د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دپکتیانۍ یوه غزل ...!!!

رښتینی
07.08.2009

.
[color=green:3a9242ec05]کاواکه يې روان چرته په منډه لېونيه
خوړلی شي دنيا واړه په ټنډه لېونيه
وطن مو رانه سرو کفارو واړه لاندې کړی
راځه په جنګ کې واخلو دواړه ونډه لېونيه
له مانه خوبه ته او ستا په سر دنيا شي پاتې
له تانه به څه پاتې شي لونډه لېونيه؟
ثواب دې يوه زره هم زما د مينې نصيب نه شو
آزار دې رانه يوړو لويه پنډه لېونيه
د کلي خلک دې وژني ته له ځانه خبر نه يې
په منځ د کلي مه راځه پر څنډه لېونيه
جنت ته دې پرې نه بيايم خوقدر يې لږ زده کړه
خوله مې ده پر زېړه زنه پنډه لېونيه
درتلمه پکتيانۍ په تورو غرونو ستا ديدن ته
بلا مې د دستور وه راته خنډه لېونيه[/color:3a9242ec05].


عادل عادل
10.08.2009

که خدای منې دښمن به لا دوخته په ګونډو وای
که ټول مینې ته ژمن وای بې له ګنده لیونیه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more