د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دنیکمرغه کوچني اخترددرارسیدوپه مناسبت

De Islam Shagird
23.09.2009

دنیکمرغه کوچني اخترددرارسیدوپه مناسبت

دعاليقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله الذي أعز الاسلام والمسلمین واذل الشرك والمشرکین والصلوة علی قائدالمجاهدین اشرف الانبیاء والمرسلین وعلی اله واصحابه و من اهتدى بهديه اجمعین . امابعد!

يقول الله عزوجل :{ قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي للَّهِ رَبِّ ٱلْعَالَمِينَ }الأنعام

دنيکمرغه كوچني اختر د رارسيدو اودروژې دمقدسې فريضې داداکولو په مناسبت اتلومجاهدينو،متدين ولس اوداسلامي سنګر دمبارکو شهيدانوکورنيواوټول مسلمان امت ته دزړه له کومې مبارکي وايم؛ الله جل جلاله مو ټول عبادتونه اوقربانۍ قبولې اودامت مسلمه دغه دمينې،اخوت اوخوښي نیکمرغه ورځې دي پرمونږ اوتاسوټولو په خوشحالي،سوکالي اود اشغالګر دښمن په وړاندې په بر لاسي تيرې کړي (امين)

دجهاد په وياړلومرچلونوکې مو دسږني کال تاریخي فتوحات اوسوبې هم مبارک شه!

متعال خدای جل جلاله دي په دې مقدسه لاره کې دټولوشهيدانوشهادتونه اودمجاهدينوتکليفونه قبول کړي ؛ له فرصت نه په استفادې سره لاندې څوخبرې د وخت داړتياپربنسټ ديادونې وړ ګڼم .

الف : ميړني ولس او قهرمانو مجاهدينوته ډاډ ورکوم چې ستاسې د بي دريغه قربانيو په برکت نن د افغانستان د اشغال په اړه د نړيوال استعمار پلانونه ناکام شوي دي، په تيرواتوکلونوکې د پينتاګون د نظاميانو تر مشري لاندې "ناټو" په افغانستان کې هغه ظالمانه،اوله وحشت نه ډکه پاليسي پلې کړه، چې د هغې له مخې دوئ باوردرلود چې په پوځي زور او قوت سره به د افغانستان غيورولس ايل کړاى شي ,هغوئ په دې لاره کې ترکيمياوي وسلو پوري خپله ټوله پرمخ تللې ټيکنالوژي وكاروله،په سلګونوتبلیغاتی مرکزونه یې همدې جګړې ته استخدام ,اوپه میډیایې په ملیاردونوډالرمصرف کړل ترڅوخپل نظامي قوت وپړسوي اومقابل لوری تر رعب او وارخطایې لاندې راولي، خو دغو ټولو د بشر ضد کړنو ونشواى کړاى،چې دوئ ته کاميابي ورپه برخه کړي، بلکې د وخت په تيريدو سره د يرغلګرو په وړاندې مقاومت او جهادي يون د يوه قوي اسلامي، ملي حرکت په توګه ولسي شکل غوره کړ او لا دبري په در شل کې دى.

اشغالګروته ښايي چې له سکندری یرغله او چنګیزي چپاو نه بيا تر نن پوري د افغانستان تاريخ مطالعه کړي او سبق ورڅخه واخلي ،که تاريخ ته پام نه اړوي نودافغانستان داشغال تيرشوي اته کلونه خويې په خپلوسترګو وليدل،اياپه دې اتو کلونوکې دوئ کومه ګټه ترلاسه کړه؟

اوکه ددې ګټې اوتاوان اټکل هم نشي کولای،نو دانيږدې دری مياشتې مخکې چې دوئ په هلمند کې د"خنجر" اود"پړانګ دپنجې، په نامه خپل ترټولوقوي عمليات پيل کړل دهغونتيجه ګيری خودي وکړي، چې څه يې تر لاسه کړل!؟ اياد دوئ لپاره همدا رسوايي اوهمداتاريخي ماتې بس نه ده؟

ولسونه که يې په خپله دوه مخې ميډياسره ناخبره ساتلي دي، حکومتونه خويې په حقيقت ښه خبر دي چې ددوئ تلفات كومې کچې ته رسیدلي , اودعسکروپوځي مورال یې په کوم حالت کې دی؟ دښمن که هرڅومره نور پوځونه رازيات کړي نتیجه یې بيا هم په افغانستان کې ددوئ مطلق شکست دی.

