د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د کابل د نن ورځی د برید، ویډیو

طالب ISI
08.10.2009

طالبانو نن بیا افغانان په وینو ولمبول.
الله پاک د دغه مظلومو افغانانو د وینو بدله له دی ظالمانو واخلی.
http://www.youtube.com/watch?v=g58N2jny1Jg&feature=player_embedded

http://www.bbc.co.uk/urdu/world/2009/10/091007_pics_kabul_blast_zs.shtml

ستاسی په نظر دا د هند د مرستو مقابل کی د پاکستان عکس العمل نه دی؟

ځکه هر هفه څوک چی افغانستان سره مرسته کوی، د پاکستان او طالبانو دښمنان دی.

مرګ په انګریزان، امریکایان، او دهغوی په اجیرانو طالبانو، او پاکستانیانو.[/img]


Re: د کابل د نن ورځی د برید، ویډیو

pattang
08.10.2009

اول خو ته خبر نه يې چې طالبانودا کا کړی دی داسې کارونه د cia طالبان کوي
څو هفتې مخ کې يې دقندهار په ښار کې يوه انفجار تر شلو زيات پا کستاني انجينران او کارګر مړه کړل چې يوې کمپنۍ ته يې کار ونه کول ٠
نالت په هغوی چې دامريکايانو په هر ډول تېرو لکه انسان وژنه ، ترور، جنسي
تجاوزونه او نور دبشر داخلاقو په ضد کارونو باندې خپلې سترګې پټوي .
نالت په اشغالګرو ، نالت په لاسپوڅيو افغانانو ٠
ژوندی دې وي ملي مقا ومت او دازادۍ ځوڅښت٠

[quote:c578f30bf0="shaheer"]طالبانو نن بیا افغانان په وینو ولمبول.
الله پاک د دغه مظلومو افغانانو د وینو بدله له دی ظالمانو واخلی.
http://www.youtube.com/watch?v=g58N2jny1Jg&feature=player_embedded

http://www.bbc.co.uk/urdu/world/2009/10/091007_pics_kabul_blast_zs.shtml

ستاسی په نظر دا د هند د مرستو مقابل کی د پاکستان عکس العمل نه دی؟

ځکه هر هفه څوک چی افغانستان سره مرسته کوی، د پاکستان او طالبانو دښمنان دی.

مرګ په انګریزان، امریکایان، او دهغوی په اجیرانو طالبانو، او پاکستانیانو.[/img][/quote:c578f30bf0]


monir
08.10.2009

نوی ډهلی : دکابل د بريد هدف د هند سفارت و

مصطفی سالک
له کابله

د کابل له نني خونړي ځانمرگي بريد څخه وروسته د هند د بهرنيو چارو وزارت وويل چې د بريد موخه ددوى سفارت و،خو کارکونکي کې يې روغ رمټ دي او يوازې درې تنه ساتونکي يې سر سري،ټپيان شوي دي .

شاوخوا يو کال مخکې هم د هند پر سفارت بريد شوى و چې درنه مرگ ژوبله يې اړولې وه.

[color=blue:7c9310b77b]طالبانو هم له دې سره سره چې د بريد مسوليت يې پر غاړه اخيستی په خپله ويبپاڼه کې يې ليکلي چې موخه يې د هند سفارت و.[/color:7c9310b77b]

خو په کوم ځاى کې چې بريد شوی هلته د هند د سفارت تر څنگه،د افغانستان د کورنيو چارو وزارت، د پاسپورټ رياست او د کابينې او ملي شورا د ځينو غړو کورنه هم دي.

بريد نن سهار مهال د کابل پر وخت اته نيمې بجې وشو چې ورسره د نژدې ودانيو ښيښې ماتې شوې.

گڼ گاډي ويجاړ شول،دوکانونو ته زيانونه واوښتل او د اسمان پر لورداسې لوگى پورته شول چې ښايي د کابل ښار ډېرو خلکو يې ننداره کړې وي.

