نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اشغالګرو او لاسپوڅی رژيم عنعنوي لويه جرګه رده کړه
pattang
07.10.2009
[color=brown:85771d789b]همايون حميدزاده د لويې جرګې د رابللو غوښتنه رد کړه:
اوس به نو ديموکراته ،او لسپاله عنا صر خپلې نغارې څرنګه وهي !
ژوندی دوي ملي قيام ژوندي دې وي د هېواد نر بچيان طالبان [/color:85771d789b]٠
نعمت الله،خالد
07.10.2009 06:15
ښاغلی حميدزاده چی د سې شنبې پر ورځ په خپله نوبتې خبرې ناسته کې وينا کوله د ځينو سياسي کړيو هغه غوښتنه چی ګواکي د افغانستان داوسنی سياسي کړکيچ د له ليرې کولو لپاره بايد بيړنۍ لويه جرګه را وبلل شي خونوموړي ددی جرګې جوړول ناشونې وبلل،
ده وويل چی افغانستان د بن له کنفرانس را پدې خوا ډيری لاس ته راوړنې لري او په افغانستان کی يې ددولت جوړوني لپاره ځاني او مالي قر بانی ورکړی دی.
او په هيواد کې يې دځينې سياسي کړيو په غوښتنه مخکې اتو کلونو ته ورګرځيدل ګرانه خبره و بلله .
دافغانستان د جمهوری رياست وياند همايون حميد زاده د لويې جرګې د رابللو طرحه داسی مهال ردوی چی څو ورځې وړاندی په افغانستان کې د سولې د يووالي او دبيا ودانولولپاره ستري جرګې په نوم بنسټ په کابل کې د يوی خبرې غونډې پرمهال د لويې جرګې د رابللو غوښتنه وکړه.
ددی غونډې جوړونکو د لويې جرګی رابلل او په سوله کې د وسله والو مخالفيو د راګډولو طرحه دبن د کنفرانس د بنسټ ايښودونکي وحيد وحيدالله دافغانستان د اوسني کړکيچ د له منيځه وړلو لپاره وړاندی کړی ده
ښاغلي حميدزاده وويل چی د اوسني کړکيچ په له مينځه وړلو کی د خلکو ونډه مهمه ده او دوی هڅه کوی چی افغانستان د عامو خلکو باور لا زيات تر لاسه کړی.
نوموړی په افغانستان کی د اوسنيو امنيتی او سياسي ستونزو زياتوالي لامل د ټاکنو د پايلو د اعلام په ځڼد پوري وتړلي او په ټاکنو کی يې له مسولو ادارو غوښتنه وکړه چی ډير ژر دی د ټاکنو پايلې اعلام کړی.
shokoor
07.10.2009
[quote:ecd68483ec]اشغالګرو او لاسپوڅی رژيم عنعنوي لويه جرګه رده کړه[/quote:ecd68483ec]
کومه عنعنوی لویه جرګه؟ څوک د لویې جرګې د رابللو صلاحیت لری؟ وحید وحید الله څوک دﺉ چې لویه جرګه را وبلي؟ نوموړﺉ د لویو دسیسه ګرو یو جنبورﺉ دﺉ چې د ټولټاکنو د مخه یې هم دا ډول هلې ځلې کړې وې او غوښتل یې د لویې جرګې په پلمه د ټولټاکنو مخه ونیسي. خو کله چې نوموړﺉ پدې کار بریالی نشو نو بهرني او کورني اصلی دسیسه ګرو په ټولټاکنو کې د پراخو تقلبو نارې سورې پورته کړې چې آن د ملګرو ملتونو سرمنشی بانکی مون له خوا په کابل کې د یوناما د ادارې د مرستیال پیتر ګالبرایت د ګوښه کیدو سبب شو. اوس چې د دسیسه ګرو دا ټولې دسیسې شنډې شوې بیا یې هڅې پیل کړي دي چې همغه زړې نسخې یو ځل بیا وکاروی چې په اطمینان سره ویلای شو دا ځل به هم ناکامه شی.
باتور
07.10.2009
ګوره شکورخانه چي د درواغو مزل څومره لنډ دی .
په هغه بله موضوع کي دي وليکل چي په ما يې څه، ما خو صرف د بل چا خبرې را نقل کړي، مطلب دا چي زه د کرزي جارچي نه يم ، او دلته دي بيا ليکلي چي:
نو بهرني او کورني اصلی دسیسه ګرو په ټولټاکنو کې د پراخو تقلبو نارې سورې پورته کړې
په انتخاباتو کي تقلبات صرف د دسيسه ګرو نارې سورې دي او او که واقعيت؟
بيا ليکې چي :
په [color=white:4675da86ac]اطمینان[/color:4675da86ac] سره ویلای شو دا ځل به هم ناکامه شی.