پخپله دامريکا اوناټودپوځي سرچېنو اوپه خاصه توګه دنيول شويو پوځيانو له اعتراف نه داڅرګنده شوې،چې ديرغلګروځاني اومالي تلفات له هغه نه څو چنده زيات دي، چې دوئ يې مني .

په هرحال کومې تګلارې چې دوئ غوره کړې، هغه دغه اوسنی بحران اوږدولاى شي، خو حل کولاي يي نشي، داځکه چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يرغل او موجوديت د ستونځو حل نه، بلکې پخپله لويه ستونځه ده.

د کابل په لاس پوڅې اداره کې اداري فساد،اختلاس، دمخدراتودقاچاقبرو،اونورومافيايي شبکو شتون، د جنګ سالارانو زورواکي اودترحه شوي پلان له مخي دفحاشۍمرکزونه تقویه کول د همدغو سازشي او جاه طلبو استعماري معاهدو(تړونونو) يوه برخه ده چې ولس يې له داسي فقر، لوږې او بيکاري سره مخامخ کړى چې آن د خپلو اولادونو خرڅولوته هم اړشوى دى.

دیرغلګروپه دغوټولوفجائعو سربیره بله ستره سپين سترګي لاداده چې همدافاسده اوغلامه اداره يې يو وار بياد دروغجنواوله فريب نه ډکوتش په نامه انتخاباتو په وسيله کوم چې دولس دقاطع اکثريت له لوري ردشول؛په دغه بیوزله اومظلوم ولس باندې يوځل بيا وتپله.

طبیعي خبره ده چې داقهرمان اوفطرتًاخپلواک ولس ددغوتش په نامه ټولټاکنو دنامشروعو پایلومنلوته تیارنه دئ، اومشکلات به نور هم ورسره زیات شي

له همدې امله تربل هرڅه مخکې بايدپه ګران هيواد کې ديرغلګرو ځواکونو د شتون مسئله حل شي او افغانستان ديوه خپلواک هيواد په توګه د نړۍ په نقشه وځليږي ؛ځکه د افغانانو خپل منځي مسائل حل کيداى شي، خو د اشغال په صورت کې ملي او اسلامي منافع د پرديو د ګټو ترسيوري لاندې راځي,اوزمونږ ملي اواسلامي ګټي د نړيوالو استعمار ي دسیسو قرباني کيږي.

زمونږ هدف د هيواد بيا خپلواکي او هلته دمسلمان ملت دخوښې سره سم د يوه اسلامي عادلانه نظام پلي کول دى؛ د غه هدف ته د رسيدو لپاره په هره لاره غوراوتامل کيداي شي او مونږددغه هدف لپاره ټولې لارې پرانستې پرايښې دي، خودابه هغه وخت نتیجه ورکوي چې هیوادمو داشغالګروځواکونو له غوبل نه ازاد اوخپلواک وي.

ب : د افغانستان اسلامی امارت غواړي چې دخارجي قواوو له وتلو ورسته دهيواد ټول اصيل بچيان په حکومت او حکومت جوړونه کې مشاركت ولري ،ځکه د هيواد عمراني ،اقتصادي،سياسي، تعليمي ,فرهنګي او . . .چارې د پوه , مسلکي اوتجربه لرونكو مخلصو افغانانو له ګډون څخه پرته پر مخ نشي تلای.

له نيکه مرغه چې زمونږ ډيرشميرخپلواک ,مسلکي اوباتجربه مسلمان كدرونه هغه كه دهیواد په داخل کې دي اوکه له هیواده بهر ؛ دیرغلګروله خوا اوسنى اشغال اودهغه په نتيجه كې منځته راغلې اداره نه مني او په خپل هیوادکې ديوه مستقل ،خپلواک اواسلامي حکومت پلويان دي.

اسلامي امارت داسلام د عادلانه ټولنيز نظام تر سيوري لاندې دبهرنيو ځواکونو تروتلو وروسته د هيواددراتلونکي لپاره ګټوراو دقيق پلانونه په پام کې لري چی په هغو کې دټولنيزې اقتصادي زیربنارغول ،د تعليم پرمختګ او پراختيا،د هيواد صنعتي کول اوزراعت ته وده ورکول شامل دي.

