وطن پال او نور ګټور شعرونه
ډېرپه زړه پوري شعر
م ن افغان
14.07.2009
دسلام درناوي اونیکوهیلوپه وړندي کولوخدای (ج) دي وکړي روغ جوړبه یاست بخښنه غواړم ماغوښتل چي (دشاعرخوب)ترسرلیک لاندي شعرته ځواب ووایم هغه رانه نوې موضوع انتخاب سوه .
له فراه نــــه تر کونــړه، سوات درې نــــــــه تـر لاهــــــــوره
هره خــــــــوا چې سترگي اوړي، نظر ځي په هديرو کي
پرېږدئ! وکــړي پروازونه بيا د سولي شنه اسمان کي
ساتئ مـــــه! سپيني کــــوتري د فولادو پـه پنجرو کي
= = =
خوب مي شه په سترګوکي تعبیرمي شه
لاسه راکړه موریـددي یــمه پیــرمي شـــه
= = =
دوښمن غرقاب دی ،ډېرپه عذاب دی
راسـئ ځــــوانـــانـــو! بـــیاانــقلاب دی
راغلی ښاماربــــیا ،هـغه خونخواربیا
سترګي تـــرې باسئ ، سیـنه پرهاربیا
توري راواخلــــئ !څــــومره ثواب دی
راسئ ځـــوانانــــو!بــــیاانــــقلاب دی
نوربیا......ن افغان