يوه عيني شاهد بي بي سي ته د خپلو سترگو ليدلى حال داسې بيان کړ:

(( له چاودنې درې دقيقې مخکې زه له دغه ځايه تير شوم،د پاسپورت رياست ته لاړم.
د چاودنې په ځاى کې سرتېرو د موټر درولو اجازه رانه کړه، موږ ويل موټر به شاته ودرو، ويل يې سمه ده په خپلو پښو لاړشئ.

موږ نژدې ٤٠ متره تللي و چې چاودنه وشوه، پاسپورټونه مې له لاسه والوتل او له چرو څخه مې ځان پټ کړ .

د خلکو غوښې پرتې وې،چاودنې يو گاډې له سړکه الوزولى و چې درې مړي په کې بند پاتې وو او پوليسو يې د ويستلو هڅه کوله.))

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغه بريد کې ١٧ تنه وژل شوي چې يوازې دوه تنه په کې پوليس دي،او د ټپيانو شمېره ٦٣ ښوول شوې چې پنځوس يې ولسي وګړي دي .

پر کوم سړک چې چاودنه شوې د تېرکال د چنګاښ د مياشتې تر چاودنې وروسته تړل شوى و، او تر دې مهاله عامو گاډو ته اجازه نه ورکول کېده، خو ځينو گاډو ته به اجازه ورکول کېده.

په نني بريد کې سرف ډوله گاډی کارول شوى چې په پرتليز ډول ارزښتمن گاډى دى او پوليس يې ډېر نه لټوي .

د تېرې مياشتې پر اتمه نېټه چې د کابل د هوايي ډگر دروازې ته څېرمه کومه چاودنه شوې وه د چارواکو په وينا ورته سرف ډوله گاډى په کې کارول شوى و.

ولسمشر حامد کرزي هم د يوې وينا پاڼې په خپرولو سره ننى ځانمرگى بريد په سختو ټکو غندلى اود خبر پاڼې په ټکو يې د افغانستان پر بې دفاع ولسي وگړو ښکاره ترهگر بريد بللى دى.
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/10/091008_hj_india_statment.shtml
د طالبانو په پآڼه کې هم د هغو په خبره ( کابل کي د فدايي برید انځورونه ) ښودل کېږي.
http://www.shahamat1.org/


طالب ISI
08.10.2009

ښاغلئ پتنګ صاحب، هیله ده د شهامت ویبپاڼه وګورئ.


زبير نجيب
08.10.2009

سلامونه،
الله د ورسره معامله وکي، زه داسې فکر کوم چې ددې جرم عاملين هندوان هم کېدای شي
، ځکه هندوان هم د خپلو ګټو په خاطر په مونږ زړه سوۍ نه کوي، 

او نه هم مونږ په بګوان کې ورسره شريک يو چې دوستان مو وګڼي٠ 
که چېرې ملا صاحب دا کار کړۍ وي، نو چې ځان يې ځای ته ندې رسولۍ بد يې کړي، 
د عامو وګړو ژوبلې نه ځان
ساته ملا صاحب، په يرغلګرو او د ٢٠ پېړۍ خونخورو د زوال مه شه٠ 


z.shaheen
08.10.2009

در پهلوی اینکه این عمل وحشیانه باعث ماتم ده ها فامیل کابلیان گردید ازنجار
و نفرت مردم را در برابر این نوکران پاکستانی افزایش داده است.


باتور
08.10.2009

زه نه پوهېږم چي زموږ خلګ ولي هندي پنجاپيانو ته تر پاکستاني پنجاپيانو ترجېح
ورکوي او يا بالعکس . . د دواړو په غوږونو کي لا تر اوسه د افغان د توری شرنګ
غړزېږي . دوی يو بل ته کله کله دامونه ږدي او پړه يې په موږ را اچوي .