ج : د افغانستان اسلامی امارت په هغو کسانو چی د کابل په ګوډاګۍ اداره کې فعالیت کوي او په خپل وجودسره د نړيوال استعمار مټي غښتلې کوي يوځل بیاغږ کوي چې نور د خپل دين، هيواد او اولس له مخالفت نه لاس واخلي، ځکه چي ستاسي په افغاني مټو اجنبي استعمارګرو زور اخیستی او زمونږ دهيواد اشغال ته يې دوام ورکړي.دغو وحشي یرغلګرو زمونږ ټول اسلامي ارزښتونه ترپښولاندې کړی دعسویت تبلیغ اوترویج ته دمنظم پلان له مخي کارکوی، زمونږ طبعي منابع په يوه او بل نامه لوټ كوي , او زمونږ هيواد د ملا ماتوونکوپورونو تربار لاندې راولی .اسلامی امارت دهرهغه چا لپاره چې له هيواد او ولس سره د غدر او خيانت لاره پريږدي د امن لاره پرانستې ساتلې.

دا خبره بايدهرڅوک په ياد ولري چې دیرغلګروپه مقابل کې زمونږ روان ولسي اسلامي انقلاب ديوه ځواکمن سيلا ب په توګه په مخ روا ن دی ؛ هرڅوک چې ددي سيلاب مخې ته دريږي هغه به له مخې ليري کيږي.

ظلم، شکنجې، وحشت ، سازشونه،ائتلافونه،پردي اودکرایې پوځونه ددې خروښيدلي جهادي يون مخه نشي ډب کولای ؛ نوښه به داوي چې دخپل ايماني مسؤليت اوتاريخي وياړ دترلاسه كولو په اساس د خپل ولس په څنګ کی ودريږئ .

په خاص ډول په غلامه اداره کې پخواني مجاهدین بایددخپل جهادي حیثیت اعاده په روان جهادی صف کې په دریدلوسره وکړي اودکفاروله لیکوڅخه ځان بهر کړي.

د: اسلامی امارت په ټولنیزه اوخپل منځي اصلاح او داسلامي شريعت په چوکاټ کې په سالمونوښتونو باور لري؛نيمګړتياوو ته متوجه ، او له همدې امله یې خپل ټول مجاهدين دجهادي اصولواولوايحوپه کلک رعايت اوعملی کولومامور اومکلف کړي دي، تر څو ټول مجاهدين ددې هيوا د دمخلصو بچیانو په توګه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې داسلام،هيواد او ولس ښیګڼوته په پام سره جهادي مبارزه پرمخ بوزي ؛ د دين او خپلواکي د سنګر مدافعين او د ولس داساسي غوښتنو رښتيني استازي او ترجمانان شي،اسلامی امارت د خپل صف تصفيه اومحاسبه يوه دائمی اوحتمي دنده بولي .

دا چې دښمن د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ دی او ليرې نده چې دکاملې ماتې دترخو زهرو جامونه به په سر واړوي، نوځکه خو ديوې وروستۍ هڅې په توګه کوښښ کوي چې په ملت کی دنفاق او اختلاف تخم وشيندي او په دې توګه خپله ماتې په بري بدله کړي، خو الحمد لله دښمن په دې منافقانه هڅه کې هم له ماتې سره مخامخ دی، ځکه چې داپه اسلام اووطن مين ولس خپل منځي اتحاداودمجاهدينومرسته خپله ديني فريضه بولي، دګران وطن ازادي خپل حق ګڼي او غربي ميډياته د پينتاګون دلوډسپيکرپه نظرګوري ؛ چې هيڅکله به يې هم په بې اساسه تبليغاتوونه غوليږي.

دمجاهدينوپه اوسنيوبې ساري پرمختګونوکې دولس دمينې،رغبت اوخواخوږۍ ډير ستر رول دى،چې لله الحمد دغه مينه اورغبت ورځ په ورځ زياتيدونکى دى،ځکه خو بايد مجاهدين هم هيڅکله ځان دولس نه جلا ونه بولي، دخلګودمال، سراوعزت ساتنه وکړي، هغه کسان چې دمجاهدپه نامه ددښمن په لمسون دولس په مال سراوعزت تجاوز کوي، د هغوئ مخه ونيسي.

