وطن پال او نور ګټور شعرونه
داپښتون دايې روزګاردی
Azad Nazer
16.02.2004
٠دپښتو ژبې ټولواصيلو شاعرا نواو ليکوالانو په غافل خوب ويدو پښتنو باندی انتقاد کړې اوپښتانه يې هغه څه ته بللي ددی دراتلونکي ژونداو نسل لپاره ګټور وو٠هسې خو دهريوه په ليکنه کې دپښتنودژوند فلسفه نغښتې ده خو دوخت اووسايلو په نه درلودوبه څوغوره شوي شاعران او ليکوالان دموضوع سره جوړۀ کړم ٠ دپښتوژبې دغو قلمدارو مخکښوداسې کومه موضوع او مسله له پامه نه ده غورځولې چې هغه دپښتنې ټولنې سره تړلې وه ٠ دپښتنو دستانې سربېره يې هغو ستونځو او نيمګړتياوته هم ګوته نيولې چې دپښتنو دغفلت او لټۍ له کبله ددوی د وروسته والي ، بې سرنويشتۍ او بد بختۍ سبب شوي دي ٠ دستر خوشحال خان او داوسنۍ زمانې دپښتوژبې يوځلانده ستورې ښاغلې رښتين صېب هم دپښتنو څخه ګيلې کړي ٠ دخوشحال خان خټک له دې شعره چې وايي :
چې هرڅو يې جوړومه نه جوړيږي *********** پښتا نه دي دکږو کاڼو دېوال
دغه شعرکه سړې دپښتنو د پخوا ،اوس اوراتلونکي ژوندسره اوږه په اوږه کړي نو رښتيا چې دغه ستر شخصيت دخپل قام ديوالي او ملي اګاهۍ لپاره کوښښ کړی خو متاسفانه چې کوم ځای يې نه دې نيولې اويوازې يې په هيلوسود کړې اوبس ٠ خوشحال خان کوښښ کړې چې دخپلو خټکو ټبر ځان ته راوبلي نو وايي :
دخوشحال سره که کښيني يو څوکاله ************ دادغره خټک به واړه شاعران شي
ګل پاچاالفت نه يواځی تکړه شاعر دې بلکه دپښتو نثريو خوږژبې ليکوال هم دې ٠ که زه ددوی د شعرونو تفسير وليکم نوښه پوهېږم چې پاڼې به پرې ډکې کړم خو دلته به يې يو څو شعرونه رانقل کړم چې که پښتانه يې ولولي اوپرې پوه شي چې زمونږ ليکوال اوشاعران دخپل ټبر په لاس راپيدا شوو بدبختيوڅخه څومره لاله هانده وو٠ سړې بايد په ډاګه اوزغړده ووايي چې دپښتنو ځينې مشران داسې کارونه کوي چې دده دخپل وجود لپاره بې ګټی دي خو پرې پوهيږي هم نه اوکه چېرې کوم پوه او دفکر څښتن راوټوکيږي او دکوم مشر پام دونې هغه ښاخ ته واړوي چې دې پرې ناست دې اوبېخ يې ورته أره کوي نوترهغه يې په خبره پيا ز هم نه جووي تر څو چې دښاخ سره يوځای په ځمکه نه وي غورځېدلې او کوم هډ يې نه وي مات شوې ٠
حقيقت خو دادې چې دپښتنو سترو ليکوالانو اوشاعرانو دپښتنو څخه شکايتونه کړي ، هغوی ته يې په وخت دزيان خبردارې ورکړې خوڅوک وو چې په خپلو ټولنيزو ګټو وپوهيږي ٠دا خو لاڅه کوې چې تراوسه دا سې شواهد هم د ګوتو په شما ر دي چې پښتنو دی ګواکی دکوم پښتون ليکوال ، مبارز او شاعر قدر کړې وي ٠ دبېلګې په توګه دپښتنو زړورمبارزاو حقيقي روحاني لارښود لا قبر نه دې معلوم اوددوی داصلي دوښمن او دمغولو ګوډاګي ، اخوند دروېزه ته په شرک ګناهګار شوي ٠ بابربه نن هيڅ مشهور نه وای که پښتنو ورته پښتون باچا نه وو را پرځولې ، او بابر غوندی ترکومغول به هيڅکله باچا شوې نه وو که پښتون لودي باچا پښتانه دبا بر لمنې ته نه وای غورځولي ٠
