نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ای پښتنو وړونو او اصيلو افغانانو!
اختر
08.07.2009
ای پښتنو وړونو او اصيلو افغانانو!
خپل پښتانه او افغانان په غېږ کي ونيسی!
تاسو ښه ځير سی ، موږ پښتانه، يو مو په ايراني خوراسان پسې تړي، بل مو د پرچمي، خلقي او نجيبي کمونسټ په نامه ځپي، بل مو د طالب، القاعده او ټروريسټ په نامه وژني، بل مو د هزاره په نامه د بدن زړه رانه بېلوي د شیعه ګانو ګرجستان را نه جوړوي، هغه بل وطنپلوره قاچاقبر او د ګردنو غل مو په تاجکستان پوري تړي، ها بل بېناموسه او قاتل مو بيا د ازبکستان زړه را باندي يخوي !
محقق راته وايي ، آدم واري ګپ بزن !
دغه عمومي وضعه ده،
موږ بايد ښه سوچ وکړو چي په داسي حالت کي څه وکړو!
ای افغانانو اوپښتنو !
دا خو دپښتنو او فغانانو وطن دی، مه پرېږدی چي موږ او تاسو په دې يا هغه نامه سره بېل يا وجنګوي .
ای پښتنو، د دې پرديو مفسدینو مرۍ ور کېکاږۍ چي تر خولې يې غول را ووزي .
موږ بايد د خپل فکر او مټو په توان بايد وښيو چي موږ به هيڅکله داسي افغانان او پښتانه نه اوسو چي د پلرو او نيکو را پاتي وطن مو داسي او هغه هم زموږ په موجوديت کي ټوټه ټوټه شي .
په درناوي
ډاکټر څپاند
08.07.2009
ړنګ شو :!:
اختر
09.07.2009
ثابت صيب، تاسو حق لری خپل اند خپور کړی خو حق نلری زما په اند کي د ځان لخوا يا دخپل فراګيره په ګټه تصرف پکښې وکړی .
ستاسو د معلوماتو د پاره :
کله چي څوک پښتانه او افغانان يادوي نو دا عامه کلمه ده چي ټول قومونه، ټبرونه، ژبي اومذهبونه پکښې شامل دي، ستاسو وضاحت بېځايه او ضرورت نه ورته ليدل کيږي .
تاسو او ستاسو مشرانو ته معلومه ده چي نن په ازبکو کي د بېناموسۍ سمبول دوستم دی ما هم دغه جنايت کار ته د نامه د يادولو پرته د بېناموسه خطاب کړی دی . تاسو که هغه اصلاح کولای نو دهغه بېناموسه نوم مو بايد ورسره ليکلی او جنايت کاره او قاتل مو هم بايد ورسره اضافه کړی وای !
ادم واری ګپ بزن، راساً و محقق هزاره ته متوجه ده، خو تا د خپل اند پر مبنا د هغه نوم ايسته کړی دی . دا ولي؟
داځکه چي :
دغه دواړه يعني هم دوستم او هم محقق او دهغه جنايت کاره ډلي د وطنپلوره کارمليانو پرچميانو سره د وطن د تجزيي او بربادی دپاره دشمال ايتلاف جوړ او د پښتون ډاکټر نجيب الله د سولي وروستی لاره يې شنډ کړه او د ملي وحدت خرمن ته يې اور واچاوه .
تاسو چي نن د دغه بېناموسانو او ملي ضد عناصرو سره «ملي جبهه» جوړه کړې ده نو داسي خو نشي کېدلای چي د هغوی ملی ضد ګذشته او حاليه دي، پټه وساتل شي او يا ستاسو په انددي د هغوی نومونه او صفتونه نه ياديږي . ستاسو متحده جبهه چي نوره نشته د اوله سره د غولو خورک وو، خو دلته تاسو بې ځايه دهغوی د نومو يا صفتو سره حساسیت ښودلی دی .!
