ټولنه او ټولنپوهنه
اولسواکي يا ديموکراسي څشی دی :
نقاد
21.02.2004
..................................................[size=24:8c745e57b2][color=blue:8c745e57b2]ديموکراسي يا اولسواکي[/color:8c745e57b2][/size:8c745e57b2]
............................................[color=red:8c745e57b2] د اولسواکۍ مفهوم او ډولونه
[/color:8c745e57b2] [color=yellow:8c745e57b2]I ـ مفهوم:[/color:8c745e57b2]
ديموکراسي له دوه يوناني کلموڅخه جوړه شوې ده چې لومړۍ يې( دېمو) او وروستۍ يې (کراسي) ده . که څه هم اصلي ټکی کراسي يعنې واک او واکمني ده چې دهر دولت د تاسيساتو په ټوليزه کې پلې کيږي ،خو د کراسۍ يا حاکميت ډولونه ډير دي ، لکه اوتو کراسي ، اريستوکراسي ، مونو کراسي ، دېموکراسي اونور...دهر دولت اوحکومت ډول په دې پيژندل کې چی هغه له څه ډول واک اوحاکميت څخه کار اخلي .که حاکميت د خلکو په ﻻس کې وي ، يعنې د اولس واک او واکمني وي ، نو ديمو کراسي ورته وايي، ځکه ډېمو اولس يا خلکو ته ، او کراسي حاکميت يا واک او واکمنۍ ته وايي. نو اولسواکي د ديموکراسۍ سمه پښتو ترجمه ده.
د اولسواکۍ له وييز او پوهيز (مفهوم) څخه خو داسې بريښي چې ګواکې اولس متحد او پخپله په ګډه سره حکومت کوي ، ولې په واقعيت کې داسې نه ده اونه دا مکان لري . هو دا سمه ده چې په يموکراسۍ کې له يوې خوا ددولتي قدرت يواځينۍمنبع اوحامل اولس دی ، خو له بلې خوا اولس په واقعيت کې پخپله نه واک چلولی شي او نه حکومت کولی شي ، [color=blue:8c745e57b2]نو ديموکراسي په حقيقت کې يواځې په فکري توګه له اولس څخه د ټول دولتي قدرت اشتقاق کولو ته وايي ، او صرف د اولس د حاکميت د برحقيت له پاره بيلابېلې عملي قانوني ﻻرې چارې د ديموکراسۍ اصل او ماهيت ګڼل کيږي .[/color:8c745e57b2] ـ
دديموکراسۍ مفهوم يو حقوقي او سياسي مفهوم دی، يعنې د دولت سره مستقيم تړاو لري او ان ددولت سره د تړلو ټولنواو اقتصادي برخو پورې غځيدلی دی .
[color=yellow:8c745e57b2]ديموکراسي د تاريخي چاپېريال سره سم د هيواد د ټولو اتباعو سياسي او ټولنيز مساوات ته وايي . د فردي ازادۍ خوندي کول له يوې خوا، دولتي سازمان د اجرائيې ، مقننې او عدليې په درې ګونو ځواکونو ويشل او يو له بل څخه بېلوالی له بلې خوا ، او دغه شان د رايود اکثريت د اصل پر بنسټ ټول ټاکنې ، ټول پوښتنو او ددولتي ارګانونو تصميمونه نيول او پلي کول د ديموکراسۍ په مفهوم کې نغښتي دي . زياتره د اکثريت واکمني دديموکراسۍ اصلي ټکی، او د ملي شورا له پاره د عامو ، مساويانه و ازادو ټاکنو تر سره کول دهغې مهمه برخه بلل کيږي . خو په ځينو برخو کې بيا د اکثريت د قدرت محدودول ( د ازادۍ د پرينسيپ له مخې) هم د ديموکراسۍ سره تړلي دي ( لکه د فردي آزادي ، د لږکيو حقوق او دسې نور ). [/color:8c745e57b2]
