نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانو د پلونو په الوځولو کی مسعود ته ماته ورکړه! او سینچری یی پوره کړه!
W.Wardak
01.10.2009
له ټولو وروڼو هیله کوم، چي وروسته له دی ، مسعود ته د پل پران لقب ور نه کړی، ځکه طالبانو دده ریکارډ مات کړ، د مسعود الوزول شوی پلونه خو کفارو بیرته ورغول آیا د طالبانو پلونه به پنجابیان بیرته ورته ورغوی؟
میرویس جلالزی -بینوا
د کابل – هلمند پر لویه لاره شاوخوا ۱۰۰ واړه او لوی پلونه د دولت ضد وسله والو له خوا په تیرو څو میاشتو کې په ماینونو الوزول شوي دي.
پر دغه لویه لاره تلونکي مسافر وایې چې د پلونو د خرابیدو له امله دوي له سختو ستونزو سره مخ دي او په هغه ځای کې چې پلونه الوزول شوی موټر د تګ را تګ پر مهال له سختو ټرافیکو ستونزو سره مخ دي او په ځينو مواردو کې خو یو شمیر موټر له ړنګو پلونو ګړنګونو ته هم ور لویدلي چې انساني تلفات یې هم اړولي دي.
خلک وایې چې طالبان غواړي د پلونو په الوزولو سره په لویو لارو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د وسایطو تګ را تګ ستونزمن کړي او په دې سره د هغوي د لوژستیکي کتارونو د تګ را تګ مخه ډب کړي.
دغه شاوخوا ۱۰۰ پلونه چې د فوایدې عامې وزارت له خوا د ملیونونو ډالرو په مصرف د طالبانو د حکومت له ړنګیدو را وروسته جوړ کړای شوي وو اوس په پخوانیو ویجاړیو بدل شوي او داسي فکر نه کیږي چې د لنډو څو کلونو په موده کې جوړ کړای شي.
د کابل – هلمند لویه لاره چې د افغانستان د حلقوي سرکونو برخه ده اوس تر ډیره بریده د ناامنۍ شاهده ده او لوړ پوړي دولتي چارواکي نه شي کولای چې پرې په ډاډه زړه تګ را تګ وکړي.
pattang
01.10.2009
انډيواله دا نوم دې لرې کړه وردګ خو ډېر غيرتي خلک دي نو دخپل قام نوم مه
بدوه . لاړ شې لاړشې ورک يې بيا لکه خلقی شيطاني راوړې ٠
طالبانو چې تر مېدان شاره پورې سرک پوخ کړی دی لا تر اوسه پور ې خراب
ندی ستا ديارانوسرک په کال کې درې واره خرابېږي او بېرته له سره جوړېږي٠
پلونه هغه خلک ورانه وي چې طالبان بدنامه وي او جګړه اوږدوي داخبرې دې
کرزي ماما او دهغه اشغالګرو ملګرو ته وکړه٠
نالت په شيطان
W.Wardak
02.10.2009
ګرانه شاه پرکه یا پتنګه وروه،
ما خپله له طالبانو واوریل چي دوی د بحرنیو ځواکونو د حرکت د بطی کولو په خاطر مجبور دی، پلونه ویجاړ کړی، تر څو په آسانه ښکار شی، دا چي دوی له بحرنیانو سره څه کوی، څه نه کوی دا د دوی خپل کار دی، خو زمونږ هدف دادی، چي عام اولس ته د مشکلات نه جوړوی، له پله ، ښونځی، ډاکتر، انجینر سره د کار نه لری، نور دوی پوه شه،امریکایان پوه شه، او پنجابیان یی.
او بل دا چي تر میدانه پوری د طالبانو سړک داسی دی لکه لارئ کی چي ناست وی، او کله چي هفه سړک ته ورسیږو چي ترکانو جوړ کړئ داسی دی ،لکه اروپا کی کوم سړک.
کله چي آذاربایی جان ته مجاهدین لاړل تر څو له هفوی سره مرسته وکړی، نو افغانی مجاهدینو اول تخریب کونکی عملیات پیل کړل، لکه پلونه الوځول ، ښارونه په بی، ایم چل مرمیو ویشتل..... هفوی په ځواب کی ورته وویل چي مونږ داسی جهاد نه غواړو چي ټول ملک مو ورسره ړنک شی.
ته خو شاید خپله په جرمنی کی وی، خو د هفه خلکو نه پوښتنه وکړه چي ددغه پلونوله کبله په تکلیف دی.