دا اطمينان تا له کومه حاصل کړ؟
راځه زه يې جاهل، ته يې عاقل . .
په درنښت
shokoor
07.10.2009
[quote:6c698286f0="باتور"]
په انتخاباتو کي تقلبات صرف د دسيسه ګرو نارې سورې دي او او که [color=white:6c698286f0]واقعيت[/color:6c698286f0]؟
بيا ليکې چي :
په [color=white:6c698286f0]اطمینان[/color:6c698286f0] سره ویلای شو دا ځل به هم ناکامه شی.
دا اطمينان تا له کومه حاصل کړ؟
[/quote:6c698286f0]
دا اطمینان ما له هغه ځایه حاصل کړﺉ چې تا واقعیت حاصل کړﺉ دﺉ !
..Ahmadzai
08.10.2009
شكور خانه
ته باتور ته ولې په تكرار تكرار همدغه يو ايت د قران كريم يادوې, ايا بل دې نه ده زده؟
ولې بحث نه تښتې؟
نو بیا د بحث خونې ته ولې راغلی یې؟
[quote:26cc79ced7]دا اطمینان ما له هغه ځایه حاصل کړﺉ چې تا واقعیت حاصل کړﺉ دﺉ ![/quote:26cc79ced7]
هو افرین دغسې نر نر جوابونه ورکوه
خو لږ تشریح او توضیح که ورکړې نو نور به هم ښه سي
په درنښت
shokoor
08.10.2009
[quote:272bbd9c91="jalal ahmadzai"]شكور خانه
ته باتور ته ولې په [color=blue:272bbd9c91]تكرار تكرار [/color:272bbd9c91]همدغه يو ايت د قران كريم يادوې, ايا بل دې نه ده زده؟
ولې بحث نه تښتې؟
نو بیا د بحث خونې ته ولې راغلی یې؟[/quote:272bbd9c91]
لومړﺉ دا چې ما هغه آیت شریف پر مناسب ځای او صرف [color=blue:272bbd9c91]یو ځل[/color:272bbd9c91] تکرار کړﺉ دی او بل دا چې ما ستاسو ځواب په همغه بحث کې درکړﺉ دی او تکرار یې دلته لازم نه ګڼم!
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4959
والسلام
larghonay laraway
08.10.2009
السلام علیکم!
وروڼو زه د حکومت تایید نه کوم چې لویه جرګه يې رد کړې او یا يې وړاندیز کړې ده. خو د لوی جرګې په اړه یوازې همدومره وایم چې د افغانستان اوسني اساسي قانون لویه جرګه داسې تعریف کړې چې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراوو غړي سره راټولېږي او لویه جرګه تشکیلوي. داچې اوسنی حکومت په دې پنځو کلونو کې ونه شو کړای چې د ولسواليو شوراګانو ته انتخابات وکړي نو د موجود قانون له مخې د لویې جرګې رابلل او جوړېدل ناشوني دي. کرزي د خپلو ټاکنیزو مبارزو په وخت کې څو ځله دا غیر قانوني وړاندیز وکړ خو افسوس چې په خپله هم له قانونه ناخبر دی.
که د ولسواليو د شورا ستونزه حل شي بیا هم زما نظر په اوس وخت کې د لويې جرګې د رابللو په اړه مخالف دی. ځکه چې مونږ او تاسو ولیدل چې د ټاکنو په ورځو کې د ولسي جرګې اکثرو پښتنو غړيو د کرزي لپاره په وازو خولو کمپاین کاوه. نو که لویه جرګه له دوی جوړېږي نو دوی خو معلوم کسان دي چې پیسو ته یې ایمان نه ټینګېږي. دوی به د کرزي په پلوۍ د معاملو پر بنسټ پرېکړې وکړي نه د قوم د غوښتنو پربنسټ.
pattang
08.10.2009
ايا داساسي قانون په جوړولو کې هم له اولسه پو ښتنه شوې او که يو څو لنډغرانو
له يوي او بلې خوا را نقل او نورو لنډغرانو تصويب کړ٠ دپښتنو دلويې جرګې
مقام ،فيصله، اعتبار،انګېزه دې داسې اساسي قانون څخه چې هرډول ټګمار
پکشې شامل وو لويه مرتبه لري اوهر اساسي قانون لويه جرګه ماتوي٠
معکوس يې دپښتو دې دودونو يو ضد عمل دی٠
[quote:3668bc0962="larghonay laraway"]السلام علیکم!
