د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

لپې لپې لمر دکاروان نوی اوحوږ شعر

beett
01.07.2009

لپې لپې لمر
تم پکې لښکرچې دغاټولودرېديوشي
دا خزان وطن دې بيا پاچا د پسرليو شي
نجونوترمنګيومنجيلې دکشماليوکړې
مست به دګودرچنارپه بوی دکشماليوشي
لپې لپې لمربه له اوبوسره ورواچوي
ډک به په ګودرکې تش منګي دجينکيوشي
نه به توغندي په هوا راشي دشاهين په شان
شور به بياپه څانګوکې دامن دمرغيوشي
مينه به مې زړه کې په ګډاګډا اتڼ کوي
درزبه دچمبې خيژي اوشرنګ به دبنګړيوشي
ژوندبه په شرنګااوپه مستۍ باندې قدم واخلي
ته وا لکه اوښ چې بارد زرو په ګونګريو شي
بندپه بندبه ووايي ټپې دملالۍ پکې
سربه سندرغاړي بلبلان په بګتيوشي
دادشپوحکومت به درڼاترجنډولاندې شي
ورو،ورو به روان پکې کاروان دډيوه ګيوشي

هرڅوکه افغانه نجلۍ خوب دځوانۍ وړې وي
ويښه به لمانځه ته په غچ غچ دتوتکيوشي
کله چې پرې ولګي دسولې دليلې پلو
تورکاڼي به ډک له تکوسرواوشنوغميوشي
لويه موربه وايي دوطن دآزادۍ سرود
زنګ به ځي له زړونونه،دوران به دخوښيوشي
هغه پورې غرچې يې ټټرؤپه ګولۍ سوری
ډک به يې هرزخم په ګلونوپه غوټيوشي
شنه پاڼه ګلپاڼه شي چې موسکه شين خالۍ ورته
پورته به وږمې ترې دلونګودځونډيوشي
تېربه پرښتې کاندي لاسونه ديتيم پرسر
کټ کټ به خنديږي تېربه دور دسلګيوشي
دانجلۍ چې لپه يې کاروان ته له دعاډکه
دابه که خدای کاندي ملکه دښاپېريوشي


خیریوسی
24.10.2009

واوا دبیټ نیکه لمسیه دمورشیدې د سه ډیر ښکلی شعر دی
دا بیت یې ډیر ښکلی دی
لپې لپې لمربه له اوبوسره ورواچوي
ډک به په ګودرکې تش منګي دجينکيوشي
دزیانه مو مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more