ديموکراسي د دولت د شکل ( ديموکرتيک دولت ) په توګه د حاکميت او واکمنۍ يو سيستم يا نظام دی، چې بي له شک او ترديد څخه پکې امريت او ماموريت، امر او تابعيت چليږي ، يعنې ګډ وډۍ يا په هروخت کې دهر فرد نامحدودې خوښې او غوښتنو ته ديموکراسي نه وايي . سره ددې چې ديموکراسي اولس او فرد فرد ته د هم ټولنې د سرنوشت په ټاکلو او هم د عمل په ډګر کې د برخې اخيستلو حق ورکوي ، خو دا حقونه تل د قانون په ټاکل شوي شکلونو او قانوني چوکاټونو کې تر سره کيږي . يعنې : کله چې د ټولنې هر غړی او هر وګړی دومره پوهه او پخلی لري چې خپل خصوصي کارونه او د ژوندانه چارې په آزادانه توګه د قانونيت په چوکاټ کې تر سره کولی شي ،بيا د مدني ژوندانه په دغسې يوه ټاکلې سطحه نور سمه او مناسبه نه بريښي چې د ټولنې د مهمو چارو په ټاکلو کې ، کومې ې دده د سرنوشت په ټاکلو کې هم مهم رول لري، له ونډې اخيستنې څخه بې برخې شي او نوموړی د خپلې د ارادې پر خلاف د يوې نامعقولې دولتي واکمنۍ ( ديکتاتورۍ) منلو ته اړويستل شي . خو دا ټولې غوښتنې د قانون په چو کاټ کې تنظيم او پلې کيږي، له دې کبله هره ديموکرا سي قانون او بشپړ قانوني سيستم ته اړ لري چې ټول پر حقوقي بنسټ ولاړ او په ځانګړې توګه د طبيعي او مثبتو حقوقو له مخې تنظيم شوی اوسي او يا پر دوديزو حقوقو تکيه شوي وي. أابته ديموکراسي د خپل شته والي د ساتنې له پاره هم دې ته اړ ده چې نوموړي حقوقي قوانين په عملي ډګر کې پلي کړي . قانونيت او ددولت قانوني حاکميت ځکه د ديموکراسۍ له بنسټيزو اصولو څخه يو مهم اصل شمېرل کيږي.
[color=red:8c745e57b2] II :ــ د سياسي ديموکراسۍ د جوړښت عنصرونه :[/color:8c745e57b2]
١[color=blue:8c745e57b2]ــ مادي عناصر:
د ديموکراسۍ مادي څه توب او منځپانکه ، د کومې له پاره چې سړی د يموکراسي غواړي او پلې کوي يې، د ﻻندينو فکتورونو په تړاو کې پرته ده:
الف ــ د اولس خپل اراديت، آزادي ، مساوات او( د ټولو رسمي چارو) قانونيت .
د اولس خپل اراديت، ملي اراده يا د اولس واک او واکمني معنی داده چې ددولتي واکمنۍ ټول قدرت د خلکو يعنې اولس څخه خپله سرچينه او اشتقاق مومي . يعنې په وروستي تحليل او نتيجه په ټوليزه توګه د خلکو ټولنه، يعنې د هيواد د رايو د حق لرونکو اتباعو ټولګه واکمني چلوي او بس. ددې لومړۍ نتيجه داده چې په ديموکراسۍ کې د دولتي واکمنۍ جوړونه په يوه طبيعي بهير کې ، او د داسې ارګانونو له ﻻرې ترسره کيږي چې له ﻻندې څخه پورته خواته وضع کيږي. خو ددېموکراۍ ټيک برعکس، په ديکتاتورۍ يا زورواکۍ بيا د دولتي واکمنۍ له پورته خوا څخه ښکته خواته جوړښت مومي. په دې ډول صلاحيت په ديموکراسۍ کې له ښکته څخه پورته خواته ټاکل کيږي . ددې د پلي کولو له پاره بايد يو عملي کنترول موجود وي چي د هغې په وسيله برعکس مسوليت بيا له پورته خوا څخه د ښکته خوا په وړاندي ټاکل کيږي ، يعني
د شورا استازي د اولس يا خلکو په وړاندې مسوول وي ، او دولت د پار لمان په وړاندې مسوليت ولري ، نه برعکس ! [/color:8c745e57b2]
