د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

خواله .... . نارینه و ته آن ددی موضوع دکتلو هم اجازه نشته ...

jamila
30.07.2009

پښتنو خویندو......و سلامونه می ومنئ

راځئ دلته دلته دزړونو بوخڅی را وسپړو ځکه دلته یواځی موږ
اوتاسی یو په نارینه و خو می بندیز لګولی آن دویب اډمین ته هم اجازه
ننشته که فرضا اډمین صیب په دی ټکی ځان مستثنی کړی وی چی زه
خو کوربه یم او دی پاڼی ته را غلی وی نو زما له دی جملی لوستلو وروسته
دی ماوس ته لاس کړی اوکډه دی بار کړی اوخپه کیږی دی هم نه

نو اوس د پښتنو خویندو په انتظار ...؟؟؟؟


Re: خواله .... . نارینه و ته آن ددی موضوع دکتلو هم اجازه نشته ...

pattang
26.08.2009

جميلي خورې سلام عليکم !
زوی له موره او ورور له خپلې خورکۍ څخه و لې جلا کوې ??٠
خورې ا وس هغه د تاخچو او تاکويو بوخڅې دارايش په بکسونو ،
سو لاريوم ، زونا ګانو او داسې نورو کارونو باندې اوښتې دي٠
خدای پاک دې خير را پېښوي ٠
که مې سپين سترګي کړې وي معذرت غواړم ٠

[quote:df43a9fb37="jamila"]پښتنو خویندو......و سلامونه می ومنئ

راځئ دلته دلته دزړونو بوخڅی را وسپړو ځکه دلته یواځی موږ
اوتاسی یو په نارینه و خو می بندیز لګولی آن دویب اډمین ته هم اجازه
ننشته که فرضا اډمین صیب په دی ټکی ځان مستثنی کړی وی چی زه
خو کوربه یم او دی پاڼی ته را غلی وی نو زما له دی جملی لوستلو وروسته
دی ماوس ته لاس کړی اوکډه دی بار کړی اوخپه کیږی دی هم نه

نو اوس د پښتنو خویندو په انتظار ...؟؟؟؟[/quote:df43a9fb37]


جمیلې خورسلامونه مې ومنه!

حمید هڅــاند
26.09.2009

ترټولولمړی درنه بښنه غواړم ځکه غمازي مې وکړه اوستالیکني ته مې سرورښکاره کړ. ښایې بهانه مې جوړه وي ځکه تاخوپه اډمین باندي بندیزلګولی ؤ، زه خواډمین نه یم، په هر حال یوه لنډۍ درته لیکم ،هیله ده خوښه دي شي:
هلک مین شي وطن پرېږدي
جینۍ مینه شي مخ پټ کړي وژاړینه
هڅاند/پونه -هند


jamila
26.09.2009

اوس خو مو زما دبندیز پروا ونکړه الله مو وبښه
خیر هسی هم په ټول افغان کی دخویندو تش نومونه لیکلی
دی داخو لا څه کوی ان په اوربل ویب پاڼه کی یی هم نشو پیداکولی
اصلا په دی قوم کی دثقافت او تهذیب وده ډیری ستونزی په مخ کی
لری اوس نو خواله ماله پاته دی زه په ډیره مینه ټول افغان ته راغلی وم
خو داډیری میاشتی دلته کومه خور نه وینم نو زما هم زړه مړ شو
اودلته د لیکنو لیوالتیا می کمه شوه یو دووه لیکنی می پیل کړی خدازده
هغه به چا کتلی وی که نه او نه می په هغه ځای کی دکوم ګډونوال نظر ولید

اویوه بله ستونزه داده چی دلته ماته ځینی ګډونوالو شخصی پیغامونه را لیږلی
چی په هغه کی به یی یواڅی خپل ایمیل اډرس لیکلی و او دی کار زما زړه لا تور
کړ اوشاید له نورو خویندو سره هم داسی کړه شوی وی او هغوی هم په دی خوابدی شوی وی :oops: :cry:


..Ahmadzai
02.10.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[quote:5051bced01] اوس نو خواله ماله پاته دی زه په ډیره مینه ټول افغان ته راغلی وم
خو داډیری میاشتی دلته کومه خور نه وینم نو زما هم زړه مړ شو
[/quote:5051bced01]
خوركۍ ډیره ناآمیده ښکارې، که پښتنې خویندې ګډون نه کوي دا به خپل لاملونه لري، چې دوۍ ته به پته وي، خو که ته وکړای سې چې دوۍ سره تماس ونیسې او د علت پوښتنه ترې وکړې نو ډیر به ښه وي، او مونږ به اِحراج څخه خلاص سو، او دې سره ېې ته زمونږ په نمایندګي لیکنو کې ګډون ته وهڅوې، نو له ګیلې به زیات ګټور وي.
بله خبره دخویندو ده نوکه دوۍ نه وي، نو دغه ټول ګډونکي ستا وروڼه دي، هیله ده چې له وروڼو څخه ګیلمنه لاړه نسې.
[quote:5051bced01]یو دووه لیکنی می پیل کړی خدازده
هغه به چا کتلی وی که نه او نه می په هغه ځای کی دکوم ګډونوال نظر ولید [/quote:5051bced01]
ته موضوع طرح کړه، بیا وګوره چې څوک پرې نظر لیکي که نه، ته دې خپل فعالیت زیات کړه، ګډونکي به هم فعال سي.

