هنر،ادب او پښتو نحوه
دپښتو يا ګانې
و.افغان
04.07.2009
درنو وروڼو سلامونه او نيکې هيلي:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
دپښتو دخوږې ژبې له پښتنو زمريو هيله کوم چی په ساده ډول راته دپښتو يا ګانی تشريح
کړي، او دهر ډول (ي) داستعمال ځاي په تفصيلي توګه راته سره له مثالونه راوښيي.
په درنښت
محمد احمد حمي
06.07.2009
په عام ډول په ادبي پښتو كي پنځه ډوله ياګاني لرو چي په لاندي ډول دي:
ى ، ي ، ئ ، ې ، ۍ
1 . بې له نقطو ياء
2. په عام ډول لاندي دوې نقطې لرونكي ياء
3. په غيږ كي همزه لرونكي ياء
4. لاندي دوې نقطې سر پر سر لرونكي ياء
5. لكۍ داره ياء
لومړى ډول ياء يعني بې نقطو په هغو ځايونو كي استعماليږي چي دياء دما قبل توري فتحه يا ضمه وي لكه: ځاى ، هغوى ، دوى ، لومړى (مذكر) ، اولنى (مذكر) ، دَى ، او داسي نور .
دوهم ډول ياء په هغه ځاى كي استعماليږي چي دياء ما قبل تورى كسره ولري ، لكه : دِي ، ملي ، چي ، جاري ، رواني ، لاندي ، باندي ، او داسي نور .
دريم ډول ياء دامر په جمع كي استعماليږي ، لكه: ولاړ سئ ، پورته شئ ، ژر راځئ ، او داسي نور .
څلورم ډول ياء په پښتو كي لكه دعربي دامالې غوندي ځايونو كي كاريږي يعني لاندي خواته ډير كشيږي ، لكه : درې ، نقطې ، پخې ، پيالې ، جامې ، اوداسي نور .
پنځم ډول ياء دمؤنث سره استعماليږي ، لكه : لكۍ ، خولۍ ، مرغۍ ، لنډۍ ، اولنۍ (مؤنث) ، لومړۍ (مؤنث) ، او داسي نور .
ديادوني وړ ده چي دڅلورم ډول ياء پر ځاى باندي ځيني پښتانه لكه دپېښور اوسيدونكي چپه ياء استعمالوي ، يعني هغه ياء چي لاندي راتاويږي لكه په اُردو يا فارسي كي چي استعماليږي .
دا هغه معلومات وو چي په دې اړه زما سره وو ، كيدى سي يو ورور له دې څخه زيات معلومات ولري ، او وې ليكي.
(ضروري يادونه) زما پورته ليكنه دياء ګانو دهمدې قواعدو سره سمه ليكل شويده ، نو كولاى شئ چي په الفاظو يې زيات مشق وكړئ.
په درنښت
و.افغان
07.07.2009
محترم حميدي صاحب:
له توضيح مو ډیره مننه
ډير ليکوالان می ليدلي دي، چی د(چی) او (کی) په کلماتو (ی) ته يا بيخي ټکي نه
ږدي، او يا سر په سر دوه ټکي ورته ږدي، خو ستاسو په ليکنه کی بيا دوه افقي څنګ
په څنګ ټکي تر سترګو کيږي، ددې وضاحت څنګه کوئ.
بله رښتيا دا چی دا (ئ) له امر په پرته په جمع مخاطب کی هم کارول کيږي، او
داستفهام حالت کی هم ترې کار اخيستل کیږي، آيا داسی نه ده؟؟
آيا تاسو ډوډۍ خورئ؟
ډوډۍ وخورئ.
که تاسو لږ وخاندئ.
او داسی نور.
ستاسو دتوضيحاتو په انتظار.
په درنښت
محمد احمد حمي
12.07.2009
محترم ورور وهاج صاحب!
لومړى بايد ووايم چي پښتانه ليكوالان دپښتو په ليك ډول كي سره يوه خوله نه دي ، كه څه هم دا دليك او لوست بي اتفاقي په هره ژبه كي به وي خو په پښتو كي نسبةً زياته ده.