ثابت صيب اوس خلک هوښيار شوي دي، ستاسو په خبرو نه خطاوزي ، هغوی اوس پوهيږي چي د وطن د دښمنانو د خولې نه بايد غول را وايستل شي، ځکه که دوی د وطن د مور شيدې رودلي وای نو هغه جنايتونه او رذالتونه چي همدا دوی وکړه، نه به يې وای کړي، وطن به يې داسي نه وو په وينو لړلی!
په درناوي
..Ahmadzai
09.07.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[quote:8715c12d84]فراګيره[/quote:8715c12d84]
وروڼو زه دغه د [color=darkred:8715c12d84]فراګيره أو فراګيرۍ[/color:8715c12d84] په معنا پوه نه يم , چې دا څه ته وايي أو له دغه لفظ څخه مطلب څه ده, أو بله دا چې دغه لفظ پښتو ده كه پاړسي .
که څوك ېې ځواب راكړي زما له خوا به ورته مننه وي.
په درنښت
أحمدزى
کريم
09.07.2009
محترم جلال احمدزی صاحب !
په همدي بحث کي د « افغانستان ولسمشري ته کاندي حبيب منګل تر عنوان لاندي همدغه /ښاغلي ثابت د نهضت فرا گیر دموکراسی و ترقی افغانستان، د ډلي يو لوی ددرواغو او چل تومار خپورکړی دی او په کي يې ددې ډلي د کانديد حبيب منګل په خوله خپلي خبري خپرې کړي دي .
ګرانه ، دغه «د نهضت فرا گیر دموکراسی و ترقی افغانستان» ډله د کارملي پرچميانو هغه تر ټولو مفسده او توره ډله ده چي د محمود بريالي لخوا جوړه شوې ده اوس خو هغه مړ دی خو د يوه سره د کشتمند په لارښوونه ټول هزارګان او د پخواني خلق موکراټيک ګوند شړل شوي پنج عيب شرعي وطنپلوره کودتا چيان او ملي ضد عناصر پکې را ټول دي چي د شمال د ائيتلاف ملاتړ هم ورسره دی .
دغي بدنامي ډلي د خپلو جناياتو د پټولو د پاره چي د ډاکټر نجيب الله د ملګرو ملتو د سولي پروسه يې شنډه کړه او په کابل کي دشورای نظار او دوستم لنډه غر و سره يو ځای قتل عام جوړ کړ، اوس يې ډاکټر حبيب منګل رامخته کړی دی چي خپل پښتون دښمنه او افغان دښمنه څهره ورباندي پاکه کړي . په دې ډله کي چي خلګ ورته فراګيره وايي د يوه سره افغانستانيان را غونډ دي او خپله جګړه يې د هماغه اوله سره د افغان ، افغانيت او پښتنو پر ضد پرمخ بېولې ده او اوس هم همدغه پاليسي پر مخ بيايي .
ما دغه خبري د خپل شخصي معلومات پر مبنا وړاندي کړ، که کوم څوک تر دې زيات معلومات لري نو طبعاً هغوی به يې هم وړاندي کړي څودلته ټوله ګټه ترېنه واخلي .
په درناوي
pattang
09.07.2009
بې عقل ته سوټی ، هوښيار ته اشاره !
وروره ټولې خبرې دې واقعت او حقيقت دي دغه منافق ما په يوه مجلس کې ليدلی دی ډېر منافق مداري سړی دی٠
[quote:acc4c13fd8="کريم"]محترم جلال احمدزی صاحب !
په همدي بحث کي د « افغانستان ولسمشري ته کاندي حبيب منګل تر عنوان لاندي همدغه /ښاغلي ثابت د نهضت فرا گیر دموکراسی و ترقی افغانستان، د ډلي يو لوی ددرواغو او چل تومار خپورکړی دی او په کي يې ددې ډلي د کانديد حبيب منګل په خوله خپلي خبري خپرې کړي دي .
ګرانه ، دغه «د نهضت فرا گیر دموکراسی و ترقی افغانستان» ډله د کارملي پرچميانو هغه تر ټولو مفسده او توره ډله ده چي د محمود بريالي لخوا جوړه شوې ده اوس خو هغه مړ دی خو د يوه سره د کشتمند په لارښوونه ټول هزارګان او د پخواني خلق موکراټيک ګوند شړل شوي پنج عيب شرعي وطنپلوره کودتا چيان او ملي ضد عناصر پکې را ټول دي چي د شمال د ائيتلاف ملاتړ هم ورسره دی .
