نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آيا پاکستان يواسلامي هيواد دي ؟؟؟
afghanmal
02.10.2009
د پنجابيانو ظلم او استبداد کله ختمېږي؟
http://www.youtube.com/watch?v=ToUZlrch-ks
دپاکستانیانوظلم به کله ختمېږي
حمید هڅــاند
02.10.2009
افغانمل صاحب سلامونه مې ومنه!ډېره زړه بوږنوونکې وېدیوده. ورورجانه موږمنوچې په پاکستان کې له پښتنوسره ډېرظلم روان دی خوستادموضوع سرلیک بایدداسې نه وای. پاکستان یوځواکمن اسلامي هېواد دی، موږپرې ویاړو. زه منم چې پاکستان له افغانستان سره ښه ونه کړل خوهېره بایدنکړو چې دپروېزمشرف،بې نظیربوټواویوڅونوروناولوچارواکواودای ایس ای څارګروته بایدموږ پاکستان ونه وایو،پاکستان کې ماشاالله ډېردیندار مسلمانان شته، ښې مدرسې شته ، ښه مسجدونه اباددي او..پاکستان داسلامي نړۍ یوه برخه اویوغړی دی، زموږټوله اسلامي نړۍ اوس رنځوره ده، اسلامي نړۍ به ترهغورنځوره وي ترڅوپوري چې هریوغړی یې له رنځه خلاص نشي، ورورجانه دهریوه غړي (هراسلامي هېواد)دبدمرغیواورنځونودرلمنه بایدوشي، په بېلولواوله اسلامي نړۍ نه په پردي کولوبه خدای مکړه تردې هم ګوره سترتاوانونه ووینو.
حمیدهڅاند/هند
Re: پاايا پاکستان يواسلامي هيواد دي ؟؟؟
و.افغان
02.10.2009
[quote:f840ce6e96="afghanmal"]د پنجابيانو ظلم او استبداد کله ختمېږي؟
http://www.youtube.com/watch?v=ToUZlrch-ks[/quote:f840ce6e96]
افغانمل صاحب: دا ويديو مې څو ورځې مخکې په فيسبوک کې وليده، ډېر يې
وځورولم.
ستاسې د سوال ځواب ډېر ساده دی:
که موخه مو له هيواد څخه خاوره او عام خلک وي؛ نو پرته له شکه اسلامي خاوره ده
او خلک يې هم مسلمانان دي، لکه څنګه چې هڅاند صاحب مهربانې کړېده، ډېرې مدرسې
په کې دي، جوماتونه په کې دينداران په کې دي.....
او که موخه مو سياسي حکمراني وي، نو په حراميتوب، ظلم، زياتي، منافقت،
مکارتوب، او شيطانتوب کې يې د انګرېز، چنګېز، او يهودو رېکارډ مات کړی دی.
پښتانه په همدې ارځي، ځکه چې پښتانه ځان نه پېژنې، پرون ځمونږ ځينې تش په نامه مجاهدين
دهمدې مکارو پنجابو په غېږ کې لوبېدل، او له يوې نيمې لسېزې را په ديخوا ځمونږ
ځينې تش په نامه مولايان لوبيږي.
نو ګيله له خپله کيږي، نه له پردي څخه.
اسلام دعزت، پت، غيرت، او غلبې دين دی، خو افسوس چې مونږ د اسلام په نوم
بې عزته کيږو، بې پته کيږو، ذليليږو
او بيا د هغه چا له خوا چې تر ټولو زيات هغوی خپله
د اسلام دښمنان دي، او دانګرېزانو پرکټيان دي.
چې نشه د استکبار لري په سر کې
ما ته يو دي که انګریز وي که پنجاب
الله جل جلاله دې د اسلام مخلصين رښتيني مجاهدين په کفارو، ظالمانو،
منافقينو، مکارانو د انسانيت په
جامه کې په خبيثو شيطانانو ، او د اسلام په لباس کې په پټو غدارانو// کامياب او غالب کړي.
په درنښت
محمد احمد حمي
03.10.2009
داسلامي جامعې دفاسدو شوو عناصرو لپاره په اصطلاح دوه آپشنه (اختياره) شته:
1. هدايت
2. هلاكت
نو كه اول يې ترلاسه شي ډيره ښه او كه نه نو ددوهم دترسره كيدو په اړه لاس په دعا يم.
ښاغلى هڅاند له هند څخه هڅه كړي چي دجابر دفاع په اسلامي بيلګو وړاندي كولو سره وكړي، خو كاشكي! اسلامي بيلګي يې ستايلي او جابرانه كړنه يې محكومه كړى واى.
ایاپاکستان یواسلامي هېواددی
حمید هڅــاند
03.10.2009
[quote="
ښاغلى هڅاند له هند څخه هڅه كړي چي دجابر دفاع په اسلامي بيلګو وړاندي كولو سره وكړي، خو كاشكي! اسلامي بيلګي يې ستايلي او جابرانه كړنه يې محكومه كړى واى.[/quote]
محمداحمدحمي ورورجانه سلامونه مې ومنه! هیله ده روغ به یې. ورورجانه مادجابردفاع نه ده کړې، ته باوروکړه ماچې داوېډیوکتله ورته ژړل مې. زماموخه داوه چې په ټولېزډول دهېواد مسلمانتوب یاهغه دوهاج ساپي ورورخبره د خاوري اوخلکودمسلمانتوب ننګه کړېوه. افغانمل ورورپوښتلي وو چې ایاپاکستان یواسلامي هېواد دی؟ زماځواب دادی چې پاکستان بېشکه یواسلامي هېواد دی اوزمااستدلال داوو چې هغه خاوره چې دمحمدبن قاسم په څېردیوه زلمي په سالاري دمسلمانانوپه بې شمېره قربانیواووېنوترلاسه شوېده ولې باید له ځانه پردۍ کړو. ورورجانه ټوله اسلامي نړۍ په ناخوالواخته ده خوایاددې ظلمونواوناخوالوځواب به داوي چې پوره هېوادداسلامي نړۍ له لیسته وباسو اوکه خدای مکړه یوه ورځ ورباندې غلیم هېوادیرغل کوي نوبایدونه وایو چې دایوغیراسلامي هېواددی اوپرېږدو چې زموږدڅونوروهېوادونوپه څېرلوټي لوټي شي.
محمد احمد حمي
03.10.2009
هڅاند صاحب ! نيكي هيلي او سلامونه درته ډالۍ كوم
خبره دي ټوله صحيح او پوره په وزن برابره ده ، دا خو يو ظلم دى او دا صحيح ده چي ظلم ته كفر نه شي ويل كيدى خو البته غندل كيدى شي ، همدا مي مقصد وو.
اولنى ورور چي دا كوم سر ليك ليكلى دى سم نه دى بلكه زما په ګومان دهغه ويډيى پټى تر اغيز لاندى راغلى او په همدې جذباتو يې ليكلى دى .
ديادونى وړ ده چي دپاكستان دفوج وياند اطهر عباس دهمدې ويډيى پټى دتحقيق كولو امروركړيدى چي په اُردو بي بي سي كي په لاندي پاڼه كي دا خبر خپور شوى هم دى:
http://www.bbc.co.uk/urdu/pakistan/2009/10/091002_army_torture_video_zs.shtml