[quote:5051bced01]اویوه بله ستونزه داده چی دلته ماته ځینی ګډونوالو شخصی پیغامونه را لیږلی
چی په هغه کی به یی یواڅی خپل ایمیل اډرس لیکلی[/quote:5051bced01]
دا نو د شخصي اخلاقو او تربې پورې اړه لري، څوک چې کوڅه ډب اموخته سوی وي،هغه مونږ نسو اصلاح کولی، خو د دا رنګه ګستاخانو تجاهل او تغافل او لفت نه ورکول ، د یوې چپیړې معنا ورکوي، او کنه ادمین ته شکایت به بله مناسبه لاره وي، چې باید په اړه یې جدي اقدامات وسي.
مونږ به ستا لیکنو ته سترګې په لار یو.
په درنښت


jamila
06.10.2009

محترم او دروند وروراحمدزۍ صیب خوشاله اوسی او کور ودان
الله مو لا درانه لره خو ګوره وروره ما یوڅولیکنی کړی دی هسی نه چی
په ګیلو می پیل کړی دی خو هلته هیڅ نه لیدل کیدل بس یواځی دی
لیکنی ته یو څو کسان له پتنګ صیب سره راغلل او هغه هم ګومان
کوم ددی انټرنیټی چل له برکته او لکه چی وایی :

کل ممنوع مرغوب ...

بیا هم کور ودان او خوشاله اوسی


نارینه ؤ ته اجازه نشته

حمید هڅــاند
07.10.2009

زمادرنې اومشري خورجانې ته سلامونه!
زموږافغاني ټولنه په ټولیزډول په ناخوالواخته ده، ښځینه ټولنه بیاپه ځانګړې توګه ددې ناخوالوڅخه ډېره اغېزمنه شوېده. زه به خپلي خورجاني ته دومره ووایم چې لمړی خوکه دټول افغان په فورم کې دټولوګډونکونکولړلیک وګورې نو یواځي دګوتوپه شمېردي، ددې ګوتوپه شمېرکسانوکې دښځینه ؤ شمېرمالومه خبره ده چې بېخي به کم دی؛ نوځکه تاسوبایددومره ژرمایوسه نشۍ؛ خپلي هڅي ګړندۍ وساتۍ اوزموږپښتنه مسلمانه ښځینه ټولنه به انشاالله هرومروستاسودهڅوثمره وویني.
ستاسودبریالیتوب په هیله
په بېساري درنښت
حمیدهڅاند/هند


عادل عادل
27.10.2009

سلامونه

جمیلې خورې خدای دې درنه او په پرده کې لره، آمین

د لومړئ ورځې نه مو ددغه سرلیک سره موافق ځکه نه وم، چې د ټاکلو انګیزه یې هماغه څه راته بریښیده چې تاسو پتنګ صیب ته لیکلي (کل ممنوع مرغوب) .

که ترغیب نه وي نو بیا خو د هغو خوالو څرک هم نه لګي کوم چې ستاسو د موضوع سرلیک یې یادونه کړې، او نه هم باید دومره خوشباوره وئ چې خلک دې ستا د طبعیت او انتظار سره سم ستاسو لیکنې ته سر نه ورښکاروي، مونږ ته ډیره درنه یاست، خو دا په دې مانا نه چې په داسې یو سرلیک سره خپل وروڼه او اډمین واړه وشمیرئ.

په هر حال هر هغه چا چې تاسو ته شخصي پیغام استولئ، دوی پوه شه او نیت یې، خو تاسو ته بیا هم نه ښایي چې هغه په فورم کې زمونږ سره شریک کړئ او یا هم مونږ ته یادونه وکړئ چې ستاسو سپین زړه خدای مکړه د بحث د فورمونو نه تور شو.

زما په نظر د بحث فورم د یو بل نه د زده کړې او سالمو افکارو د شریکولو ځای دی نه د ناز، مکر، او مکیزونو.

خدای وکړي چې زما د ورورئ ستوغې خبرې درباندې بدې ونه لګي.

په درنښت



31.10.2009

درنې اومحترمې جمیلې خور ته سلامونه اودرناوی!

ښه دا د کل ممنوع مرغوب ټوکه یواځې ما پټاکه ګڼلې وه (؟) چې دې فورم ته د جميلې خور له ګواښه وروسته له ویرې
نه راتلم ، ډیر نور ورونه به هم زما پّ څطر له ویرې دلته له راتللو ډډه کړې وي.
ولې له هغه کس سره به پوه شم،که په ګوتو
راشي چې تاسوته بيځایه او بی معني خپل ایمیل ادرسونه درلیږي، دا دشرم لوښی نه شرمیږي چې د ټول افغان د درنې پښتنې وېبپاڼې
درنې مېلمنې خويندې ځورول غواړي ؟
که ښاغلي ادمین یا د فورمونو ټولګړي مسول ډاکتر وطنمل ته يې پته ولیږئ، باور لرم چې سابه به يې ور په مالګه کړي !

