د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په حجاب شهیده (مروه)

ابومحمدحنفي
12.07.2009

[color=darkred:1de659038f] په حجاب شهیده (مروه)[/color:1de659038f]

[color=green:1de659038f][b:1de659038f]دهغه مسلمان په حال ژړا په کار ده چې لا اوس هم واقعیتونه نشي درک کولی او پدې نه پوهیږي چې د «تروریزم» د ځپلو تر عنوان لاندې پیل شوې جګړه په واقع کې د اسلامي اصولو او ارزښتونو په خلاف داسې یوه بې رحمه جګړه ده چې رښتونی مسلمان یې په هیڅ ځای کې هم له سرو لمبو نه په امن ندی.
دا یوازې افغانستان ندی چې بې وسه اوسیدونکي یې د اسلام په ګناه ډله، ډله تر خاورو لاندې کیږي، بلکه په غربي نړۍ کې میشت مسلمانان هم په هغه اور کې سیځل کیږي چې د زمانې فرعونیانو له مؤمنانو نه د انتقام په خاطر بل کړیدی او ډیر کم شمیر مسلمانان به داسې وي چې پدې آته کلنه توره دوره کې د انساني حقوقو او دموکراسۍ د ټیکه دارانو له خوا توهین او یا تعذیب شوی نه وي!!

د مؤمنې میرمنې حجاب یا پرده له هغو اسلامي اصولو او ارزښتونو نه شمیرل کیږي چې د اسلام سوګند خوړلو دښمنانو یې په خلاف پراخه جبهه پرانیستې ده او زیار باسي د مختلفو شیطاني حیلو او فرعوني وسایلو په کارولو سره مؤمنه میرمن له هغې وسلې (شرعي حجاب) نه محرومه کړي چې وقار،عزت او نجات یې ورپورې تړلی دی.
په اشغال شوي افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کې د ښځې د آزادۍ د ډنډورو په منځ کې دا خبره کوي چې د لباس انتخاب د هرې ښځې حق دی، او که څوک داسې یوې مسلمانې ښځې ته د انتقاد او اعتراض ګوته ونیسي چې د حجاب فریضه نه مراعاتوي، نو هغه د بشري حقوقو د مدعیانو په حکم بنسټ پال!!! او د هرې سزا وړ بلل کیږي، خو وینو چې د بشري حقوقو دروغجن مدعیان په غرب کې میشتو مسلمانو سره په تعامل کې دا اصل او خبره نه مني او دا حق نه ورکوي د ځان لپاره د خپلو عقیدوي اصولو برابره جامه غوره کړي!! او هلته بیا هغه څوک د سزا وړ بنسټ پال بولي چې ښځې ته دا حق ورکوي د خپلې خوښې او خپلو دیني اصولو سره برابره جامه واغوندي!!

تقریبا په ټولو غربي هیوادونو کې د حجاب په خلاف جګړه اعلان شویده، په ښوونځیو او دفترونو کې مسلمانه ښځه ددې اجازه نلري د خپل دین په حکم خپل سر پټ کړي، او دا ده دا جګړه اوس خونړۍ هم شوه...

د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نیټه د آلمان د دریسدن ښار د «لاندس کریچ» محکمې په تالار کې یوه مسلمانه میرمن د حجاب په جرم!!! په شهادت ورسول شوه،(۳۲) کلنه شهیده «مروة» چې اصلا د مصر اوسیدونکې وه، د متعصب «الیکس» له خوا پداسې حال کې د چاقیانو تر ګوزارونو لاندې راغله چې قاضیانو رډ، رډ ورته کتل او پولیس ایله هغه وخت راورسیدل چې «مروة» په شهادت رسیدلې وه او څلور کلن زوی یې په زخمي حالت کې سر ته چیغې وهلې، په تالار کې یې له خاوند پرته هیڅوک مرستې ته را پورته نشول، حمله کونکي هغه هم کلک ټپي کړی و چې وروسته د پولیسو ډزو د کوما حالت ته ورساوه...

کاشکي د «مروة» پاکې وینې د هغومسلمانانو ضمیرونه را ویښ کړي چې د قدرت او دولت په نشه کې یې هر څه هیر کړیدي او د هغو دښمنانو د نوکرۍ ذلت یې منلی دی چې د ټکري پر سر کول د مسلمانې میرمنې لپاره د مرګ وړ سزا بولي!![/b:1de659038f][/color:1de659038f]