جهاد خو حکمتیار صاحب هم کوی، که له طالبانو سره هم د خپل ملک لپاره همداسی احساس وی، لکه د حکمتیار صاحب سره چي اوس دی، نو څومره ښه خبره ده.
د بادولو وړ ده چي د طالبانو زیاته برخه د هفه ځوانانو څخه جوړه وه، چي بی سواده دی، او په کابل یا ولایانو که نه شی کولای چي دولت یا موسساتو کی کار وکړی، حتی هفه ځوانان چي پخوا به یی مړزونه جنګول، چرګان به یی جنګول نن طالبان شوی، دوی ته په هر ویشتل شوی امریکایی ټانګ پنځلس زړه پاکستانئ کلداری ورکول کیږی، نو ځکه ددوی لپاره یوه ښه مصروفیت دی، یواځی د ثور د میاشتی راهیسی، د وردګو د شنیز یا سا لارو په ساحه کی ۶۵ ټانګه او د تنګی په دره کی ۹۷ ټانګه الوځول شوی.
یو بل تجارت چي روان وو، هفه د پیسو مقابل کی د خلکو تښتول وو، چي همدغه مړز بازانو چي اوس د طالبانو په لیکو کی دی، له دغه مدرکه په زرهاو ډالر لاس ته راوړل.
هیله ده چي یو څوک اشتباه ته متوجه کول خلقی توب ونه ګڼل شی!
shokoor
02.10.2009
وروڼو د پنجابیانو په دې تکتیک تعجب مه کوﺉ! آی اس آی د پښتنو نظامیو لوړپوړ په مرسته له یوې خوا او د پښتنو مولاناو او مولویانو لکه سمع الحق او نورو په مرسته له بلې خوا د خپلو شومو اهدافو د پلې کولو چانس پدې کې ویني، چې د افغانستان د هر ډول پرمخ تک د مخنیوي لپاره د افغان بچي د علم او معرفت څخه لرې وساتي، چې دا کار یې لږ تر لږه په پښتون مېشتو سیمو کې په بریاليتوب سره تر اوسه هم کړﺉ دﺉ. په ټولییزه توګه کله چې یو انسان پوهه او معرفت ونلری په آسانۍ سره د نورو مقاصدو لپاره غولول کېږی. همدا ده چې آی اس آی د دغو ناپوهوځینې کسان پر پیسو د خپلو مقاصدو لپاره استعمالوی چې ښونځي وسوځوي او نور تخریبی کارونه تر سره کړي او ځینې نورو ته د خپلو پښتنو مولاناو له خوا د جنت وعدو په ورکولو سره بیا هم دخپلو مقاصدو لپاره استعمالوي چې ځانونه والوځاوي.
او هغه بله ډله چې تعلیم لري او په مصؤونو ځایونو کې دي او پخپله دا کارونه نه کوي خو منافقان او د هېواد دښمنان دي ځکه دوی هم د خپلو تبلیغاتي کړنو سره د پنجابیانو په چوپړ کې دي.
pattang
02.10.2009
وردګ ما ما او شکور خانه دغه نغارې مونږ ډېرې اورېدلې ، دخلقيانو بوی ترې
ځي٠
bazgar
02.10.2009
پتنګ خانه! ګه له يوي خوا نن سبا په وردګو ولايت کې له خارجي عسکروسره سخت جګړه روانه ده،چې دوردګو دزړورتيا غمازي کوي،خوبل لورته دلاس په کوتو ګې هم فرق شته،له بدمرغه په غربي موسساتوکې،حکومت کې هم کم نه دي،
دلته په اسلام ابادکې دعيسويانو يوه راډيو ده چې دعسويت تبليغ کوي پښتونطاقان يې ورودګ دي،
خداى مي دي غاړه نه بندوي،دډبليو وردګW Wardak صيب په اړه چې څومره زه خبريم،نوهغه له يوي داسي کورنۍ سره تړاوو لري،چې مردانه او زنانه دواړه يې له انګريزانو سره په ګډ دفتر کې کار کوي، که نوموړى منکرشي زه شواهد هم ورته وړاندي کولى شم،
په هرحال ټول وردګ په دي نشي قياس کيدلي،وردګ من حيث قوم دازادۍ په جګړه له هرچا وړاندي دي.يوشميرخلک په هرچا کي پيداکيږي الله دي ورته هدايت وکړي،زه پخپله په قوم وردګ يم خو الحمدالله رښتينى وردګ يم
shokoor
02.10.2009
بزګر خانه که اسلام آباد کې یې یو وار لاندې آدرس ته ورشه چې پنجابیان سپین ږیري پښتنو سره څه کوي !