، نو ددې مسوليت اولس په نوې انتخاباتي دوره کې نتيجه ګيري کوي او د شورا د استازي رحصتوي او يا يې بيا ټاکي، همدغه راز د شوری له پاره د اولس استازي کولۍ شي چې حکومت رحصت کاندي( که دحکوم شکل پارلماني وي) ، او يا يې ( د حکومت په اولسمشرېزه شکل کې) لږ تر لږه په بل څل انتخاباتو کې بيا په کار ونه ګماري. د او لس دواک يا دملي ارادې اصل په دې تر ټولو زيات په ډاګه کيږي چې د قانون ټاکنې يا تقنين زور او ځواک د اولس په ﻻس کې دی. داچې آيا او تر کومه حده پورې اولس پخپله د ټولپوښتنو يا ټولټاکنو له ﻻرې په مستقيم ډول سره له دغه حقوقي صلاحيت څخه کار اخلي ، او که نه اولس د خپلو ټاکلو استازو له ﻻرې نوموړې صلاحيت کاوي، دا توپير نو ر د ديموکراسۍ د مفهوم په ټاکنه کې مهم رول نه لوبوي، خو په دېشرط چې د شورا استازيتوب د ديموکراتيکو اصولو سره سم د ټولګړو(عامو) ، مساوي او آزادو انخاباتو له ﻻرې رامنځته کيږي او د ټولټاکنو په لنډه دوره (٢ ــ ٥) کې بيا تکرارشي .[/color]
[color=red:8c745e57b2] : ب: دديموکراسۍ يو بل بنسټي عنصر آزادي ده:[/color:8c745e57b2]
دلته په مستقيمه توګه سياسي آزادي مطلب ده ددې آزادۍ معنی داده چې انسان رسمأ د شخصيت په توګه و پيژندل شي ، څو دهغه د شخصيت د ازادانه ودې او پراختيا له پاره ددولت او لوړو مقاماتو له بريد او غرض څخه آزاده آ ډانه موجوده اويوه فردي فضا د ژوند د طبيعي ساحې په توګه ددولت له خوا تامين اوسي. سياسي آزادي په رسمي توګه د انساني ارادې د آزادۍ منلو پورې له يوې خوا او همدارنګه ددې پورې له بلې خوا تړاو لرې چې بايد له دولتي کولکتيويزم څخه ډډه شوې وي ،يعنې د انسان د موجوديت غايه او هدف بايد ددولت له خوا د هيڅ ډول کومې رسمي ټولنې پورې ونه تړل شي او په دې توګه دانسان موجوديت د دولتي ايديالوژۍ په يوه وسيله بدل او دهغې قرباني نشي.[color=red:8c745e57b2]د انسان بايد پخپله د فرد او شخصيت په توګه درناوی خوندي وي.[/color:8c745e57b2]
[color=yellow:8c745e57b2] ج ــ د ديموکراسۍ دريم جز مساوات دی: [/color:8c745e57b2]
له مساوات څخه دلته لږ تر لږه سياسي مساوات مطلب دی يعنې ( پرته له ماشومانو، تنکي ځوانانو ، ليونيانو او سختو جنايت کارانو ) ددولت ټول عاقل او بالغ اتباع چې له خپل عقل او وجدان څخه کار اخيستلی شي ددولت په وړاندې د اتباعو يو برابر او مساوي حقوق لري.دلته روحي ، انديز او جسماني مساوات نه مطلب دی او نه غوښتل کيږي، بلکې دې ته په ورته توګه ، لکه څنګه چې ټول انسانان د الله تعالی په وړاندې سره برابر او مساوي دي، دغسې بايد د خپلو جسماني، فکري او روحي توپيرونو سره سره د د دولت په وړاندې د مساوي حقونو او مسوليتونو لرونکي وي او د تقنين ، قضا او ادارې له خوا ورسره يوشان مساوي چلند وشي.، مګر داچې واقعأ ځانګړي توپيرونه يې زيان يا امتياز ﻻزم کاندي. په تيره بيا د اصل او نسب ، نژاد، ژبې ، جنس ، عقيدې او د مذهبي او سياسي نظر توپيرونه په يوه عصري ديموکراتيک دولت کې هيڅکله د تبعيض دليل او بهانه کيدلی نشي ، ځکه نن سبا د يو فرقه يي سياسي اقليت موجوديت د منلو وړ نه دی. د ديموکراسۍ د مادي عنصر په توګه د مساوات مفهوم په نورو برخو کې ( لکه اجتماعي ، اقتصادي يا د تعليماتو د چانسونو) مساوات په لمن کې نه رانغاړي ، بلکې صرف د قانون په وړاندې د عاقلو او بالغو اتباعو مساوات او برابري ده!(*) ـ
[color=red:8c745e57b2]د: حقوقي دولتوالی [/color:8c745e57b2]:
د ديموکراسۍ څخه مطلب له ارزښت څخه بيطرفي او ناپيلتوب نه دی، بلکې د آزادۍ او مساوات هدف د عدالت پلي کول او د خودکام چلند مخنيوی دی. هيڅ ډول حدود نه پيژندل او نه مراعات کول له آزادۍ او مساوات څخه د ناوړه ګټو د پورته کولو او داولس د سياسي ارادې د څرګندونې په ترځ کې د تيري او زور زياتي سبب هم وګرځي . که څه هم ديموکراسي يو سياسي ــ ، خو ددې سره جوخت يو حقوقي خصلت هم لري او
د خپل پوهيز سره سم يواځې د يوه باثباته او غښتلي حقوقي نظام په چوکاټ کې ، کوم چې لږ تر لږه د دولت څخه د مخکيني او مافوق دولتي طبيعي حقوقو پربنسټ تکيه لري، شته والی لرلی او غوړيدلی شي.
په دې ډول ، څنګه چې د اولس واک او د ملت اراده، حقوق، آزادي او برابري د ديموکراسۍ اچزا وې دي، نو ديموکراسي له هيواد څخه بهر هم د نورو اولسونو او هيوادونو د موجوديت د حق، ازادۍ او برابرۍ په رسميت پيژندنه غواړي.بېتفاوته بريښي چې دا مطالبه پخپله د ديموکراسۍ په پوهيز کې رانغښتې ده او که د ديموکراسۍ اړينه پايله او يوه نتيجه وبولو. البته د ديموکراسۍ پورتني عنصرونه يو د بل سره په بيلابيل انډول کې ولاړ دي. مثلأ د امريکا د متحده ايالاتو په ديموکراسۍ کې د آزادۍ ــ، په فرانسه کې د مساوات او برابرۍ مفکوره او په سويس کې بيا د مستقيمې ديموکراسۍ عنصر زيات رنګ خپل کړی دی. خو ددې ټولو خبرو سره سره اړينه بريښي چې ديموکراسي بايد د ١٩ پيړۍ د بې منځپانګې صوري ( فورمالې) ديموکراسۍ
په څېر نه وي چې يواځې د سياسي غښتلو خو له ارګانيک تړاو پرته نظريو پر بنسټ يې صرف د اکثريت اراده غوښتله، چې څرنګوالی يې نشو اټکل کيدای ، بلکې نن دديموکراسۍ مفهوم په مادي توګه يوه ، ټاکلې مادي او باثباته سياسي محتوا لري
[color=blue:8c745e57b2]
. III د ديموکراسۍ صوري يا فورمال اصلونه او عنصرونه :[/color:8c745e57b2]
څنګه چې د هرشي او هرې پېښې شکل د هغې د ماهيت او ظهور وحدت دی او شل له اهيت سره تړلی وي، نو دغسې [color=yellow:8c745e57b2]د ديموکراسۍ د مادي عناسرو او شامله اجزو د پلي کولو او تحقق له پاره هم د فورمالو (شکلي) اصولو مراعتول اړين دی، که نه دديموکراسۍ مفکوره بې تحققه او بي عمله پاتې کيږي. د دېموکراسۍ فورمال پرينسيپونه د اولسواکۍ يوشمير ماهيوي اصول دي : لکه ټول پوښتنې او ټولټاکنې ، چې رايګيري په کې په اړينه توګه عامه او ټولګړي، مساوي او برابره، مخفي او آزادانه وي . سربيره پر دې د رايو د اکثريت اصل هم يو اړين اصل دی، چې بايد په اساسي قانون کې درج او منل شوي وي. دغه راز اساسي حقونه ( بشري حقوق) ، د سياسي ګوندونو تعدد (سياسي پلوراليزم) چې مساوي چانسونه او د حکومت د مخالفت او اپوزيسون حق ولري ، د دولتي ځواکونو ويش پر مقننې ، اجرائيې او قضائيې باندې،د اساسي قانون ديوان لرل او د محکمو استقلاليت اوبالاخره د ديموکراسۍ د محتوا له مخې د اقليتونو د ساتنې حق ، دا ټول د ديموکراسۍ فورمال اصلونه دي. . داچې په نننۍ ټولنه کې هر تبعه ډير ې مجبورۍ او وابستګي لري، نو د انتخاباتو د آزادۍ .او آزادانه رايو د ورکولو د خوندي کولو له پاره بايد رايګيري نه يواځې عامې ، ازادې او مساويانه وي ، بلکې د رايو ورکول بايد سخت مخفيانه هم اوسي.د محاکمو اسقلاليت، دساسي قانون د ساتنې ديوان يا ستره محکمه، د اقليتونو د
حقوقو د ساتنې قانون ضروري دي.
