هنر،ادب او پښتو نحوه
ايا ومړ او مړېدل سم دي ؟؟؟؟
Ghairat
30.08.2009
ايا ومړ او مړېدل سم دي ؟؟؟؟
[color=blue:52fb053b85]مړېدل د (م)په سکون سره مصدر نه ، بلکې مړکېدل مصدر دی او مړشو ، مړکيږي او مړ به شي یې مشتقات دي ٠[/color:52fb053b85]
تاسو پرې څه اندځل لرئ ؟
Re: ايا ومړ او مړېدل سم دي ؟؟؟؟
pattang
30.08.2009
وروره زه خو داسې پو هېږم .
مړېدل : خېټه ډکول او مړکېدل دا مانا چې خېټه به ابدي خالي او بې حرکته وي٠
مړېدل،مړښت ، مړ ، مرګ ,.....
[quote:a0964a6823="Ghairat"]ايا ومړ او مړېدل سم دي ؟؟؟؟
مړېدل مصدر نه ، بلکې مړکېدل مصدر دی او مړشو ، مړکيږي او مړ به شي یې ممشتقات دي ٠
تاسو پرې څه اندځل لرئ ؟
[/quote:a0964a6823]
عادل عادل
31.08.2009
سلامونه
زما په نظر:
1-مرل = مړ کیدل
کوم یو به مصدر وي؟
2-مړښت = مړیدل
کوم یو به مصدر وي؟
pattang
31.08.2009
عادل صيب سلا مونه !
زما مسلک ادبيات هم ندي خو د مکتب له دورې څخه ډېر کم په ياد راځي :
مرل به مصدر وي : زه مرم ، ته مرې ، هغه مري ....
مړ کيدل به يو خاص حالت ته وايې .
- مړښت نوم دی (اسم صفت ?) لکه مرګ اومړيدل به مصدر وي
زه مو ړيم ، ته موړ يې ، هغه موړ دی .....
خدای پاک دوکړي چې نور وروڼه رڼا پرې واچوي .
[quote:3fc55aff80="عادل عادل"]سلامونه
زما په نظر:
1-مرل = مړ کیدل
کوم یو به مصدر وي؟
2-مړښت = مړیدل
کوم یو به مصدر وي؟[/quote:3fc55aff80]
..Ahmadzai
01.09.2009
السلام علیکم
پتنګ صاحب او ټول وروڼه خدای مو روغ لره.
[quote:afdc0400bf]زه مو ړيم ، ته موړ يې ، هغه موړ دی ..... [/quote:afdc0400bf]
ګوره ټول به ماړه نه وي، څه به مړه هم وي، البته له لوږې.
په درنښت
Ghairat
02.09.2009
درنوورونو ماشأالله سکالومو ډيره روښانه کړه، وايي :
زه له لوږې نه م[color=red:6e50df2e33]ړ[/color:6e50df2e33]م ، بلکې مرم ،خو په ډوډۍ مړیږم !
د [color=red:6e50df2e33]م [/color:6e50df2e33] په فتحه مړېدل او د م په سکون مړېدل دوه بيلې خبرې دي ، لومړی يې شته او دويم يې نشته ٠
دمړینې مصدر همدغه مرل دی، په ځینومشتقاتوکې یې [color=yellow:6e50df2e33] ر[/color:6e50df2e33] په[color=red:6e50df2e33] ړ [/color:6e50df2e33] اوړي او کیدل ورسره مل کیږي، لکه مړ شو، مړکیږي،مړ به شي،
ولې هیڅکله مصدر مرل د مړل یا مړېدل شکل نه اخلي اونه ترې بیا [color=yellow:6e50df2e33]ومړ[/color:6e50df2e33] مشتق کیدای شي !
نو[color=blue:6e50df2e33]ومړ [/color:6e50df2e33] هم لکه [color=yellow:6e50df2e33]ول [/color:6e50df2e33] صرف یوه ښکاره ،مشهوده سیمه ییزه غلطي ده چې باید له تعمیم څخه یې ډډه وشي!