دويم: دياګانو دغه قاعدې كمي چي مي مخكي ليكلي تقريبًا دډيرى هغو كسانو تګلاره ده څوك چي دياءګانو دقواعدو مراعات كوي ، او ورسره ورسره په قواعدو اصلاً خبر وي ، يعني هسي دتقليدِ اعمٰى په ډول دبل چا پر پله نه ځي.
نو طبعي ده چي په دې مابينځ كي يوه ډله داسي ليكوالان هم پيدا كيږي چي دبعضو مخصوصو تورو په اړوند يې دكوم بل ليكوال ليكنه نه وي ليدلي او نه هم په خپله له قواعدو څخه خبر وي ، نو داسي ليكوال ښكاره ده چي ليكنه به دخپل ذهن موافق كوي له دې امله ډير ځلي دتيروتنو ښكار وګرځي.
دريم: د چې ، چي او چى په اړه بايد ووايم چي هغه ليكوالان چي لوړ قواعد مراعات كوي نو ښكاره ده چي دهغوى په نزد دا لفظ اصلاً داسي (چي) ليكل كيږي ، مګر دلته په (چي) كي بله خبره سته هغه دا چي د (چي) لفظ ته كه ټكي ورنكړل سي دكوم بل لفظ سره يې مشابهت نه راځي لكه په (دِي) او (دَى) كي يعني كه چيري د (دِي) ياء ته ټكي ورنكړل سي او داسي وليكل سي (دى) نو دا به لوستونكى (دَى) وايي ، بغير له دې چي دسياق او سباق څخه مرسته وغواړي او اصلي تلفظ ته ځان ورسوي ، نو كله چي په (چي) كي دا مشابهت نه وو له دې امله ډير ليكوالان يې (چى) ليكى، بل صورت دليكلو يې (چې) دى ، زما په ګومان د (چي) دلفظ په اړوند پښتانه دوې لهجې لري، يوه يې هغه ده چي (چي) پكښي مختصرا يعني بې له امالې ادا كيږي او دوهمه يې هغه ده لكه څنګه چي دوى (چې) ليكي نو فكر كوم چي دا ليكنه به يې بې معنٰى نه وي بلكه همداسي به يې وايي (چې) يعني په لږ څه كشولو سره دياء لكه چي دا توري كشيږي : ګيلې ، درنې ، ميلې ، چړې ، چې .....
څلورم: د (ئ) په اړوند بايد ووايم ، چي دياءګانو دغه قواعد ما ډير مخكي ياد كړى وو ، لهذا زما په فكر دا توري چي ما ليكلي
((دريم ډول ياء دامر په جمع كي استعماليږي))
په دې كي دامر تخصص يوه حفظي تېروتنه وي ، بلكه بايد داسي ووايو چي دا ياء (ئ) دجمع لپاره استعماليږي.
په ډيره مينه
Ghairat
12.07.2009
درنو ورونو اوخویندو ته سلامونه !
سړی اړ وځي چې د نوموړو یأ ګانو تعریفونه بدل کړي څو پوهیدل یې ساده اواسانه شي لکه :
[color=red:a7335b978a]ژوره یأ : یعنې ي [/color:a7335b978a]
لکه غوړي ، چړي، زاړۀ سړي ، سرۀ سپي ، کينه، پينه، مينه، سپینه ، وینه ، زرین ، وړين اونور۰ دا يأ دوه چنده ژورتیا لري، په عربي کې یې په اړه ویل کیږي چې دغه یأ له دوه کسرو (۲ زیرونو) څخه جوړه شوې ده ۰
[color=blue:a7335b978a]ټپه یأ : یعنې ې [/color:a7335b978a]
لکه دېته ،هغې ته ، ښې بدې ته، چېرته ، بېرته، ډېر ، تېر اوهېر۰
دا یأ ژوره نه ده، کسرې ته نږدې ادا کیږي، ته به وايې چې د مخه توری یې کسره لري، خو په دوه ډوله ، لنډه اواوږده توګه ادا کیږي ، په پورتنیو مثالونوکې لنډه ویل کیږي ،خو په مېنه (قلا) ګېډه ، خېټه اوداسې نوروکې بیا اوږده تلفظ کیږي !