زه حقيقي شاعران او ليکوالان دخدای وليان ګڼم اودپښتنو په شاعرانو اوليکوالانو ځکه وياړم چې هغوی نه يوازې د تلپاتې مفکورې خاوندان وو بلکه دپښتنوزړور مبارزين وواو دنورو ژبو دشاعرانو غوندې د ځاني جاهو جلال پروا يې نه ده کړې او نه يې کتابونه په (( شاه نامو )) او (( ايازنامو )) ډک کړي ٠ هررښتيني پښتون شاعر انتقادي اوحق ويونکې دې اودخپل اولس په غم سوې ٠ يو درباري شاعر به داولس بدبختۍ څه وويني چې دخپل اولس په منځ کي نه اوسيږي ؟
راځۍ چې ګل پاچا الفت پښتنو ته څه ويلي :
باغ وبڼ يې بې بلبل بې عندليبه **************** رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی **************** کوريې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه
چې رښتين خادم يې وينم بېنوا دي ************** پښتون ژبه ده په ژبوکی غريبه
همدارنګه پوهاند رښتين په دې پوهيږي چې پښتانه دڅه علت په اثر دومره دغفلت په ډوب خوب ويده شوي چې پېړۍ پرې واوښتې خو دوی را بېدار نه شول ٠ نوموړې دخپلی ژبې دخدمت لپاره ويښ پاتی کيږي او کوښښ کوي چې دغه ويده اوددنيا اوځانه ناخبره پښتانه راويښ کړي٠ ددې خبرې ثبوت دهغه پخپل شعر کی موندﻻی شو چې وايي :
که مې دا خدمت پښتو لره په کارشي *************** پښتانه پرې هم له خوبه رابيدارشي
په همدغه فکر او هيله ښاغلې بېنواصېب په دې پوهيږي چې پښانه له ازله داسې نه ووبلکه ددوی د وروسته پاتی کيدو اوغفلت علتونه شته ٠
دا به سمه نه وي که څوک د پښتنو کمزوريانې ازلي وګڼي ٠خودابه دپښتنوپه ګټه وي که زمونږ پښتانه ليکوالان او شاعران هغه اسباب ولټوي چې پښتانه پرې هرومرو رابيداريږي اودغه اسباب يقينن په (( شابسي )) کی نه موندل کيږي بلکه پښتنو ته دهغوی د غلطيوپه ګوته کولو کی ، هغوی ته په مخامخ ويلو کی او هغوی ته په سمه او ساده ښوونه کی ٠عبدالروف بېنوا دپښتو ژبې هغه نوميالې شاعر دې چې دپښتون په ژوند کړيږي
راشۍ چې بېنوا صېب څه ويلي :
نه دروغ نه ټيټالونه *********** نه دورورسره جنګونه
خپل يې فکر خپل دماغ وو *********** خپله خونه خپل څراغ و
نه پرې نوم دبې ننګۍ و ********** نه پرې داغ دغلامۍ و
هره خواته خوشحالي وه ********** دپښتون پښتونولي وه
نه پوهېږم چې څه وشو ********** څه بلا په کوردده شوه
يوه توره تياره راغله ********* سپينه ورځ يې لکه شپه شوه
نفاق راغې دده کورته ********* شووحدت لمنځه پورته
رنګ دوينو يې بدل شو ********* شوروان دفنا لورته
يوبدن ټوټې ټوټې شو ********** هريو هډ زرې شو
وطن خپل اختيار دبل شو ********** قوت خپل په کار دبل شو
خپله ژبه خپله خوله کی *********** پری جاري ګفتا ر دبل شو
باندی وشول ډېر ظلمونه *********** هم هزاررنګ ستمونه
اوس دمړه په شان بې ځانه ********** ناخبر دي له جهانه
نه يې پوهه نه يې کارشته ********** هرڅه غواړي له اسمانه
تش خپل نوم ورباندی باردې ********* داپښتون دا يې روزګار دې
دافغانانو ازاد نظر
____________________________________
چې لومړې خپل ځان ونه پېژنم بل به څنګه وپېژنم ؟