[/color:8c745e57b2]
__________________________.
(*) : له بالغ څخه د بليغ او له بلوغ څخه د بلاغت انګېرنه سمه نه ده .
ع کريم حليمي
01.05.2004
ګران د قدر وړ پاڅونوال صاحب يوه کادانه سلامونه درته وايم !
دومره خوږه ښايسته تشرح موکړې چه انشاالله دراتلونکي سل کالو دپاره اصلاح نه غواړی ٠
زما په ډيموکراسيی تر ټولو اصلو دغه د ([color=red:0ffd015eb5]د فردي ازادۍ خوندي کول [/color:0ffd015eb5])ډير خوښ دی ٠
تر کمه ځايه چه په پښتو مطالعه ماکړئ ٠ پښتنو ليکوالو پر فردي ازادۍ ښه پوره تبصرې ندي کړی ٠
فکر کوم چه ځنی ستونزی بهئی درلودې ٠ چه زه ئی هم لرم ٠ د فردي زادۍ خوندونه اخلم او مزې ئی په نورو انسانانو هم وينم ٠ اوپه تعريف ئی هم ښه پوه يم ٠ يو مشکل لرم د ډيره وخته ٠ که په افغانستان کی داسی چيری
پېښه سوه پښتانه خوشبخته سوه ٠ اوحکومت فردي ازادي و منله ٠ او دونيا ته ئی اعلان کړه ٠ نوحکومت مسؤليت لری چه فردي ازادي دي وساتی ٠ او افغان واکدارن خو حق نه لری ! چه شريعت دي (مسجد) له حکومت
څه جلا کړي ٠ مرضأ عسايانو ، يهودو لار پيدا کړه يا په ملک کی مشته سوه ٠ او په عامه ئی تبلغ شروع کۍ
حکومت مجبوره دۍ چه فردي ازادي وساتی ٠ حکومت بايد څرنګه پاليسي په کار واچوي چه نه زه خوابدې
او هم فردي ازادي وساتل سي ٠ په فردي ازادۍ پسی مړيم ٠ هم څنی مرم ٠ مننه که مو شرعی حل و ټول افغان ته پيدا کړۍ
حليمي
نقاد
25.06.2004
[quote:6a1388a634="abdul karim Halimi"]ګران د قدر وړ پاڅونوال صاحب يوه کادانه سلامونه درته وايم !