شپون
13.07.2009

مروه خو دښه بخت ميرمن وه هم يي شهادت نصيب شو هم پرې ډېرو وژړل

زما دوطن (مروې)چې دښو نېکو مسلمانو مجاهدينو وطن دوستو کومونستانو
اونورو کفارو او مسلمانو تر تېغ تيرې شوې چا ېادې کړې ?
چا پرې وژړل?
چا پرې وليکل
په کوم عرب اخبار کي يي نومان شته؟
ااااااخ


pattang
13.07.2009

شپونه په ريښتيا چې شپون يې په زرګونو عربو مسلمانانو د افغانستان په ازادولو
کې برخې اخيسيې وې او اخيستې يې دي ٠ په سلګونو عربو د افغانستان په خاوره
کې خپلې کونډې او کوچنيان پرې ښودل او له نړۍ لاړل ( دستر ګو ليدلی حال )
په ملياردو ډالر دافغانستان کډوالو او جنګيالويوته ورکړل شوي دي ، دا اوس هم
عربي ميديا هر قسم ظلم په افغان اولس ب اندې هره ورځ ښکاره کوي ٠
شپونه نمک حراميتوب دپښتون خواص ندي ، خدای پاک دې ستا رمې او ګلې
له داسې توره وساتي٠

[quote:04db55452a="شپون"]مروه خو دښه بخت ميرمن وه هم يي شهادت نصيب شو هم پرې

ډېرو وژړل

زما دوطن (مروې)چې دښو نېکو مسلمانو مجاهدينو وطن دوستو کومونستانو
اونورو کفارو او مسلمانو تر تېغ تيرې شوې چا ېادې کړې ?
چا پرې وژړل?
چا پرې وليکل
په کوم عرب اخبار کي يي نومان شته؟
ااااااخ[/quote:04db55452a]


شپون
13.07.2009

پتنګه که خپه کيږي بل وار به يي زه هم نه يادووم ....خو څه وکړو کله کله مو دازړه سر خوړلی مجبور کړي ...مروه زما هم مسلمانه خور وه کوم ځناورتوب چې ورسره شوی دبل هر مسلمان په څير زما هم زړه پرې شين او
هم مي په خپله بي وسي غصه راځي ....خو کله چې دخبرو دزمريانو دروغجنه لفاظي او دمکر اوښکې ګورم چې په دغو ځان داسلام او مسلمانانو همدرد ثابتوي نو صبر مي تمام شی ...هغه ټول بيګناه انسانان عرب وو او که عجم چې زما په وطن يې وينه تویه شوه تر سترګو سترګو کيږي ....اوبښنه غواړم که ته دا وايي چې دهغو په دين مينو عربو شهداوو له امله چې سرونه يې دخدای درضا لپاره خيرات کړو دې نورو کناټورو ته هم څه مه واياست چې دا بيا نمک حرامي ده نو دا خبره درسره بيرته په جيب کي واچوه...
دمروې او دبل هر شهيد نه يوازي يادول پکار ده بلکه دومره غيرت او جرات پکار ده چې ددوئ دقاتلينو سينې هغه رنګ په بې رحمۍ څيري شي....
هو زه اوس هم دا وايم اوبيا به هم وايم چې څوک مروه يادوي او پرې ژاړي او زما دوطن پيغلې شهيدانې يي مازغو ته نه ورځي...چې څوک دډاکتر عافيه صديقی په هکله په ويلو او ليکلو نه ستړي کيږي خو دسوات هاغه پښتنه نه يادوي چې تنور ته ناسته وه ډوډۍ يي پخوله او په توپ وويشتله شوه ...خپلوانو يې غوښې له ديوالو راټولې کړي او ترخاورو يي لاندي کړي....نو ددغو نرښځو په ژبه دی سرطان شي ....ددوئ قلمونه دي ددوئ سر وخوري....


عادل عادل
15.07.2009

سلامونه

وروڼو د مروې خور دې الله پاک شهادت قبول کړي

مسلمان باید د هر څه نه د ځان په ګټه مثبته استفاده وکړي

په اروپا او غربي نړئ کې میشت مسلمانان باید د مروې خور شهادت په یاد ولري او د هغو لوڅو لپړو څخه چې دوی د ازادئ په نوم د عیش او نوش ملعبې ګرزولې دي، نفرت وکړي او خپلې سترګې ترې وساتي.

په نن وخت کې د سترګو ساتل هغه څیز دئ چې د ډیر څه نه سړئ په امان کې ساتي.

شپون وروره

تاسو ته عرض وګړم چې محکومیت او اشغال مختلف ډولونه لري، سره لدې چې زمونږ وطن او ولس د سختو ناخوالو سره لاس او ګریوان دئ، خو که د اسلامي نړئ د ولسونو نور ډول محکومیتونه له نژدې نه وګورئ نو دوی به په بدترین اشغال او محکومیت کې ومومئ او د افغانستان د ډول په محکومیت او اشغال به شکر وباسئ، مونږ ورسره دایم په لاس او ګریوان کې پاتې شوي یو، خو نور ولسونه یې ډیر پخوا تر مرئ نیولي او پر ژبو یې داسې مهرونه لګولي چې سوڼ هم نشي باسلئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more