بشردوست هم شه دې، نور د الله دې ولس ته خير ورپېښ کي٠ نو احمده وروره ددې په ځای چې کمپاين وکې، د خپل نوم لحاظ په خپله وکه،
او ددې خوار ملت په خاطر د الله کرزۍ او دده جنايي ټيم خوار کي٠
او وروڼو په الله قسم درکوم چې لاسونه پورته او د الله نه دې خاينينو ته دې
هدايت دعا هم نه، دې هلاکت دعا وکړۍ٠ دا جنايتکاران نور دا ولس بېچاره هم نه ګڼي، دې حماقت په بې شرمو او
مړو سترګو ورته ګوري٠
باتور
19.10.2009
علي بابا و اربعين حرامي !!
ژباړه:
پښتون او څلوېښت حرموني!!
په درنښت
محمد احمد حمي
20.10.2009
[quote:afabead47d="زبير نجيب"]سلامونه،
محمد احمد حمي وروره،
نومونه د ډېر ښکلي او پاک دي، خبرې هم ښې کوې مګر په اخر کې يې کږې
کوې٠ دا چيغې خو ولس هغه وخت کرزي ته وکړې چې اوبه لا د ورخ نه نوې تېرې, خو دې مفعول ( بخښنه غواړم د لوستوونکو نه)همدې مجرمينو ته مخ او وولس ته شا کړه، لکه سنګه چې نورو دا بازۍ وبايلې
د مثال په توګه (نجيب)٠ ده نه هم د ورخ نه تېرې دي٠
کرزي ته داسې وايم چې په تا کنداري هزاره بابه بشردوست هم شه دې، نور د الله دې ولس ته خير ورپېښ کي٠ نو احمده وروره ددې په ځای چې کمپاين وکې، د خپل نوم لحاظ په خپله وکه،
او ددې خوار ملت په خاطر د الله کرزۍ او دده جنايي ټيم خوار کي٠
او وروڼو په الله قسم درکوم چې لاسونه پورته او د الله نه دې خاينينو ته دې
هدايت دعا هم نه، دې هلاکت دعا وکړۍ٠ دا جنايتکاران نور دا ولس بېچاره هم نه ګڼي، دې حماقت په بې شرمو او
مړو سترګو ورته ګوري٠[/quote:afabead47d]
ګرانه زبير جانه نيكى هيلي او سلامونه مي ومنه
ستاسي په جوابي ليكنه ډير زيات خوښ شوم
او هم مي ستاسي نصيحت په پوره پام سره ولوست ، الله دي توفيق راكړي تر څو هر يو خپل ځان داسلامي شريعت پوره تابع كړو. آمين
ګرانه دليكني په ځواب كي به دي دومره درته ووايم چي دا لوړه ليكنه ما خپله نه ده كړي، بلكه له بېنوا څخه مي را كاپى كړى او دلته مي ايښي ده ترڅو ملګري پرې وږغيږي ، او لاندي مي ورته دبېنوا دويب پاڼي لينك هم ايښى دى، خو ستاسي لكه چي نه دى ورپام شوى، په لومړى ليكنه كي ما هيڅ هم نه دي ليكلي البته په دوهم نمبر ليكنه كي مي يوازي او يوازي دا الفاظ ليكلي دي:
(( درنو لوستونكو څه پكښي واياست ؟؟؟ ))
فقط.
هيله ده چي زما په ځواب به مو سر خلاص شوى وي.
محمد احمد حمي
20.10.2009
[quote:704571f3f7="زبير نجيب"]سلامونه،
محمد احمد حمي وروره،
نومونه د ډېر ښکلي او پاک دي، خبرې هم ښې کوې مګر په اخر کې يې کږې
کوې٠[/quote:704571f3f7]
داسي معلوميږي چي تاسي دانټرنيټ دبحث فورمونو سره په پوره ډول آشنا نه ياست، خير دى بلد به شي.