وروڼو زه د حکومت تایید نه کوم چې لویه جرګه يې رد کړې او یا يې وړاندیز کړې ده. خو د لوی جرګې په اړه یوازې همدومره وایم چې د افغانستان اوسني اساسي قانون لویه جرګه داسې تعریف کړې چې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراوو غړي سره راټولېږي او لویه جرګه تشکیلوي. داچې اوسنی حکومت په دې پنځو کلونو کې ونه شو کړای چې د ولسواليو شوراګانو ته انتخابات وکړي نو د موجود قانون له مخې د لویې جرګې رابلل او جوړېدل ناشوني دي. کرزي د خپلو ټاکنیزو مبارزو په وخت کې څو ځله دا غیر قانوني وړاندیز وکړ خو افسوس چې په خپله هم له قانونه ناخبر دی.
که د ولسواليو د شورا ستونزه حل شي بیا هم زما نظر په اوس وخت کې د لويې جرګې د رابللو په اړه مخالف دی. ځکه چې مونږ او تاسو ولیدل چې د ټاکنو په ورځو کې د ولسي جرګې اکثرو پښتنو غړيو د کرزي لپاره په وازو خولو کمپاین کاوه. نو که لویه جرګه له دوی جوړېږي نو دوی خو معلوم کسان دي چې پیسو ته یې ایمان نه ټینګېږي. دوی به د کرزي په پلوۍ د معاملو پر بنسټ پرېکړې وکړي نه د قوم د غوښتنو پربنسټ.[/quote:3668bc0962]
z.shaheen
09.10.2009
[quote:3478d9cdda="pattang"]ايا داساسي قانون په جوړولو کې هم له اولسه پو ښتنه شوې او که يو څو لنډغرانو
له يوي او بلې خوا را نقل او نورو لنډغرانو تصويب کړ٠ [color=blue:3478d9cdda]دپښتنو دلويې جرګې[/color:3478d9cdda]
مقام ،فيصله، اعتبار،انګېزه دې داسې اساسي قانون څخه چې هرډول ټګمار
پکشې شامل وو لويه مرتبه لري اوهر اساسي قانون لويه جرګه ماتوي٠
معکوس يې دپښتو دې دودونو يو ضد عمل دی٠[/quote:3478d9cdda]
نخست اینکه فراموش نباید کردکه در لویه جرگه اقوام دیگر کشور نیز اشتراک دارندنه تنها پشتونها!
دوم اینکه دور از انصاف است که شخصیت های اقوام مختلف کشور را(لنډغر و ټګمار ) بنامیم که در شرایط دشوار گرد هم آمدند و به منظور رهنمود زندگی اجتماعی اقوام ساکن در کشور قانون اساسی را ولو اگر کاستی های هم دارد ترتیب و تصویب نمایند تا به قانون جنگل پایان داده شود.
اینکه هموطنان ما تا چه حد ازان پیروی میکنند مربوط به خود آنهاست نه به قانون اساسی که بحث دیگریست.
باتور
09.10.2009
[color=white:062ff43800]اقتباس:
. . . . . . . . . تا به قانون جنگل پایان داده شود.[/color:062ff43800]
ـ د ځنګل قانون يې ختم نه بلکه پيل کړ، خودسري، ځانځاني، غلا، لوټ ، د مظلوم عوام )ستا په اصطلاح اوام( حق خوړل . . . . دا ټول خو د ګوډاګي دولت له راتګ سره پيل سول . . د ځنګل قانون لا سپين وي او که تور.
که څوک تله د انصاف په لاس کي درکي
خپــل ټــټـــــــــو او د بـــل آس به برابر کړې
په درنښت
pattang
09.10.2009
دغه قانون دځا ن لپاره دی نه داولس لپاره ، دوی خپل کارونه کوي او اولس په قانون
غلطوي٠
[quote:94d51d3743="z.shaheen"][quote:94d51d3743="pattang"]ايا داساسي قانون په جوړولو کې هم له اولسه پو ښتنه شوې او که يو څو لنډغرانو
له يوي او بلې خوا را نقل او نورو لنډغرانو تصويب کړ٠ [color=blue:94d51d3743]دپښتنو دلويې جرګې[/color:94d51d3743]
مقام ،فيصله، اعتبار،انګېزه دې داسې اساسي قانون څخه چې هرډول ټګمار
پکشې شامل وو لويه مرتبه لري اوهر اساسي قانون لويه جرګه ماتوي٠
معکوس يې دپښتو دې دودونو يو ضد عمل دی٠[/quote:94d51d3743]
نخست اینکه فراموش نباید کردکه در لویه جرگه اقوام دیگر کشور نیز اشتراک دارندنه تنها پشتونها!