دومره خوږه ښايسته تشرح موکړې چه انشاالله دراتلونکي سل کالو دپاره اصلاح نه غواړی ٠
زما په ډيموکراسيی تر ټولو اصلو دغه د ([color=red:6a1388a634]د فردي ازادۍ خوندي کول [/color:6a1388a634])ډير خوښ دی ٠
تر کمه ځايه چه په پښتو مطالعه ماکړئ ٠ پښتنو ليکوالو پر فردي ازادۍ ښه پوره تبصرې ندي کړی ٠
فکر کوم چه ځنی ستونزی بهئی درلودې ٠ چه زه ئی هم لرم ٠ د فردي زادۍ خوندونه اخلم او مزې ئی په نورو انسانانو هم وينم ٠ اوپه تعريف ئی هم ښه پوه يم ٠ يو مشکل لرم د ډيره وخته ٠ که په افغانستان کی داسی چيری
پېښه سوه پښتانه خوشبخته سوه ٠ اوحکومت فردي ازادي و منله ٠ او دونيا ته ئی اعلان کړه ٠ نوحکومت مسؤليت لری چه فردي ازادي دي وساتی ٠ او افغان واکدارن خو حق نه لری ! چه شريعت دي (مسجد) له حکومت
څه جلا کړي ٠ مرضأ عسايانو ، يهودو لار پيدا کړه يا په ملک کی مشته سوه ٠ او په عامه ئی تبلغ شروع کۍ
حکومت مجبوره دۍ چه فردي ازادي وساتی ٠ حکومت بايد څرنګه پاليسي په کار واچوي چه نه زه خوابدې
او هم فردي ازادي وساتل سي ٠ په فردي ازادۍ پسی مړيم ٠ هم څنی مرم ٠ مننه که مو شرعی حل و ټول افغان ته پيدا کړۍ
حليمي[/quote:6a1388a634]
دروند او قدرمن حليمي صاحب ، خدای (ج) مو په دواړه دنياوو کې نيکمرغه لره. له سلام وروسته به عرض وکړم چې رښتيا هم په ايديالوژيو کې فرد او فرديت نه ځای لري او نه يې ذکر او يادونه کيږي، او که چيرې بيا هم کيږي نو په هغو منفي صورتونو کې وي چې په اړونده ايديالوژۍ د ولاړې ټولنې له اصولو او نارمونو څخه فرد تيری کړی وي او د تورن او يا مجرم په توګه په ګوته شوی وي، يعنې د ټولنې ترې بد راغلي وي او په ښه سترګه ورته نه ګوري، نور که د ا ايديالوژي مذهبي وي او که غير مذهبي.، بي تفاوته ده.
په اسلامي ټولنو ،په تيره بيا افغانستان کې به د اسلام درناوی قانوني مکلفيت اوسي، په دې معنی چې د افغانستان د رسمي دين په توګه به يې دولت ددرناوي ساتنه کوي ، اسلامي تبليغ به آزاد وي ، په تيره بيا په جوماتونو کې به يې تل تبلغ او تدريس کيږي او ديني مدرسې به د اړتيا سره سم فعالې وي، خو د قرآني احکامو پر خلاف به هيڅوک هم تبليغ نشي کولي.، نصرانيان او يهوديان خو ﻻ څه کی څکی ، شريعت به په ټولو افرادو نافذ وي.خو په هغه څه کې چې شريعت مجازات نه دي ټاکلي، په هغې کې به فرد د مجازاتو د ګواښ او زور زياتي سره نه مخامخ کيږي. د ساري په توګه يو مسلمان چې ديني فرايض مني او انکار ترې نه کوي خو په عمل کې يې نه پرځای کوي، که شرعې ورته سزا نه وي ټاکلې، ده ته څوک بيا سزا هم نشي ورکولی.په همدې ځای کې هم د يوه ملايي رژيم د مشروعيت موضوع د فردي حقوقو په اړوند فيصله کيږي او د خدای له رسول پرته چې واکمني يې د پيغمبرۍ د وحې پر بنسټ مشروع او منل يې واجب دي، نور د مسلمانانو د افرادو د اکثريت د رايواخيستلو (بيعت کولو) پرته يو ملايي رژيم هم نشي مشروع کيدلی او د يوه نامشروع رژيم اطاعت په افرادو نه ﻻزميږي. د اهل حل او عقد خاوندان هم په ټول ټاکنو کې د اکثريت وړونکي کانديدان بلل کيږي چې په ملي شورا کې بيا د ملت د مهمو موضوعاتو چې موکل مسلمان اولس ورسپارلي دي دحل او عقد چاري يې تر سره کوي. که يو ديني ملا يا مولوي هم د حل او عقد وړتيا ولري او مسلمان اولس په دغه دنده په عامو ازادو او مخفي رايو کې وټاکه، نو دهغوی استازی يا د حل او عقد خاوند يعنې د شورا وکيل ګڼل کيږي.