په درنښت


و.افغان
08.10.2009

درنو وروڼو سلامونه او نېکې هيلې:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
لکه څنګه چې مې په کابل کې د هند پر سفارت پخوانۍ بريد په کلکه غندلی وو؛
دا بريد هم په سختو ټکو
غندم، و لو که کوونکی يې طالب هم وي، ولو که طالبانو يې پړه په غاړه اخيستې وي،
همدارنګه د افغانستان په چارو کې د
هندوستان لاسوهنې هم په کلکه غندم، د شمالي ټلوالې سره او د افغانانو د قاتلينو او
ښکيلاګرو سره د هندوستان اخلاص او خلوص دواړه په کلکه غندم.

په افغانستان کې د هندوپاک دښمني او منځنۍ تصفيې سره په کلکه غندم، خپل اوږده
حدود سره لري، هلته دې سره معلومه کړي، افسوس چې ځمونږ هيواد د نااهله بچو له
لاسه د ټولو متضادو او متقابلو دښمنانو د حساباتو د تصفيې ډګر ګرځېدلی دی.

افغانان بايد دومره ساده نه وي، چې پاکستان او هندوستان يې د خپلو منځنيو شخړو
لپاره استخدام کړي، که له هندو حکومت څخه د هغوی د کفر په وجه بد ترې وړو،
دپاکي حکومت نه د هغه د ظلم په وجه تر هندو هم زيات بد وړو، په دې چې:

چې نشته د استکبار لري په سر کې
ما ته يو دی که مغل دی که افغان

هغه بد چې له مونږ سره دوست مسلمان پاکستان کړي دي، هغه مونږ سره هندو کافر نه
دي کړي، بالمقابل له هندو له لاسه په ځينو دنيوي اړخونو کې مونږ ته مفاد رسېدلی
دی، خو له پاکستان له لاسه كه خير رارسېدلی، نو هغه خير هم پردی دی، ۹۹٪ يې ځانته وهلی، او ۱٪ افغانانو ته ورکړی، هغه هم د دې په خاطر چې د خير سوړي بندې
نه شي.

وظلم ذوي القربی أشد مضاضة
علی النفس من وقع الحُسام المهنّد

په درنښت


دکابل ځانمرګی برید

حمید هڅــاند
09.10.2009

اسلام علیکم و..
موږټولي هغه پېښي غندوچې دمسلمانانوپه مرګ ژوبلواوځورونوپای ته رسېږي، داپېښي که په افغانستان کې کېږي که په پاکستان اویادنړۍ په هربل کونج کې. موږدهغونارواپېښوغندنه هم کووچې په ناحقه دغیرمسلمانانوپه وژنې پایته رسېږي البته هغه غیرمسلمانان چې ولسي وګړي دي چې ښایې یوه ورځ رامسلمان شي.
ښاغلي شهیرورورته غواړم ووایم چې ټول مسلمان دلوی الله(ج) له هغې وعدې څخه خبردي چې که چېرته خدایمکړه دخپل مسلمان ورورپه وینویې بې له موجبه په قصدسره لاس سره شي نودتل لپاره به ددوزخ دلمبوخاشاک شي. دادرسره منم چې له بده مرغه دنن ورځي دتاوتریخوالي موخه ډېری مسلمان بې ګناولسي وګړي دي خودابایدهېره نکړوچې داډول کړني دپردې ترشادهمدې یهودواوعیسویانوپه اشاره ترسره کېږي. صلیبي ځواکونه اودهغوی څارګرۍ(استخباراتی شبکې) ددؤموخوپه لټون بوخت دي، لمړی داسلام دسپېڅلي دین بدنامول دی چې په پایله کې یې دوی هیله لري داسلام هغه دریځ زیانمن کړي چې نن سبادغیرمسلمانانوترمینځ یې لري .که دوی داسي ونکړي نواسلام به په نړۍ کې په نژدې راتلونکې کې دنړۍ پرمخ ترټولوستردین وي اوهغه ددوی په ویناislsm will dominate the world چې په پایله کې به په لمړي ګام کې اروپا اوبیا امریکارامسلمانه شي. دهمه موخه یې دمسلمانوترمینځ دیووالي مخنېوی دی. دوی وېره لري چې که مسلمانان سره یوموټي شي نومسلمای هېوادونه دخوراښه پریوت ،خورابډایه سرچینواوخوراقوي عقیدې له مخي په نژدې وخت کې په یوه نه متېدونکي ځواک بدلېدای شي؛ دوی دمسلمانانوله اوسني وښتابه څخه ډېره ژوره وېره لري، دوی نه پرېږدي چې مسلمانان یوځل بیادنړۍ واکمني په لاس کې واخلي. ځکه تېرځل خوددې واکمنۍ پولي یواځي ترهسپانې اوفرانسې پوري رسېدلي وې خوداځل به نړۍ ټوله په خپله غوړېدلې غېږکې ونیسي.
راځۍ دکفارواوصلیبیانوپه دسېسوتېرنه وځو اودمساماناوترمینځ دبې اتفاقۍ مخه ونېسو.
په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


