د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

آیا د (ول) استعمال سم نه دي؟؟؟


12.07.2009

درنو لیکونکو!
که په پښتوکې د (ول) صیغه معلومه شي ، لازمي او متعدي یې معلوم شي اوورته مثالونه یې وموندل شي او بیا یې په تعمیم پریکړه وشي نو ښه به وي ۰ په سیمه ییزو اصطلاحاتوکې د [color=yellow:c424da62ea]غلط مشهود [/color:c424da62ea]مثالونه ډیر دي او د غلطو اصطلاحاتو تعمیمول خیانت دی . نو د (ول) د استعمال سموالی باید دګرامر له لارې ثبوت شي اوکه نه باید تر هغې یې ونه کاروو؟؟؟


رښتینی
12.07.2009

پتوال لیکی :

[code:1:e08159160d]او د غلطو اصطلاحاتو تعمیمول خیانت دی [/code:1:e08159160d]

دیوه شی تعمیمول او مشهورول دیوه یایوڅو کسانو کار نه وی
کله چی یو شی عام کیږی دهغه په تعمیم کی عامو اوډیرو خلکو
برخه اخیسیتی وی نو دی ټولو ته خائنان ویل به هم سم کار نه وی

دامی ځکه وویل چی په عربی ژبه کی وایی : دغلط مشهور کارونه
له اصولی اوپه ګرامربرابر توری نه غوره دی او دلیل یی هغه ده چی
ما وویل

او د(ول) په اړه به دومره ووایم چی داد ځینی سیمو خلک وایی
ټول پښتانه یی نه کاروی او دا خلک یی له لیکلو پرته په عامو
خبرو کی هم کاروی نو زما په اند ول عامی توری دی چی دغزنی
او زابل خلک ی کاروی



12.07.2009

محترم حامد صیب ښې چارې!
دیوې اصطلاح تعمیم په دې معنی دی چې اصطلاح خپله یوه اندازه تعمیم لري،که نه اصطلاح به ورته نه ویل کیده،نوکه بیا هم د یوې اصطلاح تعمیم مطرح کیږي نومطلب ترې ادبي اوګرامري تعمیم دی، چې د قلم خاوندان یې دملت په کچه کوي ، نه کوم سیمه ییز تعمیم !
نوکه دوی هم مشهوده یا مشهوره غلطي تعیموي ، له ژبې سره خیانت کوي !
د [color=red:3d95e1dae3]ول [/color:3d95e1dae3]په اړه به ګرامر له پلوه دومره ووایم چې ځینې ول د مصدر په خیال استعمالوي مثلأ د دوستانوتر منځ لیدل کتل یوه طبیعي خبره ده۰
په دې جمله کې لیدل کتل مصدرونه دي ۰ نوول که د بودن يا شتون په معنی مصدر وي آیا په دې جمله کې يې په ورته بڼه کارولای شو :
د غم او درد په وخت کې د دوستانو بودن ضروري دی، داسې ووایوچې
د غم او درد په وخت کې د دوستانوول ضروري دی؟
یا په غونډه کې به ستاسې د ټولو په شتون يا  بودن خوښ شم، دې  پرځای ووایو:
په غونډه کې به ستاسې د ټولو په ول خوښ شم ؟؟


larghonay laraway
13.07.2009

سلامونه!
زما په نظر كه چېرته مونږ يوه كليمه بدلوو نو بايد ګڼ دلايل ورته ولټوو او د هغو له مخې يې بدل كړو. د (ول) پر ځاى پخوا (وو) كارول كيدل چې د لرو او برو پښتنو تر منځ مشهور ؤ. اوس ځينې كسان د (وو) پر ځاى (ول) ليكي چې دا پښتانه د بېلتانه خواته بيايي نه د يو والي خواته.
لومړى بايد د (وو) ګڼ نواقص په ګوته كړو او بيا د قوي دلايلو پر بنسټ د (وو) پر ځاى (ول) وكاروو.
په همدې هيله
ستاسو لاروى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more