نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دد ویم پیر ټاکنو بایکاټ د ټاکنوله سره تکرار ته مخه پرانیځي!
Ghairat
17.09.2009
شاوخوا یونیم میلیون رايې جعلي دي، چې زیاتره یې د کرزي په ګټه کارول شوي ، که د کرزي له رایوڅخه کټ شي، اوکټ کیږي به حتمأ، نو نوموړی ۵۰٪ نه پوره کوي او فیصله د ټولټاکنو دویم پیرته وځي!
نو :
۱ــ څه فکر کوئ، کرزي په دې رسوايۍ سره په دویم وار ټاکنوکې ځانته ضربه ورنکړه (؟)
۲ــ فکر نه کوئ چې له دې رسوايۍ پرته د ټاکنوپه دویمه لړۍ کې د کرزي دګټلوچانس تر اوس یقیني و؟؟؟؟
۳ــ فکر نه کوئ چې پښتانه اونور ډیر افغانان اوس خپل کاندید نه لري ،نو ښه به داوي چې په دویم پیر کې برخه وانخلي ، [color=yellow:5ac6491444]
او ددویم پیر انتخابات باید بایکاټ اوپه دې توګه د ټولټاکنو له سره تکرار ته مخه خلاصه شي ؟؟؟؟؟[/color:5ac6491444]
[color=red:5ac6491444]۴ــ یو جعلکار کاندیدته هم باید په دې صورت کې د بیا کاندیدکیدوحق ور نکړل شي![/color:5ac6491444]
Sangar Watan
18.09.2009
[quote:c182351812]
شاوخوا یونیم میلیون رايې جعلي دي، چې زیاتره یې د کرزي په ګټه کارول شوي ، که د کرزي له رایوڅخه کټ شي، اوکټ کیږي به حتمأ، نو نوموړی ۵۰٪ نه پوره کوي او فیصله د ټولټاکنو دویم پیرته وځي!
نو :
۱ــ څه فکر کوئ، کرزي په دې رسوايۍ سره په دویم وار ټاکنوکې ځانته ضربه ورنکړه (؟)
۲ــ فکر نه کوئ چې له دې رسوايۍ پرته د ټاکنوپه دویمه لړۍ کې د کرزي دګټلوچانس تر اوس یقیني و؟؟؟؟
۳ــ فکر نه کوئ چې پښتانه اونور ډیر افغانان اوس خپل کاندید نه لري ،نو ښه به داوي چې په دویم پیر کې برخه وانخلي ،
او ددویم پیر انتخابات باید بایکاټ اوپه دې توګه د ټولټاکنو له سره تکرار ته مخه خلاصه شي ؟؟؟؟؟
۴ــ یو جعلکار کاندیدته هم باید په دې صورت کې د بیا کاندیدکیدوحق ور نکړل شي!
[/quote:c182351812]نه،
نه داسې نه بريښي،
که غربيان لږ شانتې شرم او وجدان ولري،چه نه ئی لري،نوبايد خپل ځانته
داوړو پوزه جوړه کړي او دانتخاباتو تر نامه لاندی ډارامه ،دکرزي-عبدالله
دجعلکارۍ او درغلۍ په وجه،باطل اعلان او مجرمين محکمي ته راکاږي٠
مګر که تاسو دغربي ميډيا پروپاګندي په ډير دقت سره تحليل کړۍ،دابه درته
جوته شي چه ددی لس فيصده رايوتکراري شميرنه به بيا هم کرزی دانتخاباتو
وړونکی وبولي٠داهغه په اسطلاح "مذبوحانه"تلاشونه دي چه دعام ولس سترګو
کی دخاورې اچولو معني لري٠
زموږ په هيواد کی ډير داسې خلک شته چه داډرامه دموکرسي بولي!
زما په عقيده،که دويم دور انتخابات ترسره شي،يوډير محدود شمير خلک
به پکی برخه واخلي٠
نتيجه:دافغان ولس هغه شمير خلکو چه انتخاباتو او دموکراسۍ پوری يی
اميدونه تړلي ول،ټول نااميده شول٠خلک پدی پوه شول چه ددموکراي د
ډکتاتورۍ يو بل ډول دی او بس٠خلکو ته اجازه ورکړې شوی چه دحکومت دکړو
وړو په هکله په نسبتا ازاده توګه خپل نظريات بيان کړي،خو دهغې دسمون
امکانات نلري٠ځکه چه تغير او سموالی بايد په دموکارتيکه توګه دانتخاباتو
له لاری سرته ورسي،مګر دانتخاباتو نتيجه دهغه له تدویر نه دمخه څرګنده ده٠
دلته مي څو پخواني مثالونه راياد شول٠ددموکراسۍ په لسيزه کی پارلماني
انتخابات،ديوه نس ډوډۍ په بيه سرته رسيدل٠
دداودخان لويه جرګه،دده دحکومت،خاصتا واليانو په واسطه دڅو کسو غير
مشهور او غير موثره څيرو غونډه وه ،چه ځيني ئی لا نه پوهيدل چه څه وائی٠
دداکترنجيب په وخت کي هم پارلماني انتخابات وشول،مګر حزبيانو پدی ورځ
په سلهاوو کيلومتره سفرونه کول،تر څو وکړی شي خپل کانديد ته چه هر محل
کي وي تکراري رائی ورکړي٠
رباني او مسعود دشوري اهل حق وعقد په نامه يوه نمايشنانمه جوړه او پخپل
ذعم ئی،خپل حکومت کوټي ته قانونيت ورکړ٠
طالبان هغه خلک ول چه داچمونه ئی زده کړي نه ول او په وچ زور ئی حکومت کاوه٠
مختار
18.09.2009
سنګر وطنه !