دغي بدنامي ډلي د خپلو جناياتو د پټولو د پاره چي د ډاکټر نجيب الله د ملګرو ملتو د سولي پروسه يې شنډه کړه او په کابل کي دشورای نظار او دوستم لنډه غر و سره يو ځای قتل عام جوړ کړ، اوس يې ډاکټر حبيب منګل رامخته کړی دی چي خپل پښتون دښمنه او افغان دښمنه څهره ورباندي پاکه کړي . په دې ډله کي چي خلګ ورته فراګيره وايي د يوه سره افغانستانيان را غونډ دي او خپله جګړه يې د هماغه اوله سره د افغان ، افغانيت او پښتنو پر ضد پرمخ بېولې ده او اوس هم همدغه پاليسي پر مخ بيايي .
ما دغه خبري د خپل شخصي معلومات پر مبنا وړاندي کړ، که کوم څوک تر دې زيات معلومات لري نو طبعاً هغوی به يې هم وړاندي کړي څودلته ټوله ګټه ترېنه واخلي .
په درناوي[/quote:acc4c13fd8]
..Ahmadzai
09.07.2009
وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
كريم وروره دې خبرې دسر په سترګو, زه په دې پوه سوم چې «د نهضت فرا گیر دموکراسی و ترقی افغانستان» ډله همغه زاړه تورمخي بې ناموسان دي.
مننه
خو ما د فراګيرۍ د لفظي معنا پوښتنه كړې وه , زه لا تر أوسه د دې لفظ په معنا پوه نه سوم.
هيله من يم كې ېې څوك راته معنا كړي.
په درنښت
أحمدزى
Sangar Watan
10.07.2009
ډاکټر صيب احمدزی سلامونه ومنۍ،
فراګيرپه لغوي لحاظ سرتاسري،عمومي يا All-Embracing معني لري٠
مګر ستا په شان دعالي او مسلکي زدکړو لرونکي ته مناسب نه دی چه يوي
ډلې ته په "فراګير" ډول [quote:22eb645a4f] زه په دې پوه سوم چې «د نهضت فرا گیر دموکراسی و ترقی افغانستان» ډله همغه زاړه تورمخي بې ناموسان دي.[/quote:22eb645a4f]خطاب وشي ٠
لکه تاسو ته چه ښه څرګنده ده ،افغانانو او بيا خاصتا پښتون قام ته د ناموس داری
مسله له هر څه اوليت لري٠
پښتون حاضر دی چه خپل سر،مال حتي وطن او مذهب نه تير شي مګر له نا موسه
نه تيريږي٠
که خدای مکړه موږ او تاسو ته څوک داسې خطاب وکړي ،بيا څنګه؟؟؟
اوبيا دانټرنټ سايت زموږ درنۍ خوينې او مېندې هم کتلای شي،نومناسب ندی
چه دادبي چوکاټ نه بهر ليکنې وکړو٠
هيله ده خفه نشې٠
پاته شوه دپخوانيو کمونستانو دسياسي فعاليت په هکله چه اوس ئی حبيب
منګل رامخ ته کړی،بايد عرض کړم چه سياست يوه ناولې لوبه ده اوپدې لوبه
کي هره پيښه ليدل کيدي شي٠
دمثال په ډول،کله چه په ډاکټرنجيب کودتا وشوه او ځينو پخوانيو کمونستانو
دشوري نظار سره وحدت وکړ،لږه موده روسته همدې ډلي بيا له حزب اسلامي
او مجددي سره،دشوری نظار په خلاف جبهه جوړه کړه٠
اوس هغه پخواني کمونستان په مختلفو ډلو ويشل شوي٠دمثال په ډول د ډاکټر بشرمل په مشرۍ يوی ډلي داشرف غني احمدزي نه ملاتړ اعلان کړی٠شهنواز تڼۍ ئی ځانته ډنګوي،يوه بله ډله ئی دکرزي ملاتړ دي او دوه ،درې نوری ډلي ئی دطالبانو پشان د انتخاباتو سره پرېيکون غواړي٠
..Ahmadzai
10.07.2009
محترم ورور
سنګروطن صاحب
السلام عليكم
[quote:ec3bcf1510]فراګيرپه لغوي لحاظ سرتاسري،عمومي يا All-Embracing معني لري٠
[/quote:ec3bcf1510]
ډيره مننه
أو په نصحيت دې هم يو جهان مننه
بله مهمه خبره دا وه چې أيا دغه لفظ پاړسي ده ؟
په درنښت
أحمدزى
کريم
10.07.2009
سنګر وطن صاحب!