http://www.youtube.com/watch?v=ToUZlrch-ks
bazgar
02.10.2009
شکورخانه ستاپه خبره کې زه درسره اختلاف نلرم،په دې ظلم کې شک نشته،که موږ يو ازاد او خپلواک هيواد لرلى،اودرشا مو دپوښتني څوک لرلى،بياداسي نه پيښيدل،نن که زموږله مهاجرينوسره بدسلوک کيږي،که زموږپه هيواد پردي عسکريرغل کوي،دا ټول ديوه خپلواک،مومن اوباضميره افغان لپاره دزغم او تايد وړ نه دي،الله دي نور زموږولس دنورو له ظلم نه خلاص کړي،او الله دي هغه خلګ سمې لاري ته راولي چې ژبه او قلم يې ديرغلګروخارجي استعمارګروننګې ته وقف کړى،امين يا رب العالمين
pattang
02.10.2009
زما خو يو سوال ومنه ، دغه قومي نوم دې لرې کړه ٠
اشغالګرو اوس خپل باڼډونه جوړ کړي دي او دا يوه ډېره خطرناکه پروژه ده .
د افغاني ملي طالبانو تر څنګه پاکسااني طالبان او د cia طالبان جوړ شوي چې
وران کاري او جنايت کوي خو دطالب په نوم . کوم شی چې ته يې ليکې د پنجيانو
او cia پرو پاګنده ده ، دانور ټول دې درواغ ليکلي دي او شيطاني دهدف ده٠
پښتانه او مسلمانان نور مه څوروه٠
[quote:d3f856d6cb="W.Wardak"]ګرانه شاه پرکه یا پتنګه وروه،
ما خپله له طالبانو واوریل چي دوی د بحرنیو ځواکونو د حرکت د بطی کولو په خاطر مجبور دی، پلونه ویجاړ کړی، تر څو په آسانه ښکار شی، دا چي دوی له بحرنیانو سره څه کوی، څه نه کوی دا د دوی خپل کار دی، خو زمونږ هدف دادی، چي عام اولس ته د مشکلات نه جوړوی، له پله ، ښونځی، ډاکتر، انجینر سره د کار نه لری، نور دوی پوه شه،امریکایان پوه شه، او پنجابیان یی.
او بل دا چي تر میدانه پوری د طالبانو سړک داسی دی لکه لارئ کی چي ناست وی، او کله چي هفه سړک ته ورسیږو چي ترکانو جوړ کړئ داسی دی ،لکه اروپا کی کوم سړک.
کله چي آذاربایی جان ته مجاهدین لاړل تر څو له هفوی سره مرسته وکړی، نو افغانی مجاهدینو اول تخریب کونکی عملیات پیل کړل، لکه پلونه الوځول ، ښارونه په بی، ایم چل مرمیو ویشتل..... هفوی په ځواب کی ورته وویل چي مونږ داسی جهاد نه غواړو چي ټول ملک مو ورسره ړنک شی.
ته خو شاید خپله په جرمنی کی وی، خو د هفه خلکو نه پوښتنه وکړه چي ددغه پلونوله کبله په تکلیف دی.
جهاد خو حکمتیار صاحب هم کوی، که له طالبانو سره هم د خپل ملک لپاره همداسی احساس وی، لکه د حکمتیار صاحب سره چي اوس دی، نو څومره ښه خبره ده.
د بادولو وړ ده چي د طالبانو زیاته برخه د هفه ځوانانو څخه جوړه وه، چي بی سواده دی، او په کابل یا ولایانو که نه شی کولای چي دولت یا موسساتو کی کار وکړی، حتی هفه ځوانان چي پخوا به یی مړزونه جنګول، چرګان به یی جنګول نن طالبان شوی، دوی ته په هر ویشتل شوی امریکایی ټانګ پنځلس زړه پاکستانئ کلداری ورکول کیږی، نو ځکه ددوی لپاره یوه ښه مصروفیت دی، یواځی د ثور د میاشتی راهیسی، د وردګو د شنیز یا سا لارو په ساحه کی ۶۵ ټانګه او د تنګی په دره کی ۹۷ ټانګه الوځول شوی.
یو بل تجارت چي روان وو، هفه د پیسو مقابل کی د خلکو تښتول وو، چي همدغه مړز بازانو چي اوس د طالبانو په لیکو کی دی، له دغه مدرکه په زرهاو ډالر لاس ته راوړل.