مینه پال
09.10.2009

ټولوته زمانیکی هیلی هیلی اوسلامونه
هڅاندصاحب تاسی ولی ټول وخت دپاکستان طرفداری کوۍ ؟؟؟بله خبره داده چې داسی نده لکه ته چی وایی ددی ډول بریدونوشاته طالبان لاس لری دلته یهوداوعیسویان نشته ددوی خپله ویبپاڼه داخبرتاییدوی نوته بیا څه اسنادلری چی وایی داکارونه داسراییلودی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


pattang
09.10.2009

ته خو يې پټه ونيسه .

[quote:217d00d601="z.shaheen"]در پهلوی اینکه این عمل وحشیانه باعث ماتم ده ها فامیل کابلیان گردید ازنجار
و نفرت مردم را در برابر این نوکران پاکستانی افزایش داده است.[/quote:217d00d601]


دکابل ځانمرګی برید

حمید هڅــاند
09.10.2009

ښاغلی مینه پال ورورجانه دحضرت محمد(ص) څخه په راپاتې ډالۍ دي لمانځم!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
مینه پال وروره که یې دټوکې په ډول درته ووایم نودسوالیوشمېردې په رښتیاوارخطاکړم. زه به په لنډه توګه ستادې دوهمي پوښتني ته ځواب ووایم.ماندي ویلي چې عیسویان اویهودګواکي بیخي مخامخ په دې بریدکې ښکېل ؤ؛ نه مې داویلي ؤ چې داځانمرګی بریدکوونکی ګواکی کوم یهوداوعیسایې وو. ګوره په نړۍ کې ترټولوستري څارګرۍ(استخباراتي شبکې)دامریکاCIA،دروسیې KGB،داسراییلوموساددي البته دپاکستان، هند،اېران او..ځیني نوروهېوادونوڅارګری هم دیادولووړدي. خلک وایې چې دامریکاڅارګره اداره دومره پیاوړې ده چې ان په هغوسیمواوهېوادونوکې کارنده(فعاله) ده له کوموسره چې امریکادیپلوماتیکي اړیکي نلري. دوی داهم وایې چې داڅارګرۍ ان کولی شي چې ځان دشمالي کوریاپه څېرهېوادوکې کارندکړي اولاسوهنه وکړي.داڅارګرۍ دروسیې غوندي یوهېوادکې لا اوبه خړوالای شي نوځکه خوماددې ټکي په پام کې نېولوسره ویلي ؤ چې افغانستان غوندي یوهېوادکې (چې دوي پوځي شتون پکې لري اوددې څارګرۍ دکاریوله اصلي ډګرونوڅخه دی )داڅارګرۍ په ډېره اسانۍ کولی شې توتیې اودسېسې جوړې کړي اوهغه دچاخبره اوبه خړي کړي اوکبان ونېسي. وروره دداډول پېښو (چې زیان یې یواځي اویواځي مسلمانانوته رسېږي اوپه پایله کې دوی خپلودواړوهغوموخوته رسوي کومي چې ماپه پورتنۍ لیکنه کې یادي کړې وې:۱.داسلام دنوم بدول۲.دمسلمانانوترمینځ دبې اتفاقۍ داوربلول.)ترشا په یونه یوډول ددغوڅارګریولاس شته. نوځکه زه خوشهیرورورته هم وایم چې دپاکستان دبربادۍ دهیلي پرځای ، افغانستان، پاکستان اوټولې اسلامي نړۍ ته دکفاروپرضددیووالي دوعاوکړه اودادعاهم وکړه چې الله پاک دې نورنوموږله دغونااهلومشرانونه خلاص کړې چې دلوېدیځوالوپه رېموټ باندي خوځښت کوي. پرهمدې ځای غواړم ووایم چې اصلا خودمسلمانانوترمینځ پوله نشته، مسلمان زموږوروراوخورده، که هغه په پاکستان کې وي که په افغانستان اویابل هرځای. پرماپاکستانیان هومره ګران دي څومره چې افغانان راباندي ګران دي . ماتل پاکستان ته هم دادوعاکړېده چې نورنوله نااهلومشرانوخلاص شي(څوک چې دهمدغودسېسواوتوتیولپاره ګمارل کېږي) ترڅودانګرېزدقانون پرځای پکې شریعت واکمن شي،زمادوعاافغانستان ته هم همدغه ده. نورنومینه پال ورورجانه زه نه سیاستوال یم،نه سیاستپوه یم اونه دسیاست زده کړیال ؛ یواځي دوخت دې ناخوالوچې مسلمانانوته ورپېښي دي ،دې ته اړکړی یم چې په اړه یې سوچ وکړم اویاپه اړه یې مطالعه وکړم اوبیاکله ناکله نیم نیمښوره داسوچ له نوروسره هم شریک کړم .
په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


