د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دشتې ليلې ! ورور مې رالېږې که نه ؟

عبدالله صابر
27.07.2009

السلام عليکم

لراوبرڅخه


دشتې ليلې ! ورور مې رالېږې که نه ؟
زړه دې سېزې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟
د خدای دنيا کې بل څوک هېڅ نه لرم
سوال مې منې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟

دشتې ليلې ! دا اتم کال رابر شو
زه مې د ورور په انتظار ناسته يم
هره ګړۍ ، هره شېبه شمارمه
زړه پر بلۍ ، سترګې پر لار ناسته يم

دشتې ليلې ! درته قسم کومه
د ورور مې خدای که الف ب زده وه
نه يې نامه د ترهګر پېژنده
نه يې کيسه د القاعدې زده وه

دشتې ليلې ! ورور مې غربت وهلی
کندز ته تللی مزدورۍ ته و
هغه به څنګه وي نيو يارک وران کړئ ؟
حيران يوې مړۍ ډوډۍ ته و

دشتې ليلې ! يوه بدرنګه سړي
يوه غټ سري ، پوزه چنګه سړي
کندوز کې داسې اوازه خپره کړه
چې مونږ ژغورلی شو له جنګه سړي

دشتې ليلې ، ورور مې وحشت وهلی
په دې چونګ سترګي يې باور وکړ
ځان يې تسليم کړ ورته ، زر زر يې
نور تياری دخپل سفر وکړ

دشتې ليلې ! هغه ويل دا سړی به
ما ننګرهار ته سلامت رسوي
هغه کمبخت له دې نه څه خبر و ؟
چې به يې خدای په شهادت رسوي

دشتې ليلې ! زما د ورور په شانتې
نور په زرګونو پښتانه ځلمي
په دې نامه شول کانتينر ته پورته
چې شي کورونو ته ستانه ځلمي

دشتې ليلې ! په قتل عام اموخته
دغو چونګ سترګو د چنګېز بچو
پر کانټينرو کړه هوا بنده
د وينو تږو د انګرېز بچو

ما اورېدلي ځنې جل ووهل
مړه شول له تندې په اوبو پسې
او ځنې نور د تنفس لپاره
سر شول د مرګ په فرښتو پسې

او ځنې نور هم چې مړژواندي ول
ټول ستا په خاوره کې ژوندي خښ شول
دا د جنت د باغيچو بلبلان
لکه ايرو کې شنه غمي خښ شول

دشتې ليلې ! د مور مې غبرګې سترګې
ړندې شوې ، خپل د سترګو تور پسې
ځوانه ورېندار مې شوه په ژبه ګونګۍ
زه شوم رنځوره په خپل ورور پسې

يتيم وراره مې لس کلن دی اوس
د پلار تپوس مور نه مدام کوي
نه خو د ورځې سکول کې زړه لګوي
او نه د شپې چرته ارام کوي

سپين ږيری پلار مې خوزېدلی نه شي
په کټ کې پروت ، ژوند په ناکام کوي
" ورور دې ناوخته کړله ، خدای دې خير کړي "
همدا خبره هر ماښام کوي

دا اتم کال دی چې مکتب مې پرېښی
په ګوډه پښه باندې خواري کومه
کاله ته دوه وخته ډوډۍ ګټمه
زه د کورونو مزدوري کومه

دشتې ليلې ! له تا نه هېڅ نه غواړم
د ړندې مور د سترګو تور مې را
بس دا احسان راباندې ته وکړه
مړی د ګل ګل شهيد ورور مې را



نبيله غزل ، پېښور


ابو جرير
27.08.2009

سپين ږيری پلار مې خوزېدلی نه شي
په کټ کې پروت ، ژوند په ناکام کوي
" ورور دې ناوخته کړله ، خدای دې خير کړي "
همدا خبره هر ماښام کوي

دنبيلې خور دې په ګوتو بركت او په احساس سلام وي. رښتيا چې دليلي په دشته كې په مظلومو طالبانو باندې خورا ستر ظلم او لويه جفا وشوه، منتقم ذات دې له دغه ظالم نه دظلم انتقام زمونږ په ژوند واخلي او رب العزت دې دنورو لپاره داسې عبرت كړي لكه فرعون چې دراتلونكي نسل لپاره درس او عبرت وګرځيد.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more