[color=yellow:6a1388a634]خو د موضوع نورو اړخونو ته به نه ځو:[/color:6a1388a634] [color=blue:6a1388a634]آزادي او مسوليت تل سره د فرد په شعور کې تړلي دي. ازادي تل د مسوليت اساس دی او هر څومره چې د ازادۍ قوس پراخه وي، همغومره يې د مسوليت درجه لوړه او اډانه يې پراخه وي. له دې څخه مالوميږي چې ازادي د انسان اند او تفکر، پوهې او علميت ، کار او فعاليت ته وايي ، نه د لهو لعب اجازې او حيواني سات تيريو ته. او مسوليت ټولنې ته د انسان د اند،پوهې ، کار او فعاليت پايلو او ګټو ته وايي. که فردي ازادي نه وي د ټولنې ګټې به نابودې شي، که ټولنيز امکانات د افرادو له پاره ميسر نشي، دفرد ازادي به شنډه پاتې شي او ټولنه به نوره هم غريبه شي. هو، فرد د ټولنې پر اوږو او ټولنه د افرادو په اوږو سپره ده او د يو آزادي د بل دآزادۍ سره تړلې ده، ځکه خو افراد بايد ملي او اجتماعي ازاديو او ټولنه د فردي ازاديومطالبه ولري. ومن الله التوفيق .[/color:6a1388a634]
ع کريم حليمي
26.06.2004
.ډېر دانشمندنقاد صاحب او درنو لوستونکو سلام !
تر سلام ورسته دومره درته وايم خدای دي دين او دنيا سمه کړه ٠ چپه بېړۍ دي خدای در راسته که ٠ سره دټولو
لوستونکو او زماهم ٠
داسي يو جامع خوږه ليکنه مو کړې ٠ هر افغان او زه بايد دغه ليکنه پياد کړو لکه ضرب زناني ٠
او په تېره بيا دغه دغه ٠ [quote:e006141dd8] آزادي او مسوليت تل سره د فرد په شعور کې تړلي دي. ازادي تل د مسوليت اساس دی او هر څومره چې د ازادۍ قوس پراخه وي، همغومره يې د مسوليت درجه لوړه او اډانه يې پراخه وي. له دې څخه مالوميږي چې ازادي د انسان اند او تفکر، پوهې او علميت ، کار او فعاليت ته وايي ، نه د لهو لعب اجازې او حيواني سات تيريو ته. او مسوليت ټولنې ته د انسان د اند،پوهې ، کار او فعاليت پايلو او ګټو ته وايي. که فردي ازادي نه وي د ټولنې ګټې به نابودې شي، که ټولنيز امکانات د افرادو له پاره ميسر نشي، دفرد ازادي به شنډه پاتې شي او ټولنه به نوره هم غريبه شي. هو، فرد د ټولنې پر اوږو او ټولنه د افرادو په اوږو سپره ده او د يو آزادي د بل دآزادۍ سره تړلې ده، ځکه خو افراد بايد ملي او اجتماعي ازاديو او ټولنه د فردي ازاديومطالبه ولري. ومنالله التوفيق .[/quote:e006141dd8]
کله چه خدای مځکه چوړه کړه ٠ يوې خواته استوا خط سو او بل طرف ته د ايکوېډر سوه ٠ مانا يو طرف وچ بې بارانه او بل طرف ته اسمان سوری ٠
کله چي پر افغان دوه کاله باران ونسي نو وطن کي انسانان له لوږي مړه کيږي
او پر کړبي ين پر جزيرو چه درې کاله داسي بارانونه وسي چه ښارونه ئی لبېخه وکاږي ٠ زراعتونه اوبه يوسي پابريکې اوبه يوسي ٠ او راډيو اعلان وکړي چه درې نفره مړه دي ٠ او له لوږي هم څوک مړه نسي
دغه خاطر ده چه ساوت امريکا کي فردي ازادي سته او په افغانستان نه فردي ازادي سته او نه څوک څه پرليکي ٠ ولي چه ملا صاحب وخلکوته د يوسف ع قرأنی اياتونه لولي ٠ قرائت کوي ٠ او خلک ژړه وي ٠ او فردي ازادي خلکو ته نه قرائت کوي ٠ ولي چه د ملايانو مسؤليت ډيريږي ٠ او حکومت هم پر پردي ازادۍ نشريات نه کوي
ولي چه مسؤليت ئې دېريږي ٠
حال داچه ديوسف ع قصه د زحمتو بيان ددې له پاره نه دي راغلې چه د مېرېزي ورور ظلم بيان دې
اشاره و دې ته ده چه سېلو چوړه کۍ لکه يوسف ع چه جوړه کړې وه ٠
چه ٧ کاله باران نوي له لوږي به نه مرې ٠ اصلي مطلب يا مسيج ورک ٠ موږ ديوسف ع پر حال ږاړو ٠ او بيا نو سبا هم ډير خوشحاله يو څه څونه مي پرون وژړل په مسجد کي٠
چه ژاړي ښه عمل دې د مسلمان له پاره ٠ چه دی او خپل ځان وي
........................................................................................................................................................................