z.shaheen
09.10.2009

ده در کجا و درخت ها در کجا!
دوستان واقعیت این است که یک انفجار انتحاری در مقابل آمریت پاسپورت وزارت داخله و جوار سفارت هندوستان در کابل سبب قتل 17 تن و مجروح شدن ده ها تن از کابلیان بی گناه شده است. ذبیح الله مجاهد سخنگوی طالبان مسئولیت این حملۀ انتحاری را پزیرفته است و میگوید که هدف شان سفارت هندوستان بوده است.
در یک ساحۀ مزدحم که تلفات اشخاص بی گناه از قبل پیشبینی شده میتواند انجام چنین عمل وحشیانه جنایت و توجیه کردن آن به بهانۀ این و آن بد تر ازان است.
مرگ بر این آدم کشان حرفه ای که غیر از قتل وقتال کار دیگری ندارند!


pattang
09.10.2009

ته څه خبر يې چې کابليان دي ، شايد له دنورو ځايونوخلک وي , د اکابليان ته ولې
يادوې ? کابليان خو به دې په اجاره نوي اخيستي ? زه خو ستا په مقصد پو هېږم
چې ته څه غواړې .

[quote:b2c0d0295b="z.shaheen"]ده در کجا و درخت ها در کجا!
دوستان واقعیت این است که یک انفجار انتحاری در مقابل آمریت پاسپورت وزارت داخله و جوار سفارت هندوستان در کابل سبب قتل 17 تن و مجروح شدن ده ها تن از کابلیان بی گناه شده است. ذبیح الله مجاهد سخنگوی طالبان مسئولیت این حملۀ انتحاری را پزیرفته است و میگوید که هدف شان سفارت هندوستان بوده است.
در یک ساحۀ مزدحم که تلفات اشخاص بی گناه از قبل پیشبینی شده میتواند انجام چنین عمل وحشیانه جنایت و توجیه کردن آن به بهانۀ این و آن بد تر ازان است.
مرگ بر این آدم کشان حرفه ای که غیر از قتل وقتال کار دیگری ندارند![/quote:b2c0d0295b]


z.shaheen
09.10.2009

آدم کشان حرفه ای این بار مردم پشاور را به خاک و خون کشید

پیشاور(ویسا):- بر اساس گزاش های تازه ، در اثر انفجار یک بمب در بازار خیبر بازار ،حد اقل 49 نفر کشته شدند. گزارش می افزاید، این انفجار که صبح امروز (جمعه) درنزدیکی “بازار خیبر” در شهر پیشاور رخ داد ، بیش از 100 زخمی برجا گذاشت.