ماخو ووېل چي ته په پوست پاک نه يې او ستا د کټه ګوريو په هغه ورستۍ برخه پوري چي تاسو خطرنک ګڼلی وو تړاو لری . دلته تاسو د مختلفو دورو د انتخاباتو درغلي ياد کړه ولي دلوی شیطان او ستر لاسپوڅي د ببرک کارمل د لویی جرګې د حرامزادګيو په هکله مو څه و نه ويل ، یاده مو نکړه او د هغه نه غلی کده را تير شواست، دا ولي ؟؟!
دا په دې خاطر چي تاسوهم کارملي شر اندازه ياست .
Sangar Watan
19.09.2009
[quote:6135947bd8]--------------------------------------------------------------------------------
سنګر وطنه !
ماخو ووېل چي ته په پوست پاک نه يې او ستا د کټه ګوريو په هغه ورستۍ برخه پوري چي تاسو خطرنک ګڼلی وو تړاو لری . دلته تاسو د مختلفو دورو د انتخاباتو درغلي ياد کړه ولي دلوی شیطان او ستر لاسپوڅي د ببرک کارمل د لویی جرګې د حرامزادګيو په هکله مو څه و نه ويل ، یاده مو نکړه او د هغه نه غلی کده را تير شواست، دا ولي ؟؟!
دا په دې خاطر چي تاسوهم کارملي شر اندازه ياست
_________________ [/quote:6135947bd8]
مختار خانه،
زما ندي پياد چه دترکي،امين ياکارمل په زمان کی د غربي ټيپ دموکراسۍ،
يا لوی جرګې انتخابات ياټاکنې شوی وي٠خو خير،زه به يا په محبس او هم
خارج کي وم،که ستا څه په يادوي په ليکه ئی کړه٠ مګر دليکلو ادب په ياد
ساته :shock:
يادونه
Ghairat
19.09.2009
سنګرخان رښتیالیکي چې :
[quote:48a62341d5]ددموکراسۍ په لسيزه کی پارلماني انتخابات،ديوه نس ډوډۍ په بيه سرته رسيدل٠ [/quote:48a62341d5]یعنې دملي ولسواکۍ د نطفونمونه يي ټولټاکنې وې اودا اوسنۍ درغلۍ اوچټلۍ په کې نه وې!
خومختارخان يې په زوره د بیلابیلو دورو دانتخاباتو ددرغلیو په کتار کې شمیري :
[quote:48a62341d5]دلته تاسو د مختلفو دورو د انتخاباتو درغلي ياد کړه[/quote:48a62341d5]
پوښتنه داده چې مختار دملي دموکراسۍ د نطفه يي لسیزې پارلماني ټولټاکنې ولې له دې نوروچټلو دورو له درغلیزو ټاکنوڅخه نه دي بیل کړې ، آیا دلیل ورته لري اوکه دا يې کومه تیروتنه ده ؟ ؟؟
او سنګرخان لیکي :
[quote:48a62341d5]مګر که تاسو دغربي ميډيا پروپاګندي په ډير دقت سره تحليل کړۍ،دابه درته جوته شي چه ددی لس فيصده رايوتکراري شميرنه به بيا هم کرزی دانتخاباتو
وړونکی وبولي[/quote:48a62341d5]
یوخو د لویدیځوالومداخله په هېڅ صورت د عبدالله مربع پر خلاف دکرزي ملګرتیا نه کوي، بل همدومره د انتخاباتوکمیسیون هم اوس د لویدیځ له دریځ سره ملغږی نه دی، اودریم کرزي د عبدالله په ضد دغې درغلۍ ته اړتیا نه لرله ، صرف ډاډه به نه و ،نو ښايي له ناسمې ويرې څخه يې دغه کار کړی وي چې اوس يې په زیان تمامیږي!
علت دادی چې دا دوه محکښ کاندیدان یوهم دموکراسي نه پېژني ،د جګړیزې ولس دوښمنې دورې بچیان دي اودموکراسي د ځان له پآره د قمار غوندې یوچانس تصور کوي !