[color=red:e006141dd8] نوټ ٠ که زه ښه پوهيدلی يم تاسو داسي واياست
فرددهرڅه حق لري چه ووايی وليکي او هرڅه وکړي تر څو دبل حق ئې ترپښو نوي لاندي کړي ٠ د اسلامي اخلاقوسره سم ٠ يعنی فردي ازادي ٠
او فردي ازادي موږته الله راکړې ٠ که نه ئی وي راکړې نو دقيامت د ورځي حساب ته زه حېران يم ٠ چه هغه به څنګه حساب ؟؟؟؟[/color:e006141dd8]حليمي
نقاد
26.06.2004
[quote:70d4b8b3d4]فرددهرڅه حق لري چه ووايی وليکي او هرڅه وکړي تر څو دبل حق ئې ترپښو نوي لاندي کړي ٠ د اسلامي اخلاقوسره سم ٠ يعنی فردي ازادي ٠
او فردي ازادي موږته الله راکړې ٠ که نه ئی وي راکړې نو دقيامت د ورځي حساب ته زه حېران يم ٠ چه هغه به څنګه حساب ؟؟؟؟حليمي[/quote:70d4b8b3d4]
محترم او مکرم استاد حليمي صيب په اند مو برکت شه، تاسو ډيره سمه خبره کړې ده، زه ټول دوستان ستاسو د پورتنيو دوه جملو ژورو پايلو او نتيجو ته رابولم: د هر فرد آزادي د بل فرد دآزادۍ تر پولې پورې رسيږي او ترې بايد تيره نشي، که نه له پولې څخه تيريدل مطلق تيری دی او تيری ظلم دی، چې د ظلم کولو آزادي نه څوک لري او نه يې څوک لرلی شي، ځکه تيري ته څوک آزادي نشي ويلی ، بلکې د بل انسان د آزادۍ صلبولو ته تيری ويل کيږي. لا مهمه ستاسو دوهمه جمله ده، چې له فردي آزادۍ پرته د قيامت د ورځې حساب به څنګه (يعنې د چا سره) کيږي (؟ )، ځکه مسووليت خو د ازادۍ محصول او نتيجه ده ، نو له فردي آزادۍ پرته به فردي مسووليت څنګه ممکن شي؟ هيڅ امکان نه لري !!! ځکه الله تعالی د يوه پر ګناه بل بي ګناه نه نيسي او هر فرد پخپله په فردي توګه د خپلې ګناه د پايلو او مسووليت سر مخامخ کيږي. نو دلته دا غټ سوال رامنځته کيږي چې له فرد او فرديت څخه مخکې فردي آزادي او فردي مسوليت هم نشته ، او په دې ت ګه اسماي اديان او اسماني کتابونه هم امکان نه لري، ځکه د هغوی ټول احکام ، اوامراو نواهي ټول فرد فرد ته بيل بيل متوجه دي . که دغيرت صاحب تحليل چې پخوايي د ښاغلي عتيق سره په خبرو اترو کې بشپړ کړی و، سمې ومنو نو فرد او فرديت د حصوصي ملکيت نه مخکې وجود نه درلود او نه هم د فرد آزادي او فردي موليت د تصور وړ و. د خصوصي ملکيت پراختيا لومړنۍ طبقاتي ټولنه ( د مرييتوب يا غلام ساتنې دوره ) رامنځته کړه چې د فرد فرديت، فردي شعور ، فردي آزادۍ او فردي مسوليت هم په کې خپلې ريښې وځغلولې. خو داچې اسماني اديان تل د ټولنې په بحراني حالت کې منځته راعلي دي، نو پهرښتيا هم د مرييتوب ځخه فيوډالي ټولې ته د ليږداو يا ګزار په وخت کې منځته راغلي دي ، بشر ته دغه ګزار آسانه کړي. والسلام