در اثر این انفجار به چندین ساختمان همجوار خسارات شدید وارد شد.

گفتنی است، این انفجار مرگبار درحالی روی داد که حامیان طالبان دیروز (پنج شنبه) ، مناطق مختلف شهر پیشاور را هدف حملات راکتی خویش قرار دادند.

پیشاور یکی از شهرهای شمال غرب پاکستان به شمار می آید که اکثریت باشندگان آن پشتون بوده و طالبان به کشتن آنها آغاز نموده اند.

این حمله در حالی رخ می دهد که “حکیم الله مسعود”،رهبر جدید طالبان اخیرا هشدار داده است ، این گروه انتقام مرگ “بیت الله مسعود” ، را خواهد گرفت.

بر اساس گزارش فرانس پرس در این حمله ٤٩ نفر کشته و بیش از ١٠٠ تن زخمی شده اند. شیر اکبر یکی از زخمی شده گان از بستر خواب خود چنین گفت: (( من از ایزد متعال سوال می کنم، آنانی را که دست به چنین اعمال می زنند، تباه و نابود کند.)) موصوف افزود:‌(( مردم در درد بودند و ما چنان پنداشتیم که همه ما کشته خواهیم شد. ))

قابل یاد آوریست که حمله پیشاور بعد از حمله خونین کابل رخ می دهد که در نتیجه آن بیش از بیست تن کشته و بیش از هشتاد تن دیگر زخمی شدند

گزارش تکان دهندهء تصویری از حمله خیبر بازار پیشاور
http://www.weesa.net/?p=14378


طالب ISI
09.10.2009

ظالمانو نن بیا په پیښور کی پښتانه وروڼه په وینو ولمبول، خو سوال دادی چی ددغه برید هدف څه وو؟

که چیری طالبانو کړی وی، بیا عام خلک خو ددوی خاص هدف نه وی!
که ای،اس،کړئ وی ددی هدف څوک وو؟

پاکستانی طالبان خو معمولآ پوځیان او پولیس وژنی،

خو چی هر چا کړئ ، خدای پاک یی د کور وران کړی، او جهنم یې د ځای شی.


و.افغان
09.10.2009


د پاکستاني طالبانو ويانداعظم طارق ويلي دي: چې دا بريد مونږ نه دی کړی، او نه
ورسره کوم تعلق لرو، بلکه په دغه بريد د پاکستان د خفيه استخباراتو لاسونه ملوث دي،
نو وروڼو! هر څه په طالب او ملا مه اړوئ، کارونه بل څوک کوي، او په خوار غريب
ملا او طالب يې وراچوي، د طالبانو دا مدرسې مونږ هم ويلي دي، له هغوی څخه
د داسې وحشي کارونو توقع هيڅ کله نشي کېدای.
په درنښت

[quote:509cb9d2d6]
ادھر تحریکِ طالبان پاکستان کے ترجمان اعظم طارق نے بی بی سی اردو کے نامہ نگار دلاور خان وزیر کو فون پر بتایا ہے کہ ان کی تنظیم کا اس حملے سے کوئی تعلق نہیں ہے۔ ان کا کہنا تھا کہ ’یہ حملہ ہم نے نہیں کیا ہے اور اس میں پاکستان کی خفیہ ایجنسیاں ملوث ہیں‘۔
http://www.bbc.co.uk/urdu/pakistan/2009/10/091009_peshawar_blast_zs.shtml

[/quote:509cb9d2d6]