همداشان مجاهدينوته پکاردی چې د ولس اسلامی تربيې ته متوجه شي،تر څو هغوئ پخپله خوښه په روان جهاد کې لازياته مالي او ځاني ونډه واخلی زموږغیرتی ولس دي د دښمن دځینو پوځی ویندویانو په تشو لاپو نه تیروځی لکه دبرتانوې پوځ دقومندان هغه وينا چې وايې:

موږبه په افغانستان کې څلويښت کاله نور پاته شو" بايد يادونه وکړو،چې موږچې تيرځل له ۱۸۳۹ م کال نه تر۱۹۱۹م کال پوري پوره اتيا کاله له انګريزي اشغالګروسره وجنګيدو اوبلآخره موازادي ترلاسه اوانګريزمو مات کړ،نن تر هغه وخت زياته حوصله،نظامي تربیه اوِښه وسله په لاس کې لرو اودخورا اوږده جنګ امادګي لرواودسيمي حالات هم زموږپه ګټه دي.

لهذاترڅوچې مو ازادي نه وي تر لاسه کړې ترهغوپوري به دټولویرغلګرو دشړلو لپاره خپل مقدس جهادته ادامه ورکوو.

موږچې په مخکنيو ويناووکې دمقاومت دبې ساري چټکتيا اوپراختیاخبر ورکړى وه هغه تشه تبليغاتي هڅه نه وه ،بلکې دغه چټکتيا هرچاپه عمل کې وليدله.

اوس يوځل بياخبرداري ورکوو چې زموږراتلونکي هجومي عمليات به دډيرو نويوتاکتيکونوسره يوه داسي پړاوته ورداخل شي چې ددښمن بې ساري مرګ ژوبله اومسلسله ماتې به يې څرګنده پايله وي ان شاالله تعالی.

هـ : اسلامی امارت غواړي چی دمتقابل احترام په صورت کې له ټولو ګاونډيانو سره ښې اومثبتې اړيکې ولري اوله ټولو هيوادونو سره ددوه اړخيزي همکارۍ،اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ يتوب نوی باب پرانيزي، مونږ د استعمار په مقابل کې ټولي سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړو چې په راتلونکي کې د سېمي په سوله او ثبات کې خپل رول ادا کړو،ټولو هيوادونو ته اطمنان ورکوو،چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه مسئول او ذمه وار ځواک په توګه لکه څرنګه چې نوروته داحق نه ورکوي، چې زموږ هیوادته د ضرر لاس را اوږدکړي، پخپله به هم چاته دضرر لاس ور ونه غځوی .

بايد ووايو چې مونږ ددښمن د اطلاعاتي رسنيو د غلطو تبليغاتو قرباني يو، چې زمونږ او د نړۍ د يو شمير هيوادنو ترمينځ يي شکونه راپيدا کړي دي؛ موږيې په وچو دروغودتعليم او دښځو دحقوقو مخالفين معرفي کړی يو؛پر موږيې داتور پوري کړی، چی ګوياموږ دنړۍ هيوادونوته ګواښ يو.

اسلامي امارت غواړي چې دمناسبوشرایطوپه اماده کولو سره دغه ټول اشتباهات رفع اوهغوئ ته مثبت ځواب ووایې.

اسلامي امارت دغرب په اولسونوغږ کوي چی هيڅکله د"اوباما"په هغوخبروچې دافغانستان جګړه دمجبوريت جګړه بولي ونه غوليږي، دې جګړې ته غرب هيڅ مجبوريت نلري؛ داجګړه دمرموزو مقاصدولپاره پردروغجنو دلايلوپيل شوې، زيان يې ټول بشريت ته رسيږي چي په نړ يواله سطحه اقتصادی بحران ،بي ثباتي،عدم اعتماداودنړیوالومسلمواصولوترپښولاندې کیدل ټول دهمدې نامعقولوپالیسیونتیجه ده.