پښتنې خویندې درنې دي نو په ورونودرنې دي، مونږ ټول ستا ورونه یو، نو د ټول افغان په پښتنې چرګۍ په هم درسره د ورورولۍ
بحثونه کو و،هم به دې قدر کوو او هم به دې ساتنه اوخفاظت کوو، څوک به وي چې زمونږ له شتون سره سره تا ته پورته وګوري؟

[color=blue:5956616b2b]ته د پښتنو ځمروځمرۍ خور يې
...................................................... تاته به پړانګان هم سلامونه کئ

تاته به اوبوکې هم مهیان خاندي
............................................... پاس به دې مرغان هم سلامونه کئ

څو چې میلمنه د خپلوورونو يې
.................................................. تاته ټول افغان هم سلامونه کئ[/color:5956616b2b]


jamila
24.11.2010

ګرانو او درنو وروڼو الله مو تل خوشاله او ویړی خولی لره
دژوند بوختیا کله دومره زیاته شی سی ځینی خلک وایی :
دسرګریدوته هم نه یم خلاصه . که څه هم دسر ګرول په خپله
مهم دی :) لنډه دا سوه سی په غیاب می مه ګرموئ

ستاسو خوږو لیکنو دی ته اړه کړم چی په لومړی راتګ سره
پر خپله دی زړه لیکنه څه ولیکم دلته ما دازرور بللی وه سی
موږ خویندی به دلته خواله سره کوو او تاسو ته پته ده سی
ښځی ډیری خبری کوی او دخبرو دپای نوبت یی وروسته وی
خو اوس د درنو وروڼو خواله زموږ له هغو نه خواږه شول نو
له تاسو ټولو نه یوځل بیا ډیره مننه کوم الله مو تل سرلوړی لره

خور مو جمیله


عنوان

tandar
02.12.2010

جمیلی خوری زه هم مجبور شوم چه خپل نظر ولیکمه٠
اول ستاسو پیغام نورو خویندوته ،هغه هم کومه یوه پیدا نه شوه چه له تاسو سره ې زړه خواله کړی وی،خیر لټونکی پیدا کونکی دی ،دا ارمان مو خدای پوره کړه٠
دانورو لیکوالو خپلی ډیری مهربانی سره له خوږو خوږو جملو سره خپل نظرونه وړاندی کړی ماته ې عفوه غواړم داسی یو فکر را غورځولی چه تا سو په خپله نر یاستی او نوم مو په ځان دښځی ایښی دی،ځکه دستاسو اولنی لیکنه سړی شکمن کوی ،ځکه یواځی ښځی مو رادعوت کړی،نو داسی ښځی به په پوښتنو کی کله پیدا شی چه دانټرنیټ پر مخ په جهانی سویه دخپل زړه بوغ له تاسو سره وباسی٠
او نور خلک ورته ګوری او سیل ې کوی٠
اوبل تاسو موضوع هم نه ده معلومه کړی چه دنورو ښځو سره په کومه موضوع کی دلته دزړه بوغ ایستنه غواړی٠ ایا هغوی هم دی کار ته حاضری دی او که نه ؟
هغوی هم وخت لری؟ چه دیو نااشنا شخص سره په انټرنیټ کی دزړه بوغ وباسی؟
ایا په خپله کورنی کی به هیڅوک نه لری چه دزړه بوغونه ورسره شریک کړی؟
په انټرنیټ کی دزړه خواله او بغ ایستنه اصلا دغربیانو دکورنیو داعضاو چه یا یواځی وی او یا ازادی ګفته کوښښ کوی چه خپل وخت ښه تیر کړی٠
پوښتنی ښځی ډیری دی چه په سیاسی ،اجتماعی او داسی مسائلو باندی مستقیما بحثونه کوی او خپل نظرونه وړاندی کوی٠
داچه تاسو ځانته یواځی او یواځی ښځی دبحثونو لپاره دلته رادعوتوی ،سړی ته سوال پیدا کوی٠ په دی متل کی ډیر څه پراته دی چه واې، زیرکاسه نیم کاسه نباشد٠ مننه٠



03.12.2010

جميلې خورته سلامونه !
ستاسې عربي متل کل ممنوعُ ُ مرغوبُ ُ داسې يوه خبره بريښي چې نارينه ، په تيره ملا ډوله کسان يې ډيره وايي ، نو که چيرې سره ددې هم د تندر صيب په ليکنې
کې څرګند کړی شک سم نه وي ، نو له ادمين
څخه به وغواړو چې د pm لرنه دې داسې وِضع کړي چې PM لرل داوطلبانه شي، نه جبري، ښايي په دې توګه د افغاني خوندو ته د ناوړو
ايميلونو مخه ونيول شي !
ډير بې - او بد-تربيه پښتانه هم پيدا کيږي چې د سپکونکي او ځورونکې ايميل
له لارې کوښښ کوي چې پښتنې خويندې په بحثفورمونو کې
ګډون کولو ته پري نږدي .درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more