د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پولادي زغرې

احمد،محمود
09.09.2009

پولادي زغرې
دتوره بوړه ويب پاڼې څخه په مننه
www.toorabora.com
شومــــــې ارادې د دښمـــن سستـــــې دي
تښتي لاس او پښې ددښمن سستې دي

ورشه! اې افغانه د نظــــرپـــــه جنـــــــــګ
شنه كسي ليمـــــې ددښمن سستـــــې دي

زړه تــــرې دتكبيـــــرپه غږوغصب كــــــړه
ونيسه مورچـــــې ددښمن سستـــــــې دي

څوكه ئي په تـــــــن دي پــــولادي زغــــرې
ستاوارته سينـــې ددښمن سستــــــې دي

پام ! توره ګوزاره نه كړي په شانه شـــــې
و منه حملــــې د دښمــــــن سستــــــــې دي

ستا كه ايمان ټينګ وي نو بيـــــاومنــــــه
كلكـــــې زولنــــــې ددښمن سستـــــې دي

لږې دي پښي كلكي جنګ كـــــي وساته
زړه كي حوصلـــــي ددښمن سستــــي دي

تــــــه ئي دڅښتن په قانون ماتــــي كـــــــړه
شوې فيصلــــــې ددښمـــــن سستـــــې دي

پام ! چه پري دوكه نه شي خيرخواه نه دی
ځكه چي وعـــــدې ددښمـــــن سستې دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more