لويديځوال ولسونه بايد دناټو دعمومي منشي"راسموسن" اودبرطانيې دصدراعظم په هغو خبرو هم ونه غوليږي چې وايې: "دافغانستان جګړه دغرب ددفاع جګړه د ه"

داډول بي اساسه اوتيرايستونکې خبرې بايدستاسي ذهنونه مشوش نکړي، داټولې ددغه ناروا اودټولوبين المللی اصولو خلاف دتپل شوې ناپايه جګړې دتوجيه کولو لپاره ستاسودواکمنانوتيرايستونکې هڅې دي .

دمعاصروبین الدولي مقرراتو له مخې دنړۍ هیڅ هیواد دا حق نه لري چې دبل ګاونډي ملک په داخلي چاروکې مداخله وکړي ؛ دسپینې ماڼۍ مغرورچارواکي اودهغوئ انګلیسي ملګری باید په دې خبره ښه ځان پوه کړی چي له زرګونه کلومټره لیري واټن څخه ددوئ مداخله دسیمي هیوادونو ته په هیڅ صورت دمنلو اوزغملووړنه ده. دتروريزم ضدجګړې تر ناروا شعار لاندې چې اوس د استعماري پراختيا غوښتني کرغيړن پلانونه په سيمه کي روان دي، هغه د ټولې نړۍ د بشري ارزښتونو، عدالت ، سولي، د وسايلو د برابر ويش اوخپلواکي په خلاف عمل دى؛ داسې عمل چې دولس د ارمانونو اصيل نمايندګان په يوه او بل نوم بدناموي.

په دې اړه بايد ټو ل په تيره بيا اسلامي هيوادونه، زمونږ ګاونډي ځواکمن هيوادونه اود ناپييلي هيوادونو غورځنګ خپل تاريخي رول احساس او ادا کړي.

له ټول اسلامي امت اوپه خاص ډول دنړۍله ټولواسلامي اوجهادي تنظيمونو څخه مي هيله داده چې ددښمن دسيسوته ويښ واوسي، خپل منځي اختلافاتوته شاکړي اودخپل مظلوم اومحکوم امت د دفاع اوازادۍ دپاره دي ګډه اوهر اړخيزه مبارزه پيل کړي.

په اخيرکې پر ټولومتدينومسلمانانوغږ کوم چې د اختر په دې خوښيو كې د خپلو كورنيو په څير د شهيدانو كونډې ، يتيمان او بورې مورګانې هيرې نکړي ځكه دهغوئ شهيدان هماغه څوك دي چې د اسلامي نظام دراتلو په لاره کې د كفري بلاك په مقابل كې ځانونه نذرانه كړي دي او دهغوافغان قربانيانو،زړو،ځوانو،تورسرو اوماشونانوغمځپلې کورنۍ هم مه هيروئ چې ديرغلګروپه بريدونواوړندوبمباريوکې په شهادت رسيدلي او نن دا دى ستاسو په منځ كې نه ليدل كيږي.

په اخیرکې مويوځل بيا اخترمبارک اوخپلواکي مو په برخه شه

دهيواددخپلواکي اوبشپړاسلامي نظام دواکمني په هيله اودعا.

والســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام

داسلام خادم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد


هیښ
24.09.2009

سلامونه
دکوچني اختر په مناسبت دافغانستان دطالبانو داسلامي تحریک په پیغام کې زما په نظر څو ټکي ډیر دپام وړدي :
اول :
دافغانستان دخپلواکۍ لاسته راوړنه او داشغالګرانو بې قیده او شرطه وتل دي او دې مقدس هدف ته درسیدلو له پاره ددوئ قاطع او نه بدلیدونکئ دریځ دئ.داډول دریځ دافغانستان دټول وولس اولینئ او اساسي دریځ دئ او په دې برخه کې دهیڅ معاملې کولو ځائ او سوال نشته دئ .
رښتیا هم چې:

[quote:12c8fc1cf6]اقتباس:
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يرغل او موجوديت د ستونځو حل نه، بلکې پخپله لويه ستونځه ده[/quote:12c8fc1cf6].

