د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دشاعرخوب

ابومحمدحنفي
12.07.2009

[size=18:676fe5f68e][color=blue:676fe5f68e][list:676fe5f68e]
وايي سوله ليـږ دوي پـري باز روان لكه دتير و
پــر وزريي چا ايسـتلي د كوتري يو تصوير و

چارچاپيره سپي ورغاپي چغي چغي كوري كوري
له كچـکـول نه داني تـويي چي په غاړه دفقير و

دكچكول په ائينه كي و دوراني ماڼۍ عكس
تر ديوال دماڼۍ لاندي يو پاچا و بل وزير و

يو طرف ته دهند پړانګ و پاك په بل طرف ګړنګ و
په د ي منځ كي بوږنـيدونكي ژوند په شاني دكشمير و

يهودانو دام خور كړي وه يي هـره كـړۍ كفر
عربان بي غمه ناست وو فلسطين پكي را ګير و

دبغداد په مـنارو كي دايمان كوتري ژوبـلي
دطلسـم زولني وي ټول عراق پكي اسير و

په غرور يي سره برچه كړه پر شهيد عراقي پاكه
صليبي له خنداشين و مست په غوښـه دخنـځـير و

نا اشنا طبيـب وركـړي دجذبي يـوه ګـولي وه
پر زلمي يي تير دا زهر چي کپسول يي داكسير و

دجومات په خوا كي ناست و سري يي سترګـي لكه ويني
بم ييځـان پوري تـړلي غـږ يي خوله كي د تكبير و

يو افغان غازي مي وليد پښي يي پري دروس په ماين وي
امريكي وراچولي په لاسونو كي ځنځير و

ټول عالم يي ننداره كړه مفته مفته تماشا وه
سوي چيغي وي ناري وي د افغان په كور كي وير و

اوپر ټټر يي ورته ايښي پښي د اوسپني فيلانو
غږ په ستوني كي خښ شوي دوجدان او دضمير و

دسهر په بانګ راويښ شو ستړۍ ستړۍ و ټوك ټوك و
كوم شاعر ليدلي خوب و دا معنا دايي تعبيرو[/list:u:676fe5f68e][/color:676fe5f68e][/size:676fe5f68e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more