د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانانوته دجعلي ټولټاکنولومړۍ ډالۍ

احمد،محمود
08.09.2009

له توره بوړه ډاټ کام څخه په مننه
www.toorabora.com
افغانانوته دجعلي ټولټاکنولومړۍ ډالۍ
په تېرواتوکلونوکي موږتل ويلي چي صليبي قواوې افغانستان ته دحريت پالووګړو،اسلامي احکامو،افغاني نسل اوکولتوردله منځه وړلولپاره راغلي دځواک اوطاقت په مټ غواړي هغه سياسي نقشه په سيمه کي پلې کړي چي داوږده مهال لپاره له يوې خواددوئ سياسي،نظامي او اقتصادي ګټې خوندي کړي اوله بلې خوادسيمې اسلام پال اوحريت غوښتوونکي ګروپونه په دې ونه توانيږي چي ځان ته يوازاد،خپلواک اوپراسلامي احکاموولاړنظام جووړکړي دروانې صليبي جګړې اصلي موخه همداده صليبي ځواکونه نه يوازي په سيمه بلکه دنړۍ په کچه داسي هلې ځلې کوي چي د اسلامي نړۍ په هرګوټ کي دداسي وګړودفعاليت،ودې اورشدمخه ونيسي چي اسلامي نړۍ ته د سياسي،نظامي،اقتصادي،کولتوري،ټولنيزې،تعليمي اوفکري ازادي غواړي  اودهمدې لپاره په مبارزه بوخت دي چي شيطاني ځواکونه يې په ډول ډول بهانومخه نيسي اوځپي يې .
په ګران هيوادکي له اتوکالوراهيسي دهيوادحريت پال اواسلام پال وګړي دصليبي قواووپه وړاندي په مبارزه بوخت دي نولوېديځ دخپلوداخلي لاسپوڅو،اجيرومطبوعاتواورسنيوپه مټ تل داسي تبليغات کړي چي جنګېدوونکی لووری يوبې زړسويه،دپرمختګ مخالف اودقدرت وږی طرف دی چي افغانانوته يې هيڅ ډول عدل،انصاف،ازادي اوپه حکومت کي دونډې اخيستواجازه نه ورکوله،دوئ هم داسي تلقينوله چي دصليبي ځواکونوپه راتګ به هرڅه سم شي،عدالت،پرمختګ، امنيت،ملي وحدت،بيارغونه،دبيان ازادي،بشري حقوق اوداسي نوورنعمتونه به ورته راوړي اماد عمل په جامه کي افغانانوپرته له دې چي ملي وياړونه،عقائداومقدسات يې سپک شي،کوورونه ، جوماتونه،ودونه،روغتونونه،جرګې اوختمونه يې بمبارشي،دوخت ترټولوکرغېړن،مختوري، خائنان ،دملت قسم خوړلي دښمنان،غله،مفسدين،لوطيان،زانيان،دروس،ايران،چين،امريکااو اروپا لاسپوڅي پرې واکمن شي،په زرګونومېرمنې،ماشومان،بوډاګان اوځوانا يې په شهادت ورسېږي ،دصليي ځواکونوپه لاس يې نازولي زامن تربندوروسته په هرډول جسمي اوروحي ډول شکنجه اوپه شهادت ورسول شوي اوداسي نووروناخوالواوناورينونوپرته څه نه دي ترلاسه کړي دلوېديځ شعارونه همداسي ددوئ پرخولووچ شوي اوافغانانوته يې له بدمرغيواوناخوالوبغيربل څه نه دي ورکړي .
داګست پر۲۰ اواوسدپر۲۹ چي صليبي ځواکونودخلکواونړۍ دغولولوپه نيت کومه ډرامه جوړه کړې وه اوپرټاکل شوې نېټه دپرديوله خوانندارې ته وړاندي شوه په اړه يې داخلي لاسپوڅواوبهرنيو اشغالګروداسي تبليغات کول چي ګواکي ددې عمليې په ترسره کېدوبه نه يوازي دافغانانوپه ورځني ژوندکي دپام وړبدلون راشي،بلکه ديوداسي حکومت څښتنان به شي چي ددوئ په خوښه به دخپل اولس لپاره خدمت کوي،دهغوئ ځانونه به ساتي اودخپلونړيوالودوستانوپه مرسته به داسي نظام جووړکړي چي له هررازنيمګړتياووبه پاک اوخلاص وي خودادی نن دکندوزپيښې ثابته کړه چي دپخواپه څېرداډرامه هم غرب دافغان اولس اونړيوالودغولولولپاره پرکاراچولې ده . دسپټمبرددرېیم تاريخ په شپه هغه مهال چي دکندوزخلک په سيمه کي دګوډاګيانوپه ويناله هغوټانکرانوڅخه چي مجاهدينوغنيمت کړي وودتېلواخيستلولپاره راغونډشوي وودصليبي ځواکونوله خواپرې وحشيانه بمباري وشوه اودهمدوئ په وينا۹۰ تنه عام وګړي پکي شهيدان شوي اودژوبلوکسانوسم تعدادلانه دی جوت په خپله داشغالګروسرچينوهم ويلي چي بمباري دوئ کړې اوهغه وسلوال يې په نښه کړي چي په سيمه کي يې ددوئ دټانکرانودبېولوهڅه کوله سره له دې چي اشغالګردبمبارۍ خبره مني خوداجيرې ادارې والي انجنيرعمربياوايي چي نه  بمباري نه ده شوې بلکه دتېلوټانکران چاودېدلي دي نوموړی دومره مخلص دی چي داشغالګروخبره هم دی اصلاح کوي .
په هرحال دايوه ډېره دردوونکې،ويرجنه اوغم لړلې پېښه ده چي زموږپه لسګونوبې ګناه مظلوم هيوادوال په ډېره بې رحمۍ پکي په شهادت ورسېدل،ژوبل شول اوکوورونه يې وران شول . دادجعلي ټولټاکنوهغه لومړنۍ ډالۍ وه چي دروژې په سپېڅلې مياشت کي يې زموږدردېدلي اوغم ځپلي ملت ته وړاندي کړه . که هرڅه وي خويوشی ډېرجوت اوروښانه دی هغه داچي اشغالګراودهغوئ اجيران د افغان ملت پراخ مقاومت اوپاڅون دومره وارخطاکړي چي اوس هم په پټه اوهم په ښکاره دافغان ملت په عام وژنه اوله منځه وړلوپسې دي خوان شاء الله ډېرژربه په هغه برخلیک اخته شي چي شوروي اتحاداوپلويان يې پرې اخته شول .
په پای کي دکندوزدويرجنوکوورنيوته له الهي درباره دجميل صبراونېک اجرغواړواودعاکووچي الله جل جلاله شهيدانوته جنت الفردوس ورکړي اوباورلروچي ددې اونووروشهيدانووينې به هرومرو رنګ راوړي اوډېرژربه صليبيان اودهغوئ داخلي مزدوران داسي وشرميږي چي په تاريخ کي به دماتې خوړليو،ملي خائنانواوپرديولاسپوڅوله نوم پرته بل څه ترلاسه نه کړي . په همدې هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more