اشغالګران اودهغوئ وولسونه باید په دې پوه شي چې د افغانانو قناعت یوازې دبشپړې خپلواکۍ او ازادۍ په لاسته راوړنه حاصل کیږي اودغربیانو تجاوز اواشغال دافغان وولس دپاره لویه ستونزه او معضله ده ، ترهغې پورې ئې چې دخپلواکۍ او ازادۍ دا ارمان نه وي پوره شوئ ،دمبارزې ټول کړاوونه او ناخوالې به دشهادت تر درجې پورې قبول کړي ،مګر دپردیو غلامي او بردګي به ونه مني اودموجوده مصیبت او انساني ناورین اصلي علت داشغالګرانو ناولئ او جنایت کارانه وجوددئ او ستونزه به هلته حل شي چې اشغالګران خپلې کډې بارکړي.
دوهم:
دطالبانو داسلامي تحریک تاکید او تائید دمقاومت په ملي توب اودوولس په پریکنده رول باندې دئ لکه چې:

اقتباس:
[quote:12c8fc1cf6]د وخت په تيريدو سره د يرغلګرو په وړاندې مقاومت او جهادي يون د يوه قوي اسلامي، ملي حرکت په توګه ولسي شکل غوره کړ او لا دبري په در شل کې دى [/quote:12c8fc1cf6]

دهغه چا دپاره چې دطالبانو داسلامي تحریک دملي توب او وولسي توب په هکله شکونه کوي واضح او ښکاره ځواب دئ .طالبان دخپلې مبارزې هدف دیوه ملي ارمان دپوره کولودپاره چې دافغانستان ملي خپلواکي،ملي ګټو او ملي ارزښتونو نه دفاع ده ټاکلئ دئ او ددې هدف دلاسته راوړلو له پاره ئې دوولس غوڅ رول منلئ دئ . هر سازمان او تنظیم چې خپله مبارزه دوولس په زور ،مشوره او قوت په مخ بیايي او دبلې منبع نه نه تغذیه کیږي هغه ملي اووولسي دئ،نو طالبان چې دخلکو په مټو داشغالګرانو په مقابل کې مبارزه او دهغوئ شړل غواړي او ددې مبارزې کامیابي د وولس په مټو او ملاتړکې ګوري هم ملي دئ او هم وولسي .

دریم :
په افغانستان کې دراتلونکي نظام په برخه کې دطالبانو نظر:

اقتباس:
[quote:12c8fc1cf6]زمونږ هدف د هيواد بيا خپلواکي او هلته دمسلمان ملت دخوښې سره سم د يوه اسلامي عادلانه نظام پلي کول دى؛ د غه هدف ته د رسيدو لپاره په هره لاره غوراوتامل کيداي شي او مونږددغه هدف لپاره ټولې لارې پرانستې پرايښې دي، خودابه هغه وخت نتیجه ورکوي چې هیوادمو داشغالګروځواکونو له غوبل نه ازاد اوخپلواک وي. [/quote:12c8fc1cf6]

کاملاً معقول اومناسب دئ ځکه هغه نظام او رژیم مشروع او دمنلو وړدئ چې دخلکو دخوښې او رضایت انعکاس په کې وځلیږي او دخلکو دپوره ملاتړ او تائید نه برخورداره وي .په پښتو کې متل دئ چې وائي (ړوند دخدایه نور څه غواړي بې له سترګو ) .
وولس نورڅه غواړي بې له یوه داسې نظام نه چې ددوئ دخوښې،ارادې او تصمیم په نتیجه کې منځ ته راشي او عدالت برقراره کړي.
په افغانستان کې دداسې یوه نظام راتګ چې دوولسي اقتدار په بنا استواروي زموږ دخلکو لویه ارزو ده او هر سازمان منجمله دطالبانو اسلامی تحریک چې دخلکو ددې پخوانئ هیلې دپوره کیدو دپاره په صداقت او اخلاص مبارزه کوي دوولس په زړونو کې ځائ لري دخلکو دتائید او تمجید وړدئ او وولس دهر ډول همکارئ ، مرستې اوقربانئ دپاره ورته چمتو دئ .
څلورم:
کار اهل دکار ته .