[/quote]


larghonay laraway
10.10.2009

السلام علیکم!
وروڼو په دې جګړه کې له افغانستانه پرته هر څوک خپل هدف لري اوهدف ته د رسیدو لپاره کار کوي. افغانستان او افغانان یوازې قرباني کېږي. نه کوم سیاسي هدف لري، نه اقتصادي او کلتوري هدف لري او نه خو هدفمند مشر لري. د امریکې خپل هدف دی چې هغه د صلیبي جګړو یاد تازه کول او په نړۍ حکومت کول دي.
د ایران کلتوري او مذهبي هدف دی. غواړي چې عربان وډبوي او په ګاونډیو هیوادونو کې د دوی ژبه او شیعه یی مذهب ومنل شي.
پاکستان نه د کلتور په غم کې دی. نه په نړۍ د حکومت کولو ظرفیت په ځان کې ویني او نه د ځینو بې ځایه کارپوهانو په اند د پښتونستان لپاره په افغانستان حملې کوي. پاکستان پوهېږي چې افغانستان سل کاله نور هم دا توان نه لري چې د پښتونستان مسئله راپورته کړي.. بلکې د پاکستان هدف د خپل اقتصادي پیاوړي کول دي. چې د دې هدف لپاره یې د پاکستان پښتانه او په ځانګړې توګه دیني مدرسې په قربانۍ شمار کړې دي. د مولوی صیب وهاج صاپي خبره بېخي سهی ده چې دیني مدرسې وحشي نه دي خو پاکستاني استخبارات ترې ناوړه ګټه اخلي. دوی اصلاً د دیني مدرسو او پښتنو نومونه بدوي خو کار د دوی خپل ایجنټان کوي. ولې دغه سپېڅلي پښتانه او مبارک دینی طالبان نه کوم یو والی لري او نه دا ظرفیت لري چې د پاکستاني استخباراتو سره خپله پوله بېله کړي. کار هغوی کوي او پړه یې دوی پرغاړه اخلي ځکه چې په پښتنو او دینی مدرسو کې یې ځینې ایجنټان ځای پرځای کړي دي. تاسو وګورئ چې کله هم د پاکستان خوښه شي چې په پښتني سیمو کې اړ دوړ جوړ کړي نو مولا صوفي محمد له جیل نه راخوشې کړي او کله یې چې خوښه شي چې د اړ دوړ د فلم پرده یو څه بدله کړي نو صوفي محمد جیل ته واچوي. بله دا چې په پاکستان کې اکثره دیني مدرسې له یو سیاسي تنظیم سره تړلې دي لکه : جمعیت العلما(فضل الرحمن او سمیع الحق، جمعیت اسلامی قاضی حسین احمد او ځینې نورې د اهل حدیثو مدرسې چې په لشکر طیبه او نورو نومونو یادېږي. د دې ټولو سیاسي ډلو مشران هغه که فضل لرحمن دی، که قاضي حسین ؤ یا بل دی او که سمیع الحق او نور دي ټول په واز کومي د طالبانو دسیاسي تحریک پلوي کوي او خپل طالبان یې بولي نو څنګه ومنو چې د پاکستان دیني مدرسې دې په اوسنیو وحشتونو او دهشتونو کې ښکېل نه وي؟!

نتیجه:
د شومو هدفونو دا لړئ که همداسې دوام وکړي نو نه د اسلام په ګټه ده او نه د پښتنو په ګټه ده. که پښتانه او د پاکستان دیني مدرسې او علما خپله بقا غواړي نو د نورو د اهدافو لپاره دې له ځانونو د قربانۍ ګډوري نه جوړوي.
په همدې هیله
ستاسو لرغونی لاروی