ځینې کسان د تلفظ دغه اوږودوالې دټپې یأ (ې )معیار بولي، خو دوی هسې ستونزې زیاتوي ، یا خو لنډه ټپه یأ نه درک کوي او یا یې د ژورې يأ (ي) سره مغالطه کوي او چېرته ، بېرته ، دېته هغې ته هم په ژورې (ي) غلط چیرته، بیرته، ديته اوهغي ته لیکي (!)
نوددې ټپې يأ په تعریف کې باید په دې بسنه وشي چې دمخه توری یې زېر لري او بس، داچې د اړتیا سره سم هم لنډه اوهم اوږده تلفظ کیږي ، باید په دې یې سره جلا نکړو!
[color=red:a7335b978a]ولاړه (ساکنه) يأ: ی[/color:a7335b978a]
دا یأ ټکي نه لري لکه وای،چای ، ځای ، ځوی ،دوی،هغوی، زوړ سړی ، سور سپی، پرونی، غرنی، برنی اونور
ددې یأ په تعریف کې ویل کیږي چې د مخه توری به یې یا فتحه، یا الف او یا هم (و ) لري!
زما په اند دا (ی) واول یا حرکي توری نه دی اولکه y په نوروحرکي تورو حرکت اخلي ،که نه د ويوني په پای لکه ځای، زوی او دوی کې ساکنه پاتې کیږي، مثالونه یې لکه په سیال، سر یال، یاجوج ، سیوری، سیاست ، یو او یواځې کې د د ویوني په سر یا منځ (ی) ، اوپه پای لکه چای اوځای کې وروستۍ يأ ده!
یادونه ! : د دې (ی) معادل په اردو او له اردوڅخه په لر پښتو لیکدود باندې د پنجابي ښکیلاک له خوا تحمیل شوې بڼه پرته( ے ) ده، هغوی سپی، پرونی، غرنی اوهین ه[color=yellow:a7335b978a]ی[/color:a7335b978a] ټول په همدغه ( ے ) لیکي !
[color=red:a7335b978a] نو ( ے ) د (ې) معادل نه ده الو د دغې (ې) په ځای نه لیکل کیږي!!!![/color:a7335b978a]
۵ ــ د[color=blue:a7335b978a](ئ ) او (ۍ)[/color:a7335b978a] آواز کټ مټ یوشی دی ، باید په یوه یې بسنه وکړو، د فنکشن توپیر یې له پامه وغورځوو، هغه په جمله کې د اسم او فعل په توپیر سره پخپله بیلیږي او دتوري په شکلي بڼه کې توپیر ته اړتیا نشته !
مثلأ که ووایو چې راشۍ، کښېنۍ، وخورۍ، نوهر سړی پوهیږي چې د فعل جمع امریه شکل سره سروکار لرو اواسمونهنه دي، اوکه ووایوچې سپوږمۍ د خپلې ابۍ شړۍ وړۍ وړۍ کړه، نوهر څوک پوهیږي چې سپومۍ، ابۍ، شړۍ او وړۍ [color=yellow ټول مؤنث نومونه دي،نه جمع امریه اونه استفهامي جملې![/color]
[color=blue:a7335b978a] نو راځۍ چې نور له دغه جمع امریه او استفهامیه نښې لرونکې (ئ) څخه تیر شو او له سره یې نوره ونه کاروو ،څو دبیځایه انجړتیا مخه پرې ونيسو[/color:a7335b978a] [color=red:a7335b978a]
څنګه خوښه موده ؟[/color:a7335b978a]
ومن الله التوفیق !
..Ahmadzai
12.07.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[quote:624a91a1bd]سړی اړ وځي چې د نوموړو یأ ګانو تعریفونه بدل کړي څو پوهیدا یې ساده اواسانه شي[/quote:624a91a1bd]
غيرت صاحب په قلم دې بركت شه.
ډير سيي أو سم تعريفونه د وركړي.
په درنښت
أحمدزى