اقتباس:
[quote:12c8fc1cf6]د افغانستان اسلامی امارت غواړي چې دخارجي قواوو له وتلو ورسته دهيواد ټول اصيل بچيان په حکومت او حکومت جوړونه کې مشاركت ولري ،ځکه د هيواد عمراني ،اقتصادي،سياسي، تعليمي ,فرهنګي او . . .چارې د پوه , مسلکي اوتجربه لرونكو مخلصو افغانانو له ګډون څخه پرته پر مخ نشي تلای. [/quote:12c8fc1cf6]

په افغانستان کې د اداري فساد ، جعلکارئ او خیانت موضوع چې داستبدادي ، غیروولسي او مزدورو نظامونو دنامشروع وجود ثمره ده ډیره اوږده سابقه لری .دا مشکل په هغه صورت کې حل کیږی چې استبداد ته ښکاره ،قاطع اونه پخلاکیدونکئ د رد ځواب وویل شي او په اداره کې هغه اشخاصو او کدرونو ته ځائ ورکړل شي چې دکارلیاقت ،اهلیت او وړتیا ولري .په د برخه کې هم دطالبانو داسلامي تحریک موقف اصولي،معقول او دنن زمانې دغوښتنوسره برابردئ.
یوه عادلانه ټولنه او سالمه وولسي اداره هلته منځ ته راتلائ شي چې په راس او صفوفو کې ئې صادق،خپلو ملي ګټو او ارزښتونو ته متعهد ،ریښتني او مدبر اشخاص قرار ولري او دامورو داجرا او مخته بولو له پاره په وولس کې دټولو طبقو،اصنافو او قشرونو دپاره دمهارت ،پوهې او تجربې په اساس مساوي اوبې له تبعیضه دکار او خدمت چانس مساعد شي اودادارې مسؤلین او کارکوونکي دخپل عمل او لیاقت په اساس تقدیر او مجازات شي ،نه دشخصي ،قومي ،تنظیمي اوادیولوژیکي تړاوونو او مصلحتونو په اساس .
فعلاًخو دافغانستان دوولس په برخلیک هغه اشخاص او ډلې نیغ نیغ کیږي چې دخلکو دوژلو ،دوطن خرڅولو،دشخصي او عامه ملکیتونو دچورولو او غصبولواود عزتونو او پتونو دپایمالولومسلکي اوحرفوي جانیان دي چې په خپلو غیرانساني اعمالو ئې دټول بشریت وجدانونه ټپي او ولړزول .ددې منحوسو،دوولس نه رټل شویواودانساني خصائیلونه خالی عناصرودناولي وجود نه دخلاصون دپاره دطالبانو په شان پاکو،باایمانه اواخلاصمنوتحریکونو اوسازمانونو ته اشد ضرورت دئ ،ترڅو دشر اوفساد ریښې دافغاني ټولنې نه دبیخه وباسي او ددوئ دبربریت او وحشت کلتور ته دپائ ټکۍ کیږدي.
پنځم:
په پیغام کې دګاونډیو او نورو ملکونو سره درابطې په هکله دطالبانو دانظراو پالیسي :

اقتباس:
[quote:12c8fc1cf6]اسلامی امارت غواړي چی دمتقابل احترام په صورت کې له ټولو ګاونډيانو سره ښې اومثبتې اړيکې ولري اوله ټولو هيوادونو سره ددوه اړخيزي همکارۍ،اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ يتوب نوی باب پرانيزي، مونږ د استعمار په مقابل کې ټولي سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړو چې په راتلونکي کې د سېمي په سوله او ثبات کې خپل رول ادا کړو،ټولو هيوادونو ته اطمنان ورکوو،چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه مسئول او ذمه وار ځواک په توګه لکه څرنګه چې نوروته داحق نه ورکوي، چې زموږ هیوادته د ضرر لاس را اوږدکړي، پخپله به هم چاته دضرر لاس ور ونه غځوی . [/quote:12c8fc1cf6]