اول خو ماته داسي معلوميږي چي ستاسو نوم ستاسو معرفت نه کوي دا ځکه چي نه به په وطن کي ياست او نه به يې هم په سنګر کي !
تاسو په څه مناسبت دغه نسبت ځانته ور کړی دی ؟
بل داچي ان په يوه عادي لغت هم که څوک پوه نشي او د چانه پوښتنه وکړي دا عيب نه بلکه دهغه وړتيا ښيي، خو په دې خبره ستاسو سره موافق يم چي د ناموس ارزښت و پښتون ته تر هر شي زيات ارزښتمن دی او تر هر څه ورته تير دی سر پر ور کوي .
خو بېناموسه بيا داسي نه دی!
بېناموسه لکه دوستم، لکه محقق، لکه فهيم لکه د شورای نظار لنډه غر لکه همدغه د فراګيره سرغنه کودتاچيان او وطن فروشان ، دابې له شکه بېناموسه او نامرده وه او دي . توري کارنامې يې زموږ وړونو او خويندو ليدلي څه چي د کابل کنډوالې او کونډي يتمان يې ژوندي مثالونه دي، په هغو کي به شايد يو دوه درې يا څو تنه پښتانه ورګډ وي خو چي دداسي نامرده او اظهر من الشمسه خائينانو او بې ناموسانو ملګري شوي دي او ځانونه يې د قدرت د پاره نه بلکه د قدرت د تظاهر او خيال پلو د پاره را ټيټ کړي دي، هغوی به په شخصي لحاظ بې ناموسه نه وي خو چي د بې ناموسانو ملګرتيا يې کړې ده ، د هغوی په کتار کي را ځي .
سنګر وطنه !
زموږ د ټولني سياسي ماحول نن د بې اعتمادۍ اوپه ملي مسائلو کي د رذيلانه فتنو او ملي ضد د جانزدنو په بازيو کې ښکېل يو ماحول دی، شمشير زن او کوستېزن يې نه دی معلوم، يو مطلق سیاسي عصبيت حکمفرما دی، واقعبينه سياستپوهان نلرو. ها چي شته پلورل شوي نانځکي دي . د پرون د ماتو علتونه نه راسپړي او د پرون د ماتو سازماندهنده ګان نه تنبه کيږي ان لا دهغوی نه طلايي بتان جوړيږي، د ماتو څخه عبرت نه اخيستل کيږي، اتکاء يې يو دم پر عوافريبي باندي بنا ده ، په داسي حالت کي د پښتنو څخه د خپل پاک زړه په درلودلو سره ځيني خبري را وزي چي په ادبي لحاظ به وړ نه وي، خو پر بې ناموسانوباندي د راکټ غوندي لګيږي !!
په درناوي
Sangar Watan
10.07.2009
کريم جانه!
خدای دې په خيره سره فارغ کړه،
هله به پوی شې چه ښکنځله بې ادبي ده :idea:
کريم
10.07.2009
سنګر وطن صاحب، ستاسو د ادب درناوی کوم ،
زه د جلال احمدزي صاحب دفاع نه کوم خوکه تاسو د يوه پښتون په حيث دهغه په ځای کي واست مثلاً هغه څوک چي زه يا ته يې و پېژنو چي سم دم مورده ګاودی، يا کوني دی کونه ورکوي ، او يا په زور د نورو پر ناموس د تيري هڅه کوي لکه دوستم، شورای نظاريان او د هغوی ډلو چي کړي دي يعني بې ناموسه دي، يا وطنفروشه دي يعني د وطن پر ناموس يې سودا کړې وي، يا ملي خاين وي ،ستاسو په ادبي ژبه تاسو دغه اشخاص او د هغوی ډلي په کومو الفاظو بايد ياد کړی ؟!