هیله ده چي یو څوک اشتباه ته متوجه کول خلقی توب ونه ګڼل شی![/quote:d3f856d6cb]
W.Wardak
02.10.2009
زما له نامه سره څه کار لرئ، ، دلته ټول مستعار نومونه دی، مهمه داده چي د یوه او بل خبری په دلایلو سره رد یا ومنو، نور یوله بل سره څه کار لرو، خو که بیا هم وروڼه ډیر تاکید کوی، بل نوم به کیږدم .
عادل عادل
03.10.2009
سلامونه
وردګ صیب
املا او انشا دې د شپږم ټولګي د سویې نه ټیټه بریښي:
بحرنیان = غلط
بهرنیان = صحیح
وردګ صیب ما پخوا هم درنه هیله کړې وه، چې دا نوم دی واړوه، ځکه چې دغه چپنه پر تا ډیره اوږده ده.
نوم دې چې کله هم بدل کړ، نو د بحث په فورمونو کې به شیریني خامخا ویشې !
پتنګ صیب سره مشوره وکړه ، کیدای شي چې ښه نوم به یې درته انتخاب کړی وي.
W.Wardak
03.10.2009
که په ګوګل کی یو ځل څیړنه وکړئ، نو په زوهاو لیکنو کی به د بحرنیانو کلمه ووینئ ، فکر کوم تاسی اشتباه کړی.
#
www.morchal.com||| Herat||| Afghanistan - سومالیا کي شپږ بحرنیان د ...
5 نومبر 2008 ... مورچل ویب پاڼه ، انټرنیټ کي یوازنی پښتو کمپيوټري ویب پاڼه - هرات ، سپيني ادې ټولنه ، کتا ب کښته کول، پښتو ویډیويي زده کړي ، پښتو ګرامر په ...
www.morchal.com/index.php?...task... - In cache - Vergelijkbaar
#
tolafghan.com :: مضمون وګورئ - يوه لنډه مرکه
... تر لاس لاندی دی، په غیر مستقیم ډول د امریکا تر لاس لاندی دی، نو دا دومره ځوانان ولی په یوه او بل نامه غولول کیږی، چي جهاد دی، او بحرنیان باید وشړو، داسی ...
www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?... - In cache - Vergelijkbaar
#
benawa online pashto world
23 جون 2009 ... افغانان مړه شی، دیادولو وړ خبره خو دا ده چی بحرنیان غواړی چی په خلکو کی وحشت جوړکړی کنه نو داډول عملیات دوی دورځی هم په ښارونوکی کولایسی ...
www.benawa.com/details.php?id=27018 - In cache - Vergelijkbaar
#
benawa online pashto world
18 أکتوبر 2008 ... د ګزمو دنده ترسره کوله ،اوس نوموړي ویلي چي دطالبانو سره یوځای شوی، اویوازنۍ موخه یې اوس د بحرنیان ایستل له افغانستان څخه شمېر ل کېږي . ...
www.benawa.com/details.php?id=21504 - In cache - Vergelijkbaar
و.افغان
03.10.2009
وردګ صاحب:
ځان ته مو ډېر تکليف ورکړی دی، اصلا دغه کلمه فکر کوم سوچه پښتو ده، او پښتو
ژبه کې د (ح) حرف نشته.
بحرنيان خو يو اشتقاق کېدی شي له بحر يعنې درياب نه، او د بحرني جمعه کېدای شي.
او بهرنيان د بهر څخه يو اشتقاق دی چې د بهرني جمعه ده.
د ګوګل خبره مو صحيح ده، خو ډېر تکړه ليکوالان هم په عربي کلمو کې غلطيږي.
البته که له ح څخه هـ جوړه شي نو خیر دی، خو دا چې له هـ څخه ح جوړوي، نو د يوه تکړه
ليکوال يا ژورناليست لپاره د بخښنې وړ خبره نه ده.
په درنښت
عادل عادل
04.10.2009
سلامونه
وردګ صیب بحرنیان د ګوګل اشتباه ده او تاسو تکرار کړې ده، په خپله خطا ټینګار مه کوئ او داسې فکر هم هیڅ کله ونکړئ چې ګوګل به اشتباه نه کوي.
بحرنیان خو هغو ژوو ته ویلئ شي چې په دریابونو کې ژوند کوي.
د ژبې او کلمو په اړولو رااړولو کې په انټرنټي سایټونو تکیه کول باالاخره د مطلقې بې سوادئ سبب کیژي.
W.Wardak
04.10.2009
سمه ده، خو تا خو هم کیږی ، کیژی لیکلی (ژ)، که څنګه؟اوس نو ته په یوه ژه بی سوداده شوی؟ نظر په خپل قضاوت.
