د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دابـــچي د مـلالــۍدي ورتـــه ټـيـنـګ شه

احمد،محمود
08.09.2009

دتوره بوړه ويب پاڼې څخه په مننه
www.toorabora.com

دابـــچي د مـلالــۍدي ورتـــه ټـيـنـګ شه
چې بخلې يې ځوانۍ دي ورته ټينګ شه

فــدايـــانـــو درنـه وار پـار خـطـا کـــړى
دايټم سترې بټۍ دي ورته ټينګ شه

تـــاتــــه چــا ويــل چــې دې وطـــــن تــــه راشــــه
پرې ورکړې يې قربانۍ دي ورته ټينګ شه

دلــــتـه هـــر مـغـرور پـه ډېــر هــوس راغـلى
ترينه پاتې خوشحالۍ دي ورته ټينګ شه

که تربور دې روغ وتلى وي ته به لاړ شې
دلــته خاورې ککرۍ دي ورته ټينګ شه

ســـتـــا انـــــجـام بــــه لـــه دې هـر يـو نه بدتر وي
زلمي ناست په هر غونډۍ دي ورته ټينګ شه

لـــه زنــدان او زولــــــنو نــــه، نــــه ډارېــږي
دوى شکولي هتکړۍ دي ورته ټينګ شه

تــارېـخــونــه د جـهان چې يې تل ستايي
تل سرلوړي په نړۍ دي ورته ټينګ شه

(مـحـسني) وايي کـمـزوري يې مـه بوله
توپانونه دي سيلۍ دي ورته ټينګ شه

www.toorabora.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more