ټول هغه تشویشونه،تورونه،بانې او پروپاګندونه(تروریزم،دنړۍ والې سولې دپاره تهدید،دمذهبي بنیادګرائۍ صدور اونور..) نفی کوي کوم چې داشغالګرانو او ددوئ دمزدورانو له لوری په بې بنیاده توګه تبلیغ کیږي.دطالبانو اسلامي تحریک د هر هیواد په چارو کې ښکاره او پټه مداخله ردوي او دوولسونوحق خودارادیت او استقلال اصل ته احترام کول دمنطقې او نړۍ دهیوادونو دپاره دسوله ایز ګډژوندد منځ ته راوستلو له پاره یوازینئ لاره بولي او دمنطقې اونړئ په سطحه ټول هیوادونه صرفنظر ددوئ دمالي،مادي او نظامي قدرت نه ددې اصل منلو اومراعاتولو ته مکلف بولي .په ټوله نړۍ کې عموماً اوپه افغانستان کې خصوصاًدټولو بدمرغیو،جنایتونو او تجاوزونوعمده او اصلې عامل داستعمارګرانو او جهاني مستکبرانو له لوري دوولسونو دحق خودارادیت داصل نه مراعاتول دي .
داسلامي امارت په دوران کې او دهغې نه وروسته داشغالګرانو سره دمبارزې په درشل کې طالبانو دهیڅ ګاونډي او غیرګاونډي هیواد په داخلي چاروکې دمداخلې ،توطئې ،ترور او لاسوهنې یوې کوچنۍ واقعې صورت نه دئ نیولئ چې غربیان او دهغوئ اجیران ئې دشواهدو او اسنادو سره دازاد وجدان خاوندانو ته وړاندې کړي او خپل جنایتکارانه تجاوزاو اشغال دهغې په اساس توجیه کړي او یو ازاد اوخپلواک وولس دخپل ظالمانه او وحشیانه تاخت وتاز ډګر وګرزوي.

په یوه هیواد کې دسیاسي نظام جوړونه او یا له منځه وړنه یوازې اویوازې دهغه هیواد دوولس فطری او طبیعي حق دئ او داحق ئې محفوظ دئ .هیڅ هیواد ،مرجع او مقام دهرډول دلیل اوبانې تر عنوان لاندې د وولسونو ددې حق دغصبولو او له منځه وړلو جواز او صلاحیت نه لري.
له دې کبله یوشخص،سازمان او تحریک چې تابع اوپیرو نه وي او استقلال ولري ،هرڅومره چې خپل استقلال ته متعهد او وفاداره وي،دنورو استقلال ته هم په همغه اندازه احترام لري .
دطالبانو اسلامی تحریک هم منحیث دیوه مستقل سازمان دنورو په اموروکې مداخله داستقلالیت دپرنسیپ سره په تضاد کې بلله او بولې ئې او هیڅکله نه چا ته اجازه ورکوي چې دخپل هیواد په داخلي چاروکې ئې مداخله وشي اویا دوئ دبل هیواد په چاروکې غرض ولري.دخپل هیوادپه مسائیلوکې ئې د یوه پوشالي قدرت دلاسته راوستلو او شیطاني هوسونو دپوره کولو له پاره هیڅکله دغلامۍ اومزدورۍ پستې اوبې همتي او دنورو باداري نه ده قبوله کړې او په ډیره میړانه او سرښندنه ئې دهغه قوتونو اوقدرتونوسره چې دنورو استقلال او ملی حاکمیت ته احترام نه لری دقدرت دټولو امکاناتو او مزایاوو نه منصرف شول او عملاً ئې دمبارزې او مقابلې لاره انتخاب کړه اوټولې نړۍ ته ئې ثابته کړه چې یا مرګ یا خپلواکي.

نتیجه داچې داپیغام دهغه اشخاصو او ډلو په خولو چې په طالبانود وابسته ګۍ،غیرملي اودغیرمشروع لارې نه دقدرت دلاسته راوړلو تورونه واردوي یو مستند،خوله ماتوونکئ او محکم ګوذاردئ او دهغه حقایقو روښانتیا ده چې دطالبانو داسلامي تحریک په غورځنګ کې پراته دي .نور باید هغه څوک چې په ازادۍ ،خپلواکۍ او دوولسونوپه اقتدار باور لري ،دطالبانو د اسلامي تحریک په ملي توب ،استقلالیت او وولسي توب شک او تردید پیدا نه کړي اوپه تشو افواهاتو او اتهاماتو سره ځانونه دوولسونو دخپلواکۍ ددښمنانو دتبلیغاتي ماشین پرستاران اوچپړاسيان ونه ګرزوي.

که دطالبانو اسلامي تحریک په مسلسل او متواتر ډول دخپلو تګلارو او هدفونوپه هکله دا ډول پیغامونه صادرکړي ،یقیناًدتیارو او تقلیدي ذهنونودروښانولو او خپلواک کولو له پاره به ډیرمؤثر او اغیزمن واقع شي او دډیرو لارورکیو دپاره به دلارښوونې ډیوه شي.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more