میوند ننګیال
04.10.2009
سلامونه او نيكي هيلي !
دروند او مشر پتنګ صيب ،محترم استاذ وهاج ،ګران عادل ،دروند وردګ صيب نشكور خانه ته ښي هيلي .
ورونو دا غاصبان او ظالمان چي هره ورځ بي ګناه ما شومان اوميندي وژني ايا ددي په مقابل كي يو يا سل پلونه ورانول كوم قيمت لري دا هسي بي خلتي فيرونه مه كوي خلكو دپلونو ورانول دهغو ظلمونو او بي حيايي بدل كي هيڅ هم ندي كوم چي د بي موره او بي پلاره اشغالګرو او ددي دي اجيرو پو ليسو او خرڅ شوو حكومتي چارواكوكړي .
ايا دا پل ورانول لوي ظلم دي او كه هغه څه چي د جلال اباد په چوك تالاشي كي شوي وه داسي په زركونو واقعات شته چي نه هيريدونكي دي .
محترم وردك صيب !
بهرنيان د پښتو املا كي همداسي ليكل كيږي ماخو تر او سه دپښتو يو كتاب يا يوه مقاله هم داسي ونه ليده چي بهرنيان دي په بحرنيان ليكل شوي وي پا تي شوه دګوګل خبره دا دومره داعتبار وړنده .
كيژي او كيږي دواړه سوچه پښتو كلمات دي .
په ټوله اسلامي او پښتنه مينه
Ghairat
04.10.2009
خیر دی بی سواده چا ته مه وایئ
.................................................. داسې تېروتنه له هرچا کیږي
څوچې د سواد بهیر ملي نشي
....................................... خود به نو په ګوګل کې هم دا کیږي
ګوره لر پښتون پښتو لیکی نشي
............................ کور کې یې هین هی باندې سودا کیږي
ټول شوو پنجابیان اود اوردو بچي
................................................کله به پښتو سره وفا کیږي؟؟؟؟
shokoor
04.10.2009
[quote:4d92e323c2="ميوند ننګيال"]سلامونه او نيكي هيلي !
دروند او مشر پتنګ صيب ،محترم استاذ وهاج ،ګران عادل ،دروند وردګ صيب نشكور خانه ته ښي هيلي .
ورونو دا غاصبان او ظالمان چي هره ورځ بي ګناه ما شومان اوميندي وژني ايا ددي په مقابل كي يو يا سل پلونه ورانول كوم قيمت لري دا هسي بي خلتي فيرونه مه كوي خلكو دپلونو ورانول دهغو ظلمونو او بي حيايي بدل كي هيڅ هم ندي كوم چي د بي موره او بي پلاره اشغالګرو او ددي دي اجيرو پو ليسو او خرڅ شوو حكومتي چارواكوكړي .
ايا دا پل ورانول لوي ظلم دي او كه هغه څه چي د جلال اباد په چوك تالاشي كي شوي وه داسي په زركونو واقعات شته چي نه هيريدونكي دي .
[/quote:4d92e323c2]
دا څه منطق شه، لومړئ همدغو بهرنیو ته چې ورڅخه سر ټکوي ضمینه دراتک برابروي او بیا د دویو کړنو په بدل کې د خپل هیواد پلونه الوزاوی او د بچیو ښوونځي یې سوځوي . دا پلونه خو په لومړي سر کې د عامو خلکو د ژوند د آسانتیاو لپاره او دا ښوونځي د بهرنیو لپاره نه بلکه د افغان د بچیو لپاره دي.
میوند ننګیال
04.10.2009
محترم شكور جانه !
ته خو ډير ساده راته شكاري كه اشغالګر يو جومات ورانوي او يا دقران بي حرمتي كيږي او يا يو افغان بي حرمته كيږي نو هلته خو دي دا منطق ګنګ وي وروره بهرنيانو ته چي چا زمينه برابره كړي وه هغه ټولي دنيا ته معلو م دي او نن چي ورسره ناست دي او ديو دوه dollar به مقابل كي خپل ايمان وجدان او انسانيت
ورته وركړي هغه هم معلوم دي .
زه دانه وايم چي دا پلونه ورانول ښه كار دي خو داشغالګرو دظلم په مقابل كي هيڅ هم ندي .
مكتبونه چي څوك ورانوي پدي مخكي هم دلته بحث شوي بيا يي نه تكراروم خو دخداي لپاره سترګي مه پټوي .
والسلام