آيا چي ادب مو کارولی وي نو هغوی ته واياست چي :
عزتمنده مورده ګاو صاحب ، ښاغلي کوني خانه ، محترم بې ناموس صاحب، دروند ملي خائينه، عزت مآبه وطنفروشه، جلالتمآب غل او قاتل صيب !!
په درناوي
Sangar Watan
10.07.2009
9:26 am عنوان :
--------------------------------------------------------------------------------[quote:09159cdb84]
سنګر وطن صاحب، ستاسو د ادب درناوی کوم ،
زه د جلال احمدزي صاحب دفاع نه کوم خوکه تاسو د يوه پښتون په حيث دهغه په ځای کي واست مثلاً هغه څوک چي زه يا ته يې و پېژنو چي سم دم مورده ګاودی، يا کوني دی کونه ورکوي ، او يا په زور د نورو پر ناموس د تيري هڅه کوي لکه دوستم، شورای نظاريان او د هغوی ډلو چي کړي دي يعني بې ناموسه دي، يا وطنفروشه دي يعني د وطن پر ناموس يې سودا کړې وي، يا ملي خاين وي ،ستاسو په ادبي ژبه تاسو دغه اشخاص او د هغوی ډلي په کومو الفاظو بايد ياد کړی ؟!
آيا چي ادب مو کارولی وي نو هغوی ته واياست چي :
عزتمنده مورده ګاو صاحب ، ښاغلي کوني خانه ، محترم بې ناموس صاحب، دروند ملي خائينه، عزت مآبه وطنفروشه، جلالتمآب غل او قاتل صيب !!
په درناوي
_________________ [/quote:09159cdb84]
نه وروره،داسې ښکاري چه ما خپل کلام واضح ندی ليکلی٠
تاسو کولی شې چه دوستم،محقق،سياف او دوی ته ورته افرادو ته دخاين،
وطنفروش،جاسوس،دوه مخي،دپردو نوکران،غل،قاتل،کافر،لامذهب او په
سلګونو نورو القاب ورکړې٠مګر دبيناموس،ک ،غ٠٠اوداسې نورو الفاظو استعمالول ،هغه هم په انټرنت،اخبار،راديو اوتلويزيون
کي مناسب کار ندی٠زموږ ځوان نسل خاصتا دمکتب شاګردان بايد په داسی
ادبياتو خبری وکړي چه زموږ ژبه او کلتور پري ښايسته ښکاره شي٠
په در ناوي
کريم
11.07.2009
زموږ درنه پښتو که خوږه او با ادبه پښتو ده خو دښمنانو او بېناموسانو او مورده ګوانو او جنايت کارانو ته زيږه پښتو او ترته پښتو هم ده . پرېږده چي زموږ ځوان نسل د بېناموسه، مورده ګو، کوستېزن او دېته ورته دنورو ناوړه اوصافو په اصلی معنی و پوهيږي او دهغه مجريان هم هغه چي په اوسني حکومتی چارواکو کي لکه دوستم غوندي کسان او چي ددې اوصافو واقعي ممثلين دي، هغه ښه و پېژني . مګر څوک چي دوستم ته بېناموسه و نه وايي، و يې نه ليکي نو وه زوراوره، دغه کلمه بايد چاته وويل شي !؟
البته د ژبي پر ادبي او علمی اړخ به بېله شکه ادبي او زموږ د کلتور او دود سره سم بيان کيږي، خو دلته تر بېناموسه بله وړ کلمه نشته چي ددې اشخاصو او يا ډلو دپاره دي و کارول شي .
بس دغه بحث به دلته بس کړو!
په درناوی