د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ویده قوم او مداریان سیاستوال

larghonay laraway
18.10.2009

د پښتنو اوسنی حالت د ډېر افسوس وړ دی خدای دې هیڅ قوم له داسې جړ مشوړو او ستونزمنو حالاتو سره نه مخ کوي. تاسو وګورئ له یوې خوا اکثرو پښتنو د موجوده حالاتو له لاسه په ټاکنو کې ګډون ونه کړ. ځکه دوی پوهېدل چې هسې یوه ډرامه ده چې تمثیل یې په دوی کوي. نور چې د شین پین اوبامه څه خوښه وي همغه به کېږي. که څه هم دا د خوښۍ خبره نه ده چې پښتانه له یو ډیموکراټ او سیاسي برخلیک ټاکونکي بهیره شاته شول خو حالات داسې وو چې دوی خپل برخلیک نه شو ټاکلی ځکه یې دا د شمکي غوړپ وکړ او له ټاکنو لاس په سر شول.
ولې د ژړا ځای دا دی چې د افغانستان د پارلمان یو شمېر پښتانه غړي او یوڅو دانکۍ پښتانه لیکوال چې کرزي په ډالرو رانیولي دومره سپین سترګي کوي چې نوره له زغمه وتلې ده.
دا چې د کرزي د والیانو، ولسوالانو او ځینو نورو تقلب چې د رایو صندوقونه یې ډک کړي دغه خرڅ شوي یاران یې په واز کومي او په ډېره سپین سترګۍ په پښتنو ورتپي او وایي چې پښتنو په سختو شرایطو کې رایې ورکړي دی؟!
پښتانه بې چاره ګان حالاتو داسې کاړه او ګونګیان کړي چې هیڅ خبره یې له خولې نه راووزي چې ووایي: یه د پارلمان لوبغاړو سپین سترګي او بې شرمي خو هم حد لري!
یه درنو لیکوالو! ستاسو هغه عاطفه، شعور او اخلاص همدا اجازه درکوي چې د یو چا د غلا، تقلب او اختلاس ملاتړ وکړئ؟
زه نه وایم چې د شمالي ټلوالې نازولی ډاکټر په حقه دی او کرزی په ناحقه دی ؛ بلکې دواړو یو ډیموکراټیک او برخلیک ټاکونکي بهیر ته په سپکه کتلي، دواړو غلا، تقلب او اختلاس کړی نو ملت باید ویښ شي او دا دواړه مداریان له دټاکنیز بهیره بې برخې کړي. ملت باید له هغو ټولو بهرنیانو او کورنیو کسانو چې په دې بهیر کې لاس لري، وغواړي چې دا دواړه ښاغلي له دې بهیره بې برخې کړي او تر دوی وروسته دوه کسانو ته د بیا ټاکنو د سیالۍ موقع ورکړي چې هغه اشرف غني احمدزی او بشر دوست دي.


Sangar Watan
18.10.2009

[color=orange:56e50d334e]وازروا بيا وازروا،
دافغانستان دولت واپس دبن دسيسيي ادارئ دتکرار په لور روان دی٠[/color:56e50d334e]

کرزي،دکرزي فاسده اداره( دپارلمان داکثريت غړو په شمول )عبدالله ، دهغه ډاکوګان،او [color=red:56e50d334e]دهغوباداران نن، [/color:56e50d334e]سبا لګيا دي چه دافغانستان دتش
په نامه اولاسپوڅئ اداري ،واک اختيار، دکرزي او عبدالله دبانډونو تر منځ
وويشي٠
دخبرونو له مخې،ځلمی خليلزاد،دفرانسې دبهرنيو اړيکو وزير اودامريکې
دسنا مجلس دبهرنيو اړېکو ريس ،اوس اوس په کابل کی دکرزي اوعبدالله
دچپاولګروسره په جرګه او مرکه اخته دي٠کرزي خپل بادار ته دتعظيم سر ښکته
کړ او عبدالله ويلي چه په څو راتلونکو ګړيو کي به ديوه ائتلافياداری په
هکله خپل دريز څرګند کړي٠

[color=white:56e50d334e]پښتون پريږده چه خپل ورواوتربور ووژني![/color:56e50d334e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more