دوم اینکه دور از انصاف است که شخصیت های اقوام مختلف کشور را(لنډغر و ټګمار ) بنامیم که در شرایط دشوار گرد هم آمدند و به منظور رهنمود زندگی اجتماعی اقوام ساکن در کشور قانون اساسی را ولو اگر کاستی های هم دارد ترتیب و تصویب نمایند تا به قانون جنگل پایان داده شود.
اینکه هموطنان ما تا چه حد ازان پیروی میکنند مربوط به خود آنهاست نه به قانون اساسی که بحث دیگریست.[/quote:94d51d3743]
z.shaheen
09.10.2009
pattang/باتور مثلیکه به گپ نفهمیدی، نشنیدی که میگویند:
اسلام به ذات خود ندارد عیبی
هر عیب که است در مسلمانی ماست
به همین ترتیب قانون اساسی چه کند که انسانها آنرا رعایت نکنند!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مرگ به این آدمکشان حرفه ای که مردم کابل و پشاور را به خاک و خون کشاند.
باتور
10.10.2009
شاهينه ماته داسي پته لګېږي چي ته په نيمه نه پوهېږې!
که د انسان ادعا او لږ ذره عقل اومنطق لرې نو کوښښ وکه چي په خبره پوه شې، او که نه يې او غواړې چي مخ مي په دا بله خوا در ته را واړوې نو بيا ګيله صرف له ځانه کوه .
د انسانانو غوندي سم بحث وکړه ، که غواړې چي پتنګ يا نورو ته څه وليکې نو زما نوم مه ورسره مل کوه، او که بيا غواړې چي ماته څه وليکې نو بيا دپتنګ نوم مه يادوه . . د پتنګ خان خبره دا د چالاکۍ صابون مه وهه . .
دا مي آخېري خبرداري ده ستا لپار . .
په درنښت
larghonay laraway
10.10.2009
پتنګ صیب دا درسره منم چې د اساسي قانون په لویه جرګه کې د دوستم او ځینو نورو غوندې لنډه غران هم وو خو باور کړه
چې بیا هم له ولایتونو څخه اکثره سپیڅلي ، په وطن او پښتو مین استازي راغلي وو خو دا چې د کرزي او رباني د کړيو تر سیوري
لاندې جرګه وه نو بیا یې هم نتیجه د خلیلزاد، رباني، سیاف او کرزي په خوښه راووته.
تاسو څه فکر کوئ چې د موجوده حکومت تر سیوري لاندې عنعنوي جرګه به د ملت په ګټه نتیجه ولري؟
طالبانو هم قسماً جرګه راغوښتې وه اوپریکړه یې وکړه چې اسامه دې ووځي خو اسلامي امارت ونه منله. که د یو حکومت تر
سیوري لاندې هره جرګه راشي نو هغوی به کوښښ وکړي چې په خپله ګټه یې وڅرخوي او کرزی خو د ملت پر ضد معامله،
راکړه ورکړه او مارکټینګ کې ښه تکړه دی. نتیجه دا شوه چې دودیزه جرګه یو ارزښت دی خو په داسې شرایط کې دودیزه جرګه
هیڅ ښه نتیجه نه شي ورکولی نو ارزښتونه باید سپک نه شي.
Sangar Watan
10.10.2009
سلامونه،
دکرزي اوخليلزاد لوئی جرګي ته زموږ دسيمي، يو ډير پوه ،پاکنفسه
او دعالي تحصيل او اخلاقو څښتن ،نماينده ګي وکړه٠
نوموړی او س ډير ذهيرشوی،تيره اونۍ ئی ليدو ته لاړم او ددی لوئی جرګي
په هکله ئی دوه نکله راته وکړه٠اول داچه،ګل اقا شيرزوی مرحوم باچا ته اخطار
ورکړی وو،چه که دجرګې اراده دخپل ځان په هکله ومني نو دخاين ملت لقب به
وګټي٠اودويم دا چه په جرګه کی ونماينده ګانو ته دنظر دبيان حق ور نکړی شو٠
دڅو تنو فرمايشي ويناوالو نه بغير،هرهغه چا چه دخبرو او بحث تلاش درلود،
دمسلح افرادو په ذريعه به په ډيره بي عزتۍ سره ،له تالار نه بهر ته شړل کيده٠
مګر زموږ دهيواد دموکرسۍ په تجربوي دوره کی چه څومره ژر ژر انتخابات
او جرګي دايری شي،هغومره به ملت دخپلو رايو په ارزښت وپوهيږي او دا
به هم ورته جوته شي چه ټول ملت او هر فرد، دهيواد په سرنوشت او دسياسي
نظام او دهغو دچلونکو په ټاکلو کی نقش لرلي شي٠دغه راز دغلو او درغلبازانو
څيري او دغربي نړۍ ددموکراسۍ ماسک به هم ښکاره او افشا شي٠