Ghairat
10.10.2009

په هر صورت پاکستانیان په یوۀ ډز درې څلوراوپنځه شپږ هدفه ولي :
له یوې خوا په دهشتګردۍ سره د مبارزې په پلمه له ا مریکا څخه په میلیاردونوپیسې تر لاسه کوي،له بلې خوا پرې د پښتنوپه منځ کې درز غورځوي، له دریمې خوا پرې پښتانه دنیا ته د يواځني خطرناکو ترهګروپه بد نامه بدنام ښيي .
اوله څلورمې خوا یې پر هند پړه غورځول غواړي او له پنځمې خوا يې پر ضد افغاني طالبان غچ ته رابولي چې بیا دهند دسفارت په وړاندې يې بلې لاسختې بمي چاودنې ته وهڅوي! په دې ډول له پښتون قام څخه لوری او لودن ورکوي،څود ۱۰۰ پر ځای ۲۰۰ کاله وروسته هم د پښتونستان دنوم اخیستلو جوګه نشي اوکه أفغانستان کې قدرت ته ورسبږي ، له هند سره د زړې دوښمنۍ له غځولو سر بیره په دې ډیروځانوژونکو بریدونو سره داموخته شویو په ډول د خودکشۍ پر ځای د ډیورن په کرښه یو وطنکش برید هم تر سره کړي اوپه رسمیت يې وپېژني ؟؟؟؟
[color=yellow:b568464aef]هو، دخواشینۍ ځی دادی چې پښتانه ددغه شیطان په کړۍ نه پوهېدلی اونه
يې ماتولی اوترې وتلی شي![/color:b568464aef]


و.افغان
10.10.2009

غيرت صاحب: خبرې مو په ګل بدلې، له حقيقته ډکې دي.
د تجربې له مخې پنجابي د کوزې پښتونخوا يو پښتون ته د پاکستاني په نظر نه
ګوري، بلکه ټولو ته افغان وايي.

او بيا په پېښور کې او که په ځانګړې توګه په دغو بازارونو کې د افغانستان افغانان
زښت ډېر دي، زه په دې غالب ګمان لرم چې په دغه بريد کې به سم نيمايي د
فغانستان افغانان وو

په پاکستان باندې چې کله په اسلام اباد، پېڼډۍ، کراچۍ او نورو ځايونو کې بريد
وشي، نو هغوی يې ځواب په کابل، جلال آباد، کندهار، پېښور او کوهاټ کې وايي.
د پېښور د پښتنو مړي هم دوی د دښمن په مړو کې شماري او خپله انتقامي شمېره
پرې پوره کوي.

الله جل جلاله دې دغه غافله او ناپوهه قوم ته پوهـه او زراکت ورکړي .

په درنښت


pattang
11.10.2009

يو حقيقت بايد هېر نشي :
هند اوس هم دطالبانو پر ضد دی او دشمال دلنډغرو کلک ملګری دی ٠
طالبان هغه وخت هم نشي هېروی چې د احمد شاه مسعود سره هندي ډاکتران
او جنګي مشاورين څنګ ته ولاړ وو او په مليونو دالرو يې مرسته يې ورسره کوله
هند په افغانستانکې مستقيه انتي طالب مداخله او لاسو هنه کوي ٠
هند هميشه کوشش کړی او کوي يې چې افغاستان دځان دوست او دپاکستان
 دوښمن کړې ،پخوا وختو کې دقبائلو پيسې هند او شوروي ورکولې چې
دافغانستان دولت به بيا لدې پيسو څځه سرحدي خلکوته معاشونه ورکول.
دډېورند دکرښې نه منل دا فغانستان هيڅ يوه حکومت هم ندی غوښتی کومې
بابولالې به يې چې وهلې هغه هم نورو ورته وېلې اوددوی خپلې اقتصادي ګټې پکشې پرتې وې٠
دډېورند کرښه دپښتنو داخلي مسئله ده چې نه يې دافغانستان نور ميلتونه
غواړي او نه د پاکستان تور لېنګيان ٠
نالت په دواړو خدای پاک دې پښتانه رابيدار کړي خو پښتانه هم دخپل ساتېري
لپاره هغې او دغې خواته اپړې دوپړې ولي خو کله چې ځای دمنډو او پيسو خرڅولو راشي نو بيا په څوړ کې ننوزي ،نه افغانستان وي نه پښتو نستان ٠
ايا دابې ادبه ،بې کلتوره ،بې پښتو ا وبې انسانيته کاردپتنګ له تېزې خولې
او بدو وېيلو ځخه سل ځله مردار ندی چې دمبارزې او حق غوښتنې رڼالارې تياره کوي او د منافقت په کډي کې يې اچوي ?


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more